





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې الله تعالی له یوه بنده سره مینه وکړي، نو جبرائیل راوغواړي او وفرمایي: زه د فلاني سره مینه لرم، نو ته هم ورسره مینه وکړه، وایي: نو جبرائیل هم ورسره مینه وکړي بیا په آسمان کې غږ وکړي او وایې چې: الله تعالی له فلاني سره مینه لري، نو تاسې هم ورسره مینه وکړئ، نو د آسمان خلک هم ورسره مینه وکړي، او وروسته ورته د ځمکې په خلکو کې هم محبوبیت پېدا شي، او کله چې یو بنده بد وګني، جبرائیل را وبولي او وفرمایي: زه فلانی بد ګڼم ، نو ته یې هم بد وګڼه، نو جبرائیل یې بد وګڼي، بیا د آسمان په خلکو کې غږ وکړي چې: الله تعالی فلانی بد ګڼي، نو تاسې یې هم بد وګڼئ، نو د آسمان خلک يې هم بد وګڼي، او د ځمکې په خلکو کې به هم ورته کرکه پېدا شي».
صحيح مسلمرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې کله الله تعالی یو مؤمن بنده خوښ کړي؛ هغه چې د هغه د امرونو تابع وي او له نواهیو څخه یې ډډه کوي، نو جبرائیل ته اواز وکړي چې: الله تعالی له فلاني سره مینه لري، نو ته ورسره هم مینه وکړه. نو د ملايکو سردار؛ جبرائیل علیه السلام یې خوښ کړي او محبت یې ورسره پیدا شي، بیا جبرائیل د اسمان په ملايکو کې غږ وکړي چې: ستاسو رب له فلاني سره مینه لري، نو تاسې هم له هغه سره مینه وکړئ، نو د آسمان خلک به یې خوښ کړي، او بیا ورته د مؤمنانو په زړونو کې په محبت کولو، هغه ته لیواله کېدلو او ورڅخه په راضي کېدلو سره مینه پیدا شي. او که الله تعالی له یوه بنده نه کرکه وکړي، نو جبرائیل به را وغواړي (ورته به ووایې چې): زه له فلاني څخه کرکه کوم، نو ته هم ترې کرکه وکړه، نو جبرائیل به یې هم بد وګڼي، بیا جبرائیل د آسمان په خلکو غږ وکړي چې: ستاسو رب له فلاني څخه کرکه کوي، نو تاسې هم ترې کرکه وکړئ، نو د آسمان خلک هم له هغه نه کرکه وکړي، او وروسته د مؤمنانو په زړونو کې د هغه لپاره کرکه او بد ګڼنه پېدا شي.
د عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی چې: نبي صلی الله علیه وسلم ته بندیان راغلل، ګوري چې له بندیانو څخه د یوې مېرمنې سینې له شیدو ډکې دي، چې ناڅاپه یې په بندیانو کې یو کوچنی وموند، نو راپورته یې کړ، سینې ته یې واچاوه او شیدې یې ورکړې، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم مونږ ته وفرمایل: «آیا ګمان کوئ چې دا ښځه دې خپل ماشوم اور ته وغورځوي؟» مونږ وویل: نه، که چېرته د دې ځواک ولري چې اور ته یې ونه غورځوي، نو هغه وفرمایل: « الله پاک پر خپلو بندګانو تر دې ښځې ډېر مهربان دی، لکه څومره چې دا په خپل کوچني مهربانه ده».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم ته د هوازن قبیلې څو اسیران راوستل شول، چې په دې کې یوه ښځه د خپل ماشوم په لټه کې وه، کله چې هغې خپل ماشوم وموند، هغه یې واخیست او شیدې یې ورکړې ترڅو سینه کې د شېدو ډېرېدو له امله له درد څخه خلاصه شي، نو سینې ته یې جوښت کړ او شیدې یې ورکړې، نو نبي صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه وو ته وفرمایل: آیا فکر کوئ چې دا ښځه دې خپل ماشوم اور ته وغورځوي؟ مونږ وویل: هغه به یې په خپله خوښه ونه غورځوي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی پر خپلو مسلمانو بندګانو لدې ښځې - پر خپل کوچني - زیات مهربان دی.
له معاویه رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: "د قیامت په ورځ به د ټولو خلکو په پرتله موذنان تر ټولو اوږدې غاړې ولري".
