





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له طلحه بن عبید الله رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: د نجد له خلکو څخه یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حال کې راغی چې سر یې ببر او وېښتان یې ګډوډ وو او موږ د هغه د غږ بونګاری اورېده، خو موږ نه پوهېدو چې څه وایي تر دې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته نږدې شو ، نو ګورو چې هغه د اسلام په اړه پوښتنه کوي، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې: «په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه» نو هغه وویل: آیا نور کارونه هم راباندې شته؟ هغه وفرمایل: «نه، خو که نفلي لمونځونه وکړې، او د رمضان د میاشتې روژه»، هغه وویل چې آیا لدې پرته نور څه راباندې شته؟ هغه وفرمایل: «نه، مګر دا چې نفلي روژې ونیسې» او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د زکات یادونه وکړه، نو هغه وویل: آیا لدې پرته نور څه راباندې شته؟ هغه وفرمایل: «نه، مګر دا چې نفلي خیراتونه ورکړې»، وایي: سړی روان شو او (له ځان سره یې) ویل چې: قسم په الله چې لدې به یې نه زيات کړم او نه به يې کم کړم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کامیاب دی که ریښتینی وي.
متفق علیه دید نجد له خلکو څخه یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، په داسې حال کې چې ویښتان یې ګډوډ وو ، غږ یې لوړ و، په خبرو یې څوک نه پوهېده، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته نږدې شو. نو د اسلام د فرائضو په اړه یې پوښتنه وکړه؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمانځه پېل وکړ او پوه یې کړ چې الله تعالی پرې په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه فرض کړي دي. ويې ويل: آيا له دې پنځو لمونځونو پرته بل کوم لمونځ کول راباندې شته؟ ويې فرمايل: نه، پرته له دې چې د نفل په توګه لمونځ ادا کړې. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: او له هغه څه نه چې الله تعالی درباندې فرض کړي دي د رمضان د میاشتې روژه نیول دي. سړي وویل: آیا د رمضان له روژې پرته راباندې بله روژه نیول شته؟ هغه وويل: نه، پرته له دې چې په خپله خوښه روژه ونيسې. بيا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم د زکات يادونه وکړه. نو سړي وویل: آیا له فرض زکات نه پرته راباندې نورې کومې صدقې شته؟ هغه وفرمایل: نه، مګر دا چې نفلي وکړې. کله چې سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا فرایض واورېدل، روان شو او په الله تعالی یې سوګند وکړ چې پر همدې به پابند پاتې کیږي؛ نه به ترې څه کموي او نه به یې زیاتوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د دې خبرې پسې وفرمایل: که چېرته دا سړی په خپل سوګند کې ریښتونی و، نو له کامیابانو څخه به وي.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «خَيْرُ يَوْمٍ طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ يَوْمُ الْجُمُعَةِ، فِيهِ خُلِقَ آدَمُ، وَفِيهِ أُدْخِلَ الْجَنَّةَ، وَفِيهِ أُخْرِجَ مِنْهَا، وَلَا تَقُومُ السَّاعَةُ إِلَّا فِي يَوْمِ الْجُمُعَةِ». "تر ټولو غوره ورځ چې لمر پرې راختلی د جمعې ورځ ده، په همدې ورځ آدم پیدا شوی او په همدې ورځ جنت ته داخل شوی او په همدې ورځ ترې راوېستل شو، او قیامت د جمعې له ورځې پرته نه راځي".
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې تر ټولو غوره ورځ چې لمر پرې راختلی د جمعې ورځ ده. د جمعې ورځې له ځانګړنو څخه دا دي چې: الله جل جلاله آدم علیه السلام په همدې ورځ پیدا کړ، جنت ته یې داخل کړ او په همدې ورځ یې بېرته ترې راوویست او ځمکې ته یې ښکته کړ، او قیامت هم د جمعې له ورځې پرته نه راځي.
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا يَسْتُرُ عَبْدٌ عَبْدًا فِي الدُّنْيَا إِلَّا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». «په دنیا کې هېڅ بنده د بل بنده پرده نه کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به الله تعالی د هغه پرده وکړي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هېڅ مسلمان په یوه چاره کې د خپل مسلمان ورور پرده نه کوي مګر دا چې الله جل جلاله به یې د قیامت په ورځ پرده وکړي؛ ځکه چې سزا د عمل له جنس څخه ده، او ده لره به د الله تعالی پرده دا وي چې عیبونه او ګناهونه به یې د محشر په ورځ خلکو ته نه رسوا کوي، او یا دا چې حساب به یې ورسره نه کوي او ورته به یې نه یادوي.
