





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
ابو هریرة - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «قیامت به تر هغه پورې رانشي تر څو تاسو له یهودو سره جنګ وکړئ، تر دې چې هغه تېږه اواز وکړي چې یهودي یې تر شا پټ شوی دی - او ووایي - اې مسلمانه زما شاته یو یهودی دی، نو هغه ووژنه».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: قیامت به تر هغه وخته پورې نه راځي تر څو مسلمانان او یهود یو له بل سره ونه جنګيږي. تر دې چې کله یهودي وتښتي تر څو د تېږي شاته له مسلمانانو څخه پټ شي؛ نو الله تعالی به تیږه ګویا کړي او مسلمان ته به غږ وکړي چې شاته یې یهودي دی، تر دې چې ورشي او ویې وژني.
له أبوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المَالُ حَتَّى لاَ يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې به عیسې زوی د مریمې په عدالت قایمولو سره راښکته شي، صلیب به مات کړي او خنزیر به ووژني، جزیه به وټاکي، او مال به دومره پراخه شي چې هېڅوک به یې (د صدقې په حېث) نه قبلوي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه قسم یادوي چې د عیسی علیه السلام د راکوزېدو وخت نږدې شوی دی تر څو خلکو کې د محمدي شریعت په رڼا کې په عدل فیصله وکړي. او دا چې دی به هغه صلیب ماتوي چې مسیحیان یې درناوی کوي. او دا چې عیسی علیه السلام به خنزیر وژني. او دا چې هغه علیه السلام به جزیه ږدي، او ټول خلک به اړباسي تر څو په اسلام کې داخل شي. او دا چې مال به دومره زیات شي چې د زیاتوالي له امله به یې هېڅوک نه اخلي؛ د ډېر والي له وجې، او هر څوک به په هغه څه به بې نیازه وي چې په لاس کې یې لري، او دا چې پرلپسې برکتونه او خیراتونه به نازل شي.
له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «قیامت به تر هغه وخته قایم نشي تر څو چې وختونه را لنډ شي، نو کال به د یوې میاشتې په شان وي، او میاشت به د جمعې په شان وي، جمعه به د یوې ورځې په شان وي، او یوه ورځ به د یو ساعت په شان وي" او ساعت به داسې وي لکه اور چې د کجوري پاڼې سوځوي».
احمد روايت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې د قيامت له نښو څخه يوه د وخت رانږدې کېدل دي. نو کال به لکه د میاشت په څېر تېرېږي. او میاشت به داسې تېرېږي لکه اونۍ چې تېرېږي. او جمعه به داسې تېرېږی لکه څرنګه چې ورځ تېرېږي. او ورځ به داسې تېرېږي لکه څرنګه چې یو ساعت تېرېږي. او یو ساعت به داسې په تېزۍ سره تېرېږي لکه څرنګه چې اور د خرما د ونې پاڼې سوځوي.
له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې: «الله جل جلاله به ځمکه په خپله قبضه کې ونیسي، او اسمانونه به په ښي لاس کې نچه کړي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان».
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي د قيامت په ورځ به الله جل جلاله ځمكه ونيسي او راغونډه به یې كړي، او اسمانونه به په خپل ښي لاس کې نچه کړي او يو د بل د پاسه به یې راتاو کړي او لرې به یې کړي او له منځه به یې یوسي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان؟!
له عبد الله بن عمرو رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "زما حوض د یوې میاشتې واټن - په اندازه اوږد او پراخ - دی، اوبه یې د شېدو څخه سپینې دي، او بوی یې له مشکو څخه غوره دی، جامونه یې د اسمان د ستورو په څېر دي، څوک چې له هغې څخه وڅښي هېڅکله به تږی نشي".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ به د ده لپاره یو حوض وي چې اوږدوالی به یې د یوې میاشتې واټن په اندازه وي او عرض به یې هم همدارنګه وي. او دا چې اوبه به یې په سپین والي کې له شېدو ډیرې سپينې وي، او دا چې بوی به یې پاکیزه او د مشکو له بوی څخه ډیر غوره وي، او د هغه جامونه به په زیاتوالي کې لکه د آسمان د ستورو په څېر وي، چا چې په هغو کوزو له حوض څخه څښاک وکړ نو هېڅکله به تږی نه شي.
