





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم به د لمانځه د پرانیستې پر مهال خپل لاسونه د اوږو په برابرۍ پورته کول، او کله به يې چې د رکوع لپاره تکبیر وایه او کله به يې چې له رکوع څخه سر پورته کاوه همدا رنګه به یې دواړه پورته کول او ویل به یې: «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ» " الله د هغه چا ثنا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، اې زمونږه ربه تا لره ستاینه ده» او د سجدې پر مهال به يې داسې نه کول.
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم به د لمانځه پر مهال خپل لاسونه اوږو ته مخامخ یا د اوږو برابر پورته کول، (اوږه) هغه ځای دی چې داوږې او بازو هډوکي سره یو ځای کیږي. لومړی مقام: کله چې په تحریمه تکبیر سره د لمانځه پرانیسته کوي. دویم: کله چې د رکوع لپاره تکبیر وایي. دريم: کله چې له رکوع څخه سر پورته کړي او ووايي: سمع الله لمن حمده ربنا ولک الحمد. د سجدې په پيل کې به يې لاسونه نه پورته کول او نه به يې د پورته کېدو پر مهال.
له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم راته تشهد داسې رازده کړ لکه څرنګه به یې چې له قرآن څخه یو سورت رازده کاوه، دا پداسې حال کې چې زما لاس د هغه په لاسونو کې و: «التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ، وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، السَّلاَمُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ» ټولې ستاینې ژبنې، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا ای پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو، ګواهي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نشته او ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی». او د دواړو په یو بل لفظ کې راغلي: «إِنَّ اللهَ هُوَ السَّلَامُ، فَإِذَا قَعَدَ أَحَدُكُمْ فِي الصَّلَاةِ فَلْيَقُلْ: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، فَإِذَا قَالَهَا أَصَابَتْ كُلَّ عَبْدٍ لِلَّهِ صَالِحٍ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، ثُمَّ يَتَخَيَّرُ مِنَ الْمَسْأَلَةِ مَا شَاءَ». «یقینا الله سلام دی، نو کله چې ستاسو څخه یو څوک په لمانځه کې کېناست نو ودې وایي: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ...ثنا، ستاینې او پاکۍ الله لره دي، اې نبي ! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه دې وي، پر مونږ او دالله پر نیکو بندګانو دې سلام وي. کله یې چې دا دعا وویله هر نېک بنده ته به په اسمان او ځمکه کې ورسیږي. (بیا به ووایي) ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پدې ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. د دې پسې بیا کولی شي هر ډول سوال او دعا چې وغواړي غوره یې کړي»
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم ابن مسعود رضي الله عنه ته هغه تشهد ور زده کړ چې په لمانځه کې وېیل کېږي، پداسې حال کې چې د ابن مسعود لاس یې په دواړو لاسونو نیولی و، تر څو د ابن مسعود پام ځانته را واړوي، تشهد یې داسې ور زده کړ لکه څرنګه یې چې د قرآن یو سورت ور زده کاوه. دا کار د دې تشهد الفاظو او معنا ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم پاملرنه ښيي. نو ویې فرمایل: "التَّحِيَّات لله": دا هره هغه وینا او عمل دی چې پر تعظیم دلالت کوي، چې د ټولو حقدار الله جل جلاله دی. "الصَّلَوَاتُ": دا هغه پېژندل شوی لمونځ دی چې د الله تعالی لپاره یې فرض او نفل کیږي. "الطَّيِّبَاتُ": دا هغه ښې ویناوې، عملونه او پاکیزه صفتونه دي چې د کمال څرګندونه کوي او د ټولو حقدار الله جل جلاله دی. "السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته" هغه ته له هر مصیبت او ضرر څخه د خوندي پاتې کېدلو او د هر ډول خیر او ښېګڼې د زیاتوالي دعا ده. "السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين": د لمونځ کوونکي او په اسمان او ځمکه کې د هر صالح بنده لپاره د خوندیتوب دعا ده. "أشهد أن لا إله إلا الله": يعنې زه په ټينګه اقرار کوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته. "وأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ ورسولُهُ": او زه پدې اقرار کوم چې هغه د الله بنده دی او رسالت یې تر ټولو وروستی او د پيغمبرۍ لړۍ لره پای ته رسوونکی دی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کوونکی وهڅاوه چې هر ډول دعا وغواړي نو غوره دې کړي.