





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
د علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: زه داسې یو څوک وم چې زیات مذي به راڅخه تلل، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه شرمېدم چې د حکم په اړه یې ترې پوښتنه وکړم، ځکه چې لور یې ماته ناسته وه، نو مقداد بن اسود رضی الله عنه ته مې امر وکړ چې پوښتنه ترې وکړي، هغه وویل: "خپله تناسلي آله دې وینځي او اودس دې کوي». او د بخاري روایت کې دي چې ویې وییل: «اودس وکړه او تناسلي آله دې ومينځه».
متفق علیه دیعلي بن ابي طالب رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغه داسې یو څوک و چې زیات مذي به ترې تلل - مذي یو ډول سپیني نرۍ سریخناکه اوبه دي چې د شهوت پر مهال او یا له کور والي څخه مخکې له تناسلي آلې څخه راوځي-، او دی پدې نه پوهېده چې د راوتلو پر مهال یې څه وکړي، نو شرمېده چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړي؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور؛ فاطمې خاوند و، نو له مقداد بن الأسود څخه یې وغوښتل چې د حکم په اړه یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې: خپله تناسلي آله دې ووینځي او بیا دې اودس وکړي.
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: کوم کار الله ته ډېر محبوب دی؟ هغه وفرمايل: «لمونځ په خپل ټاکلي وخت» هغه وويل: بيا کوم؟ ويې فرمايل: «بيا له مور او پلار سره نیکي»، هغه وويل: بيا څه؟ ویې فرمایل: د الله په لاره کې جهاد» هغه وفرمایل: ماته یې د هغوی په اړه وویل، که ما ترې نور زیاتوالی غوښتی و، یعنې زیاتې پوښتنې مې ترې کړې وې نو خامخا به یې زیات معلومات راکړي وو.
متفق علیه دیله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چې: کوم کار الله ته ډېر محبوب دی؟ هغه وفرمايل: فرض لمونځ په خپل ټاکلي وخت چې شریعت ورته ټاکلی دی. بیا د مور او پلار سره ښېګڼه کول، چې له دواړو سره نیکي وشي، حقونه یې ادا شي، او نافرماني یې ونه شي. بیا د الله جل جلاله په لار کې د الله جل جلاله د کلمې د پورته کولو په موخه جهاد او د اسلام له دین څخه په ځان او مال سره دفاع کول او شعایر یې ښکاره کول دي. ابن مسعود رضي الله عنه وفرمایل: ماته یې پدې عملونو خبر راکړ؛ او که چېرته مې ورته ویلي و چې بیا کوم؟ نو خامخا به یې راته زیات کړي وو.
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ العِبَادُ فِيهِ إِلَّا مَلَكَانِ يَنْزِلاَنِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». «هېڅ داسې ورځ نشته چې بنده ګان پکې سهار کړي مګر دا چې دوه ملاېکې راښکته کېږي او یوه یې وایي چې: اې الله هغه چاته د ورکړې بدله ورکړه چې (په نورو) انفاق او لګښت کوي او بله یې وایي: اې الله! د هغه چا مال برباد کړه چې له نورو یې سپموي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هره ورځ چې لمر راخیژي، دوه ملاېکې راښکته کېږي او اواز کوي: یوه یې وایي چې: اې الله! څوک چې په طاعتونو، اولادونو، میلمنو او د خېر کارونو کې لګښت کوي هغه ته د لګول شوي مال څخه ډېره بدله ورکړه او برکت ورته پکې واچوه. او بله وایي: اې الله! څوک چې پدې کارونو کې لګښت نه کوي مال یې تلف کړه، او هغه مال یې برباد کړه چې له اړمنو څخه یې منع کړی دی.
