





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «کله چې الله - تعالی - جنت او اور (دوزخ) پیدا کړل، نو جبرائیل علیه السلام یې جنت ته ولیږه، او ویې ویل: ورته وګوره او هغه څه ته چې ما یې خاوندانو ته پکې چمتو کړي دي، نو ورته یې وکتل او بیرته راوګرځېده او ویې فرمایل: ستا په عزت مې دې قسم وي، هیڅوک به یې په اړه نه اوري مګر دا چې ورته به ننوځي. نو امر یې وکړ چې په سختو کارونو سره دې وپوښل شي، نو ویې فرمایل: ورشه او ورته وګوره او هغه څه ته چې ما یې د خاوندانو لپاره چمتو کړي دي، نو هغه ورته وکتل، ګوري چې په سختو کارونو سره پوښل شوی دی، نو ویې فرمایل: ستا په عزت مې دې قسم وي زه ووېریدم چې هیڅوک به ورته داخل نه شي. ویې فرمایل: لاړ شه او اور ته وګوره او هغه څه ته چې ما یې د خاوندانو لپاره چمتو کړي دي. هغه ورته وکتل، ګوري چې یو د بل له پاسه سپریږي (یعنې د اور لمبې یو پر بل د پاسه کیږي) نو راوګرځېده او ویې ویل: زما دې ستا په عزت قسم وي چې هیڅوک به ورته داخل نه شي. نو امر یې وکړ او په شهوتونو وپوښل شو، نو ویې فرمایل: وګرځه او ورته وګوره. نو ورته یې وکتل؛ ګوري چې په شهوتونو سره پوښل شوی دی، نو راوګرځېده او ویې فرمایل: زما دې ستا په عزت قسم وي، یقینا زه وویریدم چې هیڅوک به ترې خلاص نه شي مګر دا چې ور داخل به شي».
أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې کله الله تعالی جنت او دوزخ پیدا کړل نو جبرائیل علیه السلام ته یې وویل: جنت ته لاړ شه او هغه ته وګوره، نو هغه لاړ او هغه ته یې وکتل او بیا بیرته راغی، جبریل وویل: اې ربه ستا په عزت مې دې قسم وي هیڅوک به یې په اړه نه اوري او نه د هغه څه په اړه چې په دې جنت کې له نعمتونو، عزتونو او ښېګڼو څخه دي مګر دا چې خوښ به ګڼي چې ورداخل شي او د هغه لپاره عمل وکړي. بیا الله تعالی جنت په سختیو او مشکلاتو سره وپوښه چې هغه د اوامرو پر ځای کول او له نواهیو څخه ځان ساتل دي، نو څوک چې جنت ته د ننوتلو اراده ولري باید له هغو سختیو څخه تېر شي. وروسته له هغه چې الله جل جلاله جنت په سختیو سره وپوښه، نو جبریل ته یې وفرمايل! لاړ شه او جنت ته وګوره، نو هغه لاړ او هغه ته یې وکتل، بیا راغی او ویې ویل: اې ربه، ستا په عزت مې دې قسم وي، زه ویره لرم چې هیڅوک به هغه ته د هغه په لاره کې د سختیو له امله داخل نشي. او کله چې الله تعالی اور پیدا کړ نو ویې ویل: اې جبرائیله! لاړ شه او هغه وګوره، نو هغه لاړ او ویې لیده، بیا راغی او جبرائیل علیه السلام وویل: اې ربه! ستا په جلال مې دې قسم وي چې هیڅوک به یې د هغه عذاب، ستونزو او ربړونو په اړه نه اوري مګر دا چې له ننوتلو څخه به یې کرکه وکړي او له اسبابو څخه به یې ځان وژغوري. بيا الله جل جلاله اور پټ کړ او د ورتګ لاره یې په شهوتونو او لذتونو سره وګرځوله ، بيا يې وويل: اې جبرائيل! ورشه او ورته وګوره، نو جبرائیل لاړ او ورته یې وکتل، بیا راغی او ویې وییل: اې ربه! ستا په عزت مې دې قسم وي زه ووېرېدم او اندیښنه راسره پیدا شوه چې د هغه شهوتونو او خوندونو له امله چې ترې چاپیره شوي دي، هیڅوک به ترې خلاصی ونه مومي؛
له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې: «الله د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیر لیکلی دی، وایې: پداسې حال کې چې عرش یې د اوبو له پاسه و».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله پاک د ځمکې او آسمانونو له پیدایښت څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو د تقدیر په اړه هر هغه څه په تفصیل سره په لوح محفوظ کې لیکلي دي چې پیښیږي به: لکه ژوند، مرګ، رزق او داسې نور، او دا د هغه تقدیر سره سم ترسره کېدونکي دي لکه څرنګه یې چې الله تعالی پریکړه کړې ده. هرڅه چې شتون مومي نو هغه د الله تعالی د پریکړې او تقدیر سره سم کیږي. نو هغه څه چې بنده ته رسیدونکي دي هیڅکله به ترې خطا نه شي، او هغه څه چې ورته رسیدونکي ندي، هیڅکله به ور ونه رسیږي.
