





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له مقداد بن الأسود رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: «د قیامت په ورځ به لمر مخلوق ته نږدې شي، تر دې چې د هغوی څخه به د یو میل په اندازه واټن کې شي»، سلیم بن عامر وایي: قسم په الله، زه نه پوهېږم چې له "میل" څخه یې موخه څه ده؟ آیا د ځمکې واټن دی، که هغه سلایی دی چې سترګو کې پرې رانجه کېږي؟ فرمایي: «خلک به د خپلو اعمالو له مخې په خولو کې وي: ځینې به تر پښو یعنې ښنګرو پورې وي، ځینې به تر ګونډو پورې، ځینې به تر کوناټو پورې وي او ځینې به داسې وي چې په خولو کې به ټول ډوب وي» راوي وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس خولې ته اشاره وکړه.
مسلم روايت کړی دیپیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ به لمر مخلوق ته نږدې شي، تر دې چې د هغوی له سرونو سره به د یو میل په اندازه واټن کې شي. تابعي سلیم بن عامر وایي: قسم په الله، زه نه پوهېږم چې له دوو میلونو څخه یې کوم یو مراد دی؟ آیا د ځمکې واټن (یعنې یو میل فاصله)، که هغه میل (سلایي) چې سترګې پرې تورېږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خلک به د خپلو اعمالو له مخې په خولو کې وي؛ ځینې به داسې وي چې خوله یې تر پښو (ښنګرو) پورې وي، ځینې به تر ګونډو، ځینې به تر کوناټو او ازار بند (بډو) پورې وي، او ځینې به داسې وي چې خوله یې تر خولې پورې رسېږي او د خبرو کولو مانع به یې ګرځي. راوي وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس خپلي خولې ته اشاره وکړه.
د ابي برده بن ابي موسی رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: پر ابو موسی سخت دردونه راغلل، تر دې چې بېهوښه شو، او سر یې د خپلې کورنۍ د یوې مېرمنې په غېږ کې و، او (د بې هوښۍ له امله یې) نه شو کولی چې څه ورته ووایي، خو کله چې په هوښ راغی ویې ویل: زه له هر هغه چا څخه بېزار یم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې بېزاره شوی دی بېشکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو ښځو نه بېزاري ښکاره کړې ده چې د مصیبت پر مهال چغې وهي، سرونه خريي او خپل وېښتان باسي او یا ګرېوانونه څيرې کوي.
متفق علیه دیابو برده رضي الله عنه کیسه کوي چې پلار یې، ابو موسی الاشعري رضي الله عنه، سخت ناروغ شو تر دې چې بېهوښه شو، نو سر یې د خپلې کورنۍ د یوې مېرمنې په غېږ کې کېښود، هغې چیغه کړه او ژړا یې پیل کړه، خو هغه د خپلې بېهوښۍ له امله ونه توانېد چې هغې ته څه ووایي. خو کله چې راویښ شو ویې ویل: زه له هغه چانه بېزار یم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې بې زاره شوی دی، او یقینا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر هغه چا څخه بېزار دی چې هغه: (صالقه) وي: هغه چې د مصیبت پر مهال چغې وهي. (الحالقه) وي: هغه چې د مصیبت پر مهال خپل سر خریي (له ځانه وېښتان شکوي). (الشاقة) وي: هغه چې د مصیبت پر مهال خپلې جامې (ګرېوان) څیرې کوي. ځکه دا کارونه د جاهلیت له کړنو څخه دي، بلکې د مصیبت پر مهال په صبر باندې امر شوی او دا چې له الله تعالی څخه یې اجر وغوښتل شي.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مسلمان پر مسلمان شپږ حقونه لري» وویل شو: هغه کوم دي ای د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «کله چې ورسره مخ شې، سلام پرې واچوه؛ که یې چې بلنه درکړه، قبوله یې کړه؛ کله یې چې له تا نصیحت وغوښت، نصیحت ورته وکړه؛ که پرنجی یې وکړ او الحمد لله یې وویل نو "یَرْحَمُکَ الله" ورته ووایه؛ که ناروغ شو، پوښتنه یې وکړه؛ او که ومړ، جنازې ته یې لاړ شه».
