Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way






























Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
څوک چې په زړه او یا کړنې او یا دواړو سره د یو شي لورې ته پدې موخه وګوري چې ګټه ورته ورسوي او یا ورڅخه ضرر دفع کړي نو الله به یې همغه شي ته وروسپاري چې ځړولی یې دی، او چا چې د الله سره اړیکه وساتله نو هغه - ذات - ورته بسنه کوي او هر سخت کار به ورته اسانه کړي او څوک چې له الله پرته د بل څه سره اړیکه ونیسي، نو الله به یې همغه شي ته وروسپاري او ذلیل به یې کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې چا «لا إلهَ إلَّا اللهُ» وویل: یعنې په ژبه یې ګواهي ورکړه، چې له الله جل جلاله پرته پر حقه بل معبود نشته، او په هر هغه څه یې کفر وکړ چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي او له اسلام پرته له نورو ټولو ادیانو څخه یې بیزاري اعلان کړه، نو د هغه وینه (تویول) پر مسلمانانو حرام دي، زمونږ لپاره یوازې د هغه څرګند حالت بسنه کوي، نو نه یې مال اخیستل کیږي، او نه یې وینه توییږي، مګر دا چې جرم او یا جنایت وکړي چې پدې سره یې د اسلام د احکامو له مخې وینه توییږي. او د قيامت په ورځ به ترې الله جل جلاله حساب اخلي، نو كه چېرته رښتينى و اجر به وركړي او كه منافق و، نو سزا به وركړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې؛ هغه خلک چې په نورو رحم کوي، نو رحمان ذات پر هغوی رحم کوي چې رحم یې له هر څه پراخه دی، بدله د عمل سره برابره. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځمکې په ټولو مخلوقاتو د رحم کولو امر وکړ؛ که هغه انسان، یا حیوان، یا الوتونکی مرغه او یا نور داسې ډول ډول مخلوقات وي، او د دې بدله دا ده چې الله تعالی به په تاسو باندې د اسمانونو له پاسه رحم وکړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې دوزخ ته له ننوتلو وروسته به الله جل جلاله تر ټولو د لږ عذاب خاوند ته ووایي: که چېرته دې ټوله دنیا او څه چې پکې دي درلودل نو آیا هغه به دې د فدیې په توګه ورکړي وو تر څو له دې عذاب څخه خلاص شوای وې؟ هغه به ووایي: هو، نو الله جل جلاله به وفرمایي: یقینا چې ستا څخه مې لدې آسانه غوښتنه کړې وه، کله چې ته د آدم په شا (ملا) کې وې او ستا څخه ژمنه واخېستل شوه چې ما سره به هېڅ شی نه شریکوې، نو کله مې چې دنیا ته راوویستې انکار دې وکړ او ما سره دې شرک وکړ.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو خلکو په اړه پوښتنه وشوه چې په راتلونکي کې د غیبو په اړه وړاندوینه کوي، نو هغه وفرمایل: پروا یې مه ساتئ، او خبرې یې مه اخلئ، او د هغوی چاري دې تاسو اندېښمن نه کړي. نو هغوی وویل: د دوی خبره کله کله له حقیقت سره مطابقت لري، لکه څنګه چې دوی په فلانۍ میاشت، فلانۍ ورځ کې د یوې غیبي پیښې په اړه خبر ورکوي، نو د دوی له وینا سره سم واقع کیږي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پيریان چې د اسمان له خبرونو څخه څه واوري هغه غلا کړي، بیا له غیب ویونکو څخه خپلو بادارانو ته د هغه څه په اړه خبر ورکړي چې اورېدلي یې دي، غیب ویونکی له اسمان څخه اورېدل شوو ویناوو ته سل نور دروغ ورزیات کړي.
معاذ بن جبل رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو غږ یې ورته وکړ چې اې معاذه؟ درې ځلې یې ورته په تکرار سره غږ وکړ؛ د هغه څه د ارزښت له امله چې ورته یې وییل. او معاذ رضي الله عنه به په هر ځل ځواب ورکاوه چې (لبیک یا رسول الله و سعدیک) یعنې اې د الله رسوله ستاسو بلنه مې په پرلپسې توګه منلې ده، او ستاسو په بلنه خوښ یم. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې هېڅوک داسې نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې دروغ پکې نه وي چې له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته، او دا چې محمد د الله رسول دی، نو که چېرته پدې حالت کې مړ شو، الله تعالی به یې په اور حرام کړي. نو معاذ رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه چې خلکو ته پدې خبره خبر ورکړي تر څو خوشحاله شي او زیری پرې ورکړي؟. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېرېد چې هسې نه خلک په همدې خبرې تکیه وکړي نو عملونه به یې کم شي. نو معاذ هېچاته ونه وییل مګر د مرګ د رارسېدو پر مهال؛ تر څو د علم په پټولو سره ګناهکار نه شي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندوي چې الله جل جلاله هره شپه دشپې په دریمه وروستۍ پاتې برخه کې د دنیا آسمان ته راکوزیږي، خپل بندګان هڅوي چې راویې بلي، ځکه هغه ذات د هغه چا بلنه مني چې راویې بلي، او دې ته یې هڅوي چې خپلې غوښتنې ورڅخه وغواړي، له هغه ذات څخه چې څوک غوښتنه وکړي هغه یې ورکوي، او (خپل بندګان) دې ته رابلي چې د خپلو ګناهونو بخښنه ترې وغواړي، ځکه هغه ذات خپلو مومنو بندګانو ته بخښنه کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په قبرونو له کېناستلو څخه منع فرمایلي ده. همدا رنګه یې قبرونو ته له لمونځ کولو څخه منع فرمایلې ده، داسې چې قبر د لمونځ کوونکي مخې ته راشي، ځکه چې دا د شرک لپاره وسیله ده.
د مؤمنانو مور ام سلمه رضي الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يادونه وکړه، چې کله هغه د حبشي په خاوره کې وه، نو هلته یې د ماريا په نوم يوه کليسا وليده چې مجسمې، نقشې او انځورونه پکې وو؛ او تعجب یې ورته وکړ! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د دې انځورونو لاملونه بیان کړل؛ ویې فرمایل: دا خلک چې تا یې یادونه وکړه، کله چې پکې یو نیک سړی مړ شي، نو پر قبر یې جومات جوړ کړي او لمونځونه پکې کوي، او دغه انځورونه یې جوړ کړي دي، او دا یې په ډاګه کړه چې د دې کار کوونکی د الله تعالی په نېز بد مخلوق دی؛ ځکه چې دا کار یې د شرک لامل ګرځي.