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعا کوله او وېیل به یې: « اې الله! زه پر تا د قبر له عذاب څخه پناه نیسم او د اور له عذاب څخه، او پناه نیسم پر تا د ژوند او مرګ او مسحه شوي دجال له فتنې څخه». او د مسلم په لفظ کې راځي «کله چې ستاسو څخه یو له وروستي تشهد څخه فارغ شو، نو له څلورو شیانو څخه دې الله ته پناه یوسي: د دوزخ له عذابه، د قبر له عذابه، د ژوند او مرګ له فتنې او د مسحه شوي دجال له فتنې څخه».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم به په لمانځه کې د وروستي تشهد پسې او له سلام ګرځولو څخه مخکې له څلورو شیانو څخه په الله جل جلاله پناه غوښتله او مونږ ته یې امر کړی چې مونږ هم ترې پناه وغواړو، لومړی: د قبر له عذاب څخه. دویم: او د قیامت په ورځ د اور له عذاب څخه. دریم: د ژوند له فتنې څخه، یعنې د دنیا له حرامو خواهشاتو او ګمراه کوونکو شکونو څخه او د مرګ له فتنې څخه، یعنې د ځنکندن پر مهال، چې هغه له اسلام او سنت څخه اوړېدل دي، او د قبر له فتنې (امتحان) څخه لکه د دوو پرښتو پوښتنه. څلورم: د دجال فتنه چې په اخر وخت کې به راڅرګند شي، او الله تعالی به پرې خپل بندګان وازمايي؛ له هغه څخه یې د لوې فتنې او ګمراهۍ له امله په ځانګړي توګه یادونه وکړه.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله په لمانځه کې تکبیر ووایه نو له قراءت پیلولو وړاندې به یوه لحظه چپ پاتې شو، نو ما وویل: اې د الله رسوله ! زما پلار او مور دې له تا څخه قربان شي، د تکبیر او قراءت تر منځه د چوپتیا په اړه خبر راکړه، چې څه وایې؟ هغه وفرمایل: «زه وایم: اللهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ، اللهُمَّ نَقِّنِي مِنْ خَطَايَايَ كَمَا يُنَقَّى الثَّوْبُ الْأَبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ، اللهُمَّ اغْسِلْنِي مِنْ خَطَايَايَ بِالثَّلْجِ وَالْمَاءِ وَالْبَرَدِ».اې الله زما او د ګناهونو تر منځه داسې لرې والی راوله لکه څرنګه دې چې ختیځ له لوېدیځ څخه لرې کړی دی، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره ومینځه.
متفق علیه دیکله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه لپاره تکبیر وکړ، نو د فاتحې ویلو نه مخکې به یې یو لنډ ځنډ کاوه چې پدې کې به یې لمونځ په ځینو دعاګانو سره پرانیسته، او ځینې لدې دعاګانو څخه چې واردې دي د هغه دا وینا ده: «اللهم باعد بيني وبين خطاياي كما باعدت بين المشرق والمغرب، اللهم نقني من خطاياي، كما ينقى الثوب الأبيض من الدنس، اللهم اغسلني من خطاياي بالماء والثلج والبرد»، اې الله زما او زما د ګناهونو تر منځه داسې لرې والی راوله لکه څرنګه دې چې ختیځ له لوېدیځ څخه لرې کړی دی، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره ومینځه. له الله جل جلاله څخه غوښتنه کوي چې د هغه او ګناهونو تر منځه یې لرې والی راولي تر څو پکې واقع نه شي، داسې لرې والی چې هېڅکله یې تر منځه ملاقات ونه شي، لکه څنګه چې د ختيځ او لوېديځ تر منځ هېڅکله ملاقات نه کیږي، او که چېرته په ګناه کې واقع شو نو چې داسې یې ترې پاک کړي او ګناهونه ترې لرې کړي لکه څنګه چې له سپینې جامې څخه خیري لرې کیږي، او دا چې له ګناهونو یې پدې پاکیزه شیانو؛ اوبو، واورې او یخ سره پاک کړي، تر څو د ګناهونو لمبې او تودوخه سړه شي.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې ستاسو څخه د یو چا په لوښي کې سپی څښاک وکړي نو اووه ځلې دې ووینځي». او د مسلم روایت دی چې «لومړی یې په خاورو سره».
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چي هغه لوښی دې اووه ځلي ومينځل شي چې سپي پکې ژبه وهلي وي، داسې چې لومړی ځل یې په خاورو سره وي او ورپسې په اوبو، نو پدې سره به بشپړ پاکوالی رامنځته شي او د نجاست او ضرر مخنیوی به یې وشي.
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حاجت رفع کولو ته ننوتلو نو وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَبَائِثِ». «اې الله! زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو څخه پناه نیسم».
متفق علیه دیکله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل هغه ځای ته ننوځي چې حاجت به یې پکې رفع کاوه، یعنې تشې یا ډکې متیازې به یې کولې، نو په الله تعالی به یې پناه غوښتله تر څو یې د نرانو او ښځینه شیطانانو له شر څخه وساتي. او د: (الخبث والخبائث) تفسیر په شر او پلیتیو هم شوی دی.