له سهل بن سعد رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خېبر په ورځ وفرمایل: «لَأُعْطِيَنَّ هَذِهِ الرَّايَةَ غَدًا رَجُلًا يَفْتَحُ اللَّهُ عَلَى يَدَيْهِ، يُحِبُّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيُحِبُّهُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ»، قَالَ: فَبَاتَ النَّاسُ يَدُوكُونَ لَيْلَتَهُمْ أَيُّهُمْ يُعْطَاهَا، فَلَمَّا أَصْبَحَ النَّاسُ غَدَوْا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كُلُّهُمْ يَرْجُو أَنْ يُعْطَاهَا، فَقَالَ: «أَيْنَ عَلِيُّ بْنُ أَبِي طَالِبٍ؟» فَقِيلَ: هُوَ يَا رَسُولَ اللَّهِ يَشْتَكِي عَيْنَيْهِ، قَالَ: «فَأَرْسِلُوا إِلَيْهِ»، فَأُتِيَ بِهِ فَبَصَقَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي عَيْنَيْهِ وَدَعَا لَهُ، فَبَرَأَ حَتَّى كَأَنْ لَمْ يَكُنْ بِهِ وَجَعٌ، فَأَعْطَاهُ الرَّايَةَ، فَقَالَ عَلِيٌّ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أُقَاتِلُهُمْ حَتَّى يَكُونُوا مِثْلَنَا؟ فَقَالَ: «انْفُذْ عَلَى رِسْلِكَ حَتَّى تَنْزِلَ بِسَاحَتِهِمْ، ثُمَّ ادْعُهُمْ إِلَى الإِسْلاَمِ، وَأَخْبِرْهُمْ بِمَا يَجِبُ عَلَيْهِمْ مِنْ حَقِّ اللَّهِ فِيهِ، فَوَاللَّهِ لَأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ بِكَ رَجُلًا وَاحِدًا، خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ يَكُونَ لَكَ حُمْرُ النَّعَمِ». «سبا ورځ به بیرغ هغه چاته ورکوم چې په لاسونو به یې الله فتح وکړي، دی هغه څوک دی چې د الله او د هغه د رسول سره مینه لري، او الله او رسول یې له هغه سره مینه لري»، وایې: خلکو شپه پداسې حال کې سبا کړه چې هر یو د دې تمه درلوده چې چاته به ورکول کیږي، نو کله چې خلکو سهار کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلل، هر یو یې تمه درلوده چې بیرغ ورکړل شي، نو هغه وفرمایل: «علي ابن ابي طالب چېرته دی؟» ورته وویل شو: هغه د خپلې سترګې څخه شکایت کوي، ویې ویل: «هغه ته یو څوک ورولیږئ» نو راوستل شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په سترګو کې لیاړې تو کړې او دعا یې ورته وکړه، نو داسې روغ شو لکه هېڅ ناروغي یې چې نه درلوده، نو بیرغ یې ورکړ، علی وویل: اې د الله رسوله، آیا تر هغه ورسره وجنګیږم چې تر څو زموږ په څېر شي؟ نو هغه وفرمایل: په طبيعت دې ولاړ شه تردې چې د هغوی سيمې ته ورسېږې، بيا هغوی اسلام ته راوبله او د الله تعالی پر واجب حق يې خبر کړه، قسم په الله که چېرته ستا له امله الله يو سړي ته لار وښيي دا درته له سرو اوښانو غوره ده».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته سبا ورځ د خیبر پر یهودانو د مسلمانانو د بریا خبر ورکړ، د یوه سړي په لاس چې بیرغ به ورکوي، هغه بیرغ چې لښکر به یې د ځان لپاره نښانه ګرځوي، او د ده سړي له صفتونو څخه یو دا دی چې د الله او رسول سره یې مینه لري او الله او رسول یې هم ورسره مینه لري، نو صحابه کرامو شپه په بحث او خبرو تېره کړه چې بیرغ به چا ته ورکول کېږي؟ د دې ستر ویاړ په هیله، کله چې سهار شو نو دوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلل، ټولو هېله درلوده چې دا لوی شرف وګټي، نو هغه صلی الله علیه وسلم د علي بن ابي طالب رضي الله عنه پوښتنه وکړه ؟ ورته وویل شول: ناروغ دی او له سترګو نه شکایت کوي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورپسې خلک ورولیږل او رایې ووست، نو خپلې مبارکې لیاړې یې د هغه په سترګو کې تو کړې او دعا یې ورته وکړه، نو داسې له ناروغۍ څخه روغ شو لکه بیخي چې ناروغ شوی نه وي، نو بېرغ یې ورکړ، او سپارښتنه یې ورته وکړه چې په نرمۍ سره حرکت وکړي تر دې چې د دښمن قلعې ته ورسیږي، نو په اسلام کې د داخیلېدو وړاندیز دې ورته وکړي، که وړاندیز یې ومنلو بیا دې د هغو فرایضو په اړه خبر ورکړي چې کول یې په هغوی لازم دي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم علي رضي الله عنه ته د دعوت فضیلت بیان کړ، او دا چې یو بلونکی کله د یو چا د هدایت سبب شي نو دا ورته د سرو اوښانو نه غوره ده، کوم چې د عربو تر ټولو ارزښتمن مالونه دي، نو داسې به شي لکه دا یې چې خاوند وي او یا یې د الله په لار کې خیرات کړي وي.