له اسماء بنت أبی بکر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایي چې: پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «زه به په حوض باندې - ولاړ - یم تر څو وګورم چې ستاسو څخه څوک پر ما راځي، نو یو څه خلک به ماته له راتګ څخه منع شي، زه به ووایم: اې ربه دوی زما او زما له امت څخه دي، نو وبه وییل شي: آیا ته پوهیږې چې ستا څخه وروسته یې څه کړي دي، قسم په الله چې ډیر ځنډ یې ونکړ تر دې چې شاتګ یې وکړ- یعنې بېرته ستا له دین څخه اوړېدلي دي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې هغه به یې د قیامت په ورځ پر حوض باندې وي تر څو وګوري چې له امتیانو یې څوک حوض ته ورځي، او زر دی چې هغه صلی الله علیه وسلم ته نږدې به یو څه خلک منع شي، نو وبه وایي: اې ربه! زما او زما له امت څخه دي، نو ورته به وویل شي: آیا ته پوهېدلای یې چې ستا څخه له بیلتون وروسته یې څه کړي دي، قسم په الله چې ډیر ژر یې په شا تګ کړی او له خپل دین څخه یې مرتد شوي دي، نو نه خو دوی له تا څخه دي، او نه ستا له امت څخه.
له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: ما وویل: اې د الله رسوله! د حوض لوښي څه دي؟ ویې فرمایل: « قسم په هغه ذات چې د محمد روح د هغه په لاس کې دی چې لوښي یې د آسمان له ستورو او سیارو له شمېر څخه زیات دي،هغه هم په توره شپه او صاف آسمان کې، د جنت له لوښو څخه چې چا وڅښل بیا پرې تنده نه راځي، پدې حوض کې د جنت دوه ناوې بهیږي، چا چې ترې څښاک وکړ؛ نه تږی کیږي، پلنوالی یې د اوږدوالي په اندازه دی، لکه د عمان او ایله تر منځه - واټن - اوبه یې له شېدو څخه زیاتې سپینې او له شهدو څخه زیاتې خوږې دي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله - صلى الله عليه وسلم - قسم کوي چې د قيامت په ورځ به د هغه د حوض جامونه د آسمان له ستورو او سيارو څخه زيات وي. او دا - منظره - په هغه توره شپه کې ښکاري چې سپوږمۍ نه وي. ځکه د سپوږمۍ په شپه کې ستوري روښانه نه وي ځکه چې د سپوږمۍ په رڼا کې پټ وي او هغه شپه چې ورېځ پکې نه وي، ځکه چې د ورېځو شتون د ستورو د لیدلو مخه نیسي. او دا چې د جنت په لوښو کې له شته څښاکو څخه څوک وڅښي، هغه به هېڅکله تږی نه شي او دا به وروستۍ تنده وي چې څښونکي ته رسیږي. او دا چې په نوموړې حوض کې له جنت څخه دوه ناوې رابهیږي او پلنوالی یې د اوږدوالي په اندازه دی. او دا چې نوموړی حوض په کونجونو کې سره مساوي دی؛ اوږدوالی یې له عمان څخه نیولې چې په بلقاء کې یو ښار دی تر أیله پورې چې هغه هم د شام په څنډو کې یو پېژندل شوی ښار دی، د دې دواړو تر منځ د واټن په اندازه دی. او د دې حوض اوبه له شېدو څخه زیاتې سپینې او خوند یې له شهدو څخه زیات خوږ دی.
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «ستاسو اور د جهنم د اور له اويا برخو څخه يوه برخه ده " وویل شو: اې د الله رسوله! که څه هم - د دنیا اور د خلکو د تعذیب لپاره - بسنه کوله! هغه وفرمایل: د آخرت اور ته د دنیا د اور په پرتله نهه شپېته درجې زیات تودوالی ورکړل شوی دی، چې هره درجه یې په تودوالي کې د دنیا د اور په څېر ده».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د دنیا اور د جهنم د اور له اویا برخو څخه یوه برخه ده، د آخرت اور د دنيا د اور د تودوخې په پرتله نهه شپېته درجې زياتوالی لري چې هره درجه يې د دنيا د اور له تودوخې سره برابره ده. نو وویل شو: اې د الله رسوله: که څه هم د آخرت اور؛ دوزخ ته د داخلېدونکو د تعذیب لپاره بسنه کوله! نو ویې فرمایل: د جهنم اور ته د دنیا د اور په پرتله نهه شپېته درجې زیاته تودوخه ورکړل شوې چې هره درجه یې په تودوخه کې د دنیا د اور په اندازه ده.