مسلم روايت کړی دیپیغمبر ﷺ څرګنده کړه چې یو مسلمان پر خپل مسلمان ورور د شپږ خویونو حق لري: لومړی: کله چې ورسره مخ شي نو د : السلام علیکم په وېیلو سره دې پرې سلام واچوي، او هغه به ورته په: وعلیکم السلام ځواب وایي. دويم: د هغه بلنه منل، که یې ولیمې یا کوم بل څه ته راوبلي. درېیم: که د نصیحت غوښتنه یې وکړه، نو صادقانه نصیحت ورته وکړه، مکر او دوکه ورسره مه کوه. څلورم: کله یې چې پرنجی وکړ او الحمد لله یې وویل: نو په: یرحمک الله سره ځواب ورکړه چې هغه درته: (یهدیکم الله ویصلح بالکم) ووایي. پنځم: دا چې د ناروغتیا پر مهال یې پوښتنه وکړي. شپږم: کله چې مړ شي، نو جنازه پرې کوي او تر خښېدو پورې ورسره ملتیا کوي.
د مؤمنانو له مور عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغې ناروغۍ په حالت کې چې ترې روغ نه شو (یعني په هماغه ناروغۍ کې وفات شو)، وفرمایل: «په یهودو او نصاراو دې د الله تعالی لعنت وي، هغوی د خپلو پیغمبرانو له قبرونو جوماتونه جوړل کړل» عایشه رضي الله عنها وايي: که دا خبره نه وای (یعني دا منع او خبرداری)، نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم قبر به ښکاره شوی وای، خو دا وېره پېدا شوه چې جومات ترې جوړ نه شي.
متفق علیه دیعایشه رضي الله عنها، د مؤمنانو مور، روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلې وروستۍ سختې ناروغۍ په حالت کې، چې پکې وفات شو، وفرمایل: «الله دې یهود او نصارا لعنت کړي او له خپل رحمته دې وشړي؛ ځکه هغوی د خپلو پیغمبرانو قبرونه جوماتونه وګرځول» — یعنې یا یې پر قبرونو مسجدونه جوړول، یا یې د قبرونو پر لور لمونځ کاوه، یا یې د قبرونو ترڅنګ لمونځ کاوه. بیا عایشې رضي الله عنها وویل: که د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لورې دا منع او خبرداری نه و راغلی، او صحابه له دې نه وو وېرېدلي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له قبر سره به هماغسې چلند وشي لکه څنګه چې یهودو او نصاراوو د خپلو پیغمبرانو له قبرونو سره کړی، نو د هغه قبر به بارز او ښکاره کړای شوی و.
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: علي بن أبي طالب رضي الله عنه له یمن څخه رسول الله ﷺ ته یو څه سره زر راولېږل، چې په یوه رنګ شوي پوستکي کې تاو وو او له خاورو لا پاک شوي نه و، نو رسول الله ﷺ د څلور کسانو تر منځه ووېشل: عیینه بن بدر، اقرع بن حابس، زید الخیل، او څلورم کس یا علقمه و یا عامر بن طفیل، نو د رسول الله ﷺ له اصحابو څخه یو کس وویل: موږ له دې کسانو نه زیات مستحق وو، وایي، دا خبره رسول الله ﷺ ته ورسېده، نو هغه وفرمایل: «آیا پر ما باور نه کوئ، حال دا چې زه د هغه ذات امین یم چې په آسمان کې دی؟ ما ته د آسمان خبرونه سبا او بیګا راځي» بیا یو سړی راپاڅېد، چې سترګې یې ژورې، غومبوري یې لوړ، تندی یې پورته، ږیره یې ګڼه، سر یې پک، او لنګ یې بډ وهلی و، هغه وویل: اې د الله رسوله! له الله نه ووېرېږه! رسول الله ﷺ وفرمایل: «هلاک شې! آیا زه د ځمکې په خلکو کې تر ټولو زیات له الله نه ویریدونکی نه یم»؟ وایي، بیا هغه سړی لاړ، نو خالد بن ولید رضي الله عنه وویل: اې د الله رسوله! آیا څټ یې ونه وهم، رسول الله ﷺ وفرمایل:«نه، شاید دا سړی لمونځ کوي» نو خالد وویل: ډېر داسې لمونځ کوونکي شته چې په ژبه یو څه وايي، خو هغه یې په زړه کې نه وي، رسول الله ﷺ وفرمایل: «زه مامور نه یم چې د خلکو زړونه وڅېړم یا یې نسونه څیرې کړم» وایي، بیا یې ورولیدل، په داسې حال کې چې هغه روان و، نو ویې فرمایل: د دې سړي له شا څخه به داسې خلک راووځي چې د الله کتاب به ښایسته لولي، خو له ستوني به یې نه تېرېږي، خو له دین څخه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندې څخه وځي»، راوي وايي: ګومان کوم رسول الله ﷺ وویل: «که زه هغوی ومومم، نو د ثمود د قوم په شان به یې ووژنم».
