





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي چې وییل یې: «له خلکو څخه تر ټولو بد هغه دي چې قیامت پرې راشي او هغوی ژوندي وي، او هغه خلک چې له قبرونو څخه یې جوماتونه جوړ کړي دي».
احمد روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د بدو خلکو په اړه خبر ورکوي چې دوی هغه خلک دي چې قیامت پرې قایم شي او دوی ژوندي وي، او هغه خلک چې له قبرونو څخه یې جوماتونه جوړ کړي وي، د قبرونو تر څنګ او یا یې لورې ته لمونځونه کوي.
له محمود بن لبید رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «په حقیقت کې هغه څه چې زه ترې پر تاسو ډېر وېرېږم کوچنی شرک دی. هغوی وفرمايل: اې د الله رسوله کوچنی شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « ځان ښودنه (ریا) ده، الله جل جلاله به د قیامت په ورځ هغه مهال وفرمایي کله چې خلک د خپلو عملونو په جزا ورسیږي: هغو خلکو ته ورشئ، چې تاسو به په دنيا کې ورته ځان ښودنه کوله، او وګورئ چې آیا له هغوی سره کومه بدله شته؟».
احمد روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې تر ټولو زیات شی چې هغه ترې په خپل امت وېره لري: کوچنی شرک دی: او هغه د یو چا په خاطر له عمل کولو څخه عبارت دی. بیا یې د قیامت په ورځ د ریا کارانو له جزا څخه خبر ورکړ چې هغوی ته به وویل شي: هغه چا ته ورشئ چې تاسو به یې په خاطر یو کار کاوه، نو وګورئ چې تاسو ته په هغو عملونو د اجر درکولو واک لري؟!
له عدي بن حاتم - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې هغه له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه واوریدل چې دا آیت یې لوسته: "اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ" 9-31 دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر واکداران د حل او د حرمت نیولي دي او د مریم زوى مسیح (يې هم) معبود نیولای، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي. - وایي - نو ما ورته وویل: مونږ د هغوی عبادت نه کوو، ویې ویل: آیا هغوی نه حراموي هغه څه چې الله حلال کړي دي، او بیا یې تاحرام ګڼئ، او حلالوي هغه څه چې الله حرام کړي دي او بیا یې تاسو حلال ګڼئ؟ نو ما وویل: هو : ویې وییل: همدا یې عبادت دی.
ترمذی روایت کړی دیکله چې دې جلیل القدر صحابي له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د دې آیت تلاوت واوریده چې د یهودو او نصاراو په اړه پکې وضاحت شوی دی: چې دوی خپل علما او عابدان خپل معبودان جوړ کړي، هغوی ورته هغه څه روا کوي چې د الله د شریعت سره په ټکر کې وي، او بیا یې په هغې کې اطاعت هم کوي، نو د دې آیت معنا باندې - صحابي - پوه نه شو، ځکه هغه ګمان کاوه چې عبادت یوازې سجده کول او داسې نور - کارونه - دي، تر دې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ورته وضاحت ورکړ چې : د یهودو د علماوو او مسیحی عابدانو له عبادت څخه دا دي چې : دوی یې اطاعت کوي د حلالو په حرامولو او حرامو په حلالولو سره، د الله - تعالی - او د هغه د رسول - صلی الله علیه وسلم - د حکم خلاف.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه فرمايي: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ بن جبل رضي الله عنه یمن ته لېږه نو ورته یې وویل: « ته به د اهل کتابو یو قوم ته ورشې، نو کله چې ورغلې دې ته یې راوبله چې شاهدي ورکړي پر دې چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، نو که دوی په دې کې ستا پیروي وکړه، نو پوه یې کړه چې الله تعالی پرې په هره ورځ او شپه کې پنځه لمونځونه فرض کړي دي، نو که چېرته یې پدې کې ستا پیروي وکړه، نو پدې یې پوه کړه چې الله تعالی پرې د دوی په مالونو کې زکات فرض کړی دی چې له مالدارانو څخه یې اخیستل کیږي او غریبانو ته یې بېرته ورکول کیږي، نو که چېرته یې پدې کې ستا پیروي وکړه، نو د دوی له غوره مالونو - اخیستلو - څخه ځان وساته، او د مظلوم له ښېراوو څخه ووېرېږه، ځکه چې د هغه د ښیراوو او الله تعالی تر منځه هېڅ پرده نشته».