له ابو مسلم الخولاني څخه روايت دی وایې چې: محبوب امانتدار راته وویل، محبوب ځکه دی چې ماته ګران دی او زما لپاره امانتدار هم دی چې هغه؛ عوف بن مالک الاشجعي رضی الله عنه دی. هغه وفرمایل: مونږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم نهه، یا اته او یا اوه کسان وو، نو ویې فرمایل: «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» دا په داسې حال کې چې موږ ورسره تازه بیعت کړی و، نو موږ وویل: ای د الله جل جلاله رسوله، موږ خو درسره بیعت کړی دی، بیا یې وفرمایل: «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» نو موږ وویل: ای د الله رسوله موږ خو له تا سره بیعت کړی دی، بیا یې وفرمایل: «آیا تاسو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت نه کوئ؟» وایې نو موږ خپل لاسونه وغوړول او ومو وییل: ای د الله جل جلاله رسوله موږ له تا سره بيعت وکړ، خو په څه شي درسره بيعت وکړو؟ ویې فرمایل وفرمایل: «په دې چې د الله عبادت به کوئ او هیڅ شرک به پرې نه کوئ او په پنځه وخته لمونځونو او دا چې اطاعت به کوئ - او یو څه یې له ځان سره پټ وویل: - او دا چې د خلکو څخه به د څه شي سوال نه کوئ» او یقینا چې له هغو خلکو څخه مې ځینې ولیدل چې قمچینه به ترې ولویده، نو له هیچا نه یې سوال نه غوښتل چې ورته یې راپورته کړي.
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم له یو شمېر اصحابو سره و، نو درې ځلې یې له هغوی څخه وغوښتل چې له هغه سره بیعت وکړي او د ځینې کارونو ژمنه ورسره وکړي: لومړی: یوازې د یو الله جل جلاله عبادت کول د هغه د اوامرو په منلو او له نواهیو څخه یې په ډډې کولو سره او دا چې د هغه سره به شرک نه کوي. دویم: په شپه او ورځ کې د پنځه وخته لمونځونو ادا کول. دريم: په نیکو کارونو کې د مسلمانانو چارواکو ته غوږ نیول او پيروي یې کول. څلورم: یوازې له الله جل جلاله څخه د خپلو ټولو حاجتونو د پوره کولو غوښتنه او پدې وینا سره رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل غږ ټیټ کړ. او صحابه کرامو رضی الله عنهم چې په څه ورسره بیعت کړی و هغه یې عملي کړل، آن تر دې چې رواي وایي: یقینا چې ما ځینې هغه صحابه ولیدل چې کله به له یو څخه قمچینه ولویده، نو له هیچا یې سوال نه کاوه چې ورته یې راپورته کړي، بلکې خپله به پسې ښکته کېده او راخېستله به یې.
له البراء بن عازب رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: له مسلمان څخه چې کله په قبر کې د شهادت د کلمې پوښتنه وشي هغه به وایي چې: أشهدُ أن لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ» نو دا د الله تعالی د همدې وینا مصداق دی چې فرمایي: {يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ} [إبراهيم: 27]. کلکوي ( مضبوطوي په صحیح جواب ورکولو سره) الله تعالی مؤمنانو لره په مضبوطه وینا (کلمه د حق) باندې په دنيوی ژوند او آخرت کې.
متفق علیه دیله مسلمان څخه په قبر کې پوښتنه کیږي، دوه ملاېکې ترې پوښتنه کوي چې منکر او نکیر نومیږي او دا نومونه یې په ډېرو حدیثونو کې راغلي او دوی ته همدا دنده ورسپارل شوې. نو ګواهي به ورکوي پر دې چې له الله پرته بل برحق معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، همدا هغه ثابته وینا ده چې الله تعالی یې په اړه فرمایلي: {يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ} [إبراهيم: 27]. کلکوي (مضبوطوي په صحیح جواب ورکولو سره) الله تعالی مؤمنانو لره په مضبوطه وینا (کلمې د حق) باندې په دنیوی ژوند او آخرت کې.