متفق علیه دیعلي بن أبي طالب رضي الله عنه له یمنه رسول الله ﷺ ته یوه د سرو زرو ټوټه راولېږله، چې په رنګ شوي پوستکي کې وه، او لا له خاورو پاکه شوې نه وه، وایي: نو رسول الله ﷺ دا د (سرو زرو ټوټه) په څلورو کسانو ووېشله. عیینه بن بدر الفزاري، اقرع بن حابس الحنظلي، زید الخیل النبهاني او علقمه بن علاثة العامري، نو د رسول الله ﷺ له اصحابو څخه یوه سړي وویل: موږ له دې کسانو زیات مستحق وو، وایي: رسول الله ﷺ ته دا خبره ورسیده، نو هغه وفرمایل: «آیا پر ما باور نه کوئ، حال دا چې زه د هغه ذات امین یم چې په آسمان کې دی؟ ما ته د آسمان خبرونه سهار او ماښام راځي». راوي وايي: نو یو سړی راپاڅېد، چې سترګې یې ژورې کندو ته لوېدلې وې، د مخ غومبوري یې راوتلې و، تندی یې پورته و، ږیره یې ببره خو اوږده نه وه، سر یې خریلی و، او د بدن د لاندې برخې لنګ یې بډوهلی و، نو ویې ویل: اې د الله رسوله! له الله نه ووېرېږه!" نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «هلاک شې! آیا زه د ځمکې پر مخ تر ټولو زیات د الله نه وېرېدونکی نه یم؟!» راوي وايي: بيا هغه سړی روان شو، خالد بن وليد وويل: اې د الله رسوله! آیا څټ یې ونه وهم؟ نبي ﷺ وفرمايل: نه، کېدی شي لمونځ به کوي، نو خالد وویل: ډېری لمونځ کوونکي شته چې په ژبه هغه څه وایي چې په زړه کې یې نه وي، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ماته پدې امر نه دی شوی چې د خلکو زړونه وڅېړم او نه دا چې نسونه یې څیري کړم؛ بلکې ماته امر شوی چې د خلکو د ظاهري اعمالو پر بنسټ فیصله وکړم، وایي: بيا (نبي ﷺ) هغه ته وکتل، حال دا چې هغه روان و، نو ویې فرمايل: د دې سړي او د ده له ملګرو او قبیلې به داسې نسل راووځي چې د الله کتاب به په ښایسته غږ لولي، د زیات تلاوت له امله به یې ژبې لندې وي، خو قرآن به د هغوی له ستوني نه تېریږي چې زړونه یې درک کړي او پرې اصلاح شي، او الله به یې پرې نه پورته کوي او نه به یې ترې قبلوي، له اسلامه څخه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندې سپک او په تېزۍ سره وځي. او ګومان کوم ویې فرمايل: که مې وموندل چې د مسلمانانو په مقابل کې راپورته شوي، نو لکه د ثمود د قوم په څېر به یې پر وړاندې سخت وجنګېږم.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «له شک پرته د جنت تر ټولو ټیټ مقام لرونکي کس ته به وویل شي چې: هیله وکړه، نو دی به هیله وکړي، بیا به ورته ووایي: آیا هیله دې وکړه؟ هغه به ووايي: هو، نو ورته به ووایي: ستا لپاره هغه څه دي چې تا یې هیله کړې او د هغه په څېر ورسره نور هم».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د جنت تر ټولو ټیټه درجه لرونکي کس ته به ووایي: هیله وکړه، نو هغه به هیله وکړي، بیا به هیله وکړي، تر دې چې هېڅ هیله به یې پاتې نه شي مګر دا چې وبه یې کړي، نو ورته به ووایي: آیا هیله دې وکړه؟ هغه به ووايي: هو، نو ورته به ووایي: ستا لپاره ټول هغه څه دي چې تا یې هیله کړې ده او ورسره نور د هغې په اندازه.
