





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم د عقبه جمرې (لویي جمرې) په سهار په داسې حال کې چې په اوښ سپور و وفرمایل: «ماته تیږې/ګیټۍ راټولې کړه» نو ما ورته اووه کاڼي/ګيټي راټول کړل، نو هغه په ورغوو کې ومروړل او ویې وییل: «د دې په څېر، په کاڼو وېشتل وکړئ ." بیا یې وفرمایل: «د دې په شان کاڼو باندې ئې و وولئ» بيا ئې وفرمایل: «اې خلکو، په دین کې له افراطیت څخه ځان وساتئ، په حقیقت کې ستاسو څخه مخکې خلک په دین کې د افراطیت له امله هلاک شوي دي».
ابن ماجه، النسائي او احمد روایت کړی دیابن عباس رضي الله عنهما فرمایي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په حجة الوداع کې د قربانۍ په ورځ د جمرة العقبې د ویشتلو په سهار و. نو امر یې ورته وکړ چې کنکرې/ګیټۍ ورته راټولې کړي، نو هغه ورته اووه کنکرې راټولې کړې چې حجم یې د نخود یا چڼې په اندازه و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس کې ونیولې بیا یې وښوځولې او ویې وییل: د دې په اندازه (ګیټو) ویشتل وکړئ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له افراطیت، تشدد او په دیني چارو کې له حد څخه د اوړېدلو په اړه خبرداری ورکړ (او ویې وییل:) پخواني امتونه په دین کې له حد څخه په تجاوز، افراطیت او تشدد له امله تباه شوي دي.
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «له یو انسان څخه بل ته په طبیعي توګه د ناروغۍ انتقالېدل، ښي لور او کیڼ لور ته د مرغۍ په الوتلو بدفال نیول، د صفر په میاشت بدفالي نشته، او له مجذوم څخه داسې وتښتئ لکه چې له زمري څخه تښتئ.».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د جاهليت د زمانې ځينې کارونه بیان کړل او په اړه یې خبرداری ورکړ، او دا یې واضحه کړه چې چارې د الله په لاس کې دي او دا چې هر کار د الله په امر او تقدیر سره کیږي، او هغه په لاندې ډول دي: لومړی: د اسلام نه مخکې خلک په دې باور وو چي ناروغي پخپله ساري ده؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې عقېدې څخه منع وفرمایله چې ناروغي له یو ناروغ څخه بل ته په خپله ځي؛ نو الله تعالی په کائناتو کې تصرف کوي او همغه ذات دی چې ناروغي رالیږي او یا یې لرې کوي، او دا کارونه یوازې د هغه په اراده او تقدیر سره کیږي. دویم: د جاهلیت خلک به چې کله په سفر او یا سوداګرۍ وتل نو یوه مرغۍ به یې خوشې کړه، که ښي اړخ ته به والوته نو یو بل ته به یې سره زیری ورکړ او که چېرته به کیڼ لور ته والوته نو بد فال به یې ونیوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم په مرغۍ له بدفالۍ څخه منع وفرمایله او څرګنده یې کړه چې دا یوه باطله عقیده ده. دريم: د جاهلیت د وخت خلکو به ویل: کله چې بوم مرغۍ (ګونګی) په یو کور کیني، نو د هغه کور پر خلکو يو آفت راځي؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پدې کار له بد فالۍ څخه منع وفرمایله. څلورم: د صفر میاشتې په اړه چې د قمري میاشتو دویمه میاشت ده بدفال نیول حرام دي. او ویل شوي چې صفر: یو ډول مار دی چې د مېږو او خلکو په ګېډو کې پېدا کیږي، دوی ادعا کوله چې دا له جرب مرض (هغه ناروغي چې د انسان د بدن غړي خوري) څخه زیات ساري دی، نو لدې عقېدې څخه یې منع وفرمایله. پنځم: د جذام له مرض څخه د ځان ساتلو په موخه په جذام له اخته شوي انسان څخه په لرې پاتې کېدلو یې امر وکړ لکه څنګه چې انسان له زمري څخه لرې کیږي، دا د ځان ساتلو او د هغو اسبابو د کارولو له امله چې الله تعالی پرې امر کړی، او جذام داسې یوه ناروغي ده چې له امله یې د انسان د بدن هډوکي له منځه ځي او خوړل کیږي.