





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وايي: مونږ یوه ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، چې ناڅاپه یو سړی را ښکاره شو، سپینې جامې یې پر تن وې، تک تور وېښتان يې و، د سفر کومه نخښه پرې نه ښکارېده او له موږ څخه هېچا هم نه پېژانده، تر دې چې رسول الله - صلی الله عليه وسلم - ته کېناست، نو خپل زنګنونه يې د هغه زنګنونو ته ورتکیه کړل او لاسونه يې پر ورنونو ورکېښودل، او ورته یې وویل: اې محمده! ماته د اسلام په اړه خبر راکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اسلام: دا دی چې ګواهي ورکړې پردې چې له الله پرته بل معبود نشته او پر دې چې محمد - صلی الله علیه و سلم - د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او د بیت الله حج وكړې -كه د رسېدو لاره دې ورته وموندله»-. ويې ويل: "ته رښتيا وایي". نو مونږ حيران شو چې هم پوښتنه کوي او هم یې تصدیقوي، (بیا یې) وويل: ما ته د ایمان په اړه خبر راکړه" هغه وویل: " دا چی په الله، د هغه په ملاېکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان راوړې، او د خیر او شر په تقدیر باور ولرې؛ " هغه وویل: "رښتیا دې وویل". ویې فرماییل: "د احسان په اړه خبر راکړه ." هغه وویل: "دا چې د الله تعالی عبادت پداسې توګه وکړې لکه چې ته هغه وینې، خو که چېرته یې ته نه وینې نو هغه خو تا ویني". ويې وییل: ماته د قيامت په اړه خبر راکړه، ويې فرمایل: پوښتل شوی له پوښتونکي څخه ډېر پوه ندى، هغه وويل: له نخښانو څخه یې خبر راکړه". ويې ويیل: "دا چې وینځه خپل بادار وزیږوي، او دا چې ته وګورې چې پښې ابله (لوڅ پښې)، بربنډ ، محتاج ، شپانه یو له بل څخه په ابادیو کې وړاندیوالی کوي". بیا هغه روان شو، نو ما یو څه وخت انتظار وکړ، بیا یې وویل: "اې عمره! آیا ته پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟، ما وویل: الله او د هغه رسول ښه پوهیږي، ویې فرماییل: دا جبریل و، هغه تاسو ته راغلی و تر څو مو دین دروښایي».
مسلم روايت کړی دیعمر بن الخطاب رضي الله عنه فرمايي چې جبرائیل علیه السلام صحابه کرامو ته د یو نا پېژندل شوي سړي په شکل ورغی، هغه پداسې بڼه و چې جامې يې تکې سپينې وې او وېښتان يې تک تور و، د سفر کومې نخښې پرې نه ښکارېدې لکه ستړتیا، دوړې، ګډوډ وېښتان، د کالیو خېرنوالی، او په حاضرو کسانو کې هېچا نه پېژانده، حال دا چې دوی ټول د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، نو هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې د یوه زده کوونکي په بڼه کېناست او د اسلام په اړه یې ترې پوښتنه وکړه، نو هغه د اسلام پدې ارکانو سره ځواب ورکړ چې په دوو شهادتینو اقرار، پنځه وخته لمونځونو ادا کولو، مستحقو کسانو ته زکات ورکولو، د رمضان میاشتې روژې نیولو او پر توانمند د حج ادا کولو ته شامل و. پوښتونکي وویل: رښتیا دې وویل، نو صحابه کرام د هغه له پوښتنې کولو څخه حیران شول چې