Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way






























Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې اذان کوونکی له اذان څخه فارغ شي او اورېدونکی دا دعا ووایي: (اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ)، اې د دې بلنې ربه! دا د اذان هغه الفاظ دي چې د الله تعالی عبادت او لمانځه ته پرې بلنه ورکول کیږي، (التَّامَّةِ) یعنې بشپړې بلنې چې د توحید او رسالت بلنه ده، (وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ) او اې د هغه لمونځ ربه چې تل تر تله به ادا کېږي، (آتِ) ورکړه، (مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ) محمد صلی الله علیه وسلم ته په جنت کې هغه لوړ مقام او منزلت ورکړه چې له هغه پرته بل چاته نه ښایي، (وَالفَضِيلَةَ) او هغه رتبه چې د مخلوقاتو له رتبې څخه ښه او غوره ده (وَابْعَثْهُ) او ورکړه (مَقَامًا مَحْمُودًا) هغه ستایل شوې رتبه چې استوګن یې ستایل کېږي، کومه چې د قیامت په ورځ لوی شفاعت دی (چې دی به یې کوي)، (الَّذِي وَعَدْتَهُ) هغه چې تا یې ورسره په خپله دې وینا کې ژمنه کړې ده چې: {عسى أن يبعثك ربك مقامًا محمودًا} لرې نه ده چې ستا رب به تا د ستاينې وړ مقام خاوند كړي. تر څو دا مقام د هغه صلی الله علیه وسلم شي. نو څوک چې دا دعا ووايي د قيامت په ورځ به د رسول الله صلى الله عليه وسلم د شفاعت مستحق وي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابه کرامو او په تېره بيا مخکښو مهاجرينو او انصارو ته له کنځلو کولو منعه کړې ده؛ او فرمایلي یې دي چې که یو څوک د احد د غره په اندازه سره زر خیرات کړي نو په ثواب کې به د صحابه کرامو د یوې یا نیمې لپې خیرات ته هم ونه رسیږي، د لپې څخه مراد د برابر سړي دواړه لاسونه دي چې (سره یو ځای یې کړي او) ډک یې کړي؛ دا د هغوی د زیات اخلاص، پاکو نیتونو او په خیرات کولو کې د مخکښۍ او جګړې له امله او دا چې هغوی د مکې له فتحې څخه وړاندې په سختو شیبو کې وو او خپله یې اړتیا زیاته وه.
نبي ﷺ خبر ورکوي چې هغه څوک به اور ته داخل نه شي چې د هجرت په دویم کال کې د بدر په جګړه کې د نبي ﷺ سره د جنګ په نیت حاضر شوی وي، او نه هم هغه څوک چې د حدیبیې په سوله کې حاضر شوی وي، چې پکې د رضوان بیعت شوی و او دا د هجرت په شپږم کال کې ترسره شوې وه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې ابوبکر او عمر رضي الله عنهما له انبیاوو وروسته د بشریت تر ټولو غوره خلک دي، او تر ټولو بهتر دي چې له انبیاوو او پېغمبرانو وروسته جنت ته داخلېږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې د هغه دوه لمسیان؛ حسن او حسین چې د علي بن ابي طالب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور فاطمې رضي الله عنهم زامن دي، دوی دواړه په فضیلت کې د هر هغه ځوان باداران دي چې په ځوانۍ کې مړ شي، یا دا چې دواړه د ټولو جنتي ځوانانو سرداران دي، پرته له انبیاوو او خلفای راشدینو څخه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې بنده کله مړ شي نو د ورځې په سر او په پای کې به یې په جنت او یا دوزخ کې ځای وروښودل شي؛ که جنتي وي نو ځای به یې په جنت کې وروښودل شي، او که دوزخي وي، نو ځای به یې په اور کې وروښودل شي او ورته به وویل شي: دا ستا هغه ځای دی چې د قیامت په ورځ به ورته راپورته کېږې؛ نو پدې سره مؤمن راحتېږي او کافر عذابېږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې دا دین به د ځمکې ټولې برخې وپوښي، هر هغه ځای ته چې شپه او ورځ رسېدلي دا دین به ور ورسیږي. او الله تعالی به ښارونو، کلیو او بانډو کې هېڅ کور پرې نه ږدي پرته له دې چې دا دین پرې ورننباسي. نو چا چې دا دین قبول کړ او ایمان یې پرې راوړ، نو د اسلام په درناوي سره به عزتمند وي. او چا چې ترې انکار وکړ او کفر یې پرې وکړ نو ذلیل او سپک به شي. بیا تمیم داري رضي الله عنه وایي چې هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه وړاندوینه کړې وه د خپلې کورنۍ په خلکو کې مې ولیدل؛ چا چې له دوی څخه اسلام راوړی و، نو ښېګڼه، شرف او عزت یې تر لاسه کړ، او چا چې له دوی څخه کفر وکړ؛ ذلیل او سپک شول او سربېره پر دې به یې مسلمانانو ته جزیه هم ورکوله.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبدالله بن جدعان په اړه چې له اسلام څخه مخکې د قریشو له مشرانو څخه و، وفرمایل: د هغه له نیکو اعمالو څخه دا دي چې خپلوانو سره خپلولي پالي، له هغوی سره نیکي کوي، مسکینانو ته خواړه ورکوي او داسې نور نیک کارونه کوي چې اسلام یې په تر سره کولو ټینګار کړی دی، نو په الله تعالی باندې د هغه د کفر له امله ورته دا کارونه په آخرت کې هیڅ ګټه نه رسوي، ځکه هغه یوه ورځ هم ندي ویلي چې: ربه، د قیامت په ورځ زما ګناه راوبخښه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار لمونځ په حدیبې کې وکړ – چې مکې ته نږدې یو کلی – دی، پداسې حال کې چې په هغه شپه باران وریدلی و، نو کله یې چې سلام وګرځاوه او لمونځ یې پای ته ورساوه، خلکو ته یې مخ وروګرځاوه او ویې ویل: آیا تاسو پوهیږئ چې ستاسو رب العزت څه ویلي؟ نو هغوی ځواب ورکړ چې: الله او رسول یې ښه پوهیږي، نو ویې فرمايل: الله جل جلاله خلکو ته څرګنده کړه چې د باران پر مهال خلک په دوو ډلو ويشل کيږي: يوه ډله هغه ده چې په الله ايمان لري او بله یې هغه ده چې په الله تعالى یې کفر کړی دی. نو هغه چا چې وویل: پر مونږ د الله په فضل او رحمت سره باران واورید او د باران ورولو نسبت یې الله تعالی ته وکړ، نو هغه په الله؛ خالق ذات چې د کائناتو په چارو کې تصرف کوونکی دی ایمان لرونکی او په ستورو کافر دی. او هغه چا چې وویل: د فلاني او فلاني ستوري - په راښکاره کېدو - سره پر مونږ باران وشو؛ نو دی په الله تعالی کفر کوونکی او په ستورو ایمان لرونکی دی او دا کو چنی کفر دی ځکه چې د باران د ورولو نسبت یې ستوري ته وکړ؛ حال دا چې الله تعالی ستوري د باران ورولو لپاره شرعي او تقدیري سبب ندی ګرځولی، او چا چې د باران ورولو او داسې نورو ځمکنیو حوادثو او د ستورو د خوځښتونو؛ راختلو او لوېدلو نسبت همدې شیانو ته وکړ، پدې باور چې - د دې - کارونو حقیقي تر سره کوونکي همدا څيزونه دي، نو دې انسان لوی کفر کړی دی.