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «نه د ناروغۍ لېږد شته، نه بد فال نیونه او (نیک) فال نیول مې خوښيږي، هغوی وويل فال څه شی دی؟ ویې فرمایل: «نېکه وینا».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د جاهلیت د وخت د خلکو هغه باور باطل دی چې ګمان به یې کاوه ساري ناروغي په خپله بل چا ته د الله جل جلاله له ارادې پرته لېږدول کېږي. او دا چې بد فال نیونه باطل عمل دی چې هغه عبارت دی لدې څخه چې څوک یو څه واوري یا یې وګوري لکه کوم الوتونکی مرغه، یا ژوی او یا مصیبت ځپلي، یا شمیرې، یا ورځې او داسې نور او په هغه پورې بد فالي ونېسي، خو له الوتونکي مرغه یې ځکه یادونه وکړه چې د جاهلیت پر مهال مشهور و، په اصل کې به چې کله هغوی په کوم کار پیل کاوه لکه سفر، سوداګري او داسې نور، نو مرغه به یې خوشې کړ، که چېرته به ښي لور ته والوت نو نیک فال به یې ونیوه او خپل کار پسې به روان شو، او که چېرته به چپ لورې ته والوت نو بد فال به یې ونیوه او له خپل کار څخه به لاس په سر شو. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې نېک فال نیونه یې خوښیږي او نیک فال هغه خوښي او خوشحالي ده چې یو چاته ته له نېکې وینا اورېدلو وروسته پيدا کیږي او له امله یې په خپل رب ښه ګمان کوي.
د البراء رضی الله عنه څخه روایت دی چې: له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه د انصارو په اړه فرمایلي: «له دوى سره له مؤمن پرته بل څوک محبت نه کوي او له منافق پرته بل څوک له دوى سره دښمني نه كوي، څوک چې له دوى سره مينه وكړي، الله به ورسره مينه وكړي. او څوک چې " له دوی څخه نفرت وکړي، نو الله تعالی به پرې غضب نازل کړي».
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې د مدينې له انصارو سره مينه د کامل ايمان نښه ده. دا د اسلام او پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ملاتړ او مسلمانانو ته په پناه ورکولو کې د دوی د مخکښۍ له امله، او د الله لپاره د دوی مال او ژوند قرباني کول او له دوی څخه کرکه کول د منافقت نښه ده. بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې: څوک چې له انصارو سره مينه کوي، الله جل جلاله به ورسره مينه وکړي او چا چې له دوى سره دښمني وکړه نو الله جل جلاله به ورسره دښمني وکړي.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «عمل له افراط او تفریط پرته بشپړوالي ته ورنږدې کړئ او یا یې بشپړ ادا کړئ، او پوه شئ چې هېڅوک به ستاسو څخه په عمل ونه ژغورل شي». هغوی وویل: ته هم اې د الله رسوله؟ هغه وفرمایل: «زه هم نه، مګر دا چې الله مې په خپل رحمت او مهربانۍ کې پټ کړي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام عمل کولو ته هڅوي او دا چې له الله څخه تر خپلې وسې پورې ووېریږي، پرته له دې چې (په عمل کې) افراط او تفریط وکړي، او د دې لپاره چې عمل یې قبول شي او له امله یې پرې د الله جل جلاله له خوا رحمت نازل شي نو په خپل سم عمل سره دې نیت الله جل جلاله ته خالص کړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پيروۍ سره سم دې تر سره کړي. بیا یې خبر ورکړ چې ستاسو څخه به هېڅوک یوازې په خپل عمل سره ونه ژغورل شي؛ بلکې د الله جل جلاله رحمت اړین دی. هغوی وویل: ته هم اې د الله رسوله، آیا ستا عمل د دې ستر ارزښت سره سره هم تا نه شي ژغورلی؟ ويې ويل: زه هم، پرته له دې چې الله مې په خپل رحمت وپوښي.