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې د قیامت په ورځ به د موذنانو غاړې تر ټولو اوږدې وي ځکه چې دوی خلک لمانځه ته رابلي، دوی ته دا اجر د دې عزتمند عمل له امله ورکول کېږي او دا چې خېر یې زیات دی، او د عمل اجر یې لوی دی.
له ام المؤمنین؛ ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: "هیڅ مسلمان نشته چې په یو مصیبت اخته شي او هغه څه ووایی چې الله تعالی یې ورته امر کړی یعنې: {إِنَّا لِلهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ} [البقرة: 156]،اللَّهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي، وَأَخْلِفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا) {یقینا چې موږ د الله یو او موږ هغه ته ورګرځېدونکي یو} اې الله! ماته زما د مصیبت بدله راکړه او له هغه څخه غوره راکړه، مګر دا چې الله به له هغه څخه غوره بدله ورکړي" ام سلمه رضي الله عنها وایي: کله چې ابو سلمه مړ شو، نو ما (له ځان سره) وویل: کوم مسلمان به له ابو سلمه څخه غوره وي؟ هغه لومړی کور و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ئې هجرت وکړ، (خو بیا هم) ما دا دعا وکړه، نو همغه و چې په بدله کې الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم راکړ.
مسلم روايت کړی دیام المؤمنین ام سلمه رضي الله عنها وایي چې هغې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو ځل اورېدلي و چې فرمایل یې: هر مسلمان ته چې یو مصیبت ورسېږي او هغه څه ووایي چې الله تعالی یې ورته ویل روا کړي دي: {إِنَّا لِلهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ} [البقرة: 156] (اللهم أجرني) ای الله ماته اجر راکړې، او ماته زما د صبر اجر راکړې، (في مصيبتي) زما په هغه مصیبت کې چې رارسېدلی دی (وأخلف لي) او په بدل کې یې (خيرًا منها) له هغه غوره راکړې، مګر دا چې الله تعالی به په بدل کې له هغه غوره ورکړي. وایي: کله چې ابو سلمه وفات شو نو ما وویل: کوم مسلمان به له ابو سلمه څخه غوره وي؟! هغه خو لومړنی کور و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې هجرت وکړ، خو بیا الله راسره مرسته وکړه او ما وویل (یعنې دا دعا مې وکړه) همغه و چې الله تعالی په بدل کې رسول الله صلی الله علیه وسلم راکړ، چې له ابو سلمه څخه غوره دی.
له علي رضي الله عنه څخه روایت دی (وايي) کله چې زه تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث بیانوم، نو دا چې له اسمان څخه لاندې راپریوځم راته ډېره غوره دي لدې چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم درواغ ووایم، او کله چې تاسو سره هغه خبرې کوم چې زموږ او ستاسو تر منځه خپلمنځي خبرې دي، نو جنګ دوکه ده، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «په اخيري وخت کې به داسې خلک راڅرګند شي چې عمرونه یې لږ او عقلونه یې کم وي، د مخلوق تر ټولو ښه وینا به کوي، خو له اسلامه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندۍ څخه وځي د دوی ایمان به تر ستوني هاخوا نه تېرېږي، نو هر چېرې چې ورسره مخ شوئ، ورسره وجنګېږئ او ویې وژنئ؛ ځکه د هغوی وژل د هغه چا لپاره د قیامت په ورځ اجر دی چې وژلی یې وي».
