





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «الله تعالی فرمايي: د بني آدم هر عمل د هغه لپاره دى پرته له روژې څخه چې هغه زما لپاره ده او زه پرې اجر ورکوم او روژه ډال دی او کله چې په تاسو کې د یو چا د روژې ورځ وي نو پوچې خبرې او په لوړ اواز دې بد رد نه وایي، که چېرته ورته چا کنځلې وکړې او یا یې ورسره شخړه کوله، نو ودې وایي چې زه روژه دار سړی یم، او قسم په هغه ذات چې د محمد صلی الله علیه وسلم نفس د هغه په لاس کې دی چې د روژه دار انسان د خولې بوی د الله تعالی په نزد د مشکو له بوی څخه پاکیزه دی، د روژه دار لپاره دوه خوښۍ دي چې خوشحاله کوي یې: کله چې روژه ماته کړي نو خوشحاله شي او کله چې د خپل رب سره مخ شي نو په خپله روژه خوشحاله شي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې الله جل جلاله په قدسي حدیث کې فرمایلي دي: د بنی آدم د هر عمل نیکۍ یو په لسه تر اووه سوه چنده پورې زیاتېږي، پرته له روژې څخه، چې هغه زما لپاره ده او ځان ښودنه پکې نه کیږي، نو زه پرې بدله ورکوم او زه یوازې د هغه د نیک عمل د ثواب په اندازه پوهېږم چې څو چنده یې کړم او نیکۍ یې ورته څومره زیاتې کړم. بیا یې وفرمایل: (او روژه ډال دی) او د دوزخ له اور څخه د ساتنې، پوښ او قوي کلا ده؛ ځکه چې له خواهشاتو څخه ځان ساتل او ګناه کول دي او دوزخ په خواهشاتو پوښل شوی دی. (فإذا كان يوم صوم أحدكم فلا يرفث) نو ناوړه خبرې دې نه کوي لکه د کوروالي او مستۍ په اړه او نه مطلق پوچه وینا دې نه کوي. (ولا يَصخب) او د جنګ جګړې پر مهال دې چغې نه وهي. (فإنْ سابّه أحد أو قاتله) نو که ورته (په روژه کې) ښکنځل وکړه او یا یې ورسره شخړه وکړه؛ نو ودې وایې چې: زه روژه دار یم؛ کېدی شي ترې منع شي، خو که هغه خامخا په رښتیا سره شخړه کوله نو تر ټولو (په لږ زور کارولو سره دې) منع کړي، لکه تېری کوونکی چې څنګه منع کیږي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم قسم یاد کړ او د هغه ذات په نوم یې لوړه وکړه چې نفس یې د هغه په واک کې دی چې د روژې له امله د روژه لرونکي خوله بدبویه کېدل به د الله تعالی په نېز د قیامت په ورځ د مشکو له بوی څخه ډېره خوشبو وي، او د هغو مشکو له کارولو څخه به ډېر ثواب ولري چی د جمعې په لمانځه او د ذکر په مجلسونو کې یې کارول سنت دي. روژه دار لره دوه خوشحالۍ دي چې پرې به خوښ شي: کله چې روژه ماته کړي نو د لوږې او تندې په ختمېدو سره خوشحالیږي، او پدې چې د روژې د ماتولو اجازه ورکړل شوه، همدارنګه د روژې په بشپړولو او د عبادت په پای ته رسولو او دا چې رب یې پرې اساني راوسته او په راتلونکي کې د روژې نیولو توان ورکړي. (وإذا لقي ربه فرح بصومه) او کله چې د خپل رب سره مخ شي نو د خپلې روژې په بدله او ثواب به خوشحاله شي.