د هغه ناپوهي یې ښودله او بیا یې بیرته - ځواب ـ تصدیقاوه. بیا یې ترې د ایمان په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه د ایمان پدې ارکانو سره ځواب ورکړ چې د الله تعالی په وجود او د هغه پر صفاتو ایمان، هغه لره د هغه په افعالو کې په یووالي ایمان لکه: پیدا کول، هغه لره په عبادت سره یو ګڼل، او دا چې ملائکې الله جل جلاله له رڼا څخه پیدا کړي دي او هغو د - الله تعالی - عزتمند بندګان دي چې د الله پاک د حکم نافرماني نه کوي، د هغه امر پر ځای کوي، او د هغه پر کتابونو ایمان چې د هغه لخوا پر رسولانو نازل شوي دي لکه: قرآن، تورات، انجیل او نور، او په هغو پېغمبرانو ایمان چې د هغه له طرفه يې دين خلکو ته رسوي، د هغوی له جملې څخه نوح، ابراهيم، موسى، عيسى او نور پیغمبران علیهم السلام دي چې وروستى یې محمد صلى الله عليه وسلم دی، او د آخرت په ورځ ايمان، چې له مرګ نه وروسته قبر او برزخي ژوند ته شاملیږي، او دا چې انسان له مرګ نه وروسته ژوندی کیږي او حساب ورسره کیږي، او دا چې برخلیک به یې جنت او یا دوزخ وي، او پر دې ایمان چې الله تعالی د خپل مخکیني علم، حکمت او لیکنې پر بنیاد ټول شیان اندازه کړي دي، او دا چې دا هر څه د هغه د خوښې او تقدیر سره سم کیږي او دا چې دا هر څه یې د کومې موخې لپاره پیدا کړي دي. بیا یې ترې د احسان په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه خبر ورکړ چې احسان دې ته وایې چې پداسې توګه د الله تعالی عبادت وکړي لکه چې الله ویني، خو که چېرته ورته دې مرتبې ته رسېدل ناشوني وي، نو بیا دې د الله تعالی داسې عبادت وکړي لکه چې الله یې ویني، نو لومړۍ د لېدو مرتبه ده چې تر ټولو لوړه ده او دویمه د څار مرتبه. بیا یې ترې پوښتنه وکړه چې قیامت کله دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته بیان کړه چې د قیامت په اړه پوهې باندې الله تعالی ځان ځانګړی کړی دی، نو د هغه له مخلوقاتو څخه پرې هېڅوک نه پوهیږي، نه پوښتل شوی او نه پوښتونکی. بیا یې ترې د قیامت د نخښانو په اړه پوښتنه وکړه؟ نو ورته یې واضحه کړه چې له نخښانو څخه یې د وینځو زیاتوالی او د هغوی د اولادونو زیږون دی، او یا د اولادونو لخوا د مورګانو نافرماني، چې لکه د وینځو په څېر رویه به ورسره کوي او دا چې د مېږو په شپنو او غریبانو باندې به په وروستۍ زمانه کې د مال دومره پراخي راشي چې د ودانیو په سینګار او جوړولو کې به یو پر بل ویاړي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې سوال کوونکی جبرائیل علیه السلام و او د دې لپاره راغلی و چې صحابه کرامو ته حقیقي دین ورزده کړي.
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «چا چې زموږ په دین کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې چا په دین کې کوم شی له ځانه جوړ کړ او یا یې داسې یو عمل وکړ چې له قرآن او سنت نه پرې دلیل نه وي، نو هغه یې په خاوند مردود دی او الله جل جلاله ته د منلو وړ ندی.
