





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «تَعَاهَدُوا هَذَا الْقُرْآنَ، فَوَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَهُوَ أَشَدُّ تَفَلُّتًا مِنَ الْإِبِلِ فِي عُقُلِهَا». "دا قرآن (په سینو کې د ساتلو په موخه) وخت په وخت ولولئ ، ځکه په هغه ذات قسم دی چې د محمد - صلی الله علیه وسلم - روح د هغه په لاس کې دی چې دا (له انسان څخه) په تېښته کې له هغه اوښ څخه ډېر تېز دی چې په ګونډه کې ولکه شوی وي".
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)رسول الله صلى الله عليه وسلم د قرآن سره په ژمن پاتې کېدلو امر کوي چې باید وخت په وخت تلاوت کړای شي تر څو يې په سينه كې له ساتلو وروسته هېر نه كړي، پدې خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم د قسم په یادولو سره ټینګار وکړ چې قرآن کریم له انسان څخه په تللو او له سینو څخه په وتلو کې له هغه اوښ څخه ډېر تېز دی چې په ګونډه کې ولکه شوی وي؛ نو که یو سړی یې وخت په وخت احوال واخلي (تلاوت یې کړي) په واک کې به یې پاتې شي او که یې پرېښود نو ترې ځي او بیا ورکیږي.
عثمان رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې هغه وفرمایل: «خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ». "په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې وښایي".
بخاري روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې په مسلمانانو کې تر ټولو غوره او د الله جل جلاله په نزد هغه څوک تر ټولو د لوړې مرتبې خاوند دی چې قرآن کریم په تلاوت کولو، حفظولو، ترتیل، پوهېدلو او تفسیر سره زده کړي او نورو ته هغه څه وروښایي چې لده سره له قرآني علومو څخه دي او عمل پرې وکړي.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ مَقَابِرَ، إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْفِرُ مِنَ الْبَيْتِ الَّذِي تُقْرَأُ فِيهِ سُورَةُ الْبَقَرَةِ». "له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي".
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلی چې کورونه له لمانځه څخه خالي شي، ځکه (بې لمانځه کورونه) هدیرو ته ورته وي چې لمونځ پکې نه کیږي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې شیطان له هغه کور نه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي.
له ابو مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ قَرَأَ بِالْآيَتَيْنِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْبَقَرَةِ فِي لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ». "څوک چې په شپه کې د سورت البقرې دوه وروستي آيتونه ولولي، د هغه لپاره بسنه کوي".
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: څوک چې د سورت البقرې دوه وروستي آیتونه د شپې پر مهال ولولي نو الله تعالی د هغه لپاره بسنه کوي چې له هرې بدۍ او مصیبت څخه یې وساتي. او داسې هم وییل شوي چې (معنا یې دا ده چې) دا آیتونه ورته د شپې له تهجدو څخه بسنه کوي، او وییل شوي چې له نورو ټولو اذکارو څخه ورته بسنه کوي، او وییل شوي چې دا تر ټولو کم هغه څه دي چې باید د شپې په تهجدو کې ولوستل شي او داسې نورې ویناوې هم شوي دي، او کېدای شي ټول هغه څه چې پدې اړه وویل شول سم وي ځکه چې دا الفاظ ورته شاملیږي.
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ قَرَأَ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ اللهِ فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ، وَالْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، لَا أَقُولُ {الم} حَرْفٌ، وَلَكِنْ {أَلِفٌ} حَرْفٌ، وَ{لَامٌ} حَرْفٌ، وَ{مِيمٌ} حَرْفٌ». «څوک چې د الله جل جلاله له کتاب څخه یو حرف ولولي نو د هغه لپاره د هغه په څېر لس چنده نیکي ده، زه نه وایم چې (الم) یو حرف دی، بلکې (الف) حرف دی، (لام) حرف دی او (میم) حرف دی».
