





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له طاووس -رحمه الله - څخه روایت دی هغه فرمایلي چې: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې صحابه کرام ولیدل چې ویل یې؛ هر څه د اندازې (تقدیر) مطابق دي، فرمایي: او ما له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه اوریدلي چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «هر څه په تقدیر باندې دي، تر دې چې تنبلي او ویښتوب او یا ویښتوب او تنبلي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هر څه په تقدیر دي؛ حتا لټي او تنبلي (ناتواني)، یعنې: د هغه څه پرېښودل چې باید ترسره شي، په هغه کې ځنډ، او د خپل وخت څخه وروسته والی راوستل، د دنیا او آخرت په چارو کې. او حتا ویښتوب، چې دا: د دنیا او آخرت په چارو کې فعالیت او هوښیارتیا ده. او دا چې الله تعالی تنبلي، ویښتوب او هر څه اندازه کړي دي؛ داسې هیڅ څه په کائناتو کې نه پېښېږي مګر دا چې الله تعالی پرې له وړاندې پوه دی.
له مطر بن عکامس رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «کله چې الله تعالی د یو بنده په اړه په یوه ځمکه کې د هغه د مرګ پرېکړه وکړي، نو هغې ځمکې ته د ورتګ لپاره ورته اړتیا پیدا کړی شي».
الترمذي روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: الله تعالی کله د یو بنده په اړه په یوه ځای کې د هغه د مرګ پرېکړه وکړي، حال دا چې هغه به په نوموړي ځای کې نه وي، نو هغه ځای ته یې اړتیا پیدا کړي؛ نو هلته به ورشي، او هلته به یې روح واخیستل شي.
له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایلي یې دي: په داسې حال کې چې مونږ په مسجد کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو چې یو سړی په اوښ سپور راغی، اوښه یې په مسجد کې چو کړه او بیا یې پښې ته ولکه ورواچوله، بیا یې هغوی ته وویل: په تاسو کې محمد څوک دی؟ پداسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی په منځ کې ډډه وهلې وه، نو مونږ وویل: دا سپین سړی دی چې ډډه یې وهلې ده، نو سړي ورته وویل: اې د عبدالمطلب زویه! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ما ځواب درکړ (یعنې خبره دې اورم) نو هغه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: زه له تا څخه سختې پوښتنې کوم، نو - زما په پوښتنو - مه غصه کیږه او زړه ته یې مه نیسه (یعنې خوا دې پرې مه بدوه) نو ويې فرمايل: هر څه دې چې زړه کې وي په اړه یې پوښتنه وکړه، نو ویې ويل: زه له تا څخه ستا د رب او له تا څخه د مخکنيو خلکو د رب په نوم پوښتنه کوم چې آيا ته الله تعالی ټولو انسانانو ته لېږلې يې؟ هغه وفرمایل: هو - الله پوهیږې چې زه ریښتنی یم - ويې ويل: زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی تاته امر کړی دی چې مونږ په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه وکړو؟ هغه وفرمایل: هو ، الله پوهیږې چې زه ریښتنی یم، هغه وویل : زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی تاته امر کړی دی چې د کال دا میاشت - رمضان - روژه ونیسو؟ هغه وفرمایل: هو - الله پوهیږي چې زه ریښتېنی یم - ویې وییل: زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی درته امر کړی دی چې زمونږ له مالدارو څخه دا زکات واخلې او زمونږ په غریبانو یې وویشې؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو، الله پوهیږي چې زه ریښتینی یم، نو سړي وویل: هغه څه دې چې راوړي ما پرې ایمان راوړی دی او زه؛ زما تر شا د خپل قوم د خلکو استازی یم، او زه ضمام بن ثعلبه د بنو سعد بن بکر له قبیلې څخه یم.