متفق علیه دیامیر المؤمنین علي بن ابي طالب رضي الله عنه وایي چې کله مې تاسو ته د نبي صلی الله علیه وسلم خبرې کولې، نو زه به د کنایې کلمې ونه کاروم، نه به ځان هاخوا دیخوا کړم او نه به هېڅ شی پټ کړم، بلکې زه به په زغرده خبرې وکړم، او دا چې له اسمان څخه راولېږم دا راته ډېره اسانه ده لدې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه خبرې وکړم او دروغ پرې ووایم، او کله چې هغه خبرې کوم چې زما او د خلکو تر منځه دي، نو جګړه دوکه ده، کېدی شي یوه کنایه وکاروم، یا ځای هاخوا دیخوا کړم او یا خبره پټه کړم، یقینا چې ما له نبي صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: په وروستۍ زمانه کې به داسې کم عمره ځوانان راشي چې عقلونه به یې کمزوري وي، دوی به د قرآن کریم څخه خبرې کوي او ډېر به یې تلاوت کوي، خو دوی به له اسلام څخه وځي او له حدودو څخه به یې داسې تېریږي لکه څنګه چې غشی له لیندۍ څخه وځي، د دوی ایمان به د دوی له ستوني څخه نه تېریږي، نو هرچېرې مو چې دوی وموندل، ویې وژنئ، ځکه د دوی وژل به د قیامت په ورځ د هغه چا لپاره اجر وي چې دوی یې ووژلي وي.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په حقیقت کې الله تعالی ستاسو لپاره درې شیان خوښوي او درې شیان نه خوښوي نو کوم یې چې خوښ دي دا دي چې تاسو یې عبادت وکړئ، هېڅ شی ورسره شریک نه کړئ او ټول د الله رسۍ کلکه ونیسئ او سره جلا نه شئ، او هغه چې نه یې خوښوي: تا ویلي ما ویلي، زیاتې پوښتنې کول او بې ځایه پېسې لګول دي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم وایي چې الله تعالی د خپلو بندګانو درې خویونه خوښوي او درې بد ګڼي، نو هغه چې خوښ یې دي دا دي چې: دوی یې په یووالي ومني او هېڅ شی ورسره شریک نه کړي، او دا چې د الله په ژمنه، قرآن او د هغه د نبي په سنت پدې ټولو کلکې منګولې ولګوي او د مسلمانانو له ډلې جلا نه شي. او هغه چې بد یې ګڼي: بې ګټې او د هغه څه په اړه ډېرې خبرې کول چې دوی پورې اړه نلري، د هغه څه په اړه پوښتنه کول چې پېښ شوي ندي، له خلکو څخه پیسې او هغه څه غوښتل چې د دوی ملکیت وي، او له اړتیا پرته غوښتنه، د پېسو ضایع کول او له روا موخو پرته یې په نورو لارو کې مصرفول او دا چې (خپل مال) له خطر سره مخ کړي.
له ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې زموږ پر وړاندې وسله پورته کړي، له موږ څخه نه دی».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو د وېرولو یا لوټلو په موخه د دوی په وړاندې د وسلو پورته کولو په اړه خبرداری ورکړی، چې څوک د دې لپاره دا کار وکړي چې مسلمانان ووېروي او یا یې لوټ کړي، نو یقینا چې د لوي جرم او له ګناهونو څخه د لویي ګناه مرتکب شوي، او د دې لوي ګواښ مستحق وګرځېده.
له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې: هغه د حجر الأسود خواته لاړ او هغه یې ښکَل کړ، بیا یې وویل: زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه زیان رسولی شي او نه ګټه، که ما رسول ﷺ نه وای لیدلی چې ته یې ښکل کړي یې ما به ته نه وې ښکل کړې».
متفق علیه دیامیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه د کعبې په زاویه کې حجر الأسود ته ورغی او ښکَل یې کړ، بیا یې وویل: «زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه ته زیان رسولی شي او نه ګټه، که چېرې ما رسول ﷺ نه وای لیدلي چې ته یې ښکَل کړې یې ما به ته نه وي ښکل کړې.
له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «کله چې جنازه کېښودل شي او سړي یې پر خپلو اوږو بار کړي، نو که مړی نېک انسان وي وايي: وړاندې مې کړئ ( یعنې ژر مې یوسئ) او که ناصالحه (ګناهګار) وي وايي: هلاکت دی، چېرته یې وړئ؟ د دې غږ هر څه اوري پرته له انسانانو، او که انسانان یې واوري، نو بې هوښه به شي».
بخاري روايت کړی دیپیغمبر ﷺ خبر ورکړی چې کله جنازه پر کټ کېښودل شي او سړي یې پر اوږو بار کړي، نو که چېرته د نېک انسان جنازه وي وايي:- ما وړاندې کړئ- یعنې ژر مې ځای ته ورسوئ، د هغو نعمتونو له امله چې دی یې ګوري او که ناصالحه وي، نو یو بدرنګه کړیکه به وکړي چې «هلاکت دی، دا چېرته وړئ؟! د هغه عذاب له امله چې دی یې خپلې مخې ته ګوري، غږ یې له انسانانو پرته هر څه اوري، او که انسانان یې واوري نو د شدت له امله به یې بي هوښه شي.