ترمذی روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هر مسلمان چې د الله جل جلاله له کتاب څخه یو حرف لولي نو هغه ته پرې نیکي ده، او ثواب یې ورته تر لس چنده پورې زیاتیږي. بيا يې دا وینا په دې خبره روښانه کړه: چې (زه دا نه وايم چې الم (یو) حرف دى، بلکې الف حرف دى، لام حرف دى او ميم حرف دى) نو درې توري کیږي او دیرش نیکۍ پرې دي.
له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هر حالت کې الله جل جلاله یاداوه.
بخاري د جزم په صيغه باندې معلق روايت کړی دید مؤمنانو مور عایشه رضي الله عنها خبر ورکوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی ذکر ته ډېر لیواله و او په هر وخت، ځای او حالت کې به یې د الله تعالی ذکر کاوه.
له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «قَالَ اللهُ تَعَالَى: قَسَمْتُ الصَّلَاةَ بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي نِصْفَيْنِ، وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ، فَإِذَا قَالَ الْعَبْدُ: {الْحَمْدُ لِلهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ}، قَالَ اللهُ تَعَالَى: حَمِدَنِي عَبْدِي، وَإِذَا قَالَ: {الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ}، قَالَ اللهُ تَعَالَى: أَثْنَى عَلَيَّ عَبْدِي، وَإِذَا قَالَ: {مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ}، قَالَ: مَجَّدَنِي عَبْدِي، -وَقَالَ مَرَّةً: فَوَّضَ إِلَيَّ عَبْدِي-، فَإِذَا قَالَ: {إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ}، قَالَ: هَذَا بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ، فَإِذَا قَالَ: {اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ، صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ}، قَالَ: هَذَا لِعَبْدِي وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ». «الله جل جلاله فرمايي چې : ما د خپل ځان او خپل بنده تر منځه لمونځ په دوو برخو ویشلی دی او زما بنده به هغه څه ترلاسه کوي چې هغه یې غواړي،، نو کله چې بنده {الْحَمْدُ لِلهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} ووایي، نو الله تعالی وفرمايي چې : زما بنده زما حمد ادا کړ ، کله چې ووایي: {الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ}، نو الله جل جلاله وفرمايي چې: زما بنده پر ما ثنا وویله، او کله چې ووايي: {مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ}، نو وفرمایي چې: زما بنده زما لویي بیان کړه،. یو ځل (راوي وویل) الله تعالی وفرمایي چې: خپلې چارې یې ماته راوسپارلې، نو کله چې ووایي: {إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ}: الله تعالی وفرمایي چې : دا زما او زما د بنده ترمنځه ده، زما بنده چې هر څه وغواړي هغه لره شته، نو کله چې ووایي: {اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ، صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ}، وایي: دا زما د بنده لپاره دي او زما بنده ته هر هغه څه شته چې هغه یې غواړي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی په حدیث قدسي کې فرمایلي دي چې : ما د خپل ځان او خپل بنده تر منځه د فاتحې سورت په لمانځه کې په دوو برخو ویشلی دي، چې نیم یې زما او نیم یې زما د بنده لپاره دی. نو لومړۍ نیمه برخه یې: ستاینه، ثنا او لویي بیانول دي، چې په هغې سره غوره اجر ورکوم. او دویمه نیمایي برخه یې: عاجزي او دعا ده چې زه یې ورته قبلوم او هغه څه ورکوم چې هغه یې غواړي. نو کله چې لمونځ کوونکی ووایي: {الحمد لله رب العالمين}، الله تعالی وفرمایي: زما بنده زما ستاینه وکړه، او کله چې ووایي: {الرحمن الرحيم}، الله تعالی وفرمایي: زما ستاینه یې وکړه، زه یې وستایلم او ماته یې پر بندګانو زما په ټولو نعمتونو اقرار وکړ، او کله چې ووایي: {مالك يوم الدين}، الله تعالی وفرمایي: زما بنده زما لویي بیان کړه، کوم چې لوی عزت دی. کله چې ووایي: {إياك نعبد وإياك نستعين}، الله تعالی وفرمایي: دا زما او زما د بنده تر منځه ده. نو لدې آیت څخه لومړۍ برخه یې چې هغه : (إياك نعبد) ده، الله تعالی ته په الوهیت اقرار او د هغه بندګي منل دي، او پدې سره د الله جل جلاله نیمایي برخه پای ته رسیږي. او د آیت دویمه نیمایي برخه د بنده لپاره ده چې هغه : (إياك نستعين) ده، له الله تعالی څخه د مرستې غوښتل او د هغه لخوا د مرستې وعده ده. او کله چې ووایي: {اهدنا الصراط المستقيم * صراط الذين أنعمت عليهم غير المغضوب عليهم ولا الضالين}، الله تعالی وفرمایي: دا زما د بنده لخوا عاجزي او دعا ده، او زما د بنده لپاره هر هغه څه دي چې هغه یې غوښتنه کړې، او ما د هغه دعا قبوله کړې ده.