متفق علیه دیکله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ بن جبل رضي الله عنه د یمن هېواد ته د الله لورې ته د بلونکي او ښوونکي په حیث ولېږه، نو ورته یې واضحه کړه چې هغه به د نصاراوو له یو قوم سره مخ کیږي؛ تر څو ورته چمتووالی ولري، نو بیا دې ورته تر ټولو د مهمو مسایلو په بیانولو پیل وکړي. نو لومړی دې هغوی د عقېدې سمون ته راوبولي؛ تر څو پدې ګواهي ورکړي چې له الله -تعالی- پرته بل معبود نشته او دا چې محمد -صلی الله علیه وسلم- د الله -تعالی- رسول دی؛ ځکه چې پدې سره په اسلام کې داخلیږي، نو کله چې دې ته غاړه کیږدي په لمانځه ورته امر کوي؛ ځکه چې لمونځ له توحید څخه وروسته تر ټولو لوی واجب دی، نو کله یې چې لمونځ قائم کړ، مالدارو ته یې امر کوي تر څو د خپلو مالونو زکات غریبانو ته ورکړي ، او بیا یې هغه ته خبرداری ورکړ چې غوره مال یې وانخلي، ځکه چې واجب منځمهالی دی، بیا یې ورته له ظلم څخه په ځان ساتلو وصیت وکړ، تر څو ورته مظلوم ښیرا ونه کړي، ځکه چې د هغه ښېراوې قبلیږي.
له جابر - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د (نشره) یعنې- د جادو خلاصول په جادو سره- اړه پوښتنه وشوه؟ نو ویې ویل چې دا د شیطان له کړنو څخه دي.
ابوداود روايت کړی دی - احمد روايت کړی دیله رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه د جادوګرۍ د علاج په اړه پوښتنه وشوه چې د جاهلیت په زمانه کې به په هغه طریقه کارول کېده لکه: جادو د جادو په واسطه خلاصول چې د دې حکم څه دی؟ هغه - صلی الله علیه وسلم - ځواب ورکړ: دا د شیطان کار دی یا د هغه له لارې کیږي؛ ځکه چې دا په بل ډول جادو او نورو شیطاني کړنو په کارونې سره کیږي، دا شرک او حرام دی. او د جادو مشروع ویستل، هغه دي چې په شرعي دم سره وویستل شي او یا یې په اړه پلټنه وشي، او په لاس سره یې خلاصول د قرآن کریم د لوستلو او روا درملو سره جایز دي.
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې: «زما په مدحه او توصیف کې تاسو له حد څخه مه اوړئ، لکه څرنګه چې نصارا د عیسی زوی د مریمې په مدحه او توصیف کې له حده اوړیدلي وو؛ بېشکه چې زه د هغه بنده یم، نو تاسو ووایئ: د الله بنده او رسول».
بخاري روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په مدحه او توصیف بیانولو کې له مبالغې او شرعي حدودو له اوړېدلو څخه منع کړې ده، چې څوک یې د الله تعالی په صفتونو او یا ځانګړو افعالو سره یاد کړي، او یا دا چې - باور ولري - په غیبو پوهیږي، او یا دا چې له الله سره رابلل کیږي، لکه څرنګه چې نصاراوو د عیسی زوی د مریمې علیهما السلام په حق کې کړي وو. بیا یې واضحه کړه چې هغه د الله له بنده ګانو څخه یو بنده ده، او امر یې وکړ چې په اړه یې ووایو: د الله بنده او رسول دی.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: وویل شول چې: اې د الله رسوله! د قیامت په ورځ ستا په شفاعت نېکمرغه انسان څوک دی؟ رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: «اې ابو هریره! یقینا ما فکر کوو چې ستا څخه پرته به هېڅوک راڅخه د دې حدیث په اړه لومړی پوښتنه نه کوي، په احادیثو د زیات حرص له امله چې په تا کې مې لیدلی دی، نو زما په شفاعت نېمکرغه خلک به د قیامت په ورځ هغه څوک وي چې د نفس او زړه له اخلاصه یې ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) ویلي وي».