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: یوه شپه مې رسول الله صلی الله علیه وسلم په بستر کې ونه موند نو زه یې په لټه کې شوم، تر دې چې زما لاس د هغه د پښو په تلو ولږېده، په داسې حال کې چې هغه په جومات کې و، او پښې یې ودرولې وې (د سجدې په حالت کې و) او داسې یې ویل:«اللهُمَّ أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَبِمُعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ». «اې الله! زه ستا له غضب څخه ستا په رضایت او ستا له عذاب څخه ستا په بخښنې پناه غواړم، او له تا نه پر تا پناه نیسم، او زه پر تا ستاینې نه شمېرم (دومره ستاینه دې نه شم کولی) لکه څومره چې تا پر خپل ځان ستاینه کړې ده (لکه څومره چې ته د ستاینې وړ یې)
مسلم روايت کړی دیعائشه رضي الله عنها وایې چې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګ ته ویده وم، هغه مې د شپې ونه موند، نو لاسونه مې د کوټې هغه ځای ته ورتېر کړل چې لمونځ به یې پکې کاوه؛ ګورم چې په سجده دی او دواړه قدمونه یې درولي دي او وایې: زه تا وسیله ګرځوم او پر تا پناه غواړم، (برضاك من سخطك)، ستا په رضایت ستا له قهر څخه- پر ما او زما پر امت - پناه غواړم، او زه ستا له عذاب څخه ستا په عفوې او ستا په زیاتې بخښنې سره پناه غواړم. او پناه نیسم پر تا او ستا د جمال په صفتونو چې ستا د جلال له صفتونو څخه دي، ځکه چې پناه یوازې هم ستا څخه غوښتل کېږي، نو نه خو د خلاصي ځای شته او نه د الله څخه د تېښتې پناه ګاه شته پرته له هغه څخه. زه د دې وړتیا نه لرم چې پر تا ستاینې وشمېرم، او له دې عاجز یم چې ستا نعمتونه او احسانونه چې ته یې مستحق یې په شمېر کې راولم، که څه هم هر څومره کوښښ وکړم. لکه څومره چې تا د خپل ځان ستاینه کړې ده، نو همدا ته هغه ذات یې چې د ځان ستاینه دې هغه ډول کړې لکه څنګه چې ستا د شان سره ښایي، نو څوک دی چې ستا د ثنا حق به ادا کړي؟!
له شريح بن هاني څخه روايت دی وايي چې: له عائشې رضي الله عنها څخه مې وپوښتل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله کور ته ننوت، نو په څه به یې پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک.
مسلم روايت کړی دید رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه یوه دا وه چې د ورځې او شپې پر مهال به چې هر وخت کې کور ته ننوت، نو پېل به یې په مسواک کاوه.
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې یو سړی یاد شو چې ټوله شپه تر سهاره ویده پاتې شوی و، هغه وفرمایل: «ذَاكَ رَجُلٌ بَالَ الشَّيْطَانُ فِي أُذُنَيْهِ، أَوْ قَالَ: فِي أُذُنِهِ». «دا هغه سړی دی چې شیطان یې په غوږونو کې متیازې کړي، یا یې داسې وویل چې: په غوږ کې یې »
متفق علیه دید رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې د یو سړي یادونه وشوه چې د سهار د لمر تر راختلو پورې ویده و او فرضي لمانځه ته نه و پاڅیدلی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا هغه سړی دی چې شیطان یې په غوږ کې متیازې کړي دي.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «يَعْقِدُ الشَّيْطَانُ عَلَى قَافِيَةِ رَأْسِ أَحَدِكُمْ إِذَا هُوَ نَامَ ثَلاَثَ عُقَدٍ يَضْرِبُ كُلَّ عُقْدَةٍ عَلَيْكَ لَيْلٌ طَوِيلٌ، فَارْقُدْ، فَإِنِ اسْتَيْقَظَ فَذَكَرَ اللَّهَ، انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ تَوَضَّأَ انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ صَلَّى انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَأَصْبَحَ نَشِيطًا طَيِّبَ النَّفْسِ، وَإِلَّا أَصْبَحَ خَبِيثَ النَّفْسِ كَسْلاَنَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک ویده شي نو شیطان یې د سر شاته برخې ته درې غوټي ورکړي او له هرې غوټي سره ورته وایې چې مخې ته دې لویه شپه ده نو ویده شه، که چېرته راویښ شو او الله تعالی یې یاد کړ، نو یوه غوټه یې خلاصه شي، او که اودس یې وکړ (بله) غوټه یې خلاصه شي او که چېرته یې لمونځ وکړ بله غوټه یې خلاصه شي، نفس یې پاکیزه او تازه شي، که نه نو په داسې حال کې به پرې سبا شي چې تمبل او مردار نفس لرونکی به وي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د شیطان حالت او د هغه چا سره د مبارزې په اړه خبر ورکوي چې غواړي د شپې یا سهار لمانځه لپاره پاڅېږي. نو مؤمن انسان چې کله ویده شي، شیطان یې څټ یعنې: د سر شاته برخې ته درې غوټي ورکړي. کله چې مؤمن له خوبه راویښ شي او د الله جل جلاله ذکر وکړي او د شیطان وسوسې ونه منې؛ نو یوه غوټه خلاصه شي. او کله چې اودس وکړي دویمه خلاصه شي. او که پاڅېده لمونځ یې وکړ دریمه غوټه هم خلاصه شي، نو تازه او پاکیزه راپاڅیږي، او خوشحاله وي پدې چې الله تعالی د بندګۍ توفیق ورکړ، او پدې چې الله تعالی ورسره د اجر او بخښنې ژمنه کړې ده، سربېره پر دې د شیطان له غوټو او تړلو یې هم خلاص کړ، که نه نو مردار به پروت وی، زړه به یې خفه و او د خیر او نیکۍ په کارونو کې به سست وی؛ ځکه چې د شیطان په زنځیرونو تړلی او د رحمن ذات له نږدې کیدو به لرې وی.