له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "ما ته امر شوی چې له خلکو سره تر هغه وجنګېږم تر څو شاهدي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او په دې چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله رسول دی او پدې چې لمونځ ادا کړي او زکات ورکړي، نو کله یې چې دا کار وکړ، د دوی وینه او مال له ما څخه خوندي شو مګر د اسلام لپاره، او نور حساب یې د الله جل جلاله سره ده".
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله ورته د مشرکانو سره د جنګېدو امر کړی دی تر دې چې پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل حق معبود نشته، هغه یو دی او شریک نه لري او دا چې د محمد صلی الله علیه وسلم په پېغمبرۍ ګواهي ورکړي او د دې ګواهۍ په غوښتنه عمل وکړي لکه په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمانځه ته پاملرنه او دا چې اړمنو خلکو ته فرض زکات ورکړي. نو کله یې چې دا کارونه وکړل اسلام د دوی د وینو او مال ساتنه کوي، او وژل یې بیا روا نه دي مګر دا چې کوم جرم یا جنایت ترسره کړي، چې د اسلام د احکامو له مخې بیا د وژل کېدو مستحق ګرځي او د قیامت په ورځ به یې حساب د الله جل جلاله سره وي، هغه ذات چې د دوی په رازونو پوهیږي.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بېشکه چې الله تعالی زما لپاره زما د امت تېروتنه، هېرېدل، او هغه څه چې دوی پرې مجبور کړل شوي، معاف کړي دي».
ابن ماجه، البيهقي او نورو روايتنبي صلی الله علیه وسلم بیانوي چې: الله تعالی د هغه امت په دریو حالتونو کې بخښلی دی: لومړی: تېروتنه، دا هغه عمل دی چې له هغوی (امت) څخه بې له قصده صادر شي، یعنې یو مسلمان یو کار د یوه هدف لپاره ترسره کوي، خو د هغه عمل پایله بل څه راووځي له هغه څه نه چې ده غوښتل. دویم: هېرېدل، دا هغه حالت دی چې یو مسلمان یو څه په یاد لري، خو د عمل کولو پر مهال ترې هېر شي، نو په داسې حالت کې پرې هېڅ ګناه نشته. درېیم: جبر یا زور، کېدای شي بنده مجبور شي داسې یو کار پرې په زوره وشي چې اصلاً یې نه غواړي، او د زور یا جبر د دفع کولو وس ونه لري، نو په داسې حالت کې پرې ګناه نشته او نه ورته کومه سختي (حرج) ورپېښېږي. خو دا په یاد لرل په کار دي چې د حدیث موضوع د بنده او د هغه د رب ترمنځه ده، کله چې دی ناروا عمل تر سره کوي، او په کوم عمل چې ورته امر شوی نو په هېرېدو سره ترې نه ساقطېږي خو: که د عمل له امله یې د نورو خلکو حق ضایع شي، نو د هغوی حق نه ساقطېږي لکه: څوک چې یو انسان په خطا ووژني، نو دیت پرې واجب دی، یا یې د یو چا موټر په تېروتنه خراب کړ، نو تاوان به یې پرې کوي.
له صفوان بن محرز رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې یو سړي ابن عمر رضی الله عنهما ته وویل: تا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د پټ ملاقات (مناجات) په اړه څه اورېدلي دي چې هغه به وییل؟» هغه وویل: ما ترې اورېدلي چې ویل یې: «يُدْنَى الْمُؤْمِنُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ رَبِّهِ عَزَّ وَجَلَّ، حَتَّى يَضَعَ عَلَيْهِ كَنَفَهُ، فَيُقَرِّرُهُ بِذُنُوبِهِ، فَيَقُولُ: هَلْ تَعْرِفُ؟ فَيَقُولُ: أَيْ رَبِّ أَعْرِفُ، قَالَ: فَإِنِّي قَدْ سَتَرْتُهَا عَلَيْكَ فِي الدُّنْيَا، وَإِنِّي أَغْفِرُهَا لَكَ الْيَوْمَ، فَيُعْطَى صَحِيفَةَ حَسَنَاتِهِ، وَأَمَّا الْكُفَّارُ وَالْمُنَافِقُونَ، فَيُنَادَى بِهِمْ عَلَى رؤُوسِ الْخَلَائِقِ هَؤُلَاءِ الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللهِ». «مؤمن به د قيامت په ورځ خپل رب ته ورنږدې کړای شي، تر دې چې خپله پرده به پرې واچوي، نو په خپلو ګناهونو به یې قانع کړي، وبه وایې:آیا ته (دا ګناهونه)پېژنې؟ هغه به ووایي: هو ربه پېژنم یې، وایې: هغه به وفرمایي: ما درباندې په دنیا کې پرده اچولې وه، او نن ورځ یې درته بخښم، نو د نیکیو عملنامه به یې ورکړی شي، او کوم چې کفار او منافقان دي، نو د مخلوقات په وړاندې به پرې غږ وشي چې دا هغه خلک دي چې پر خپل رب یې دروغ ویلي دي».
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم د قيامت په ورځ له خپل مومن بنده سره د الله تعالی د پټ ملاقات په اړه فرمایي: د قيامت په ورځ به مؤمن خپل رب ته ورنږدې کړای شي، هغه به پرې خپله پرده واچوي او د محشر له خلکو به یې پټ کړي تر څو یې له هغه پرته بل څوک په راز پوه نه شي، نو ورته به ووایي: آیا فلانۍ او فلانۍ ګناه پېژنې، نو پر هغو ګناهونو به یې قانع کړي چې د ده او د رب تر منځه یې دي. هغه به ووایي: هو اې رب . تر دې چې مسلمان ووېرېږي، نو الله پاک به ورته ووایي: ما درباندې په دنیا کې پرده اچولې وه او زه یې نن درته بخښم، نو د نېکیو عملنامه به یې ورکړل شي. او کوم چا کافران او منافقان دي، نو د خلکو په حضور کې به پرې غږ وشي چې: همدا هغه كسان دي چې پر خپل رب يې دروغ تړلي وو، واورئ پر ظالمانو دې لعنت د الله وي.
له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو یوه ورځ د مزل پر مهال ورنږدې شوم، ورته مې وویل چې: اې د الله رسوله! داسې یو عمل راوښیه چې جنت ته پرې داخل شم او له اور نه پرې وژغورل شم، هغه وفرمایل: « تا راڅخه د یو لوی عمل په اړه پوښتنه وکړه، او یقینا چې دا کار د هغه چا لپاره اسانه دی چې الله ورته اسان کړی وي، د الله تعالی عبادت کوه او د هغه سره هېڅ شی مه شریکوه، لمونځ کوه، زکات ورکوه، د رمضان میاشت روژه نیسه، او د الله تعالی د کور حج وکړه» بیا یې وفرمایل: «آیا د خېر کارونو ته دې لارښوونه ونه کړم: روژه ډال دی، او صدقه ګناهونه داسې وژني لکه څنګه اوبه اور مړ کوي، او همدا رنګه یو سړی چې د شپې لمونځ (تهجد) کوي» وایې: بیا یې دا آیت ولوست«{تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ} یعنې: د دوى ډډې له خپلو خوب ځایونو نه لرې كېږي (د شپې لمانځه لپاره خپل خوب ځایونه پریږدي). تر دې چې {يَعْمَلُونَ}» ته ورسیده، بیا یې وفرمایل: « آیا زه تاسو ته د ټول اسلام د سر، ستنې او تر ټولو د لوړې څوکې په اړه احوال درنکړم؟» ما وویل: ولې نه اې د الله رسوله! ویې فرمایل: د دین سر اسلام او ستن یې لمونځ دی، او تر ټولو لوړه څوکه یې جهاد دی» بیا یې وفرمایل: "ایا زه تاسو ته د دې ټولو له جوهر څخه خبر درنکړم؟" ماوویل: ولې نه اې د الله نبي، نو خپله ژبه یې ونیوله او ویې فرمایل: «دا دې کنترول کړه» ما وویل: اې د الله نبی، آیا موږ په خپلو خبرو نیول کیږو؟ ویې فرمایل: « مور دې درباندې بوره شي اې معاذه! آیا د ژبې له بې ځایه خبرو بل څه هم شته چې له امله یې خلک پړمخه په اور کې ورغوځول کیږي؟!».