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «زما نه مخکې الله تعالی هیڅ یو امت ته پېغمبر نه دی لېږلی مګر دا چې هغه لره به د خپل د امت څخه ځانګړي ملګري (حواریان) وو او داسې ملګري چې د هغه په سنتو به يې عمل کاوه او د هغه د اوامرو پیروي به یې کوله، بیا له هغوی پسې داسې ناکاره وارثان پریږدي چې هغه څه به وایي چې خپله یې نه کوي، او هغه څه به کوي چې په هغې ورته امر نه کیږي، نو چا چې ورسره په لاس جهاد وکړ هغه مؤمن دی، او چا چې ورسره په ژبه جهاد وکړ هغه مؤمن دی، او چا چې ورسره په زړه جهاد وکړ هغه مؤمن دی، او لدې وروسته د شړشم د دانې په اندازه ایمان هم نه شته».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی هېڅ داسې پېغمبر په پخوانیو امتونو کې ندی رالېږلی مګر دا چې هغه به د خپل امت څخه ځینې خاص ملګري، ملاتړي، مجاهدین او مخلصان درلودل چې له هغوی وروسته به یې د خلافت وړتیا درلوده؛ د هغوی په سنتو به یې عمل کاوه، د هغه له اوامرو څخه به یې پیروي کوله، بیا به وروسته د هغوی نیکانو سلفو پسې داسې خلک راشي چې هېڅ خېر به پکې نه وي؛ هغه څه به وایي چې عمل پرې نه کوي او هغه څه به کوي چې امر ورته پرې نه کیږي؛ نو چا چې ورسره په لاس جهاد وکړ هغه مؤمن دی او چا چې ورسره په ژبه جهاد وکړ هغه مؤمن دی او چا چې ورسره په زړه جهاد وکړ هغه مؤمن دی او له دې وروسته د شړشم د دانې په اندازه ایمان نشته.
له جابر بن عبدالله رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ما ته پنځه شیان راکړل شوي دي چې له ما څخه مخکې هیچا ته نه وو ورکړل شوي: ماته په وېره بریا راکړل شوې؛ زه چې کوم ځای ته ځم نو د یوې میاشتې د مزل په اندازه مې رعب هلته مخکې رسیدلی وي، او ټوله ځمکه زما لپاره جومات او پاک ځای ګرځېدلی، نو زما له امت څخه چې په هر چا د لمانځه وخت راغی نو لمونځ دې وکړي، او ماته غنیمت روا شوی چې زما نه مخکې هیچا ته نه و روا، او ماته شفاعت راکړل شوی او دا چې هر نبي به خاص خپل امت ته لېږل کېده او زه ټولو خلکو ته لېږل شوی یم».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې الله تعالی هغه ته پنځه ځانګړتیاوې ورکړي دي چې له هغه وړاندې هېڅ نبي ته نه دي ورکړل شوي. لومړی دا چې: زه په وېرې سره بریالی شوی یم، داسې چې زما د دښمنانو په زړونو کې وېره لوېږي، که څه هم زما او د هغوی تر منځ د یوې میاشتې په اندازه واټن وي. دویم: زما لپاره ځمکه جومات ګرځول شوې ده، چېرته چې وو هلته لمونځ کوو، او دا چې خاوره پاکه ده کله چې اوبه نه وي (نو تیمم پرې کوو). دریم: موږ ته د جنګ غنیمتونه حلال ګرځول شوي، کوم چې مسلمانان له کفارو سره په جګړه کې تر لاسه کوي. څلورم: ما ته د قيامت په ورځ - د خلکو له وېرې څخه د خلاصون لپاره - تر ټولو ستر شفاعت راکړل شوی دی. پنځم: زه ټولو خلکو؛ انسانانو او پېریانو ته لېږل شوی یم، د پخوانیو پېغمبرانو پر خلاف چې هغوی به یوازې خپلو قومونو ته لېږل کېدل.
له حارثة بن وهب الخزاعي رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: «ایا زه تاسو ته د جنتیانو په اړه خبر در نه کړم؟ هر ضعیف انسان چې عاجزي کوي، نو که په الله قسم وخوري، الله به یې قسم پر ځای کړي، او آیا د جهنمیانو په اړه خبر در نه کړم: هر یو جګړه مار، کبرجن او لویې کوونکی انسان».
