





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ». «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: :ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول».
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم اسلام له يوې پیاوړې او غښتلې ودانۍ سره تشبيه وركړه، د هغو پنځو رکنونو له امله چې دا ودانۍ یې پورته کړې ده، او د اسلام نورې پاتې ځانګړتیاوې لکه د ودانۍ بشپړوونکي دي. او د دغو رکنونو لومړی یو یې: دوه ګواهیانې ورکول دي؛ یوه دا چې له الله جل جلاله پرته بل په حقه معبود نشته او دا چې محمد د الله جل جلاله رسول دی، او دا دواړه یو رکن دی؛ چې یو له بل څخه نه جلا کیږي، بنده په دواړو ګواهیانو کې په خوله اقرار کوي پداسې حال کې چې د الله جل جلاله په یووالي ګواهي ورکوي او پدې چې هغه یوازې د عبادت مستحق دی، او د دې ګواهۍ په غوښتنه عمل کوي، بل دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت ایمان لري او پیروي یې کوي. او دویم رکن: د لمانځه ادا کول دي، چې هغه په شپه او ورځ کې پنځه وخته فرض لمونځونه ادا کول دي له شرطونو، رکنونو او واجباتو سره، یعنې: سهار، ماسپښین، مازدیګر، ماښام او د ماخوستن لمونځونه. او دريم رکن: په هر هغه مال کې د فرض زکات ادا کول دي چې په شريعت کې ټاکلې اندازې ته رسيدلی وي، د زکات ورکول يو واجب مالي عمل دی، چې مستحقو کسانو ته ورکول کيږي. او څلورم رکن حج دی چې مکې مکرمې ته د مناسکو د پر ځای کولو لپاره د الله تعالی د عبادت په نیت د تللو قصد کول دي. او پنځم رکن د رمضان روژه ده چې له سهار راختلو څخه تر لمر لوېدو پورې د الله جل جلاله د عبادت په نیت له خوراک، څښاک او داسې نورو روژه ماتوونکو شیانو څخه ډډه کول دي.
له ابو سعید الخدري -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اوریدلي دي چې ویل یې: «له تاسو څخه چې چا ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره، او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره، او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»،
مسلم روايت کړی دیپیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د وسې سره سم له منکر څخه په منع کولو امر کوي، او منکر هغه څه ته وایې چې الله او رسول یې ترې منع کړي وي - نو کله یې چې منکر ولیده پرې فرض دی چې په لاس سره یې منع کړي که ځواک یې درلوده، که چیرته لدې څخه عاجز پاتې شو، نو په ژبې سره دې منع کړي، داسې چې د منکر یا بدۍ تر سره کوونکی یې له کولو څخه منع کړي، او ضرر یې ورته بیان کړي او د دې بدۍ پر ځای یې نیکۍ ته لارښوونه وکړي، که چېرته لدې مرتبې څخه هم عاجز پاتې شو نو په زړه سره دې بدلون ورکړي، داسې چې هغه - کار - په زړه کې بد وګڼي او په زړه کې دا اراده وکړي چې که چیرته یې له وسې پوره وای نو خامخا به یې منع کړی و. او - یو څه ته - په زړه سره بدلون ورکول له منکر څخه د منع کولو لپاره د ایمان تر ټولو کمزوری مرتبه ده،
له ابن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې وایي: یو سړي وویل: اې د الله رسوله، آیا د جاهلیت په کړنو سره نیول کیږو؟ هغه وفرمایل: «چاچې په اسلام کې نیکي وکړه نو د جاهلیت په کړنو نه نیول کیږي، او چا چې په اسلام کې بدۍ وکړې نو په لومړۍ او دویمې دواړو سره نیول کیږي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په اسلام کې د داخلېدو فضیلت بیانوي، او دا چې چا اسلام قبول کړ او ښه مسلمان شو او صادق او رښتينی و؛ نو د جاهلیت په زمانه کې د ګناهونو حساب به ورسره نه کیږي، او چا چې په اسلام کې بدي وکړه؛ چې منافق و يا له خپل دین څخه مرتد شو؛ نو له هغه سره به د هغو عملونو حساب وشي چې په کفر کې یې کړي دي او هغه چې په اسلام کې یې له - بدو عملونو - څخه کړي دي.
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې: یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه او ویې ویل: خبر راکړه که چېرته فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان میاشت روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم، او حرام حرام وګڼم او پردې نور هیڅ ورزیات نه کړم، آیا زه به جنت ته داخل شم؟ هغه وفرمایل: «هو» هغه - سړي - وویل: قسم په الله چې پدې هیڅ ورزیات نه کړم.
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي که چېرته یو څوک پنځه فرض لمونځونه اداء کړي او هیڅ نفل ورسره ونه کړي او د رمضان روژه ونیسي او ثوابي روژه ورسره ونه نیسي او د حلالو په روا والي ایمان ولري او تر سره یې کړي، او د حرامو په ناروا والي ایمان ولري او ډډه ترې وکړي، هغه به جنت ته داخل شي.
