Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way






























Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
رافع بن خدیج رضي الله عنه وایي چې هغوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ذو الحلیفه کې وو، نو خلک وږي شول، په داسې حال کې چې له مشرکانو څخه یې اوښان او پسونه په غنېمت نیولي وو، نو د غنېمت له وېش مخکې یې بیړه وکړه، څاروي یې حلال کړل او پرته له دې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اجازه وغواړي دیګونه یې باندې کړل، دا په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډلې په ورورستۍ برخه کې راروان و، نو کله چې هغه صلی الله علیه وسلم خبر شو نو د دیګونو د چپه کولو امر یې وکړ، تر څو یې خوروا توی شي، بیا یې د هغوی تر منځ غنیمتونه ووېشل، نو د یو اوښ په مقابل کې یې لس پسونه وټاکل، پدې حال کې یو اوښ وتښتېد، نو دوی یې له رانیولو عاجز شول، ځکه لږ شمېر آسونه یې درلودل، نو یو سړي په نیزه وویشت، تر دې چې الله ورته اوښ مهار کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا کورني حیوانات لکه د وحشي ژوو په څېر طبیعت لري، نو هغه چې پر تاسو زورور شول او تاسو یې له رانیولو عاجز شوئ نو داسې کار ورسره وکړئ. رافع بن خدیج وویل: سبا ته له دښمن سره د مخ کېدو شونتیا شته، نو موږ وېره لرو که په تورو حلالې وکړو پڅې به شي، حال دا چې حلالې ته سخته اړتیا ده، او موږ چړې او چاقوګان نه لرو، نو آیا کولی شو د دورمې په تېرو لرګیو حلاله وکړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هر هغه شی چې په زیاته کچه وینه وبهوي، په څاروي د الله نوم یاد شي او پرته له غاښ او نوک په بل شي حلال شي چې په اړه به یې معلومات درکړم (نو هغه وخورئ) ځکه غاښ هډوکی دی، او نوک چې دی نو د حبشې کافران یې کاروي.
انس بن مالک رضي الله عنه وایي چې هغه او د هغه په څېر یو بل هلک چې عمر یې ده ته ورته و، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې ګرځېدل، نو کله به چې د حاجت رفع کولو لپاره ووت، دوي دواړو به ورسره امسا ګرځوله چې لکه د نېزې د نوک په څېر ښاښونه یې درلودل، تر څو یې د ځان لپاره پرده کړي او یا یې د لمانځه پر مهال ستره کړي او دوي به ورسره د اوبو ډک یو کوچنی څرمني لوښی هم ګرځاوه، نو کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت له رفع کولو فارغ شو، نو یو له دوي څخه به هغه لوښی ورکړ او په اوبو به یې استنجا وکړه.
حذیفة بن الیمان رضي الله عنه روایت کوي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره و، هغه صلی الله علیه وسلم غوښتل چې ادرار وکړي، نو د حاجت رفع کولو لپاره د خلکو یو کنډر ته ننوت، کوم ځای کې چې خلک د کورونو له جارو کولو وروسته خاورې او خځلې غورځوي (ډېران)، نو په ولاړه یې متیازې وکړې؛ په داسې حال کې چې معمولا به یې په ناسته کولې. نو حذیفه رضی الله عنه ترې لرې شو، هغه صلی الله علیه وسلم ورته وویل: نږدې شه، نو حذیفه ورنږدې شو، تر دې چې شاته یې د پښو وروستۍ برخې (پوندو) سره ودرېد؛ چې د لېدلو په وړاندې یې پرده شي او په هغه حالت کې ورته ونه ګوري. بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم اودس وكړ او د پښو مينځلو پر مهال یې موزې ونه ویستې او مسح یې پرې وکړه - هغه موزې چې پښو ته اغوستل کیږي او له نرۍ څرمنې او داسې نورو څخه جوړېږي او ښنګري پټوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې په یوه لاره کې له ابو هریره رضی الله عنه سره مخ شو، حال دا چې ابو هریره رضی الله عنه د جنابت په حال کې و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې د احترام په خاطر له هغه سره د جنابت په حال کې ناسته او خبرې کول ناسم وګڼل، پدې ګمان چې ناپاکه دی، نو په پټه ولاړ او غسل یې وکړ، بیا بېرته راغی او کښېناست، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل چې چېرته تللی وې؟ نو خبر یې کړ چې نه یې غوښتل د جنابت له امله د ناپاکۍ په حال کې ورسره کښېني، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم تعجب وکړو او ورته یې وفرمایل: مؤمن پاک وي او هېڅکله نه ناپاکه کېږي؛ هغه که مړ وي او یا ژوندی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی چې جنازه دې ژر تر ژره چمتو شي، د جنازې لمونځ دې پرې وشي او مړی دې ژر ښخ شي، ځکه که مړی نېک انسان وي نو دی غوره انسان دی چې تاسو یې د قبر نعمتونو ته وړاندې کوئ او که له دې پرته بل څه وي، نو شر دی چې له خپلو اوږو یې کوزوئ.
أم عطیة الأنصاریة رضي الله عنها وایي چې نبي صلی الله علیه وسلم ښځې د جنازې پسې له تلو څخه منع کړي دي؛ ځکه وېره شته چې دوی په فتنه کې واقع شي او یا د دوی له امله نور په فتنه کې واقع شي، او دا چې دوی کم صبره دي، بیا هغې رضي الله عنها وویل چې نبي صلی الله علیه وسلم پدې اړه دومره ټینګار ندی کړی لکه څومره به یې چې په نورو منهیاتو کې کاوه.
"د مؤمنانو مور عائشې رضي الله عنها وویل چې يوه ښځه د خپلو دوو لوڼو سره راغله او خواړه يې غوښتل، عائشې رضي الله عنها يوازې يوه خرما درلوده، هغې ته يې ورکړه، ښځې هغه خرما د خپلو لوڼو ترمنځ ووېشله او خپله یې ترې هېڅ ونه خوړل، وروسته ولاړه، نو کله چې پېغمبر ﷺ راغی، عائشې ورته دا پېښه بیان کړه، هغه وفرمایل: چاته چې د دې لوڼو پالنه ور تر غاړې شوه او نېک چلند یې ورسره وکړ، ښه روزنه یې ورکړه، خواړه او څښاک یې ورکړل، په جامه یې پټې وساتلې او صبر یې پرې وکړ، نو د نوموړې لپاره به یې د اور پر وړاندې پرده وګرځي.
د مؤمنانو مور عائشې رضي الله عنها خبر ورکړی چې پېغمبر ﷺ د نورو نفلونو په پرتله د سهار له لمانځه څخه مخکې په دوو رکعتونو راتبه نفلو ډېر پابند و.
معاذة العدوية له عائشې رضي الله عنها څخه وپوښتل، نو ویې ویل: چې ولې حایضه ښځه د روژې قضا راوړي، خو د لمانځه قضا نه راوړي؟ هغې ورته وویل: ایا ته د حروري له خوارجو څخه یې؛ هغوی چې د سختۍ او سختګیرۍ لپاره ډېرې پوښتنې کوي؟ ما وویل: زه حروريه نه یم، خو یوازې پوښتنه کوم، هغې وویل: کله چې موږ د پیغمبر ﷺ په وخت کې حیض کېدو، نو موږ ته به ویل کېدل چې د روژې قضایي راوړو، خو د لمانځه په قضایي راوړلو به راته امر نه کېده.