سعید بن المسیب له خپل پلار څخه روایت کوي فرمايي: کله چې ابو طالب د وفات کېدو په حال کې و نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته راغی او ابوجهل او عبدالله بن ابي امیه بن المغیره یې ورسره ولیدل، نو ویې ویل: «أَيْ عَمِّ، قُلْ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، كَلِمَةً أُحَاجُّ لَكَ بِهَا عِنْدَ اللهِ» «اې کاکا!: د (لا اله الا الله) کلمه ووایه، تر څو د الله تعالی په وړاندې ستا لپاره دلیل ووایم» نو ابو جهل او عبدالله بن ابي اميه وويل : آيا ته د عبدالمطلب دين پرېږدې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هغه پورې ورته د کلمې وییلو وړاندیز کاوه او هغوی دواړو ورته همغه خبره کوله تر دې چې ابو طالب په خپله وروستۍ وینا کې وویل چې زه د عبد المطلب په دین یم، او له دې یې انکار وکړ چې: لا اله الا الله ووایي، وایې چې رسول الله صلی یالله علیه وسلم وفرمایل: قسم په الله چې زه به خامخا تاته بښنه غواړم تر څو چې در څخه منع شوی نه یم، نو الله تعالی دا وینا نازله کړه چې فرمایي: {مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ} [التوبة: 113] [د نبي او هغو کسانو لپاره چې ایمان یې راوړی په کار ندي چې د مشرکانو لپاره بخښنه وغواړي]. او الله تعالی د ابو طالب په باره کې دا آیت نازل کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ}. (القصص: 56) [پرته له شکه ته هغه چاته لار نشې ښودلی چې خوښوې يې، بلکې الله چې چا ته وغواړي لارښوونه يې کوي].
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل تره ابو طالب ته د مرګ په حال کې ورغی او ورته یې وویل: اې کاکا د "لا إله إلا الله" کلمه ووایه، چې د الله په وړاندې پرې ستا لپاره ګواهي ورکړم. نو ابوجهل او عبدالله بن ابي اميه وويل: اې ابو طالبه! ته د خپل پلار عبدالمطلب دين پريږدې؟! چې هغه د بتانو عبادت دی، نو تر هغه یې ورسره خبرې روانې وې، تر دې چې وروستۍ خبره یې ورته وکړه چې هغه: د عبدالمطلب د دين پيرو دی، د شرک او د بتانو د عبادت دین. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه به درته تر هغه پورې د بخښنې دعا غواړم، تر څو مې چې رب منع کړی نه یم، نو همغه و چې د الله تعالی دا وینا نازل شوه. {مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَى مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ} [التوبة: 113] [د نبي او مومنانو لپاره په کار ندي چې د مشرکانو لپاره بخښنه وغواړي که څه هم خپلوان يې وي وروسته له دې چې د هغوی لپاره څرګنده شوه چې هغوی دوزخيان دي]. او د ابو طالب په اړه د الله تعالی دا قول نازل شو. {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ} [القصص: 56]، [پرته له شکه ته هغه څوک په سمه لیار نشې روانولای چې خوښوې يې، بلکې الله چې چا ته وغواړي په سمه لیار يې روانوي، او هغه پر لار موندونکو ښه پوه دی]. ته هدایت نه شې کولای هغه چا ته چې غواړې هدایت وکړې، بلکې پر تا پېغام رسول دي او الله چې چا ته وغواړي هدایت ورته کوي.