له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی: له پيغمبر – صلی الله علیه وسلم – څخه – په هغه څه کې چې هغه یې له خپل رب څخه روایتوي چې هغه فرمایلي دي: «اې زما بندګانو، ما پر خپل ځان ظلم حرام کړی دی او ستاسو تر منځه مې هم حرام ګرځولی نو یو پر بل ظلم مه کوئ ، اې زما بنده ګانو تاسو ټول ګمراه یاست مګر هغه څوک چې ما ورته هدایت کړی دی، نو زما څخه هدایت وغواړئ زه به تاسو ته هدایت وکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو ټول وږي یاست مګر هغه څوک چې ما موړ کړی دی، نو زما څخه روزي وغواړئ زه به تاسو ته روزي درکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو ټول بربنډ یاست مګر هغه څوک چې ما پټ کړی دی، نو زما څخه جامې وغواړئ زه به تاسو پټ کړم، اې زما بنده ګانو تاسو شپه او ورځ ګناهونه کوئ او زه ټول ګناهونه بخښم، نو زما څخه بخښنه وغواړئ زه به تاسو ته بخښنه وکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو زما ضرر ته نه شئ رارسیدلی چې ماته ضرر راورسوئ، او نه زما ګټې ته رارسیدلی شئ چې ماته ګټه راورسوئ، اې زما بنده ګانو! که چېرته مخکني او وروستني ستاسو، انسانان او پېریان ستاسو ټول د یو تر ټولو تقوا لرونکي انسان په زړه باندې شي، نو زما په پادشاهۍ کې به هېڅ شی زیات نه شي. اې زما بنده ګانو! که چېرته مخکیني او وروستني ستاسو، انسانان او پېریان ستاسو؛ ټول په یو میدان کې ودریږي او زما څخه سوال وکړي او هر یو ته د هغه د غوښتنې مطابق ورکړم؛ نو هېڅ شی به کم نه شي له هغه څه نه چې ما سره دي مګر د ګنډلو د یوې ستنې په اندازه چې په دریاب کې وټومبل شي، اې زما بنده ګانو! یقینا دا ستاسو عملونه دي زه یې تاسو ته حسابوم بیا یې تاسو ته درسپارم، نو چا چې خیر وموند نو د الله ستاینه دې وکړي او چا چې پرته لدې بل څه وموندل نو یوازې خپل ځان دې ملامته کړي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې الله تعالی فرمایلي دي چې هغه ظلم پر خپل ځان حرام کړی دی او د خپلو مخلوقاتو تر منځه یې هم ظلم حرام کړی دی نو هېڅوک به پر بل ظلم نه کوي. او دا چې ټول مخلوقات له حق لارې څخه بې لارې دي مګر د الله تعالی په هدایت او توفیق سره، او څوک چې د الله تعالی څخه هدایت وغواړي نو هغه ته توفیق ورکوي او هدایت ورته کوي. او دا چې خلک د الله تعالی په نېز غریب دي او هغه ته په خپلو ټولو اړتیاوو کې محتاج دي، او څوک چې له الله څخه وغواړي هغه یې اړتیا پوره کوي او بسنه ورته کوي. دوی د شپې او ورځې ګناهونه کوي، او الله تعالی پرې پرده اچوي او کله چې ترې بنده بخښنه وغواړي نو له ګناهونو څخه یې ورته تېریږي. او دا چې دوی نشي کولی الله تعالی ته زیان ورسوي او یا ورته د څه شي ګټه ورسوي. او دا چې که دوی د یو تر ټولو پاک زړه لرونکي سړي په څېر پاک وو ، نو د الله په پاچاهۍ کې به د دوی تقوی هېڅ زیاتوالی نه و راوستی. او که چېرته دوی د یو بد زړي سړي د زړه په څېر وي، نو د دوی بې لاریتوب به د هغه له ملکیت څخه هېڅ شی نه و کم کړی، ځکه چې دوی کمزوري او الله تعالی ته محتاج دي، په هر حالت، وخت او ځای کې الله تعالی ته اړتیا لري او هغه ذات بډای او پاک دی. او دا چې که د دوی مخکیني او وروستني د انسانانو او پېریانو په شمول په یوه ځای کې ودرېږي او له الله تعالی څخه وغواړي او هغه هر یو ته هغه څه ورکړي چې هغه یې غواړي، نو دا به له هغه څه څخه هېڅ شی کم نه کړي چې د الله تعالی سره دي مګر د یوې ستنې په اندازه چې په دریاب کې ډوبه شي او بېرته راووېستل شي، نو دریاب په هغې سره هېڅ نه کمېږي، دا د هغه د بشپړ بډایتوب له امله. او دا چې الله پاک د خپلو بندګانو اعمال ساتي او د هغوی لپاره یې حسابوي بیا يې د قیامت په ورځ پوره ورکوي، نو چا چې د خپلو کړنو بدله ښه وموندله د الله ستاینه دې ادا کړي چې د اطاعت توفیق یې ورکړی، او چا چې د خپلو کړنو بدله لدې پرته بل څه وموندله نو له خپل نفس پرته دې بل څوک نه ملامتوي ځکه چې نفس یې ورته په بدۍ امر کاوه او دی یې تاوان ته مخ کړی و.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره شاته په سپرلۍ سپور وم نو ویې وییل:« اې هلکه، زه تا ته څو خبرې درښایم: الله په ياد لره، هغه به ستا ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه او پوهه شه چې: که دا ټول خلک راغونډ شي تر څو تاته د څه ګټه درورسوي، نو هغوی به تاته هېڅ ګټه و نه رسوي پرته له هغې چې الله درته لیکلی وي، او که دوی راغونډ شي تر څو تاته یو څه ضرر دورسوي، نو هېڅ ضرر به در ونه رسوي له هغه پرته چې الله تعالی درته لیکلي وي. قلمونه پورته شوي او کاغذونه وچ شوي دي».
