





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «اې خلکو! الله پاک دی او له پاکۍ پرته بل څه نه قبلوي، او الله تعالی مومنانو ته د هغه څه امر کړی چې رسولانو ته یې امر کړی و، نو فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا، إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ} یعنې: (اې رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو خورئ او نېک عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم.[المؤمنون: 51] او فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ} [البقرة: 172] یعنې: اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي. بیا یې د داسې یو سړي یادونه وکړه چې اوږد سفر یې کړی وي، سر یې ببر وي او په ګردونو ککړ وي، د اسمان لور ته لاسونه پورته کړي او ووایي چې اې ربه! اې ربه! په داسې حال کې چې خوراک یې حرام وي، څښاک یې حرام وي، لباس یې حرام وي او په حرامو تغذیه شوی وي، نو څنګه به یې دعا قبوله شي!
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله پاک، ستایل شوی او له هر ډول نېمګړتیاوو او عیبونو څخه پاک او په کمالاتو سره یاد شوی دی، او الله جل جلاله له عملونو، ویناوو او عقایدو څخه یوازې هغه قبلوي چې پاک وي، کوم چې خاص د هغه لپاره وي، د هغه د پېغمبر د لارښوونو سره برابر وي، او نه ښایي چې له هغه پرته الله تعالی ته پر بل څه سره څوک نږدې شي، او تر ټولو ستر لامل چې په هغه سره د مؤمن عملونه پاکیزه کیږي، هغه پاک او حلال خواړه دي، چې په دې سره یې عمل پاکیږي. له دې امله الله تعالی مومنانو ته پر هغه څه امر کړی چې پېغمبرانو ته یې پرې کړی و، چې هغه حلال خواړه او نېک عملونه دي، الله تعالی فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا، إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ} «اې رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو خورئ او نېک عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم». او فرمایلي یې دي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ}. یعنې: «اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړی دی! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي». بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د حرامو خوړلو په اړه خبرداری ورکړ، کوم چې عمل فاسدوي او د قبلېدو مخه یې نیسي، که څه هم د قبلېدو لپاره یې څومره ظاهري اسباب وکاروي لکه: لومړی: د طاعت په مقصد د سفر اوږدول لکه حج، جهاد، کورنۍ اړیکې پالل او داسې نور. دوهم: ګډوډ وېښتان چې ګمنځ شوي نه وي، د ځان او کالیو رنګ یې خړپړ کېدل او په خاورو ککړېدل، هغه څه چې د ده پر اړمنتیا دلالت کوي. دریم: د اسمان لور ته په دعا سره لاسونه پورته کوي. څلورم: الله تعالی ته د هغه نومونه وسیله کوي او زیات ټېنګار کوي لکه چې وایې: اې ربه! اې ربه! سره له دې ټولو اسبابو یې بیا هم دعا نه اورېدل کیږي؛ ځکه چې خوراک، څښاک او لباس یې حرام دی او په حرامو سره خوراک ورکول شوی دی، نو لرې ده چې د دا ډول صفت لرونکو دعا قبوله شي، او څنګه به یې دعا قبوله شي؟!
له مقداد بن عمرو الکِندي رضی الله عنه څخه روایت دی چې: هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: څه فکر کوې که زه د کفارو له یوه سړي سره مخ شم او جګړه مو سره راشي، هغه زما یو لاس په توره ووهي او پرې یې کړي، بیا زما څخه یوې ونې ته پناه یوسي او ووایي چې؟ الله ته مې غاړه ایښودلې ده (یعنې مسلمان شي) نو آیا زه یې لدې وینا وروسته هغه وژلی شم اې د الله رسوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل «مه یې وژنه» هغه وویل: اې د الله رسوله! هغه زما یو لاس پرې کړ بیا یې دا کلمه وویله؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "مه یې وژنه، ځکه چې که ته هغه ووژنې، نو هغه به ستا په څېر وي مخکې له دې چې ته یې ووژنې، او ته به د هغه په څېر شې مخکې له دې چې هغه کلمه ووایې، هغه چې ویې ویله".