له زید بن خالد رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ جَهَّزَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَقَدْ غَزَا، وَمَنْ خَلَفَ غَازِيًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِخَيْرٍ فَقَدْ غَزَا». "څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې جنګیالی تیار کړي، نو داسې دی لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي، او څوک چې د الله په لاره کې د جنګیالي د کور سرپرستي وکړي او سختۍ ته یې پرې نږدي نو لکه په خپله چې جنګ ته وتلی وي".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې د الله تعالی په لاره کې جنګیالي ته د سفر اسباب او د اړتیا وړ توکي چمتو کړي لکه: سلاح، سپرلۍ، خوراک، نفقه او داسې نور؛ نو دا د غازي حکم لري، او د جنګیالیو ثواب ورکول کیږي. او څوک چې د جنګیالي چارې په ښه توګه پر غاړه واخلي او د هغه د نه شتون په وخت کې د هغه د کورنۍ د پالنې دنده تر سره کړي، نو داسې ده لکه خپله یې چې په جګړه کې ګډون کړی وي.
د یحیی بن عماره المزني څخه روایت دی وایې چې: عمرو بن أبی حسن مې ولیده چې له عبد الله بن زید څخه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه د اوبو یو کنډول راوغوښت او هغوی ته یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس په څېر اودس وکړ، نو د لوښي څخه یې په لاسونو اوبو را واړولې، نو درې ځلې یې خپل لاسونه ووینځل، بیا یې لاس په کنډول کې ښکته کړ، نو درې ځلې یې خوله ووینځله، او درې ځلې یې پوزې ته اوبه واچولې او بیا یې سوڼ کړه، بیا یې پکې لاس ښکته کړ نو خپل مخ یې درې ځلې ووینځه، بیا یې دوه ځلې لاسونه تر څنګلو پورې ووینځل، بیا یې لاس ورکوز کړ او خپل سر یې مسح کړ، مخته یې داړه لاسونه راکش کړل او بیا یې شاته بوتلل، بیا یې دواړه پښې تر ښنګرو ووېنځلې.
متفق علیه دیعبد الله بن زید رضي الله عنه په فزیکي ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اودس طریقه بیان کړه. نو د اوبو یو وړوکی لوښی یې راوغوښت، د لاسو په وینځلو یې پیل وکړ، بیا یې لوښی راکوږ کړ او اوبه یې ترې راتوی کړې او لاسونه یې د لوښی نه د باندې درې ځلې ووینځل. بیا یې په لوښي کې لاس ښکته کړ، نو درې لپې یې ترې راډکې کړې او د هرې لپې سره به یې خوله او پوزه وینځله او بېرته به یې سوڼ کوله، بیا یې د لوښي څخه لپه راډکه کړه او خپل مخ یې پرې درې ځلې ووینځه. بیا یې ترې لپه راډکه کړه او دواړه لاسونه یې تر څنګلو پورې دوه دوه ځلې ووینځل. بیا یې لوښي ته لاس کوز کړ (لوند یې کړ) او په دواړو لاسونو سره یې سر مسح کړ، داسې چې د سر له پېل څخه یې مسح پيل کړه تر دې چې شاته ورسیده یعنې د ورمېږ تر پورته برخې پورې، بیا یې بېرته راواپس کړل تر دې چې هغه ځای ته راورسېده چې مسح یې ترې پېل کړې وه. بیا یې دواړه پښې له ښنګرو سره ووینځلې.