له أبو مالک الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَآنِ -أَوْ تَمْلَأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ، وَالصَّلَاةُ نُورٌ، وَالصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ، وَالصَّبْرُ ضِيَاءٌ، وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْكَ، كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو، فَبَايِعٌ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا». «پاکوالی نيم ايمان دی، او (الحمد لله) تله درنوي او ( سبحان الله او الحمد لله) دواړه د آسمان او ځمکې تر منځه - واټن - ډکوي لمونځ رڼا ده ، او صدقه یې د خاوند په ایمان پرېکنده دلیل دی، صبر روښنایې ده، او قرآن خو یا ستا لپاره او یا پر تا باندې حجت دی، ټول خلک - د روزۍ په لټه کې - سبا کوي، ځینې ځان پلوري؛ تر څو یې له اور څخه آزاد کړي، او ځینې نور یې پلوري تر څو یې هلاک کړي».
مسلم روايت کړی دیپيغمبر - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکوي چې ظاهري پاکوالی په اودس او غسل سره کیږي او دا چې - پاکوالی - په لمانځه کې شرط دی. او دا وینا چې " الحمد لله تله ډکوي" نو دا په الله تعالی باندې ثنا ویل دي، او د کمال په صفتونو سره د هغه - ذات - یادول د قیامت په ورځ تلل کیږي او تله ډکوي. او "سبحان الله او الحمد لله" ویل - له هرې نیمګړتیا څخه د الله تعالی د ذات پاکوالی او په بشپړ کمال سره یې یادول دي څرنګه چې د هغه د لوی شان سره ښایې؛ سره د هغه د محبت او تعظیم چې دا - د آسمان او ځمکې تر منځ - واټن - ډکوي. او دا چې لمونځ د بنده لپاره رڼا ده؛ د هغه په زړه کې، د هغه په مخ کې، د هغه په قبر کې او د هغه د بیا راپورته کېدلو پر مهال. او دا چې صدقه د مؤمن د ایمان د ریښتینولۍ او د منافق سره په توپیر درلودلو ثبوت دی، چې - منافق - یې له ورکولو ډډه کوي؛ ځکه چې په ژمنو یې باور نه لري. او دا چې "صبر ( له اضطراب او ناخوښۍ څخه ځان ساتل) رڼا ده" داسې رڼا چې د لمر د رڼا په څیر تودوخه او سوځېدنه ورسره مل وي، ځکه - صبر - سخت دی؛ له ځان سره مبارزې او له هغه څه څخه د نفس زنداني کولو ته اړتیا لري چې نفس یې غواړي؛ لدې امله صبر کوونکی تر هغه پورې په سمه لار په روښنایي کې روان دی تر څو چې صبر کوي؛ صبر - درې ډوله دی - د الله تعالی په اطاعت باندې صبر، د هغه له نافرمانۍ څخه صبر، او د دنیا په ډول ډول مصیبتونو او آفتونو صبر. او دا چې قرآن ستا لپاره حجت دی، په تلاوت کولو او پرې عمل کولو سره، او یا دا چې پر تا باندې حجت دی، د تلاوت په نه کولو او پرې عمل پرېښودلو سره. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې ټول خلک سهار مهال له خوبه پاڅیږي او د بېلابیلو کارونو لپاره له کورونو څخه وځي او په ځمکه کې خپریږي. نو ځینې لدوی څخه د الله تعالی په اطاعت ثابت قدمه پاتې شي او ځان له اور څخه آزاد کړي، او ځینې نور ترې بې لارې شي او په ګناهونو کې اخته شي نو اور ته په داخلېدلو سره ځان هلاک کړي.
له معاذ بن جبل - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې وایي: زه پيغمبر صلی الله علیه وسلم پسې شاته په هغه خره سپور وم چې عفیر بلل کېده، نو ویې فرمایل: اې معاذه! آیا په بنده ګانو باندې د الله تعالی په حق پوهیږې، او دا چې بندګان په الله تعالی څه حق لري؟ ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: « یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی» نو ما وویل: اې د الله رسوله، آیا خلکو ته زیری ورنه کړم؟ هغه وفرمایل: نه، زیری مه ورکوه چې بیا به په همدې خبره تکیه وکړي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی حق پر بنده ګانو او د بندګانو حق پر الله تعالی باندې بیانوي، او دا چې د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې یوازې د هغه عبادت وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي. او دا چې د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغو موحدینو ته عذاب ورنه کړي چې د هغه سره هیڅ شی نه شریکوي. بیا معاذ وویل: اې د الله رسوله! آیا خلکو ته - پدې خبره - زیری ورنه کړم تر څو خوشحاله شي او - د الله تعالی پدې فضل باندې - یو بل ته زیری ورکړي؟ نو پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - لدې ویرې منع کړ چې خلک به په همدې تکیه وکړي.
