





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له جریر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: مونږ یو شپه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې سپوږمۍ ته یې وکتل - یعنې د څوارلسمې شپې وه - نو ویې فرمایل: «خامخا به تاسو خپل رب داسې وینئ لکه څرنګه چې تاسو دا سپوږمۍ وینئ پرته له کومې ستړتیا او سختۍ څخه، نو که چېرته مو وکولای شول چې د لمر راختلو څخه مخکې او له لمر پرېوتلو وړاندې لمونځ درڅخه پاتې نه شي، نو دا کار وکړئ» بیا یې دا آیت ولوست {وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ}» یعنې: او د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختلو نه مخكې او له لمر ډوبېدلو نه مخكې}»
متفق علیه دیصحابه کرام رضی الله عنهم له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوه شپه ول چې سپوږمۍ ته یې وکتل، د څوارلسمې شپې سپوږمې وه - نو ویې فرمایل: مؤمنان به خپل رب بې له شکه په رښتینو سترګو ویني پرته لدې چې اشتباه وکړي، پداسې حال کې چې یو بل سره به ټیل ماټیل نه کوي، نه به ستړي کیږي او نه به د هغه تعالی د لیدو پر مهال سختي ګوري. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که ومو کولای شول چې د سهار او مازدیګر له لمونځونو څخه منع کوونکي اسباب له مینځه یوسئ نو دا کار وکړئ، او په خپل وخت سره یې په جماعت سره ادا کړئ، ځکه چې دا کار د الله جل جلاله مخ ته د کتلو له اسبابو څخه دی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: (وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ) (او د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختلو نه مخكې او له لمر ډوبېدلو نه مخكې).
له ابو موسی - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بېشکه الله - جل جلاله - ظالم ته مهلت ورکوي، تر دې چې کله یې راونیسي بیا یې نه پریږدي» بیا یې (دا آیت) ولوست: {وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ ظَالِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ} [هود: 102]» «او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په ګناه، شرک او د خلکو سره د هغوی په حقونو کې په دوامداره توګه له ظلم کولو څخه خبرداری ورکوي، چې یقینا الله جل جلاله ظالم ته مهلت ورکوي، ځنډوي یې، عمر یې اوږدوي او مال یې زیاتوي، نو په سزا ورکولو کې یې بیړه نه کوي، که چېرته یې توبه ونه کړه بیا یې رانیسي او نه یې خوشي کوي او د هغه د ډېر ظلم له مله یې نه پرېږدي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {وكذلك أخذ ربك إذا أخذ القرى وهي ظالمة إن أخذه أليم شديد} [هود: 102]، «او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغه (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي».
له ابو الهيَّاج الاسدي څخه روایت دی وایي چې: ماته علي بن ابي طالب رضي الله عنه وفرمایل: آیا زه ته د هغه کار لپاره ونه لیږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې زه لیږلی وم؟ دا چې هېڅ مجسمه مه پرېږده پرته له دې چې ورانه یې کړې او هېڅ لوړ قبر مه پرېږده پرته له دې چې برابر یې کړې.
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم به خپل اصحاب لېږل تر څو هېڅ "مجسمه" له ورانولو پرته پرې نږدي - او له مجسمې څخه مراد د هر سا لرونکي شي انځور دی؛ هغه که مجسمه ولري او یا د انځور په بڼه وي. او دا چې هېڅ لوړ قبر پرېنږدي پرته لدې چې د ځمکې سره یې برابر کړي او د پاسه ودانۍ پرې ونړوي، او یا یې داسې هوار کړي چې له ځمکې ډېر پورته نه وي، یعنې د یوې لوېشتې په اندازه یې پورته کړي.
له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «هغه څوک زمونږ څخه ندی چې (د یو څه په لیدلو سره له غیبو) وړاندوینه وکړي او یا ورته وړاندوینه وشي، کوډې وکړي او یا ورته کوډې وشي، جادو وکړي او یا ورته جادو وشي، او هر څوک چې کوډګر ته ورشي او په هغه څه کې یې ريښتینی وګڼي چې هغه یې وایي، نو پر هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم - نازل شوي دي".
البزار روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل امت څخه هغو کسانو ته پدې وینا سره خبرداری ورکوي چې ځینې کړنې یې کړي وي، فرمایي چې: "زمونږ څخه ندي" هغه خلک چې: لومړی: "من تَطَيَّرَ أو تُطُيِّرَ له" دا په اصل کې: د مرغۍ له الوځولو څخه اخیستل شوی دی چې کله به هغوی په کوم کار او یا سوداګرۍ پيل کاوه نو مرغۍ به یې خوشې کړه؛ که چېرته به یې ښي لور ته الوتنه وکړه په نیک فال به یې ونیوله او د هغه کار پسې به روان شو چې اراده یې کړې وه، خو که چېرته به یې چپ لور ته الوتنه وکړه، نو په بد فال به یې ونیوله او له خپل کار څخه به لاس په سر شو، نو دا کار د خپل ځان لپاره هم ناروا دی او د بل چا لپاره هم چې دنده ورکړل شي تر څو یې ورته تر سره کړي، او پدې کې هر بد فال نیول شامل دي که هغه اورېدل وي او یا د کوم شي لیدل، له مرغیو، څارویو، مصیبت ځپلو، شمېرو، ورځو او داسې نورو څیزونو څخه. دویم: له "من تَكَهَّنَ أو تُكُهِّنَ له"څخه مراد دا دی چې څوک چې د ستورو او نورو شیانو په کارولو سره په غیبو د پوهېدو دعوه وکړي، یا داسې چاته ورشي چې د کاهن او داسې نورو په څېر په غیبو د پوهېدلو دعوه وکړي او په هغه څه باور وکړي چې هغه یې له غیبو وایي، نو په هغه څه یې کفر وکړ چې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی. دریم: "من سحر أو سحر له" یعنې دا چې څوک په خپله سحر وکړي او یا بل چاته دنده ورکړي چې سحر ورته وکړي؛ تر څو پرې چاته ګټه او یا زیان ورسوي، او یا تار ته غوټه ورکړي او د حرامو دمونو په چف کولو سره پرې جادو وکړي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځینو مېرمنو څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې غیب ویونکي ته لاړ شي او له هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي، د څلویښتو شپو لمونځ یې نه قبلیږي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم غیب ویونکي ته له ورتګ څخه خبرداری ورکوي، او عراف : د غیب ویونکي، نجومي، په شګو کې خطونه کښونکی او داسې نورو کسانو ته وییل کیږي چې په غیبو د پوهېدلو لپاره پورته شیان کاروي - او کله چې څوک له دوی څخه یوازې پوښتنه وکړي (پرته لدې چې باور پرې وکړي) نو پوښتونکی به الله جل جلاله د څلویښتو ورځو لپاره د هغه د لمانځه له ثواب څخه محروم کړي او دا د هغه لپاره د دې لویې ګناه د کولو سزا ده.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې (نجومي زده کړه کوي)، هغه په حقیقت کې داسې ده لکه د سحر یوه برخه چې زده کوي، نو څومره یې چې زیاته زده کړه کوي په همغه اندازه یې د سحر د زده کړې کچه زیاتیږي».
ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې چا د علم نجوم او برجونو پېژندلو زده کړه وکړه او د ځمکې په پېښو کې یې د هغوی په خوځښتونو، ننوتلو، وتلو د اغیزې استدلال وکړ لکه: د فلاني مړینه، ژوند، ناروغي او داسې نور شیان چې په راتلونکي کې به پېښ شي، نو په حقیقت کې یې د جادو یوه برخه زده کړې ده، او دا چې یو څوک هر څومره دا زده کړه زیاته کوي؛ په همغومره اندازه یې د جادو زده کولو کچه زیاتیږي.
عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه وفرمایل: د کبیره ګناهونه تر ټولو لویه یې : د الله سره شرک کول، د الله له مکر څخه بې پروا کيدل، او د الله له رحمت څخه امید قطع کول، او د الله له رحمت څخه نا هیله كيدل.
عبدالرزاق روايت کړی دیرسول الله - صلی الله علیه وسلم - پدې حدیث کې د هغه ګناهونو یادونه کړې چې له کبیره ګناهونو څخه ګڼل کیږي او هغه دا دي چې: د الله - پاک - سره په ربوبیت او عبادت کې شریک وګرځول شي او په همدې یې پیل وکړ، ځکه چې دا تر ټولو لویه ګناه او له الله تعالی څخه د هیلې او امید پرې کول دي؛ او ځکه چې دا په الله تعالی بدګماني او د هغه د پراخه رحمت په اړه ناپوهي ده،او بنده د نعمتونو په ورکولو سره ځان له نیونې څخه ساتلی بولي تر دې چې په تدریجي توګه یې ناپامۍ کې راونیسي. او پدې حدیث کې موخه د لویو ګناهونو د شمېر محدودول ندي کوم چې یاد شول، ځکه چې لوی ګناهونه زیات دي، بلکه موخه ترې د تر ټولو لویو ګناهونه څخه یادونه ده.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ايمان څه د پاسه اويا څانګې، يا څه د پاسه شپېته څانګې لري، چې تر ټولو غوره یې د: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وییل او تر ټولو لاندې یې له لارې څخه د ضرري شیانو لرې کول دي، او حيا د ايمان يوه څانګه ده».
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې ايمان ډېرې څانګې او صفتونه لري چې کړنې، باورونه او ویناوې په بر کې نیسي. او دا چې د ایمان تر ټولو لوړ او غوره خصلت د: «لا إله إلا الله» وینا ده، یعنې دا چې " له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته"، د دې وینا پر معنا پوهېدل او د هغې مطابق عمل کول او دا چې الله واحد او یوازینی د عبادت مستحق ذات دی چې له هغه پرته بل څوک د عبادت مستحق نشته. او دا چې د ایمان ترټولو لږ عمل د خلکو له لارې څخه د هر ضرري څیز لرې کول دي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې حیاء د ایمان له خویونو څخه یو خوی دی او دا هغه خوی دی چې ښو کارونو ته هڅول او له ناوړه کارونو څخه ډډه کولو ته انسان اړباسي.
له ابو بشیر الانصاري رضی الله عنه څخه روایت دی: چې هغه په ځینو سفرونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره و، هغه ویلي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم یو استازی پداسې حال کې ولیږه چې خلک په خپلو استوګن ځایونو کې وو تر څو: « دوی د هېڅ اوښ په غاړه کې غاړکۍ یا ګونګرو پرته له پرې کولو پرې نږدي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو سفرونو کې و، او خلک په خپلو کېږدیو او خېمو کې وو چې شپه به یې پکې تېروله، نو خلکو ته یې یو کس ورولېږه او امر یې ورته وکړ چې د اوښانو په غاړو کې ځوړندې غاړکۍ پرې کړي، هغه که د لرګي دوه ښاښۍ وي - یا بل څه وي لکه: ګونګرو او یا څپلۍ- ځکه چې دوی دا شیان د څارویو په غاړو کې له بد نظر څخه د ساتلو په موخه ځوړندول، نو دوی ته یې د پرې کولو امر وشو؛ ځکه چې دا له هغوی څخه هېڅ شی نشي منع کولی، او دا چې ګټه او تاوان یوازې د الله په لاس کې دي، هغه ذات چې شریک نه لري.