بخاري روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې د قیامت په ورځ به د هغه په شفاعت تر ټولو خوشحاله او نېکمرغه خلک هغه وي چې د زړه له اخلاصه یې: «لا إله إلا الله» ویلي وي، چې معنا یې ده: په حقه بل معبود نشته پرته له الله څخه، او دا چې هغه له شرک او ځان ښودنې څخه خوندی وي.
د عبد الله بن عمروبن العاص - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت - فرمایي چا لره چې فالبینۍ د خپلې اړتیا ته څخه منع کړ په حقیقت کې یې شرک وکړ، هغوی وویل: نو د دې کفاره څه شی دی، ویې ویل: چې ووایې: ای الله ستا له خير پرته بل خیر نشته، او د خیر تمه او امید نه کیږي مګر ستا څخه ( مرغه یوازې ستا یو مخلوق دی چې نه ګټه رسولی شی او نه تاوان، بلکه ګټه یا تاوان رسوونکی یوازې ته یې) او ستا پرته بل معبود نشته.
احمد روايت کړی دیپدې حدیث کې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته خبر راکوي چې څوک چې د بد فال نیونې له امله په خپل کار کې له مخته تګ څخه منع شو نو حقیقت کې یې یو ډول شرک وکړ، کله چې صحابه کرامو ورڅخه د دې لویې ګناه د کفارې پوښتنه وکړه، نو دې مبارکو عبارتونو ته یې د هغوی لارښوونه وکړه چې په حدیث کې دي، او په ترڅ کې یې چارې الله ته سپارل کیږي، او ځواکمني د هغه پرته له نورو څخه نفي کیږي.
عبادة رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي: "څوک چې شاهدي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی او هېڅ شریک نلري، او دا چې محمد د هغه بنده او رسول دی او دا چې عیسی د الله بنده او د هغه رسول دی، او دا چې پر هغه یې د (کُن) په کلمې سره مریم علیها السلام ته د جبریل علیه السلام په واسطه زیری ورکړی، او دا چې د هغه له طرفه روح دی (چې جبریل علیه السلام د هغې په ګریوان کې پو کړی دی) ، او دا چې جنت حق دی او دوزخ حق دی، (چا چې په پورته ټولو شیانو ګواهي ورکړه نو) الله جل جلاله به یې جنت ته داخل کړي که هر څومره عمل یې کړی وي".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي څوک چې د توحید کلمه ووایي، په معنی یې پوه شي او په غوښتنه یې عمل وکړي. او پر دې ګواهي ورکړي چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی، او پر دې چې عیسی علیه السلام د الله جل جلاله بنده او رسول دی، او دا چې الله جل جلاله د "كُن" یعنې (شه) په کلمې سره پيدا کړی دی، او دا چې هغه له ارواحو څخه یو روح دی چې الله جل جلاله پیدا کړي دي، او دا چې د هغه مور ته یې له تور (تهمت) څخه براءت ورکړ چې یهودو تورنه کړې وه، او ایمان یې راوړ پر دې چې جنت حق دی، او اور حق دی، او د دواړو په شتون یې باور وکړ، او دا چې یو یې د الله جل جلاله نعمت او بل یې عذاب دی، او پر همدې عقیده مړ شو؛ نو تګ یې جنت ته دی که څه هم په پيروۍ کې نیمګړتیا او ګناهونه ولري.