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ته یو سړی راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله ؟ هغه کوم دوه خویونه دي چې په درلودلو سره یې انسان ته جنت یا دوزخ واجبیږي؟هغه وفرمایل: «څوک چې مړ شو، پداسې حال کې چې د الله سره یې څه شی نه وي شریک کړی، جنت ته به داخل شي، او څوک چې مړ شو پداسې حال چې د الله تعالی سره څه شی شریک کړی وي اور ته به داخل شي»
مسلم روايت کړی دیله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو سړي د دوو خصلتونو په اړه پوښتنه وکړه: کوم چې د انسان لپاره جنت ته داخلېدل واجبوي، او کوم چې د انسان لپاره اور ته داخلېدل واجبوي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: هغه صفت چې انسان ته جنت لازموي دا دی چې انسان په داسې حال کې مړ شي چې یوازې د یو الله عبادت کوي او له هغه سره یې هیڅ شرک نه وي کړی، او هغه صفت چې اور ته تلل لازموي دا دی چې انسان په داسې حال کې مړ شي چې له الله سره یي څه شریک کړی وي، داسې چې له الله تعالی سره یې شریک او هم مثل په الوهیت، ربوبیت، اسماء او صفاتو کې ګرځولی وي.
له سفیان بن عبد الله الثقفی رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: ما وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه».
مسلم او أحمد روایت کړی دیصحابي سفیان بن عبدالله رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې هغه ته یوه داسې وینا وښیي چې د اسلام په جامع مفهوم مشتمله وي تر څو پرې عمل وکړي او له بل چا یې په اړه پوښتنه ونکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ووایه چې: الله مې یو ګڼلی او ایمان مې راوړی چې هغه مې خالق او حق معبود دی او هېڅ شریک نه لري. بیا د فرایضو په ادا کولو سره د الله جل جلاله پیروۍ ته غاړه ږدي او محارم یې پریږدي او همداسې دوام ورکوي.
له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي: «الله تعالی به زما له امت څخه یو سړی د قیامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو په حضور کې ځانته کړي ، او مخې ته به یې نهه نوي صحيفې خپرې کړي، هره صحيفه به د سترګو تر لیدو پورې (پراخوالی) ولري، بیا به ورته ووایي: آیا ته پدې کې له کوم شي څخه انکار کوې؟ آیا تاسو سره زما ساتونکو لیکوالانو ظلم کړی؟ نو هغه به ووایي: نه اې ربه، نو وبه وایې: آیا ته عذر لرې؟ هغه به ووايي: نه اې ربه، نو هغه به وفرمايي: هو، تاسو زمونږ سره یوه نیکي لرئ، نو یو کارت به راوویستل شي چې په هغه کې به: (أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ ) یعنې زه ګواهي ورکوم چې حق معبود نشته دی مګر یو الله دی، او زه ګواهي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی، نو وبه وایي: وزن دې حاضر کړه، نو وبه وایي: دا کارت به د صحيفو پر وړاندې څه شی وي؟ نو هغه به وفرمايي: یقنیا تا سره به ظلم نه کیږي، وایي: دا صحيفې به د تلې په - یوه - پله کې کېښودل شي او کارت به په بله پله کې، نو صحيفې به پورته - سپکې - شي او کارت به دروند شي، ( ځکه ) د الله تعالی د نوم په وړاندې هیڅ شی نه شي درندېدلای».
الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له امت څخه یو سړی د ټولو مخلوقاتو په وړاندې راوغواړي تر څو ورسره حساب وشي، نو هغه ته به ۹۹ صحيفې وړاندې شي، چې هغه به د ده د بدو کړنو عملنامې وي چې په دنیا کې یې کړي دي، او د هرې صحيفې اوږدوالی به د سترګو د لید په اندازه وي، بیا به الله جل جلاله دې سړي ته ووایي : آیا ته د هغه څه څخه انکار کوې چې په دې صحیفو کې لیکل شوي؟ آیا زما ساتونکو کاتبانو پرښتو تاسو سره ظلم کړی دی؟ سړی به وايي: نه اې زما ربه. نو الله تعالی به وفرمايي: آیا تاسو سره د هغه عملونو لپاره عذر شته چې تاسو په دنیا کې کړي دي؟ نو سړي به ووایي: نه اې زما ربه! زه هیڅ عذر نلرم. نو الله تعالی به وفرمايي: هو، تاسو له موږ سره یوه نیکي لرئ، او نن ورځ په تاسو باندې هیڅ ظلم نشته. وایي: نو یو کارت به راووېستل شي چې په هغه کې به لیکلي وي (أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله) زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی. نو الله تعالی به دې سړي ته وفرمايي: وزن دې حاضر کړه. نو هغه سړی به په حیرانتیا سره ووايي: اې ربه! دا کارت د دې صحيفو په مقابل کې به څه وزن ولري؟! نو الله تعالی به وفرمایي: په تا به هیڅ ظلم نه کیږي. وایي: صحيفې به د تلې په یوه پله کې کېښودل شي، او کارت په بله پله کې؛ نو هغه پله به سپکه شي چې صحيفې پکې وي، او هغه پله به درنده شي چې کارت پکې وي، نو الله تعالی به ورته بخښنه وکړي.