متفق علیه دیانس بن مالک رضي الله عنه خبر ورکوي چې: صحابه کرام له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په جومات کې ناست وو چې یو سړی جومات ته په اوښ سپور ننوت، نو اوښه یې چو کړله بیا یې وتړله، بیا یې ترې پوښتنه وکړه: په تاسو کې محمد څوک دی؟ پداسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو تر منځه ډډه وهلې وه، نو مونږ وویل: دا سپین سړی دی چې ډډه یې وهلې ده، نو سړي ورته وویل: اې د عبد المطلب زویه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: درڅخه اورم، پوښتنه وکړه چې ځواب درکړم. نو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: زه له تا څخه پوښتنې کوم او په پوښتنو کې درباندې سختي کوم، نو زړه ته یې مه نیسه. یعنې: پر ما مه غصه کیږه او - راسره - مه تنګیږه، نو هغه وفرمایل: څه چې غواړې وپوښته، نو هغه وویل: زه له تا څخه ستا او ستا څخه د مخکنیو د رب په نوم پوښتنه کوم چې آیا ته الله تعالی ټولو خلکو ته لیږلی یې؟ هغه وویل: هو - یعنې الله پوهیږي چې زه ریښتنی یم - د خپلې ریښتینولی د ثبوت په خاطر - یې دا تاکید وکړ . سړي وویل: زه د الله په نوم درڅخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی درته امر کړی دی چې مونږ په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه وکړو؟ او هغه فرض لمونځونه دي، هغه وفرمایل: هو، الله پوهېږې چې زه ریښتینی یم، هغه وویل: زه د الله تعالی په نوم ستا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی درته امر کړی دی چې د کال دا میاشت روژه ونیسو؟ یعنې د رمضان میاشت، هغه وفرمایل: هو، الله پوهیږې چې زه ریښتینی یم، هغه وویل: زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی درته امر کړی دی چې زمونږ له مالدارانو څخه دا صدقه واخلې او زمونږ په غریبانو یې وویشې؟ یعنې زکات، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو، الله پوهیږې چې زه ریښتنی یم، نو ضمام اسلام راوړ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم - خپلو ملګرو ته - خبر ورکړ چې هغه به خپل قوم اسلام ته رابلي، بیا یې خپل ځان معرفي کړ چې هغه ضمام بن ثعلبه د بنی بکر له قبیلې څخه دی.
له زیاد بن لبید رضي الله عنه څخه روایت دی هغه ویلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو څه یادونه وکړه، بیا یې وفرمایل: « دا به هغه مهال وي چې علم له منځه لاړ شي» ما وویل: اې د الله تعالی رسوله! علم به څنګه له منځه ځي، حال دا چې مونږ قرآن لولو او خپلو زامنو ته یې لولو، او زمونږ زامن یې خپلو زامنو ته لولي او - دا لړۍ به - د قیامت تر ورځې پورې جاري وي؟ هغه وفرمایل: مور دې درباندې بوره شي اې زیاده، ما خو ته د مدینې تر ټولو زیات پوه انسان ګڼلې، آیا یهود او نصارا تورات او انجیل نه لولي، حال دا چې څه په هغوی - دواړو - کې دي په هیڅ شي یې عمل نه کوي ؟!».
ابن ماجه روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو اصحابو په منځ کې ناست و، نو ویې فرمایل: دا هغه وخت دی چې علم پکې له خلکو څخه اخیستل کېږي، نو زیاد بن لبید انصاری رضي الله عنه حیران شو او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې پوښتنه وکړه! ويې ویل: څرنګه به علم له مونږ څخه پورته او ورک شي؟! حال دا چې مونږ قرآن لوستلی او حفظ کړی دی، په الله قسم چې مونږ به یې ولولو، او خپلو ښځو، ماشومانو او د زامنو اولادونو ته به یې وښایو. رسول الله صلی الله علیه وسلم په حیرانتیا سره وفرمایل: ستا مور دې پر تا بوره شي زیاده! ما ته د مدینې د خلکو په علماوو کې شمارلې! بیا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم واضحه کړه چې : د علم ورکېدل د قرآن د ورکېدلو په - معنا - نده، مګر علم په نه عمل کولو سره ورک کیږي او له منځه ځي. دا تورات او انجیل د یهودانو او مسیحیانو سره دي؛ خو بیا یې هم ورته ګټه نده رسولې، او د دواړو له مقصد څخه یې ګټه نده پورته کړې؛ چې هغه په علم باندې عمل کول دي.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمايي: په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې - وحې پداسې حال کې - نازله شوه، چې هغه د څلوېښتو کالو و، نو په مکه مکرمه کې دیارلس کاله پاتې شو، بیا ورته د هجرت کولو امر وشو، نو مدېنې ته یې هجرت وکړ، هلته لس کاله پاتې شو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو.