له ابو هریرة رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته غوښه راوړل شوه، نو ده ته د مال لاس ورکړل شو چې دا برخه به یې خوښېدله، نو په غاښونو ئې ترې یو پوټی راوشکو او بیا یې وویل: "زه د قیامت په ورځ د ټولو خلکو سردار یم، آیا پوهېږئ ولې؟ الله تعالی به ټول خلک – له لومړیو څخه تر وروستیو پورې – په یو میدان کې راټول کړي، داسې چې بلونکي (فرشتې) به غږ ور اوروي، او ټول به یو بل ته ښکاري، لمر به نږدې شي، خلک به له اندېښنې او کړاو څخه دومره پرېشانه شي چې زغملی به یې نه شي، نو خلک به یوبل ته ووايي: 'آیا نه وینئ چې څه دررسېدلي؟ آیا یو څوک نه پیدا کوئ چې د رب پر وړاندې مو شفاعت وکړي؟ ځينې به یو بل ته ووايي: آدم - علیه السلام- ته لاړ شئ، نو دوی به آدم علیه السلام ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د بشریت پلار یې، ته الله پخپلو لاسونو پیدا کړی یې، له خپل روح څخه یې په تا کې پو کړی دی (یعنې له هغو ارواحو څخه چې الله پېداکړي دي)، ملایکو ته یې امر کړی چې تا ته سجده وکړي؛ نو زموږ لپاره دې رب ته شفاعت وکړه! ته نه وینې چې موږ په څه حال کې یو؟ آدم به ووايي: زما رب نن داسې غصه شوی چې مخکې داسې نه دی غصه شوی او نه به وروسته لدې داسې غصه شي، هغه زه له یوې ونې منع کړی وم، خو ما نافرماني وکړه (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، نوح ته لاړ شئ! خلک به نوح ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د ځمکې خلکو ته لومړی رسول یې، ته الله په "شکرکوونکی بنده" سره یاد کړی یې، زموږ لپاره دې رب ته شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو! نوح به ووايي: زما رب نن داسې غصه شوی، چې مخکې لدې داسې نه و، او نه به وروسته له دې داسې غصه شي، او یقینا چې زما لپاره د قبلېدو یوه دعا وه خو ما خپل قوم ته خېرې وکړې؛ (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، ابراهیم ته لاړ شئ! نو خلک به ابراهیم ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د الله نبي او د ځمکې پر مخ د هغه خلیل (خاص دوست) یې؛ زموږ لپاره شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! ابراهیم به ووايي: زما رب نن داسې غصه شوی، چې مخکې لدې داسې نه و غصه شوی او نه به وروسته له دې داسې غصه شي، او یقینا چې ما درې ځلې دروغ ویلي، نو (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي)، (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، موسی ته لاړ شئ، نو خلک به موسی ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د الله رسول یې، الله ته په رسالت او کلام سره پر نورو خلکو غوره کړی یې، نو زموږ لپاره دې خپل رب ته شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! نو هغه به ووایي: زما رب نن داسې غصه شوی چې مخکې لدې داسې نه و غصه شوی او نه به وروسته لدې داسې غصه شي، او یقینا چې ما یو انسان وژلی و، چې ماته یې د وژلو امر نه و شوی، نو (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، عیسی بن مریم ته لاړ شئ، نو خلک به عیسی ته ورشي، او ورته به ووايي: ته د الله رسول او د هغه کلمه یې چې مریمې ته یې د هغې په اړه (د جبریل علیه السلام په