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی: رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته وفرمايل - حال دا چې - هغه رښتينى او امانتدار دى چې: «ستاسو څخه د يو تن پېداېښت داسې وي چې د خپلې مور په ګېډه کې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې راټولېږي ، بیا د پنډ شوي سختې وینې په څېر شي، بیا د غوښې دیوې ټوټې په څېر - چې ژول شوي وي - وګرځي، بیا ورته ملاېکه راولېږل شي او د څلورو خبرو حکم ورته وکړل شي، نو د هغه رزق، اجل، عمل، نېکمرغي او یا بد مرغي ولیکي، بیا پکې ساه پوکړل شي، نو یو څوک به داسې وي چې د جنتیانو عملونه به کوي تر دې چې د هغه او جنت تر منځه یو ګز واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخکې شي او د دوزخیانو عمل به ترسره کړي او اور ته به داخل شي، او یو څوک به داسې وي چې د دوزخیانو عملونه به تر سره کوي، تر دې چې د هغه او د دوزخ تر منځه یو ګز واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخته شي او د جنتیانو عمل به وکړي نو جنت ته به داخل شي».
متفق علیه دیابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته دا خبره کړې ده او هغه په خپلو خبرو کې رښتینی دی؛ ځکه چې الله تعالی ریښتونی ګڼلی دی. هغه وفرمایل: ستاسو څخه د یو تن جوړښت راټولیږي، داسې چې کله یو سړی د خپلې مېرمنې سره یو ځای کیږي، نو د هغه شېندل شوي مني د ښځې په رحم کې د څلویښتو ورځو لپاره د نطفې په شکل کې راټولیږي. بیا علقه وګرځي چې هغه ټینګه او وچه وینه ده، او دا - کار - په دویمه څلویښتۍ کې کیږي، بیا مضغه شي؛ چې هغه د غوښې دومره اندازه ټوټه ده چې ژولو ته برابره وي، او دا په درېمه څلوېښتۍ کې کیږي. بیا ورته الله تعالی ملاېکه راولیږي، نو د درېمې څلوېښتۍ په پای کې پکې روح پوکړي، ملاېکې ته امر وشي چې څلور خبرې ولیکي: د هغه رزق؛ چې له هغه اندازې نعمتونو څخه عبارت دی چې په خپل عمر کې به یې لاسته راوړي، د هغه اجل؛ او دا په دنیا کې د هغه د پاتې کېدا موده ده، د هغه عمل، چې څه دی؟ او دا چې آیا نیکمرغه دی که بد مرغه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم قسم یاد کړ چې یو سړی به د جنتیانو عمل کوي او عملونه به یې نیک وي، یعنې هغه څه چې خلکو ته ښکاري؛ تر هغه وخته پورې به همداسې وي، تر دې چې د ده او جنت تر منځه یوازې د یو ګز په اندازه فاصله پاتې شي، یعنې د ده او جنت ته د رسېدو په منځ کې به دومره فاصله پاتې شي لکه د یو ګز په اندازه، نو تقدیر او هغه څه به پرې غالب شي چې ورته لیکل شوي دي نو د دوزخیانو عمل به وکړي، نو په همدې سره به یې خاتمه وشي او اور ته به داخل شي. ځکه چې د عمل د منلو شرط دا دی چې په هغه باندې ثابت قدمه پاتې شي او بدلون ورنکړي. او د خلکو څخه یو بل تن به د دوزخيانو عمل تر هغه وخته پورې کوي چې هغه دوزخ ته ننوتلو ته نږدې شي او داسې به وي لکه د ده او د اور تر منځ چې د ځمکې د یو ګز په اندازه واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې غالب شي او هغه څه چې ورته لیکل شوي دي نو د جنتیانو عمل به وکړي او جنت ته به داخل شي.