متفق علیه دیمقداد بن الاسود رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې که له یوه کافر سره په جګړه کې مخ شي او دواړه سره په توره وجنګیږي، تر دې چې کافر د هغه یو لاس په توره ووهي او پرې یې کړي، بیا ترې کافر وتښتي او یوې ونې ته پناه یوسي او لا إله إلا الله ووایي نو آیا ماته یې وژل روا دي، په داسې حال کې چې زما لاس یې پرې کړی دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مه یې وژنه. هغه وویل: اې د الله رسوله! هغه زما یو لاس پرې کړی دی، آیا سره له دې یې هم ونه وژنم؟! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مه یې وژنه، یقینا چې د هغه وینه تویول پر تا حرام شول، ځکه که هغه دې له اسلام راوړلو وروسته وواژه، نو هغه به ستا په څېر شي چې په اسلام راوړلو سره یې وینه معصومه وګرځي، او ته به د هغه په څېر شې چې د هغه په وژلو قصاص شې.
له ابو برزة الأسلمي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د قيامت په ورځ به د بنده دواړه قدمونه له خپله ځایه پورته نه شي تر څو ترې د هغه د عمر په اړه پوښتنه وشي چې په څه کې یې تېر کړی، او د علم په اړه چې څه عمل یې پرې کړی، او د مال په اړه چې له کومې لارې یې تر لاسه کړی او په کومه لاره کې یې لګولی، او د بدن په اړه چې په څه کې یې زوړ کړی دی».
الترمذي روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هېڅوک به د قیامت په ورځ د حساب له ځای څخه جنت یا دوزخ ته تېر نه شي تر دې چې د څلورو کارونو په اړه ترې پوښتنه وشي. لومړی: ژوند یې چې په څه کې یې تېر کړی؟ دویم: علم یې؛ چې آیا د الله لپاره یې زده کړی؟ او ایا عمل یې پرې کړی؟ او یا مستحق کس ته یې رسولی؟ دريم: د مال په اړه چې له کومه یې کړی، له حلالو دی که له حرامو؟ او په څه کې یې لګولی؛ په هغه څه کې یې لګولی چې الله راضي کوي کنه په هغه څه کې چې الله ناراضه کوي؟ څلورم: د جسم، روغتیا او ځوانۍ په اړه یې چې په څه کې یې تېره کړې او کارولې ده؟
له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خېبر په ورځ وویل: «زه به دا بیرغ هغه چا ته ورکړم چې د الله او د هغه له رسول سره مینه لري او الله به د هغه په لاسونو فتحه راولي» عمر بن الخطاب رضی الله عنه وایي: ما هېڅکله امیریت نه دی خوښ کړی مګر په هغه ورځ، وایي؛ ځان مې ورته رانیغ کړ چې غږ راته وشي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم علي بن ابي طالب ته غږ وکړ او بیرغ یې ورکړ او ورته یې وویل :«لاړ شه او تر هغه پورې آخوا دېخوا ونه ګورې تر څو چې الله تعالی بری نه وي درکړی» وایې علي یو څه مزل وکړ بیا ودرید او شاته یې ونه کتل، او چغه ئې کړه چې ای د الله رسوله! د څه لپاره له خلکو سره وجنګېږم؟ هغه وفرمایل :«تر هغه پورې ورسره وجنګیږه چې ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پر دې چې محمد د الله رسول دی، نو کله یې چې دا کار وکړ، خپله وینه او مال یې درڅخه خوندي کړل، مګر دا چې په حق وي (یعنې وینه یې په حق توی شي او مال یې په حق واخیستل شي) او حساب به یې له الله تعالی سره وي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته سبا ورځ مدینې منورې ته څېرمه د خیبر ښار په یهودانو د مسلمانانو د بریا خبر ورکړ او دا چې دا کار به د هغه چا په لاس کېږي چې دی به هغه ته بیرغ ورکوي، هغه چې پوځ یې د نښان په توګه