Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way






























Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یښنۍ د وخت د دوو لمونځونو په ادا کولو ټینګار کوي چې هغه د سهار او مازدیګر لمونځونه دي، او زېری ورکوي چې چا دا دواړه وکړل او د دوی حق یې ادا کړ یعنې په وخت او جماعت سره یې ادا کړل، نو دا دواړه به یې جنت ته د داخلېدو لامل وګرځي.
نبي صلی الله علیه وسلم څرګنده کړې ده چې د رضاعت له امله هغه څه حرامېږي چې د زیږون او نسب له امله حرام وي، لکه د ماما، تره ، ورور او نور محرمې اړیکې... او همدارنګه هغه څه د رضاعت له امله روا کېږي چې د زیږون له امله روا دي.
ابوهریرة رضي الله عنه خبر ورکوي چې دوست یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د دریو خویونو په درلودلو وصیت کړی دی: لومړی: له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه نیول. دویم: هره ورځ د څاښت دوه رکعته لمونځ کول. دریم: له وېده کېدو وړاندې وتر کول، د هغه چا لپاره چې وېره لري د شپي په وروستۍ برخه کې نه شي راویښېدلی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د رمضان د میاشتې د داخلېدو او پای ته رسېدو د علامې په اړه وضاحت ورکړی او فرمایلي یې دي: کله مو چې د رمضان میاشت ولیده نو روژه شئ، او که چېرته ستاسو او د میاشتې تر منځ ورېځ راغله او درڅخه پټه شوه نو د شعبان د میاشتې دیرش ورځې وشمېرئ، او کله مو چې د شوال میاشت ولیده نو بوزه شئ، او که چېرته ستاسو او د میاشتې تر منځ ورېځ راغله نو د رمضان د میاشتې دېرش ورځې وشمېرئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو ویناوو او عملونو په پرېښودلو امر کړی چې تا په شک کې اچوي چې آیا له دې څخه به منع شوي وي که نه، آیا حرام به وي که حلال، نو هغه څه ته ترې واوړه چې تا په شک کې نه اچوي او ته یې له ښه والي او حلالوالي څخه ډاډه یې، داسې څه چې زړه ورته ډاډ او سکون پیدا کوي او په څه کې چې شک وي نو انسان پکې زړه نازړه او د اضطراب په حالت کې وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې مسلمان کله په جماعت سره لمونځ وکړي، نو هغه لمونځ یې په کور یا بازار کې د لمانځه څخه څه د پاسه شل ځلې غوره دی. بیا یې د دې لامل بیان کړ، هغه دا چې یو سړی کله اودس وکړي؛ بشپړ او ښایسه اودس وکړي، بیا جومات ته ووځي، د لمانځه پرته یې بل څه نه راوباسي، نو هیڅ قدم نه اخلي مګر دا چې یوه مرتبه او درجه یې پرې لوړیږي او یوه ګناه ترې لرې کیږي. نو کله چې جومات ته ننوځي او د لمانځه په انتظار کې کېني، نو د لمانځه اجر او ثواب ورکول کیږي تر څو چې دی د لمانځه انتظار باسي، او ملاېکې ورته تر هغه دعا کوي چې د لمانځه په ځای کې ناست وي، وایي: "اللهم اغفر له، اللهم ارحمه، اللهم تُبْ عليه" "ای الله بښنه ورته وکړه، ای الله رحم پرې وکړه، ای الله توبه یې قبوله کړه" تر هغه ورته دا دعا کوي تر څو یې چې اودس نه وي مات کړی یا یې داسې کوم کار نه وي کړی چې خلک او یا ملاېکې پرې ازاریږي.
نبي صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې د مسلمان وینه تویول حرام دي، مګر دا چې له دریو کارونو څخه یو ترسره کړي: لومړی دا چې: څوک په زنا ګناه کې واقع شي حال دا چې په صحیح عقد سره یې نکاح کړي ويِ؛ نو په رجم سره یې وژل روا دي. دویم: چا چې بې ګناه نفس په قصدي توګه وواژه، نو د شرطونو مطابق دی هم باید ووژل شي. دریم: دا چې څوک د مسلمانانو له جماعت څخه جلا شي؛ یا دا چې په بشپړه توګه اسلام پرېږدي او مرتد شي او یا دا چې مرتد نه وي خو له ډلې جلا شي لکه باغیان، لاره شکوونکي غله او د خوارجو جنګیالي او داسې نور.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې که چېرته خلکو ته په تشې دعوې کولو یو څه ورکول کېدی؛ پرته لدې چې ثبوت وړاندې کړي او یا قرائن شتون ولري؛ نو ځینو خلکو به په نورو د مال او ویني دعوا کړې وه، خو اصل دا دی چې څوک دعوه کوي نو پر هغه د هغه څیز د لاسته راوړلو لپاره د ثبوت وړاندې کول دي او که چېرته ثبوت ونه لري، نو دوسيه (قضیه) مدعی علیه ته وړاندې كېږي، كه هغه ترې انکار وکړ، نو قسم به خوري او براءت به حاصلوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هر هغه څوک چې هوږه او یا پیاز وخوري جومات ته له تلو څخه منع کړی دی، تر څو خپل هغه وروڼه په بدبویۍ سره ونه ازاروي چې جومات ته د جماعت لپاره راغلي دي، جومات د تللو په اړه دا ممانعت تنزیهي دی، نه دا چې دا خواړه ناروا دي، ځکه چې دا مباح خوراکونه دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه کټوۍ راوړل شوه چې سبزیجات پکې وو، نو کله یې چې بوی کړل او د هغه څه په اړه خبر ورکړ شو چې په کټوۍ کې دي نو له خوړلو یې انکار وکړ او خپلو نورو ملګرو ته یې د خوړلو لپاره وړاندې کړل، نو هغه هم د ده پسې د اقتدا له مخې له خوړلو کرکه وکړه، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولېده ویې فرمایل: وخوره؛ ځکه چې زه له ملاېکو سره په وحي ملاقات کوم. او رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې ملاېکې د بد بوی له امله داسې ازاریږي لکه څنګه چې بنی آدم ازاریږي.