له ابو موسی الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «مَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ الْأُتْرُجَّةِ، رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا طَيِّبٌ، وَمَثَلُ الْمُؤْمِنِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ التَّمْرَةِ، لَا رِيحَ لَهَا وَطَعْمُهَا حُلْوٌ، وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ مَثَلُ الرَّيْحَانَةِ، رِيحُهَا طَيِّبٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ، وَمَثَلُ الْمُنَافِقِ الَّذِي لَا يَقْرَأُ الْقُرْآنَ كَمَثَلِ الْحَنْظَلَةِ، لَيْسَ لَهَا رِيحٌ وَطَعْمُهَا مُرٌّ». «د هغه مؤمن مثال چې قرآن لولي د ترنج په څېر دی چې بوی يې ښایسته او خوند يې خوندور وي او د هغه مؤمن مثال چې قرآن نه لولي، د خرما په څېر دی چې بوی نه لري او خوند یې ښایسته دی، او د هغه منافق مثال چې قرآن لولي د ریحان یا کشمالي په څېر دی چې بوی یې ښایسته دی او خوند یې تریخ، او د هغه منافق مثال چې قران نه لولي د مړغوني په څېر دی چې نه بوی لري او خوند یې تریخ دی».
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن کریم په لوستلو او ورڅخه ګټې اخیستلو کې د خلکو ډولونه بیان کړل: لومړۍ ډول: هغه مؤمن دی چې قرآن لولي او ګټه ترې اخلي، نو هغه د ترنج د ميوې په څېر دی، چې ښایسته خوند، بوی او رنګ لري، او ګټې یې ډیرې دي، هغه چې څه لولي نو عمل پرې کوي او د الله بندګانو ته ګټه رسوي. دویم ډول: هغه مؤمن دی چې قرآن نه لولي، نو هغه د خرما په څېر دی چې خوند یې خوږ دی خو بوی نه لري، په زړه کې یې ایمان داسې ځای نیولی لکه خوږوالی چې د خرما په خوند او باطن کې دی، او په ښکاره بوی نه لري چې خلک یې بوی کړي؛ ځکه له هغه څخه داسې قرآن لوستل نه لیدل کیږي چې خلک یې په اورېدلو راحت شي. دريم ډول: هغه منافق دی چي قرآن لولي، نو هغه د ریحان یا کشمالي په څېر دی چي بوی یې ښایسته وي او خوند یې تريخ وي، ځکه چي زړه يې د ايمان لپاره اصلاح شوی ندی او په قرآن یې عمل ندی کړی، او خلکو ته ځان ښیي چې مومن دی، نو ښایسته بوی یې د تلاوت په څېر ښایسته والي ته ورته دی، او تریخ خوند یې کفر ته ورته والی لري. څلورم ډول: هغه منافق دی چې قرآن نه لولي، نو هغه د مړغوني په شان دی، چې بوی نه لري او خوند یې تریخ دی، نو د بوی نشتوالی یې د بوی نشتوالی ته ورته دی. ځکه چې قرآن نه لولي، او د خوند تریخ والی یې د کفر تریخ والي ته ورته دی، باطن یې له ایمان نه خالي دی، او ظاهر یې ګټه نه لري، بلکې ضرري دی.