کاروي، د دې سړي یوه ځانګړتیا دا ده چې هغه له الله او رسول سره مینه لري او الله او رسول یې ورسره مینه لري. او عمر بن الخطاب رضي الله عنه یادونه وکړه چې هغه هېڅکله مشري نه ده خوښه کړې پرته له دې ورځې چې ده ته ورکړل شي، په دې هیله چې کوم څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله او د هغه د رسول د مینې په اړه وویل هغه تر لاسه کړي، نو له دې امله عمر رضي الله عنه ځان نیغ کړ تر څو یې رسول الله صلی الله علیه وسلم وګوري؛ پدې هیله چې د مشرۍ لپاره بلنه ورکړي، او لیوالتیا یې درلوده او ټینګار یې کاوه چې بیرغ ورکړل شي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم علی بن ابی طالب رضي الله عنه راوبله او بیرغ یې ورکړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته امر وکړ چې له لښکر سره حرکت وکړي او کله چې دښمن سره مخ شو نو؛ جګړه به نه دروي؛ نه به دمه کوي او نه به سولې ته غاړه ږدي، تر څو الله تعالی د لویو برجونو او قلاګانو فتح او بریا ورنصیب کړي او پر دښمن یې برلاسی کړي. نو علي رضي الله عنه روان شو، بیا ودرید خو شاته یې ونه کتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مخالفت ونه شي او په لوړ غږ یې وویل چې: اې د الله رسوله! د څه له امله له خلکو سره وجنګېږم. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تر هغه ورسره وجنګېږه چې په دې خبره ګواهي ورکړي چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پر دې چې محمد د الله رسول دی، نو کله یې چې دا ومنل او په اسلام کې داخل شول؛ نو ستا څخه یې خپلې وینې او مالونه په امن کې کړل او پر تا حرام شول؛ مګر دا چې په حقه وي؛ یعنې دا چې که چېرته جرم او یا تیری وکړي او بیا د اسلام د قوانینو پر بنسټ د وژلو مستحق وګرځي، او حساب به یې له الله سره وي.
له نعمان بن بشیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى». «په شفقت، مینې او خواخوږۍ کې د مؤمنانو مثال داسې دی لکه د بدن غړي، که یو غړی شکایت وکړي، د بدن پاتې برخه یې په بې خوبۍ او تبې سره نور غړي دګډون لپاره رابلي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې د مسلمانانو حالت باید د یو بل سره د مینې، رحمت، مرستې او ملاتړ پر بنا وي او پر هغه څه ځوریدل چې کله له دوی څخه یو ته ضرر ورسیږي، لکه د یو بدن په څېر، کله یې چې یو غړی ناروغ شي، نو ټول بدن ورسره بې خوبه شي او تبه یې ونیسي.
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "هغه څوک له موږ څخه نه دی چې مخونه وهي، ګرېوانونه څیري کوي او د جاهلیت په (الفاظو) خېراوې کوي".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د جاهليت د زمانې د خلکو له ځينو کړنو څخه منع فرمایلې او پدې وینا سره یې خبرداری ورکړی چې: هغه زموږ څخه نه دی: لومړی: څوک چې غومبري وهي، او غومبری یې ځکه یاد کړ چې غالبا همدا ځای وهل کیږي، کنه د ټول مخ له وهلو منع راغلې ده. او دویم: ګرېوان څیري کوي، ګرېوان هغه ځای دی چې په جامه کې د سر ننویستلو لپاره پرېښودل کیږي، دا کار د زیاتې بې صبرۍ له امله کوي. او دریم: د جاهلیت د زمانې په الفاظو غږ پورته کول لکه د تعصب په پلمه د پلرونو او نیکونو یادول، یا د هلاکت او تباهۍ خېرا غوښتل او یا زړه بوګنوونکي خاطرې رایادول او یا په مړي ستاینې کول او د هغه مېړانې او محاسن یادول او داسې نور..
