Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way






























Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې انسان په خپلو اخلاقو او عاداتو کې له خپل مخلص دوست او ملګري سره مشابهت لري او دوستي په اخلاقو، سلوک او کړنو باندې تاثیر لري، لدې امله یې د دوست د ښه انتخاب لپاره لارښوونه وکړه، ځکه چې دا د هغه ملګري ته د ایمان، هدایت او نیکۍ لارښوونه کوي، او د ملګري لپاره د خیر په کارونو کې مرستندوی وي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم مؤمن هڅوي چې په نېكو كارونو كې بيړه وكړي، مخكې له دې چې ناشوني شي او د فتنو او شبهو په راتګ سره ترې بوخت شي؛ چې هغه یې د نېکو عملونو څخه منع کوي، دا فتنې به د شپې د تپې تیارې په څېر وي؛ چې حق به پکې له باطل سره ګډ شوی وي، د خلکو لپاره به د دوی ترمنځه توپیر ستونزمن وي، نو ځکه یې د شدت له امله انسان بد حواسه كيږي، تر دې چې یو سړی به ماښام مومن وي او بېګا کافر، او بېګا به مؤمن وي او سهار کافر، خپل دین به د دنیا د له منځه تلونکي خوند لپاره پرېږدي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم د زينب بنت جحش رضي الله عنها (کور) ته په داسې حال کې ورغی چې وارخطا او ویریدلی و، او ویل یې: (لا إله إلا الله) غوښتل یې د یوې بدې پېښې له پېښېدو خبر ورکړي، چې د خلاصون بله لاره نشته پرته لدې چې الله تعالی ته پناه یوسي، بیا هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د عربو لپاره هلاکت دی د هغه شر له امله چې پېښېدل یې نږدې شوي دي، نن ورځ د یاجوج او ماجوج بند چې ذوالقرنین جوړ کړی و، پدې اندازه پرانستل شو او خپله غټه او مسواکۍ ګوته یې سره حلقه کړې. نو زینب رضي الله عنها وفرمایل: څنګه به الله موږ هلاکوي پداسې حال کې چې په مونږ کې صالح مؤمنان دي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: کله چې فسق، فجور، ګناهونه، زنا، شراب او داسې نورې پلیتۍ زیاتې شي بیا ټول تباه کیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: د مؤمن سړي او مؤمنې ښځې - په روغتیا، بدن، اولاد، ناروغۍ، مرګ، د اولاد نافرمانۍ او نورو حالاتو کې - مصیبت او امتحان هېڅکله نه جلاکېږي، او د هغه په مال کې غریبي او د تجارت له منځه تلل، مال یې غلا کېدل، معیشت په ټپه درېدل د رزق تنګوالی او داسې نور، تر دې چې په دې مصیبتونو سره الله تعالی د هغه ټول ګناهونه او تېروتنې وبخښي او کله چې د الله سره مخ کیږي، نو دی به له ټولو هغو ګناهونو پاک شوی وي چې پخوا یې کړي وو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلي دي چې یو مسلمان په خپلو خبرو کې ووايي چې: «هغه څه چې الله وغواړي او فلانی یې وغواړي هغه کیږي». یا دا چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کیږي؛ ځکه چې د الله تعالی خوښه (مشېئت) او اراده یې مطلقه ده، هېڅوک ورسره په کې شریک نه دی. او په عطف کې د (واو) توري له کارولو څخه داسې انګېرل کیږی چې له الله تعالی سره دې بل څوک شریک او برابر وي. بلکې وایي به: څه چې الله وغواړي، بیا یې فلانی وغواړي هغه کیږي، نو پدې سره به د بنده خوښه د الله جل جلاله د خوښې تابع وګرځوي چې د (او) پر ځای د (بیا) کلمه وکاروي، ځکه بیا د ورپسې معنا ورکوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلې زمانې څخه وروسته د هغو امتیانو د حال په اړه خبر ورکوي، چې په عقایدو، افعالو، عادتونو، او رواجونو کې به د یهودو او نصاراوو د لارې لوېشت په لوېشت او ذراع په ذراع کلکه پیروي کوي، تر دې چې که هغوی د سمسارې سوړي ته ننوځي نو دوی به ورپسې شاته ننوځي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندوي چې چا د خلکو داسې یوې لارې ته لارښوونه وکړه چې په هغې کې په وینا او عمل کې خېر وي، نو د هغه لپاره به د هغو کسانو په څېر اجر وي چې د حقې لارې پيروي یې کړې ده، پرته له دې چې د پیروانو په اجر کې یې څه کمی راشي. او چا چې خلکو ته د غلطې او بدې لارې لارښوونه وکړه چې په هغې کې ګناه، خطا او یا داسې یو کار وي چې روا نه وي، هغه که وینا وي یا عمل، نو هغه به د پیروۍ کوونکو سره مساوي بار په غاړه اخلي پرته له دې چې د دوی په ګناهونو کې څه کمی راشي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د بد فال نیونې په اړه خبرداری ورکړی دی، او هغه بد انګېرل دي که هغه له اورېدلو څخه وي یا د لیدلو څخه، او یا له مرغانو، حیواناتو، مصیبت ځپلو، شمېرو، ورځو او داسې نورو څخه وي. خو له الوتونکي مرغه یې ځکه یادونه وکړه چې د جاهلیت په زمانه کې مشهور و، په اصل کې به چې کله هغوی په کوم کار پیل کاوه لکه سفر، سوداګري او داسې نور، نو مرغه به یې خوشې کړ، که چېرته به ښي لور ته والوت نو نیک فال به یې ونیوه او خپل کار پسې به روان شو، او که چېرته به چپ لورې ته والوت نو بد فال به یې ونیوه او له خپل کار څخه به لاس په سر شو. او خبر یې ورکړ چې دا کار شرک دی، او بد فال نیول لدې امله شرک ګڼل شوی؛ چې هر خیر الله پېښوي، او هېڅوک شر نه شي دفع کولی مګر یوازې یو الله دی چې شریک نه لري. او ابن مسعود رضي الله عنه یادونه وکړه چې کېدای شي د مسلمان په زړه کې یو څه بد فال راشي، خو باید په الله جل جلاله یې په توکل کولو سره دفع کړي، د اسبابو له کارولو سره.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه ډله راغله، کله چې ور ورسېدل - نو د هغه ستاینه یې په - ځینو داسې الفاظو وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بد وګڼل، هغوی وویل: "ته زموږ بادار یې"، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: " الله جل جلاله بادار دی" هغه په خپل مخلوق باندې بشپړ حاکمیت لري او دوی یې بندګان دي. هغوی وویل: "ته د فضیلت له اړخه په موږ کې غوره یې" او په رتبه، عزت او امتیاز کې تر ټولو لوړ یې. او ته " د نفوذ له اړخه په موږ کې ترټولو لوی یې" او ترټولو سخاوتمند، لوړ، او په مرتبه کې تر ټولو پورته یې. بیا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه وکړه چې هغه څه دې ووایی چې دوی یې معمولا وایی او په الفاظو کې دې له حد څخه نه اوړي او تکلف دې نه کوي، او شیطان دې دوی له حد څخه په اوړېدلو سره دوکه نه کړي، کوم چې انسان په حرامو کې ښکېلوي لکه: شرک او د شرک حرام شوي سببونه دي.