او ابن ماجه او احمد روايت کړی دیمعاذ رضي الله عنه وویل: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو یوه ورځ د تګ پر مهال ورنږدې شوم ما وویل: اې د الله رسوله! داسې یو عمل راته وښایه چې جنت ته مې ننباسي او له اور څخه مې لرې کړي، هغه وفرمایل: تا له ما څخه د یو داسې عمل په اړه پوښتنه وکړه چې نفسونو ته یې تر سره کول لویه خبره ده او دا د هغه چا لپاره اسان دی چې الله ورته اسان کړی وي؛ نو د اسلام فرایض ادا کړه: لومړی چې: یوازې د الله تعالی عبادت کوه او له هغه سره هېڅ شی مه شریکوه. دویم: په شپه او ورځ کې په شرطونو، ارکانو، فرائضو او واجباتو برابر پنځه وخته لمونځونه کوه: سهار، ماسپښین، مازدیګر، ماښام او ماخوستن. دريم: له هر هغه مال څخه فرضي زکات وباسه چې یوې شرعي ټاکلې اندازې ته ورسیږي، دا یو مالي عبادت دی او مستحقو کسانو ته ورکول کيږي. څلورم: د رمضان روژه ونیسه چې هغه له سهار څخه تر لمر لوېدو پورې د عبادت په نیت له خوراک، څښاک او داسې نورو شیانو څخه ډډه کول دي چې روژه ماتوي. پنځم: د عبادت په نیت د مکې په لور بیت الله ته د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره لاړ شه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا داسې یوه لار در ونه ښیم چې د کامیابۍ تر دروازو دې ورسوي؟ هغه دا ده چې د فرضو پسې نفلي عملونه تر سره کړه. لومړی: نفلي روژې، چې په ګناهونو له اخته کېدو څخه مخنیوی کوي، ځکه چې شهوت ماتوي او ځواک کمزوری کوي. دویم: نفلي صدقه او خیرات، ځکه چې صدقه ګناه له منځه وړي او اثر یې ختموي. دریم: د شپې په وروستۍ دریمه برخه کې تهجد لمونځ کول، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست:{تتجافى جنوبهم} یعنې د تهجد کوونکو ډډې او اړخونه {عن المضاجع} له خوب ځایونو څخه جلا کیږی، {يدعون ربهم} ځکه چې خپل رب په لمانځه، ذکر، د قران کریم تلاوت او دعا سره رابلي، {خوفا وطمعا ومما رزقناهم ينفقون، فلا تعلم نفس ما أخفي لهم من قرة أعين} په وېرې او تمې سره او له هغه (مال) نه، چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ څه لګوي، نو هېڅ یو نفس ته معلوم نه دي هغه څه چې د دوى لپاره پټ كړى شوي دي، د سترګو له یخوالي څخه، یعنې د قیامت په ورځ او په تل پاتې جنتونو کې {جزاء بما كانوا يعملون} د هغو عملونو د بدلې په توګه چې دوى به كول. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا زه تاسو ته د دین د بنسټ او هغې ستنې په اړه خبر درنکړم چې پرې ولاړ دی او تر ټولو لوړه څوکه یې ده؟ معاذ رضي الله عنه وویل: هو ( په اړه یې خبر راکړه ) اې د الله رسوله. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دین سر: اسلام دی چې له دوه وو ګواهیو څخه عبارت دی او په دوی له انسان سره د دین بنسټ جوړیږي. او ستن یې: لمونځ دی، نو له لمانځه پرته اسلام نشته، لکه څرنګه چې کور (کوټه) له ستنو (دیوالونو) پرته نه جوړېږي؛ او تر ټولو لوړه څوکه یې جهاد او د دښمنانو سره په جګړه کې د الله جل جلاله د کلمې د پورته کولو لپاره زیار وېستل دي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا زه تاسو ته د هغه څه د غښتلتیا او کره والي په اړه - خبر درنه کړم - چې پورته ذکر شول؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ژبه ونيوله او ويې فرمایل: دا دې په خپل واک کې وساته او کوم څه چې درپورې اړه نه لري په اړه یې خبرې مه کوه. معاذ وویل: آیا زموږ رب به له موږ سره زموږ په خبرو حساب کوي او پرې مو نیسي؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مور دې درباندې بوره شي! لدې وینا څخه یې موخه خیرا کول نه دي، بلکې دا د عربو له ویناوو څخه یوه ده او هغه مهال یې کاروي چې کله غواړي د یو چا پام راواړوي او یو څه ور وپېژني، بیا یې وفرمایل: آیا د ژبې له ناوړه ویناوو لکه: کفر، تور پورې کول، ښکنځل، غیبت، چغلي او بهتان پرته بل څه هم شته چې له امله یې خلک پړمخه په اور کې اچول کیږي.