له سهل بن حنیف رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ سَأَلَ اللهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ بَلَّغَهُ اللهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ، وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ». "څوک چې په اخلاص سره له الله تعالی څخه شهادت وغواړي، الله به یې د شهیدانو مرتبې ته ورسوي، که څه هم په خپل بستر کې مړ شي".
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي څوک چې د الله تعالی په لار کې شهادت او مرګ وغواړي او په خپل دې نیت کې الله تعالی ته مخلص وي، نو الله تعالی به یې په ریښتیني نیت سره د شهیدانو مرتبه ورکړي، که څه هم له جهاد پرته په بستر کې مړ شي.
له أم المؤمنین مېمونې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې د غسل لپاره اوبه کېښودې، نو په یوې تکې سره مې پټ کړ، هغه په خپلو لاسونو اوبه راتوې کړې، دواړه لاسونه یې ووینځل، بیا یې په ښي لاس سره په چپ لاس اوبه واچولې نو خپل عورت یې ومینځه، بیا یې لاس پر ځمکه راښکود او ویې مږه، بیا یې ومینځه، نو خولې او پوزې ته یې اوبه واچولې او مخ او دواړه مټې یې ومینځلې، بیا یې په سر اوبه واړولې او پر نور ځان یې تېرې کړې، بیا څنډې ته شو، نو دواړه پښې یې ومینځلې، بیا مې یوه تکه ورکړه خو هغه وا نه خسته او روان شو پداسې حال کې چې لاسونه یې څنډل.
متفق علیه دیأم المؤمنین میمونه رضی الله عنها موږ ته له جنابت څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د غسل طریقه بیان کړه چې هغې ورته د غسل لپاره اوبه کېښودې، او په یوې تکې سره یې پټ کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم لاندې کارونه تر سره کړل. لومړی: مخکې لدې چې لاسونه په لوښي کې ښکته کړي په دواړو لاسونو یې اوبه راواړولې او ویې مینځل. دویم: په ښي لاس سره يې په چپ لاس اوبه واچولې او خپله شرمګاه يې ومینځله. تر څو یې له هر ډول ناپاکۍ پاکه کړي چې د جنابت له امله ورپورې نښتې وه. دریم: لاس یې په ځمکه ومږه، بیا یې ومینځه تر څو ترې ناپاکي لاړه شي. څلورم: مضمضه یې وکړه؛ خولې ته یې اوبه واچولې بیا یې وخوځولې، په خوله کې یې تاوې راتاوې کړې او بیا یې توی کړې، او استنشاق یې داسې وکړ چې پوزې ته یې اوبه کش کړې، بیا یې بېرته سوڼ کړې تر څو پاکه شي. پنځم: مخ او دواړه مټې یې ومینځلې. شپږم: په سر یې اوبه واړولې. اووم: په پاتې بدن یې اوبه واړولې. اتم: له خپل ځای نه بل ځای ته شو او په بل ځای کې یې پښې ومینځلې، ځکه چې مخکې یې نه وې وینځلې. بیا یې ورته یوه تکه راوړه چې ځان پرې وچ کړي، خو هغه یې وانه خیسته او په لاسونو یې له ځان څخه اوبه وڅنډلې.
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له جنابت څخه غسل کاوه نو، لاسونه یې ومینځل او لکه د لمانځه په څېر اودس یې وکړ، بیا یې غسل وکړ، بیا یې ويښتانو کې ګوتې ننباسلې تر دې چې ډاډه شو چې لاندې پوستکی یې لوند شو بیا یې درې ځلې (مخ ته) اوبه واچولې، بیایې ټول ځان ووینځه او فرمایلي یې دي، ما او د الله رسول صلی الله علیه وسلم به له یو لوښي څخه لامبل، دواړو به ترې لپې را اخېستلې.
بخاري روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله غوښتل له جنابت څخه غسل وکړي نو د لاسونو پر وینځلو به یې پیل وکړ. بیا به یې داسې اودس وکړ لکه څنګه چې د لمانځه لپاره کېږي، بیا به یې وېښتان په لاسونو سره خلال کړل، تر دې چې ډاډمن به شو چې د وېښتانو بېخونه لانده شول او مخ ووینځل شو، بیا به یې په سر درې ځلې اوبه واړولې او د بدن پاتې برخه به یې ومینځله. او عایشې رضي الله عنها فرمایلي چې: ما او رسول الله صلی الله علیه وسلم به له یو لوښي څخه لامبل، دواړو به ترې لپې راډکولې.