متفق علیه دیعبد الله ابن عباس رضي الله عنهما خبر ورکوي چې: په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د څلوېښت کلنۍ په عمر کې وحی نازله شوه او په پیغمبرۍ ولیږل شو. نو د وحې له نازلېدو څخه وروسته دیارلس کاله په مکه مکرمه کې پاتې شو، بیا ورته مدېنې منورې ته د هجرت کولو امر وشو، هلته یې لس کاله ژوند وکړ، بیا د درې شپېته کالو په عمر وفات شو.
قتادة رحمه الله وایي: له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی، چې یو سړي وویل: اې د الله نبي، کافر به څنګه په مخ راپورته کیږي؟ هغه وفرمایل: « آیا هغه ذات چې ده ته یې په دنیا کې وړتیا ورکړې ده چې په پښو وګرځي پدې قادر ندی چې په قیامت کې یې په مخ وګرځوي؟» قتادة وایي، ولې نه! زما دې زمونږ د رب په عزت قسم وي.
متفق علیه دیله پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې کافر به څنګه د قیامت په ورځ په مخ راپورته کولی شي؟! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آيا هغه الله چې دی یې پدې دنيا کې په خپلو پښو ودراوه، پدې قادر ندی چې د قيامت په ورځ پر مخ وګرځوي؟! الله پر هر شي قادر دی.
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل کاکا ته وویل: « (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) ووایه، زه به درته د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ ګواهي ورکړم»، وایي: که چېرته قریشو پېغور نه راکاوه او نه یې ویل: چې سختۍ - د مرګ وېرې او کمزورۍ - دې کار ته اړ وېسته نو ستا سترګې به مې پدې سره یخې کړې وې، نو الله تعالی دا آیت نازل کړ: {إِنَّكَ لا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ} [القصص: 56]. یعنې: بېشكه ته هدایت نشې كولى هغه چا ته چې ته يې خوښوې، او لېكن الله هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او هغه ښه عالم دى په هدایت موندونكو باندې)
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم له خپل تره ابو طالب څخه په داسې حال کې چې د مرګ په سختیو کې و، وغوښتل چې: (لا اله الا الله) ووایي تر څو ورته د قيامت په ورځ شفاعت وکړي، او په اسلام یې ګواهي ورکړي، هغه د شهادت له کلمې څخه لدې وېرې انکار وکړ چې قریش به یي وکنځي او په اړه به یي ووايي چې: هغه د مرګ او کمزورۍ له وېرې اسلام راوړ! نو نبي صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: که چېرته داسې نه وای نو خامخا به مې د شهادت په ویلو سره ستا سترګې یخې کړې وې، او ته به مې ستا مراد ته رسولی وی تر دې چې ته راضي شې! نو الله تعالی هغه آیت نازل کړ چې پدې دلالت کوي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم اسلام ته د توفیق د هدایت واک نه لري، بلکې الله تعالی یوازې هغه ذات دی چې د توفیق هدایت چاته ور په برخه کوي، او پيغمبر صلی الله علیه وسلم خلک په دلالت، بیان، لارښوونې او بلنې سره خلک نیغې لارې ته رابلي.
له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د ثابت بن قیس د نادرکۍ په اړه پوښتنه وکړه، نو یو سړي وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، زه به یې په اړه معلومات وکړم، نو ورغی او پداسې حال کې یې وموند چې په کور کې ناست و، سر یې ټیټ نیولی و، نو ورته یې وویل: څه حال دې دی؟ هغه وویل: شر دی، خپل غږ یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له غږ څخه پورته کړی، نو عمل یې برباد شوی او دا چې هغه د اور له خاوندانو څخه دی، نو سړی راغی او - رسول الله صلی الله علیه وسلم - ته یې خبر ورکړ چې داسې او داسې یې وییل، نو بیا ځلې د یو لوی زیري سره وروګرځېده ویې وییل: «هغه ته ورشه او ورته ووایه: ته له دوزخیانو څخه نه، بلکې له جنتیانو څخه یې».