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: الله پاک فرمایلي: يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ فِيكَ وَلاَ أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ لَوْ بَلَغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السَّمَاءِ ثُمَّ اسْتَغْفَرْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ، وَلاَ أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايَا ثُمَّ لَقِيتَنِي لاَ تُشْرِكُ بِي شَيْئًا لأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغْفِرَةً»، «اې د آدم زویه، تر څو چې ته ما رابلې او ماته امید ساتې، زه درته بخښنه کوم که هر څومره ګناهکار وې او پروا نه ساتم، اې د آدم زویه، که ستا ګناهونه د آسمان تر کنارو ورسېږي او بیا له ما څخه بخښنه وغواړې، زه درته بښنه کوم او پروا نه ساتم، اې د آدم زویه که ته ماته د ځمکې په اندازه له ګناهونو سره راشې او بیا زما سره مخ شې په داسې حال کې چې ماسره دې شرک نه وي کړی، نو په همدې اندازه به درته بخښنه وکړم».
الترمذي روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه خبر ورکړ چې الله تعالی په قدسي حدیث کې فرمایلي: « اې د آدم زویه! تر څو چې ما رابلې او زما مهربانۍ ته هیله مند یې او مایوسه نه یې؛ په ګناه دې پرده اچوم، درڅخه یې پاکوم او په اړه یې هېڅ پروا نه ساتم؛ که څه هم دا ګناه او نافرماني له کبیره ګناهونو څخه وي. اې د آدم زویه: که ستا ګناهونه دومره زیات شي چې د آسمان او ځمکې تر منځ واټن ډک کړي، تر دې چې کنارو ته یې ورسیږي او اړخونه یې هم ونیسي او بیا له ما څخه بخښنه وغواړې، نو ګناهونه به دې له منځه یوسم او ټول به درته وبخښم، پرته له دې چې ډېروالي ته یې وګورم. اې د ادم زویه: که ته له مرګه وروسته ماته له دومره ګناهونو او نافرمانیو سره راشې چې د ځمکې د ډکوالي په اندازه وي او ته موحد مړ شوی یې او زما سره دې شرک نه وي کړی؛ نو زه به یې په مقابل کې د ځمکې د ډکوالي په اندازه بخښنه وکړم؛ ځکه چې زه د لوی مغفرت خاوند یم او له شرک پرته ټول ګناهونه بخښم.
له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ، خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ، وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ، احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ، وَاسْتَعِنْ بِاللهِ وَلَا تَعْجَزْ، وَإِنْ أَصَابَكَ شَيْءٌ، فَلَا تَقُلْ لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا، وَلَكِنْ قُلْ قَدَرُ اللهِ وَمَا شَاءَ فَعَلَ، فَإِنَّ (لَوْ) تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ». «پیاوړی مؤمن الله ته له کمزوري مؤمن څخه خوښ او غوره دی او په دواړو کې خیر دی، په هغه څه ټینګار وکړه چې ګټه درته رسوي او د الله تعالی نه مرسته وغواړه، او مه کمزوری کیږه، که چیرته درته څه - زیان - ورسیده نو داسې مه وایه: که چېرته مې داسې کړي وای، نو داسې او داسې به شوي وو، خو ووایه: د الله تقدیر دی او هغه چې څه غوښتل هغه یې وکړل؛ ځکه د (که چیرته) کلمه د شیطان کړنې پرانیزي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم بیانوي چې: مؤمن ټول خېر دی، خو هغه مؤمن چې په خپل ايمان، اراده، مال او د خېر په نورو برخو کې پياوړى وي، د الله تعالى په نزد له کمزوي مؤمن څخه غوره او ورته محبوب دى. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم مؤمن ته سپارښتنه کوي چې د دنیا او آخرت په چارو کې د ګټې اخیستنې لپاره اسباب وکاروي، په داسې حال کې چې په الله جل جلاله اعتماد وکړي، له هغه مرسته وغواړي او توکل پرې وکړي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو کارونو په وړاندې چې په دنیا او اخرت کې ګټه رسوي له کمزورۍ، سستۍ او غفلت څخه منع فرمایلې ده. نو کله چې مؤمن په عمل کې زیار وباسي، اسباب وکاروي، له الله جل جلاله نه مرسته وغواړي او د خير غوښتنه ترې وکړي، بیا دې نو خپل ټول كارونه الله ته وسپاري او په دې دې پوه شي چې د الله تعالى ټاکنه کې خیر دی. نو که له هغې نه وروسته ورته کوم مصیبت ورسیږي، داسې دې نه وايي چې: "لو أني فعلتُ كان كذا وكذا"؛ "که داسې مې کړي وای نو داسې او داسې به شوي وو". "ځکه د (که) کلمه په تقدیر د نیوکي لپاره د شیطان کړنو ته لار پرانیزي" او په هغه څه پښېمانتیا رامنځته کوي چې له لاسه ورکړل شوی دی، خو د الله تعالی تقدیر ته په تسلیمېدو سره دې ووایي "د الله پریکړه ده او هغه چې څه وغواړي هغه کوي"، څه چې وشول د الله جل جلاله د خوښې او ارادې سره سم وشول، بېشکه الله جل جلاله هغه ذات دی چې څه وغواړي هغه کوي، د هغه پریکړه لره منع کوونکی او د حکم لره یې تعقیبوونکی نشته.
له ابو واقد لیثي رضی الله عنه څخه روایت دی چې: کله رسول الله - صلی الله علیه وسلم - حنین لورې ته ووت نو د مشرکانو په یوه ونه تېر شو چې هغې ته یې (ذات انواط) ویلې - چې دوی به پکې خپلې وسلې ځړولې، نو دوی وویل: ای د الله رسوله! مونږ ته هم یو ذات انواط وګرځوه لکه څرنګه چې دوی ذات انواط لري، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «سبحان الله! دا داسې خبره ده لکه د موسی قوم چې وویل: {اجْعَل لَّنَا إِلَـهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ} (اى موسٰی! زمونږ لپاره (هم) داسې معبود جوړ كړه، لكه څنګه چې د دوى لپاره معبودان دي)، [الأعراف سورت: 138 آیت] قسم دی زما په هغه ذات وي چې زما ساه د هغه په لاس کې ده خامخا به د پخوانیو په طریقو به لاړ شئ».
الترمذي او احمد روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم حنین ته چې د طائف او مکې تر منځ یوه دره ده، لاړ او له هغه سره یې څو اصحاب هم وو چې په دې وروستیو کې یې اسلام قبول کړی و. نو له يوې ونې څخه تېر شول، چې نوم يې "ذات أنواط" وه، یعنې هغه چې شیان ورپورې تړل کېدل، نو مشرکانو به يې تعظيم کاوه او خپلې وسلې او نور شيان به يې د برکت په موخه ورپورې تړل، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یې وغوښتل چې د دوی لپاره هم دې ته ورته یوه ونه وټاکي چې خپلې وسلې پرې د برکت په موخه وځړوي. فکر یې کاوه چې دا کار به جایز وي. نو رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې خبرې په غندلو سره د الله جل جلاله حمد او ستاینه ادا کړه او ويې ويل چې دا خبره د موسى د قوم هغې وينا ته ورته ده چې وېیل یې: {اجعل لنا إلهًا كما لهم آلهة}،یعنې {زموږ لپاره هم یو معبود جوړ کړه لکه څنګه چې دوى معبودان لري}. كله یې چې هغه كسان وليدل چې د بتانو عبادت یې کاوه، نو غوښتنه یې وکړه چې دوی هم داسې بتان ولري لکه مشرکان یې چې لري او دا د هغوی د تګلارې پیروي ده. بیا یې خبر ورکړ چې دا قوم به خامخا د یهودانو او نصاراوو لاره تعقیبوي او هغه څه به کوي چې دوی کړي دي، په دې اړه یې خبرداری ورکړ.