واسطه) پوهه ورکړه او ورته یې ورسوله (چې هغه د کن کلمه ده)، او د هغه روح یې (د هغو ارواحو له جملې څخه یې چې الله پېدا کړي دي) او په زانګو کې دې له خلکو سره خبرې کړې دي، نو زموږ لپاره دې رب ته شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! نو عیسی به ووايي: زما رب نن داسې غصه شوی چې هیڅکله لدې وړاندې داسې نه و غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، او د هېڅ کومې ګناه یادونه يې ونه کړه، (نَفْسِي نَفْسِي نَفْسِي) (زه یوازې د خپل ځان په غم کې یم)! بل چاته لاړ شئ، محمد - صلی الله علیه وسلم - ته لاړ شئ، خلک به محمد صلی الله علیه وسلم ته راشي، او ورته به ووايي: ای محمده! ته د الله رسول یې، د انبیاوو لړۍ پر تا پای ته رسېدلې ده، الله ستا مخکني او وروستني ګناهونه بخښلي دي، نو زموږ لپاره شفاعت وکړه! آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟ (وایي) زه به روان شم، د عرش لاندې به سجده وکړم، او الله به پر ما د داسې ستاینو دروازې پرانیزي، چې مخکې هېچا ته نه دي ورکړل شوي، بیا به وویل شي: "ای محمده! سر پورته کړه، غوښتنه وکړه، درکول کېږي؛ شفاعت وکړه، شفاعت دې قبلیږي! نو زه به سر پورته کړم، او وبه وایم: "زما امت، ای ربه! زما امت، ای ربه! زما امت، ای ربه! بیا به وویل شي: "ای محمده! له خپل امت څخه دې بې حسابه جنت ته له ښۍ دروازې دننه کړه، او دوی به له نورو خلکو سره د نورو دروازو له لارې په ننوتو کې شریک وي، (دا ته ننباسه او نور به د نورو خلکو سره له نورو دروازو ننوځي)، بیا یې وفرمایل: "قسم په هغه ذات چې زما نفس یې په لاس کې دی! د جنت د دروازو د دوو پلو ترمنځ واټن دومره دی لکه د مکې او حِمیر ترمنځ – یا یې وفرمایل: د مکې او بصرې ترمنځ-".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو ملګرو سره په یوه مېلمستیا کې و، نو د پسه لاس ورته کېښودل شو، حال دا چې د (مال) دا برخه یې ډېره خوښېده، نو یوه مړۍ یې ترې په غاښونو بېله کړه بیا یې ورته وینا وکړه او ویې فرمایل: زه د قیامت په ورځ د آدم د اولادې سردار یم؛ د هغه نعمت له مخې چې الله تعالی یې راکوي. بیا یې وفرمایل: آیا پوهېږئ چې ولې؟ بیاېې وفرمایل چې: خلک به یوې پراخې، برابرې او یو مخ اوږدې ځمکې ته راټول کړی شي، څوک چې پدې ځای کې وي بلونکی د هغوی غږ اوري او کتونکي ته ټول ښکاري چې هېڅ شی یې ترې پټ نه پاتې کېږي؛ ځکه چې ځمکه یو برابر ده، داسې ځای پکې نشته چې څوک پکې د کتونکي له دید څخه پټ پاتې شي، او ټول به د لیدو وړ وي، یعنې که یو یې خبره وکړي، نو وروستی یو به ئې اوري، او سترګي به یې ګوري، (پدې ورځ) به لمر د یوې نیزې په اندازه خلکو ته نږدې شي، له دومره غم او کړاو سره به مخ شي چې زغملی به یې نه شي او نه به یې توان لري، نو په شفاعت سره به د خلاصیدو په لټه کې شي. د ایمان خاوندانو ته به الله تعالی په زړه کې راولي چې د انسانانو پلار آدم ته ورشي، نو هغه ته به ورشي او فضیلتونه به یې بیان کړي چې کېدی شي د الله تعالی پر وړاندې یې شفاعت وکړي، هغه ته به ووایي: ته د انسانانو پلار یې، الله په خپلو لاسونو پېدا کړی یې، خپلې ملایکې یې تاته په سجده کړي او د هر شي نوم یې درښودلی دی، په تا کې یې له خپل روح څخه پو کړی