له مَعْدَانَ بْنِ أَبِي طَلْحَةَ الْيَعْمَرِي څخه روایت دی وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ازاد شوي غلام ثوبان سره مخ شوم، نو ورته مې وویل: په داسې یو عمل مې خبر کړه چې الله تعالی مې پرې جنت ته داخل کړي؟ یا وایي چې ومې ویل: هغه عمل چې الله تعالی ته ګران وي، نو چپ شو. بیا مې ترې پوښتنه وکړه، نو چپ شو، بیا مې ترې په دریم ځل پوښتنه وکړه، نو ویې ویل: پدې اړه مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، نو ویې فرمایل: «عَلَيْكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ لِلَّهِ، فَإِنَّكَ لَا تَسْجُدُ لِلَّهِ سَجْدَةً، إِلَّا رَفَعَكَ اللهُ بِهَا دَرَجَةً، وَحَطَّ عَنْكَ بِهَا خَطِيئَةً» « الله تعالی ته ډېرې سجدې کوه، ځکه چې ته الله ته هره سجده کوې، الله تعالی دې پرې درجه لوړوي، او یوه ګناه درڅخه تویوي» معدان وویل: بیا له ابو الدرداء سره مخ شوم نو پوښتنه مې ترې وکړه، نو هغه خبره یې راته وکړه لکه څنګه چې ثوبان راته کړې وه.
مسلم روايت کړی دیله پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د هغه کار په اړه پوښتنه وشوه چې جنت ته د ننوتلو سبب ګرځي، یا د هغه عمل په اړه چې الله تعالی ته زیات ګران وي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتونکي ته وویل: په لمانځه کې زیاتې سجدې کوه، ځکه ته چې الله تعالی ته هره سجده کوې، نو الله دې پرې درجه لوړوي او یوه ګناه درته بښي.
له عائشې أم المؤمنین رضي الله عنها څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د (روژې د میاشتې) په وروستیو لسو شپو کې د نورو شپو په پرتله زیات زیار ویسته.
مسلم روايت کړی دیکله به چې د روژې وروستۍ لسیزه راورسېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به په عبادت او اطاعت کې ډېر زیار ویسته او د ښېګڼې د اعمالو په ډولونو کې به یې د نورو نیکو عملونو په پرتله له حده زیاته مبالغه کوله، دا د دې شپو د عظمت او فضیلت او د لیلة القدر د لاندې کولو پسې د هڅې له امله.
له ابو عبس عبدالرحمن بن جبر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د هغه بنده پښو ته به اور ونه رسېږي چې د الله په لار کې په ګردونو شوي وي».
بخاري روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته زیری ورکوي چې د الله په لار کې د جهاد پر مهال یې پښې ګردجنې شوي وي چې اور به ورته ونه رسېږي.
له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه د خپل پوروړي پسې ورغی، هغه ترې پټ شو، بیا یې وموند او ویې ویل: زه په سختۍ کې یم (لاس می تنګ دی او څه نه لرم)، هغه وویل: ستا دې په الله قسم وي؟ ويې ويل: په الله قسم؟ هغه وفرمایل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یي: «که څوک خوښ ګڼي چې الله تعالی یې د قیامت د ورځې له سختیو څخه وساتي؛ نو د نادار او بې وزله لاس نیوی دې وکړي، او یا دې ورته پرېږدي».
مسلم روايت کړی دیابو قتاده الانصاري رضي الله عنه د یو قرضدار په لټه کې و چې ترې پټېده، هغه یې وموند، نو قرضدار ورته وویل: زه نادار یم او ستا د پور د ادا کولو لپاره پیسې نه لرم. نو ابو قتاده رضي الله عنه ورته قسم ورکړ چې پيسې نه لري؟ نو په الله یې قسم وکړ چې په خپله وینا کې ریښتونی دی. ابو قتاده رضي الله عنه وايي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدلي چې ویل یې: که څوک خوښ ګڼي او خوشحالېږي چې الله جل جلاله یې د قیامت د ورځې له سختیو او وحشتونو څخه وساتي نو د تنګ لاسي پوروړي سره دې سختي نه کوي، یعنې نېټه دې ورته اوږده کړي او پور دې ترې ورورسته وغواړي، او یا دې ورته د پور یوه برخه او یا ټول وبخښي.