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې وییل یې: «إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ». «د انسان، شرک او کفر تر منځه توپير: د لمانځه پرېښودل دي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د فرض لمانځه د پرېښودو په اړه خبرداری ورکړی او فرمایلي یې دي چې د یو انسان او په شرک او کفر کې د لوېدلو تر منځه یوازې د لمانځه پرېښودل دي، نو لمونځ د اسلام له ارکانو څخه دویم رکن دی او په اسلام کې ستر حیثیت لري، چا چې پرېښوده پداسې حال کې چې له فرضیت څخه یې منکر و، نو د مسلمانانو په اجماع کافر دی او که چېرته یې پکې ناغیړي وکړه او بیخي یې لمونځ کول پرېښودل نو بیا هم کافر دی، او پدې اړه د صحابه کرامو اجماع رانقل شوې ده او که چېرته یې کله پرېښوده او کله یې لمونځ کاوه نو هغه ته دا ستر ګواښ متوجه دی.
له بریده رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «یقینا چې زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو».
الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندوي چې د مسلمانانو او نورو کفارو او منافقانو تر منځ ژمنه او تړون یوازې لمونځ دی، نو چا چې پرېښوده یقینا چې کافر شو.
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «یقینا چې الله جل جلاله تاسو له دې څخه منع کوي چې په خپلو پلرونو قسم وخورئ» عمر رضي الله عنه وویل: په الله جل جلاله مې دې قسم وي چې ما (دا ډول)قسم ندی خوړلی کله مې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي، نه په قصدي توګه او نه دا چې د بل چا څخه حکایت وکړم.
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې الله تعالی په پلرونو له قسم خوړلو څخه منع فرمایلي ده، نو څوک چې قسم کول غواړي یوازې په الله جل جلاله دې قسم وکړي، او په بل چا دې قسم نه کوي. بیا عمر بن خطاب رضي الله عنه یادونه وکړه چې هغه په (غیر الله) قسم ندی کړی، له کومې ورځې نه یې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې منع یې ترې کړې ده، نه یې په قصدي توګه دا کار کړی او نه یې د بل چا په اړه حکایت کړی دی چې له الله پرته یې په بل څه قسم کړی وي.
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "د قيامت په ورځ به د خلکو تر منځه لومړی د وینو په اړه پرېکړې کیږي".
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم یادونه کړې ده چې لومړی هغه څه چې د خلکو تر منځه به یې فیصله کیږي هغه د خلکو تر منځه په وینو تویلو سره یو پر بل ظلم کول دي لکه: وژل او ټپي کول.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوو قبرونو تېر شو نو ویې فرمایل: «دوی دواړو ته عذاب ورکول کیږي، او په کومه لویه ګناه عذاب نه ورکول کیږي؛ یو له دوی څخه به له تشو متیازو ځان نه ساته او بل چې و نو هغه به د خلکو تر منځ چغلګري کوله » بیا یې یوه لنده (لمده) لخته راواخیسته، دوه ترازې یې کړې، او په هر قبر یې یوه لخته وټومبله، هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله؟ دا کار دې ولې وکړ؟ ویې فرمایل: « کیدی شي له امله یې له دواړو تر هغه پورې عذاب سپک شي، تر څو چې دواړه وچې شوې نه وي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په دوو قبرونو تېر شو نو ویې فرمایل: د دې دواړو قبرونو خاوندانو ته عذاب ورکول کیږي؛ او دوی په داسې یو کار سره نه عذابیږي چې ستاسو په نظر کې به کومه لویه ګناه وي، که څه هم د الله تعالی په نیز لویه ګناه ده، له دې دوو څخه یو یې د حاجت پر مهال له ادرار څخه د ځان او جامو ساتلو څخه بې پروا و، او بل به یې د خلکو تر منځ چغلګري کوله، د نورو خلکو خبرې به یې د ضرر رسولو او د خلکو تر منځ د اختلاف او درز اچولو په موخه وړلې راوړلې.