دی، نو هغه به عذر وړاندې کړي او وبه وایي: زما رب نن دومره غصه شوی چې لدې وړاندې داسې ندی غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، بیا به د خپلې تېروتنې یادونه وکړي، هغه دا چې الله تعالی له یوې ونې منع کړی و چې خوراک به ترې نه کوي خو ده ترې خوراک وکړ، او وبه وایي: زه په خپله شفاعت ته اړتیا لرم چې راته وشي، زما پرته بل چاته لاړ شئ، نوح ته لاړ شئ. نوح ته به ورشي؛ ورته به ووایي: ته لومړی رسول یې چې الله د ځمکې خلکو ته لېږلی یې، او الله تعالی په شکرکوونکی بنده سره یاد کړی یې، خو هغه به عذر وړاندې کړي چې: الله تعالی نن ورځ دومره غصه شوی چې لدې وړاندې داسې نه دی غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، او یقینا چې هغه یوه (قبوله شوې) دعا درلوده، خو هغه خپل قوم ته خېرا وکړه، نو زه خپله شفاعت ته اړتیا لرم چې راته وشي، زما پرته بل چاته ورشئ، ابراهیم ته ورشئ. نو ابراهیم ته به ورشي ورته به ووایي: ته په ځمکه کې د الله خلیل (خاص دوست) یې، موږ ته دې خپل رب ته شفاعت وکړه، آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟ هغه به ورته ووایي: زما رب نن دومره غصه شوی چې لدې وړاندې هېڅکله دومره ندی غصه شوی او نه به لدې وروسته دومره غصه شي، او یقینا چې ما درې ځلې دروغ ویلي؛ هغه دا دي چې: زه ناروغ یم، او بله یې دا وینا چې: دا کار خو د دوی مشر کړی دی (بتان ماتول) او خپلې مېرمنې سارا ته یې دا وینا چې خبر یې کړه چې زه دې ورور یم، تر څو یې له شر څخه بچ شي. خو په حقیقت کې دا درې واړه ویناوې داسې دي چې موخه ترې بل څه وي، خو کله یې چې ظاهري بڼه د دروغو ده نو ویې غوښتل خپله عاجزي ښکاره کړي او وښيي چې د دې وړ ندی چې نورو ته شفاعت وکړي؛ ځکه څوک چې الله ډېر پېژني او هغه ته د مرتبې له اړخه نږدې وي نو په همغومره کچه یې له هغه څخه ویره زیاته وي، او وبه وایي: زه په خپله د شفاعت مستحق یم چې راته وشي، زما پرته بل چاته لاړ شئ، موسی ته لاړ شئ. نو موسی ته به ورشي ورته به ووایي: ای موسی! ته د الله رسول یې، الله تعالی تاسره په خبرو کولو او تاته په رسالت درکولو فضیلت درکړی، موږ ته د خپل رب پر وړاندې شفاعت وکړه، آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! هغه به ووایي: زما رب نن دومره غصه شوی چې لدې وړاندې داسې نه و غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، او یقینا چې ما یو نفس وژلی دی، حال دا چې ماته یې د وژلو امر نه و شوی، زه خپله د شفاعت اړ یم چې راته وشي، زما پرته بل چا ته لاړ شئ، عیسی بن مریم ته لاړ شئ. نو عیسی ته به ورشي ورته به ووایي: ای عیسی! ته د الله رسول یې، د هغه کلمه یې چې مریمې ته یې وسپارله او د هغه له خوا روح یې، تا د کوچنیوالي پر مهال په زانګو کې د خلکو سره خبرې کړي دي، موږ ته د خپل رب پر وړاندې شفاعت وکړه، آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! هغه به ووایي: زما رب نن دومره غصه شوی چې له دې وړاندې داسې نه دی غصه شوی او نه به لدې وروسته داسې غصه شي، هغه د خپلې کومې تېروتنې یا ګناه یادونه ونه کړه، (وبه وایي) زه په خپله د شفاعت مستحق یم چې راته وشي، زما پرته بل چاته لاړ شئ، محمد - صلی الله علیه وسلم - ته لاړ شئ. نو محمد صلی الله علیه وسلم ته به ورشي ورته به ووایي: ای محمد! ته د الله رسول او وروستی پېغمبر یې، الله تعالی ستا مخکني او وروستني ګناهونه بخښلي دي، موږ ته د خپل رب پر وړاندې شفاعت وکړه، آیا ته نه ګورې چې موږ په څه حال کې یو؟! نو زه به د عرش لاندې ځای ته راشم او خپل رب ته به په سجده پریوځم، نو الله تعالی به راته د خپلو ستاینو او ښایسته ثنا ویلو (دروازه) پرانیزي، یعنې دومره ثنا او ستاینه به یې وکړم چې زما څخه وړاندې به بل چا نه وي کړي، بیا به وویل شي: ای محمده! سر پورته کړه، وغواړه درکول کېږي، شفاعت وکړه؛ شفاعت دې قبلېږي، نو سر به پورته کړم ، وبه وایم: زما امت ای ربه، زما امت ای ربه، زما امت ای ربه، نو شفاعت به یې ومنل شي. او ورته به وویل شي: ای محمده! د خپل امت څخه دې بې شمېره خلک د جنت له ښۍ دروازې څخه ننباسه، حال دا چې دوی به د نورو سره په نورو دروازو کې د ننوتلو برخه هم ولري. بیا یې وویل: قسم په هغه ذات چې زما نفس یې په لاس کې دی چې د جنت د دوو دروازو د څنډو تر منځه دومره واټن دی لکه د مکې او صنعاء او یا د مکې او د شام د بصرا تر منځه؛ کوم چې د حوران ښار دی.
له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه ویلي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه سړي لعنت ویلی چې د ښځو جامې اغوندي او پر هغې ښځې چې د نارینه وو جامې اغوندي.
النسائي په الکبری کې او ابن ماجه په همدې معنا او احمد هم روایت کړی دینبي صلی الله علیه وسلم هغه سړي ته د الله له رحمت څخه په لرې کېدو او شړلو ښېرا کړې ده چې د ښځو ځانګړي لباسونه اغوندي؛ برابره خبره ده که دا په بڼه، رنګ، طرز، د اغوستلو په طریقې، سینګار یا نورو شیانو کې وي. یا د یوې ښځې لپاره هم د نارینه وو د جامو تقلید کول، چې دا هم د کبیره ګناهونو څخه ده.
له ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: بېشکه لومړۍ ډله چې جنت ته به داخلېږي، د بدر د شپې (څوارلسمې) سپوږمۍ په څېر به ښکلي وي؛ بیا ورپسې کسان به د آسمان د تر ټولو روڼ ستوري په شان ځلېږي دوی به نه تشې متیازې کوي او نه ډکې، او نه به لیاړې او بلغم تو کوي، د هغوی ږمنځې به له سرو زرو څخه وي او خولې (عرق) به یې مشک وي، بخورونه (د خوشبویۍ مواد) به یې د (عود الأنجوج) څخه وي (دا د خوشبویه لرګي یو ښه کیفیت لرونکی لرګی دی چې د دودولو پر مهال ښایسته بوی کوي)، یو ډول خوشبویي ده، ښځې به یې حورالعین وي، ټول به د یوه سړي په شکل وي؛ د خپل پلار آدم په صورت، چې قد به یې شپېته ذراعه لوړ وي».
متفق علیه دینبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د مؤمنانو لومړۍ ډله به چې جنت ته داخلېږي، مخونه به یې د بدر شپې د سپوږمۍ په شان روښانه وي، بیا به ورپسې هغه کسان وي چې د آسمان تر ټولو روښانه ځلیدونکي ستوري په څېر وي، دوی به د کمال ځانګړتیاوې لري چې نه به تشې متیازې کوي او نه ډکې، نه به لاړې تو کوي او نه بلغم، ږمنځې به یې د سرو زرو وي، خولې به یې د مشکو بوی لري، د بخورو د دودولو لوښي به یې تر ټولو ښایسته او پاکیزه بوی کوي، مېرمنې به یې حورالعین وي، دوی به په خلقت کې د یوه سړي په څېر وي؛ د خپل پلار آدم په څېر په صورت او قد کې چې قد به یې شپېته ذراعه لوړ وي.