الترمذي روایت کړی دیابن عباس رضي الله عنهما خبر ورکوي چې هغه کوچنی و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې شاته په سپرلۍ ناست و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: زه تاته یو څه کارونه او شیان درښایم چې الله تعالی به پرې ګټه دروسوي: الله - تعالی - په یاد لره د هغه د اوامرو په ساتلو او له منهیاتو څخه یې په ځان ژغورلو سره، داسې چې په اطاعت او عبادت کې دې ومومي او په نافرمانۍ او ګناهونو کې دې ونه مومي، كه چېرته دې داسې وكړل، نو بدل به دې دا وي چې الله تعالی به دې د دنيا او آخرت له سختیو وساتي او په هر ځای کې چې یې نو په چارو کې به دې درسره مرسته وکړي. او کله دې چې څه غوښتل نو یوازې له الله جل جلاله یې وغواړه، ځکه یوازې هغه - ذات دی چې - سوال کوونکو ته ځواب ورکوي (دعا یې قبلوي). او که مرسته غواړې نو یوازې له الله تعالی نه مرسته وغواړه. او باید دا باور ولرې چي که د ځمكې ټول خلک تاته د ګټې رسولو لپاره راغونډ شي، تاته هېڅ ګټه لاسته نه درځي مګر هغه چې الله - جل جلاله - درته لیکلې ده، او که د ځمکې ټول خلک تاته د ضرر رسولو لپاره راغونډ شي، نو تاته به هېڅ ضرر ونه رسیږي مګر هغه چې الله تعالی درته لیکلی دی. او دا چې دا کار د الله پاک لخوا د هغه د حکمت او پوهې له مخې ټاکل شوی دی، او د الله جل جلاله حکم لره هېڅ بدلون نشته.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "زما ټول امتیان به جنت ته داخلیږي مګر هغه څوک چې انکار وکړي " هغوی وویل: اې د الله رسوله! هغه څوک دی چې انکار به کوي؟ ویې فرماییل: چا چې زما اطاعت وکړ هغه به جنت ته داخل شي او چا چې زما نافرماني وکړه نو بېشکه چې هغه انکار کړی دی».
بخاري روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې ټول امت به یې جنت ته ننوځي پرته له هغه چا چې ډډه (ترې) وکړي! نو صحابه و - رضي الله عنهم - وفرمایل: او څوک دی چې ( جنت ته له ننوتلو څخه به ) ډډه کوي اې د الله رسوله؟! نو هغه صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې: چا چې غاړه کېښوده، پیروي یې وکړه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت یې وکړ جنت ته به داخل شي، او هغه چا چې سرغړونه وکړه او شریعت ته یې غاړه کې نښوده، نو هغه په خپلو بدو کړنو سره جنت ته له ننوتلو څخه ډډه کړې ده.
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "څوک چې له کوم قوم سره مشابهت وکړي نو دی له هغوی څخه دی".
ابو داود او احمد روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي، څوک چې د کافرانو، فاسقانو او یا نیکانو سره مشابهت وکړي؛ چې د هغوی له ځانګړنو عقایدو، عبادتونو او یا رواجونو څخه یو څه تر سره کړي، - نو دی له هغوی څخه دی؛ ځکه چې په ښکاره ورسره مشابهت د دې لامل ګرځي چې باطني مشابهت ورسره پيدا شي، او پدې کې شک نشته چې له یو چا سره ورته والی له هغوی څخه د اغېزمنېدلو په پایله کې کیږي، او کېدی شي هغوی سره د مینې کولو، هغوی ته د درناوي ساتلو لامل شي او دا کېدی شي انسان دې ته اړباسي چې په باطن او عباداتو کې ورسره مشابهت پیدا کړي، الله - جل جلاله - دې ترې مونږ وساتي.