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم د جنتيانو او دوزخيانو د ځينو ځانګړتياوو په اړه فرمايي. د جنت اکثره خلک به: "هر ضعیف او عاجزه انسان وي" یعنی: هغه چې الله تعالی ته خاکساري او عاجزي کوي، خپل ځان یې د هغه په وړاندې ذلیله کړی وي، تر دې چې ځینې خلک یې کمزوری او سپک ګڼي، په داسې حال کې که چېرته همدا د الله تعالی په وړاندې عاجزه انسان په الله تعالی د هغه د سخاوتمندۍ په تمه قسم یاد کړي، نو الله تعالی به یې قسم محقق او هغه غوښتنه به یې پوره کړي چې ده پرې قسم یاد کړی او دعا به یې قبوله کړي. او ډېری د اور خاوندان هغه انسانان دي چې زیږ او سخت جګړه مار وي، او یا هر هغه بد فعله انسان چې هېڅ خېر ته غاړه نه ږدي، هغه کبرجن، زیات خوراکي، د غټ جسم خاوند چې د تګ پر مهال په کبر او غرور سره ګرځي، بد خویه، او حق نه منونکی وي، او تل نورو ته په سپکه ګوري.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې: «يَقُولُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي، وَأَنَا مَعَهُ حِينَ يَذْكُرُنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلَإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلَإٍ خَيْرٍ مِنْهُ، وَإِنِ اقْتَرَبَ إِلَيَّ شِبْرًا، تَقَرَّبْتُ إِلَيْهِ ذِرَاعًا، وَإِنِ اقْتَرَبَ إِلَيَّ ذِرَاعًا، اقْتَرَبْتُ إِلَيْهِ بَاعًا، وَإِنْ أَتَانِي يَمْشِي أَتَيْتُهُ هَرْوَلَةً». «الله جل جلاله فرمایي: زه د خپل بنده د باور سره یم (چې زما په اړه یې لري) او زه د هغه سره یم کله چې ما یادوي، که چېرته یې له ځان سره یاد کړم؛ زه به یې هم له ځان سره یاد کړم، او که چېرته یې په ډله کې یاد کړم، زه به یې له هغه څخه په غوره ډله کې یاد کړم، او که چېرته ماته یوه لویشت رانیږدې شي نو زه به یوه څنګل ورنږدې شم، او که چېرته ماته یوه څنګل رانږدې شو نو زه به د دواړو لاسونو په اندازه چې خلاص وي ورنږدې شم، او که هغه ماته په مزل راشي زه به ګړندی ورشم».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې الله جل جلاله فرمایي: زه زما په اړه د خپل بنده د باور سره یم، له بنده سره زما په اړه د هغه د ګمان مناسب برخورد کوم؛ په هیله مندۍ او د بخلو په تمې، او هغه څه به ورسره کوم چې زما څخه یې د خېر او یا بل څه تمه لري؛ او زه له هغه سره په رحمت، بریالیتوب، لارښوونې، پالنې او ملاتړ سره یم که هغه زما یادونه وکړي. که له خپل ځان سره یې یوازې په سبحان الله، لا اله الا الله او داسې نورو سره یاد کړم، زه به یې هم له ځان سره یاد کړم. او که چېرته یې په ډله کې یاد کړم؛ زه به یې له هغوی په لویه او پاکیزه ډله کې یاد کړم. او څوک چې الله تعالی ته د یوې لوېشتي په اندازه ورنږدې شي، الله تعالی به یې (نږدېوالی) زیات کړي او د یوې څنګلې په اندازه به ورنږدې شي. او که چېرته بنده د څنګلې په اندازه ورنږدې شي، هغه به د خلاصې غېږې په اندازه ورنږدې شي. او که الله تعالی ته په مزل سره ورشي، هغه به ګړندی ورشي. که بنده خپل رب ته د هغه په اطاعت او رجوع کولو سره ځان نږدې کړي، نو لوی څښتن به د هغه عمل ته په لیدو زیات ورنږدې شي، ځکه چې بدله د عمل له جنس څخه ده. نو هر څومره چې د خپل رب په وړاندې د مؤمن بندګي بشپړېږي، څښتن تعالی ورته ورنږدې کېږي، نو د الله ورکړه او ثواب د بنده له عمل او کړاو څخه زیات دی، پایله دا چې د الله تعالی ثواب پر عمل د څرنګوالي او اندازې له اړخه غالب دی. نو مؤمن نېک ګمان کوي، عمل کوي، ګړندی کېږي او همداسې مخ پر وړاندې ځی تر دې چې د الله سره مخ شي.