له عمار بن یاسر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو کار پسې ولېږلم، هلته جنب شوم، اوبه مې ونه موندلې، نو په خاورو کې لکه د څاروي په څېر ورغړېدم، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم، او پدې اړه مې ورته یادونه وکړه، هغه راته وفرمایل: «بسنه کوي چې په لاسونو سره داسې وکړې» بیا یې په دواړو لاسونو یو ځل ځمکه ووهله، بیا يې ښي لاس په چپ لاس راکش کړ او د لاسونو مخ او څټونه یې مسح کړل.
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم عمار بن ياسر رضي الله عنه د خپلو ځينو حاجاتو لپاره په سفر ولېږه، نو هلته په کوروالي کولو او یا په شهوت سره مني وتلو باندې جنب شو، نو اوبه یې ونه موندلې چې غسل پرې وکړي، او له جنابت څخه د تیمم کولو په حکم نه پوهېده، بلکې یوازې له بې اودسۍ څخه یې په حکم پوهېده. نو اجتهاد یې وکړ او دا فکر یې وکړ چې لکه څرنګه د بدن ځينې برخې د اودس لپاره د ځمکې په خاورو سره مسح کيږي، نو له جنابت څخه په تیمم کې باید ټول بدن په خاورو ککړ شي؛ په اوبو یې قیاس وکړ، نو په خاورو کې ولوغړېده تر دې چې ټول ځان یې په خاورو کړ بیا یې لمونځ وکړ، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، پدې اړه یې ورته یادونه وکړه، تر څو پوه شي چې سم کار یې کړی که نه؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته له دواړو بې اودسیو؛ وړې او غټې لکه: تشې متیازې او یا جنابت څخه د پاکوالي طریقه وښوده: داسې چې په دواړو لاسونو سره به ځمکې ته یوه ضربه ورکړي، بیا به چپ لاس په ښي لاس راکش کړي او د دواړو لاسونو مخونه او څټونه به مسح کړي.
له جریر بن عبد الله رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مې په: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ګواهۍ ورکولو، لمانځه ادا کولو، زکات ورکولو، پيروۍ او اورېدلو او هر مسلمان ته په نصیحت کولو بیعت وکړ.
متفق علیه دیصحابي جریر بن عبد الله رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پدې بیعت وکړ چې د الله جل جلاله یووالي به مني، له شرطونو، رکنونو، واجباتو او سنتونو سره به په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ کوي، فرضي زکات به ورکوي چې له مالدارانو اخېستل کیږی او اړمنو غریباتو ته ورکول کیږی، او پدې چې د واکمنانو پیروۍ به کوي، هر مسلمان ته به نصیحت کوي، هغه ته به په خېر رسولو ټینګار کوي او په وینا او کړنو به ورڅخه شر دفع کوي.
له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه له لاس څخه ونیوه او ویې ویل: "اې معاذه، په الله قسم چې زه درسره مینه لرم"، نو ویې فرمایل:«اې معاذه! زه تاته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې مه پرېږده چې ووایې: اې الله، ستا په یادولو، ستا په شکر ادا کولو او ستا په ښه عبادت کولو کې راسره مرسته وکړې».
ابو داود، النسائي او احمد روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د معاذ بن جبل رضي الله عنه لاس ونیوه او ورته یې وویل: قسم په الله چې زه درسره مینه لرم، او اې معاذه! زه درته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې پرې نه ږدې چې ووایې: (اللهم أَعِنّي على ذكرك) اې الله زما سره ستا په یادولو کې مرسته وکړې، په هرې وینا او عمل کې چې ستا پیروۍ ته مې نږدې کوي. (وشُكْرِك) او ستا په شکر ادا کولو، چې نعمتونه تر لاسه کړم او له نعمتونو څخه د بې برخې کېدلو پر وړاندې مانع وګرځي. (وحُسْن عبادتك) او ستا په ښایسته عبادت، چې الله تعالی ته پکې اخلاص وي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه برابر وي.