متفق علیه دیثابت بن قیس له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نادرکه شو نو په اړه یې پوښتنه وکړه، یو سړي وویل: زه به یې درته خبر او د غیبېدو لامل پیدا کړم، نو هغه ته ورغی پداسې حال کې یې وموند چې خفه و سر یې ښکته کړی و او په کور کې و، نو پوښتنه یې ترې وکړه چې: څه حال دې دی؟ نو ثابت د هغه شر په اړه خبر ورکړ چې دی پکې و؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له غږ څخه یې غږ پورته کاوه، پداسې حال کې چې الله جل جلاله هغه څوک په عمل بربادولو سره ګواښلی چې دا کار کوي، او دا چې دی له دوزخیانو څخه دی! نو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وروګرځېده او پدې اړه یې خبر ورکړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې بېرته ثابت ته وروګرځي او زیری ورکړي چې هغه له دوزخیانو څخه نه بلکې له جنتیانو څخه دی، ځکه چې د هغه غږ پیدایشي لوړ و، او ځکه چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه ویونکی و او همدا رنګه د انصارو خطیب و.
له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې وییل یې: «إِذَا سَمِعْتُمُ الْمُؤَذِّنَ فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ، ثُمَّ صَلُّوا عَلَيَّ، فَإِنَّهُ مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلَاةً صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ بِهَا عَشْرًا، ثُمَّ سَلُوا اللهَ لِيَ الْوَسِيلَةَ، فَإِنَّهَا مَنْزِلَةٌ فِي الْجَنَّةِ، لَا تَنْبَغِي إِلَّا لِعَبْدٍ مِنْ عِبَادِ اللهِ، وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ أَنَا هُوَ، فَمَنْ سَأَلَ لِيَ الْوَسِيلَةَ حَلَّتْ لَهُ الشَّفَاعَةُ». «کله چې مو له اذان کوونکي څخه (د اذان الفاظ) واورېدل نو تاسو هم هغه څه وایئ چې هغه یې وایي، بیا پر ما درود ووایئ ، ځکه څوک چې پر ما درود ووایي، نو الله تعالی به پر هغه لس ځلې درود وایي، بیا ماته له الله جل جلاله څخه د وسیلې سوال وکړئ، چې هغه په جنت کې یو مقام دی، او د الله په بندګانو کې یوازې یو تن ته ورکول کیږي او له هغه پرته بل چاته نه ښایي، زه امېد لرم چې هغه به زه یم، او څوک چې زما لپاره وسیله وغواړي نو شفاعت به یې کیږي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه کوي چې چا د لمانځه لپاره له اذان کوونکي څخه د اذان الفاظ واورېدل نو ورپسې دي همغه الفاظ تکرار کړي پرته له : حي علی الصلاة، او : حي علی الفلاح څخه، ځکه له هغوی وروسته به: لا حول ولا قوة الا بالله وایي، بیا به د اذان په پای کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ووایي، ځکه چې چا په رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل درود ووایي، نو الله تعالی به پرې د هغه له امله لس ځلې درودونه ووایي، او د الله تعالی لخوا پر بنده باندې د درود وییلو معنا: د ملایکو پر وړاندې د بنده ستاینه کول دي. بیا یې امر وکړ چې د هغه صلی الله علیه وسلم لپاره له الله تعالی څخه د وسیلې سوال وشي، چې هغه په جنت کې یو مقام دی او تر ټولو لوړ دی، چې د الله تعالی په ټولو بندګانو کې یوازې د یو بنده سره ښایي او ورته ورکول کیږي، او زه تمه لرم چې هغه زه اوسم، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره د عاجزۍ او تواضع له مخې کړې ده؛ ځکه چې کله هغه مقام یوازې د یو چا لپاره وي، نو هغه یو تن به لده صلی الله علیه وسلم پرته بل څوک نه وي، ځکه چې هغه د مخلوقاتو تر ټولو غوره دی. بیا هغه صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې چا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د وسیلې دعا وکړه نو هغه انسان ته د هغه صلی الله علیه وسلم شفاعت حاصل دی.