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی: يو سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د قيامت په اړه پوښتنه وکړه، ويې ويل: قيامت کله دى؟ هغه وویل: «وَمَاذَا أَعْدَدْتَ لَهَا»، " څه دې ورته چمتو کړي دي " هغه وفرمایل: هیڅ، خو زه د الله تعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه لرم، هغه وفرمایل: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ»، «ته له هغه چا سره یې چې مینه ورسره لرې». انس رضي الله عنه وویل: موږ په هیڅ شي دومره خوشحاله نه وو، لکه څومره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا خوشحاله وو چې: «تاسو د هغه چا سره یاست چې مینه ورسره لرئ» انس وویل: نو زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر او عمر سره مینه لرم او زه هیله لرم چې دوی سره زما د مینې له امله ورسره شم، که څه هم زه د دوی په څیر عمل ونه کړم.
متفق علیه دیله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یوه بانډچي سړي - چې په صحرا کې اوسیده- د قیامت د نېټې په اړه پوښتنه وکړه چې څه وخت راځي؟ نو هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې: د دې لپاره دې په کومو نیکو عملونو سره چمتوالی نیولی دی؟ نو پوښتونکي وویل: په کومو لویو عملونو سره ورته چمتوالی نه لرم، خو دا ده چې زه د الله او د هغه د رسول سره مینه لرم. لدې پرته یې د نورو قلبي، بدني او مالي عبادتونو یادونه ونه کړه؛ ځکه چې دا ټول د هغې مینې برخه ده چې دا (عبادتونه) یې پایله ده، او ځکه چې ریښتینې مینه یو څوک په نېکو عملونو کې زیار ویستلو ته اړباسي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: یقینا چې ته به په جنت کې له هغه چا سره یې، چې مینه ورسره لرې. نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام پدې زېري سره سخت خوشحاله شول. بیا انس رضی الله عنه وویل چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر او عمر سره مینه لري او دا چې دی هیله لري چې له هغوی سره اوسي، که څه هم عمل یې د هغوی د عمل په څېر نه دی.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "ایا زه تاسو ته د دجال په اړه داسې یو څه ونه وایم چې هېڅ پیغمبر خپل قوم ته نه دي ویلي؟ هغه (په یوه سترګه) ړوند دی، او هغه له ځان سره د جنت او دوزخ په څېر راوړي نو کوم چې هغه یې جنت بولي هغه اور دی او زه تاسو ته خبرداری درکوم لکه څنګه چې نوح خپل قوم ته خبرداری ورکړی و .
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم خپلو اصحابو ته د دجال، د هغه د صفتونو او نښانونو په اړه خبر ورکوي، چې له هغه مخکې هېڅ نبي ترې خبر ندی ورکړی، له هغو څخه: هغه په سترګه ړوند دی. او الله تعالی له هغه سره داسې یو څه مل کړي دي چې په سترګو جنت او دوزخ ښکاري. مګر د هغه جنت اور او اور یې جنت دی، چا یې چې پیروي وکړه نو خلکو ته داسې ښکاري چې ګویا جنت ته یې ننباسي، خو په حقیقت کې هغه سوځونکی اور دی، او چا یې چې نافرماني وکړه خلکو ته داسې ښکاري چې هغه یې اور ته ننباسي، خو په حقیقت کې هغه ښایسته جنت دی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د هغه د فتنې په اړه خبرداری راکړ، لکه څنګه چې نوح علیه السلام خپل قوم ته خبرداری ورکړی و.