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: د الله جل جلاله په نېز کومه ګناه لویه ده؟ هغه وفرمایل: «دا چې ته د الله سره شریک ونیسي حال دا چې ته یې پيدا کړی یې» ما وویل: دا خو لویه ګناه ده، ما وفرمایل: بیا کومه؟ هغه وفرمایل: " او دا چې خپل اولاد لدې وېرې ووژنې چې تاسره به روزي وخوري». ما وويل: بيا کومه؟ هغه وفرمايل: «دا چې د خپل ګاونډي له ښځې سره زنا وکړې».
متفق علیه دیله رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د سترو ګناهونو په اړه پوښتنه وشوه، نو ويې فرمايل: په دواړو کې تر ټولو لویه ګناه شرک دی، چې له الله جل جلاله سره په الوهیت، ربوبیت، د هغه په نومونو او صفتونو کې یو څوک د هغه په څېر او یا یې په مثل وګڼې، او دا ګناه له توبې پرته الله تعالی نه بخښي، او که چېرته یې تر سره کوونکی پرې مړ شو نو په اور کې به تل پاتې وي. بیا دا چې یو سړی خپل اولاد لدې وېرې ووژني چې خوراک به ورسره وکړي، او د نفس وژل حرام دي، خو ګناه یې هغه وخت لوییږي، کله چې وژل شوی د وژونکي خپلوان وي، همدا رنګه یې ګناه هغه مهال ډېره لوییږي کله چې قاتل لدې وېرې قتل وکړي چې هغه به ورسره په د الله جل جلاله په روزۍ کې شریک شي. بیا دا چې یو سړی د خپل ګاونډي له میرمنې سره زنا وکړي، او هڅه یې دا وي چې د خپل ګاونډي میرمن دوکه کړي ترڅو ورسره زنا وکړي او د ځان تابع یې کړي، او زنا حرامه ده، خو هغه مهال یې ګناه ډېره لوییږي کله چې هغه زنا شوې ښځه د ګاونډي میرمن وي، حال دا چې د ګاونډي په اړه شریعت ټینګار کړې ده چې باید احسان، نیکي او ښه ملګرتیا ورسره وشي.
له ابو ایوب انصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، او د دوی تر منځه غوره هغه څوک دی چې په سلام سره پیل وکړي ."
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم لدې څخه منع فرمایلې ده چې یو مسلمان خپل مسلمان ورور له درېو شپو څخه زیات پرېږدي ( اړیکه ورسره پرې کړي ) پداسې حال کې چې کله هر یو له بل سره مخ کیږي نو سلام پرې نه اچوي او نه ورسره خبرې کوي. د دغو دوو جګړه مارو تر منځه غوره هغه څوک دی چې د پرېکون له منځه وړلو هڅه کوي، او په سلام پيل کوي، او دلته له پرېکون څخه موخه د ځان په خاطر پرېښودل دي، او د الله تعالی لپاره (د یو چا) پرېښودل؛ لکه د ګناهکارانو، بدعتیانو او بدو ملګرو پرېښودل نو د دې لپاره نېټه نه ټاکل کیږي، بلکه دا پرېکون به د مصلحت پورې تړلي وي، او د مصلحت په له منځه تللو سره به له منځه ځي.
له ابوصرمة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې (چاته) ضرر واړوي الله به هغه ته ضرر ورواړوي او څوک چې پر (چا) سختي راولي، الله به په هغه سختي راولي».
ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم یو مسلمان ته له زیان رسولو او یا ورته د تکلیف رسولو په اړه خبرداری ورکړی دی؛ که دا تکلیف رسول د هغه په مال کې وي او یا ځان کې، او دا چې که څوک دا کار وکړي، نو الله تعالی به هغه ته سزا ورکړي او د هغه د کړني سره سم به یې مجازات کړي.