Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way






























Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
عثمان بن ابي العاص رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله زما او زما د لمانځه تر منځه شیطان مانع ګرځېدلی دی، زه یې په لمانځه کې له خشوع او عاجزۍ څخه منع کړی یم، او قراءت یې راباندې ګډوډ کړی، او په لمانځه کې یې شکي کړی یم. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: دا هغه شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، که دا مو وموند او احساس مو کړ، نو الله تعالی دې ملاتړ وګرځوه، او په الله تعالی ترې پناه وغواړه او چپ لوري ته دې د لږو لاړو سره درې ځلې تو کړه، عثمان وویل: هغه څه مې وکړل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې راته امر کړی، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هغه مؤمن چې په خپل ایمان کې رښتیني وي او زړه یې پرې ډاډمن وي نو خامخا به په خپل زړه کې ډاډ، پراخوالی، خوښي، خوږوالی او الله تعالی ته د نږدې کېدو لذت ومومي که چېرته په دریو شیانو راضي شو: لومړی: له الله تعالی څخه د څښتن په توګه داسې راضي وي چې زړه یې په هغه څه آرام وي چې د الله تعالی له خوا ورته د هغه د ربوبيت په توګه ورکړل شوي لکه: د روزۍاو بېلابېلو حالاتو وېش، نو په زړه کې پرې هېڅ اعتراض نه لري او له الله پرته د بل رب پلټنه هم نه کوي. دویم: په اسلام د دین په حیث داسې راضي وي چې اسلامي دندو او وجایبو ته یې سینه خلاصه وي او له اسلام پرته د بلې لارې په لټه کې نه وي. دریم: پر محمد صلی الله علیه وسلم د رسول په توګه داسې راضي وي چې سینه ورته پراخه وي او پر ټولو هغو څه له شک پرته خوښ وي چې هغه ورته راوړي دي او یوازې هغه څه تعقیبوي چې د هغه د لارښوونې سره سم وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د څلورو ځانګړتیاوو په اړه خبرداری ورکړی چې که په یو مسلمان کې سره یو ځای شي نو د دې ځانګړنو له امله به له منافق سره ورته والی ولري او دا په هغو کسانو تطبیقیږي چې دا ځانګړتیاوې پرې غالبه وي، او په چا کې چې په نادره توګه وي هغه پکې شامل نه دي، هغه ځانګړتیاوې دا دي: لومړی: کله چې په قصدي توګه درواغ وايي او په خپلو خبرو کې رښتینی نه وي. دویمه: کله چې تړون وکړي عمل پرې نه کوي او د مقابل لوری سره خیانت کوي. دریمه: کله چې ژمنه وکړي وفا پرې نه کوي، بلکې وعده خلافي کوي. څلورمه: کله چې چا سره شخړه کوي نو شخړه یې ډېره سخته وي او له حق څخه انحراف کوي او ورڅخه د منکرېدو لپاره یې چل کوي، او تل باطل او دروغ وایي. نفاق د یو څه ښکاره کولو ته وایي چې خلاف یې پټوي او دا معنی په هغه شخص کې شتون لري چې دا ځانګړتیاوې لري، او منافقت یې د هغه چا په حق کې دی چې خبري یې ورسره کړي، وعده یې ورسره کړې، امانتدار یې ګرځولی، شخړه یې ورسره کړې او یا یې ورسره کوم تړون کړی دی، نه دا چې په اسلام کې منافق دی؛ چې اسلام ښکاره کوي په داسې حال کې چې په پټه کافر وي، نو په چا کې چې لدې ځانګړتیاوو څخه یوه وي، د منافق له خویونو څخه به پکې یو خوی وي تر دې چې پرې یې ږدي.
عبد الله بن عباس رضي الله عنهما عطاء بن ابی رباح ته وویل: آیا یوه جنتۍ ښځه در ونه ښیم؟ عطا وویل: ولې نه، ویې ویل: دا توره حبشۍ ښځه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، ویې ویل: زه ناروغي لرم او بې هوښه کېږم، او زما د بدن څخه یوه برخه لوڅېږي حال دا چې زه نه پوهېږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې ما روغه کړي، هغه وفرمایل: که وغواړې صبر وکړه او ستا لپاره به جنت وي، او که غواړې له الله تعالی څخه به سوال وکړم چې روغه دې کړي، هغې وویل: صبر به وکړم، بیا یې وویل: نو له الله تعالی څخه وغواړه چې د بې هوښۍ پر مهال بربنډه نه شم، نو له الله تعالی څخه یې ورته وغوښته.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د یو مسلمان دعا خپل مسلمان ورور ته د هغه په غیابت کې ځکه قبلېږي چې ډېر مخلصه وي، او دا چې د دعا کوونکي سر ته یوه ګمارل شوې ملاېک وي، نو هر کله چې دی خپل مسلمان ورور ته دعا کوي، پرې ګمارل شوې ملاېک وایي: آمین، او تا ته دې هم ستا د دعا مطابق درکړل شي.
نبي ﷺ خبر ورکړی چې الله تعالی ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه دي، ځکه چې د عبادت کورونه دي او بنسټ یې پر تقوا شوی دی، او تر ټولو ناخوښ ځایونه ورته بازارونه دي، ځکه چې غالبا د درغلۍ، سود، دروغو قسمونو، ژمنې ماتولو او د الله تعالی له ذکر څخه د بې پروا کېدلو ځایونه دي.
نبيﷺ هر هغه کس ته امر کړی چې د خپل مسلمان ورور عزت پایمالېدو، مال یا یې وینې تویېدو په برخه کې یې ورسره ظلم کړی وي چې په دنیا کې ورته بخښنه وکړي، مخکې لدې چې قیامت راشي، چېرته چې بیا د سرو زرو دینار یا د سپینو زرو درهم د ځان خلاصولو لپاره ګټه نه کوي؛ ځکه چې هلته قصاص د نېکیو او بدیو پر بنیاد ده: مظلوم د ظالم له نېکیو څخه د خپل حق په اندازه اخلي، او که ظالم نیکۍ ونه لري، نو د مظلوم ګناهونه دظلم په اندازه پر ظالم ور اچول کېږي.
نبي صلی الله علیه وسلم د قیامت د ورځې ځینې حالتونه بیان کړل: او دا چې خلک به له قبرونو راپاڅول شي او د حساب لپاره به راټول کړی شي، په داسې حال کې چې پښې به یې لوڅې وي، او بربنډ به وي کالي به نه لري، او ناسنته به وي لکه مور چې زېږولی و، کله چې أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها دا خبره واورېده، نو په حیرانتیا سره یې وویل: اې د الله رسوله! آیا ښځې او سړي به ټول یو بل ته ګوري؟! نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته روښانه کړه چې د قیامت د راټولېدو حالت او له مرګه وروسته راپورته کېدل دومره سخت او وېروونکي دي چې خلک به دومره بوخت وي، چې د یو بل عیبونو ته د کتلو فرصت به نه لري.
نبي ﷺ د عبد القیس قبیلې مشر أو أشج منذر بن عائذ رضي الله عنه ته وفرمایل: په تا کې دوه ځانګړنې دي چې الله یې خوښوي: عقل، ثبات، وقار او بیړه نه کول.