





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
د أُمَيْمَةَ بِنْتِ رُقَيْقَةَ رضی الله عنها څخه روايت دی هغې ویلي چې: زه د انصارو د ښځو له یوه ټولي سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راغلم ترڅو ورسره بیعت وکړو، موږ وویل: اې د الله رسوله، موږ له تاسو سره په دې بیعت کوو چې له الله سره به هېڅ شی نه شریکوو، غلا به نه کوو، زنا به نه کوو، هغه بهتان به نه تړو چې موږ یې مخکې او وړاندې جوړوو او په حق کې به ستا نافرماني نه کوو، هغه وفرمایل: "څومره چې توان او طاقت لرئ"، هغې وویل: موږ وویل: الله او رسول یې پر موږ ډېر مهربان دي، "راځئ چې له تاسو سره بیعت وکړو، اې د الله رسوله! « نو رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:"زه ښځو ته لاس نه ورکوم، زما خبره د سلو ښځو سره د یوې ښځې سره د خبرې په څېر ده، یا زما د وینا په څېر د یوې ښځې سره".
الترمذي، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دیامیمه بنت رقیقه رضي الله عنها خبر ورکوي چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د انصارو د ښځو د یوې ډلې سره ورغله تر څو ورسره پدې بیعت وکړي چې د الله سره به هېڅ شی نه شریکوي، غلا به نه کوي، زنا به نه کوي، او هېڅ داسې تور او بهتان به نه پورې کوي چې وړاندې او مخکې یې له ځانه جوړ کړی وي، او په نیکۍ کې به یې نافرماني نه کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څومره توان او طاقت چې لرئ. موږ وويل: الله او رسول یې پر موږ ډېر مهربان دي، راځه اې د الله رسوله چې لکه د سړیو په څېر درسره په لاس بیعت وکړو، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه ښځو ته لاس نه ورکوم، خو زما خبره او بیعت د سلو ښځو سره داسې دی لکه د یوې ښځې سره.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم د انصارو يوې ښځې ته وفرمایل چې ابن عباس یې نوم واخیست او زما څخه یې نوم هېر شو: «څه شي منع کړې چې زموږ سره حج وکړې؟» هغې وویل: موږ یوازې دوه اوښان درلودل نو خاوند او زوي یې په یوه اوښ حج ته لاړل او بله اوښه یې موږ ته پرېښوده چې اوبه پرې راوړو، هغه وفرمایل: «کله چې رمضان راشي، نو عمره وکړه، ځکه په رمضان کې عمره (په ثواب کې) د حج سره برابره ده».
متفق علیه دیکله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له حجة الوداع څخه راستون شو نو یوې انصارۍ ښځې ته یې وویل چې حج یې نه و کړی: څه شي منع کړې چې موږ سره حج وکړې؟ نو هغې عذر وړاندې کړ چې دوي دوه اوښان درلودل، نو خاوند او زوي یې په یوه باندې حج وکړ او بل یې له څاه څخه د اوبو راوېستلو لپاره پرېښود. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې د رمضان په میاشت کې عمرې ثواب د حج له ثواب سره برابره دی.
له أم المؤمنین عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی هغې وفرمایل: اې د الله رسوله، موږ خو جهاد غوره عمل ګڼو، نو آیا جهاد ونه کړو؟ هغه وفرمايل: «لَا، لَكُنَّ أَفْضَلُ الجِهَادِ: حَجٌّ مَبْرُورٌ». «نه، بلکې تر ټولو غوره جهاد مبرور - قبول شوی - حج دی».
بخاري روايت کړی دیصحابه کرامو رضی الله عنهم به د الله په لار کې جهاد او له دښمنانو سره جګړه کول له غوره عملونو څخه ګڼل، نو عائشې رضی الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې دوي باید جهاد وکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دوي ته د غوره جهاد لارښوونه وکړه چې هغه مبرور یعنې قبول شوی حج دی، کوم چې د قرآن او سنت مطابق وي او له ګناه او ځان ښودنې څخه پاک وي.
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې الله جل جلاله د قیامت په ورځ لومړني او وروستني خلک راټول کړي، نو د هر خائن او غدار لپاره به یو بیرغ پورته شي، نو وبه ویل شي چې: دا د فلاني د فلاني د زوی خیانت دی».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې کله الله تعالی د قیامت په ورځ لومړني او وروستني کسان د حساب کتاب لپاره راټول کړي، نو د هر هغه غدار لپاره به چې له الله تعالی یا خلکو سره یې کړې ژمنې نه وي پوره کړي، یوه نښه وټاکي چې له مخې یې خیانت په ډاګه کړي، او له مخې به یې غږ وشي چې: دا د فلاني د فلاني د زوی خیانت دی، څو یې بد د محشر خلکو ته په ډاګه شي.
له البراء بن عازب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوو کارونو امر وکړ او له اوو کړنو څخه یې منع کړو: موږ ته یې د ناروغ په پوښتنې، د جنازې پسې تللو، پرنجي کوونکي ته (یرحمک الله) ویلو، قسم یا قسم کوونکي ته براءت ورکولو، د مظلوم ملاتړ کولو، د بلونکي بلنې منلو، او سلام دودولو امر کړی او د طلا یعنې سرو زرو ګوتو په لاس کولو، یا د مهر لپاره کارولو، سپین زرینو لوښو کې له څښلو، په سپرلۍ د ورېښمني زین له اېښودلو او ورښمین ټوکر له اغستلو څخه منع کړي یو، همدا رنګه یې د هر ډول ورېښمو له کارولو منع کړي یو؛ هغه که عادي وي، یا غلیظ وي او یا قیمت بها ورېښمین.
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته په اوو خویونو امر کړی او له اوو نورو څخه یې منع کړي دي؛ نو هغه چې امر یې پرې کړی په لاندې ډول دي: لومړی: د ناروغ پوښتنه. دویم: جنازې پسې تلل او د جنازې په لمانځه او مړي دفن کولو او ورته دعا کولو کې ګډون. دریم: هغه چاته دعا چې کله پرنجی وکړي او الحمد لله ووایي چې: یرحمک الله ورته وویل شي. څلورم: قسم کوونکي ته د هغه په ریښتیا ګڼلو براءت ورکول، پدې معنا چې که هغه ته په یو څه کې سوګند ورکړل شو او ته پدې قادر وې چې هغه ته براءت ورکړې نو دا کار وکړه؛ تر څو اړ نه شي چې د خپل قسم کفاره ادا کړي. پنځم: د مظلومانو ملاتړ کول، د هغوی سره مرسته کول او د تر خپلې وسې پورې پر هغوی د ظالم د ظلم مخنیوی کول. شپږم: د ولیمې بلنه منل، لکه د واده مېلمستیا، د ماشوم د نوم اېښودلو مراسم، یا داسې نور مناسبتونه. اووم: د سلام اچولو دودول او سلام ځوابول. او هغه کارونه چې ترې منع کړي یې دي: لومړی: د سرو زرو ګوتې په لاس کول پرې سينګار کول. دویم: د سپینو زرو په لوښو کې څښاک کول. دریم: په ورېښمني زینپوښ کېناستل، هغه ورېښمین زین چې د آس او اوښ له پاسه اېښودل کېږي. څلورم: د ورېښمین ټوکر اغوستل هغه چې ورېښم پکې کارېدلي وي او (القَسِّي) ورته ویل کېږي. او پنځم: ورېښمین کالي اغوستل. شپږم: پنډ یا غلیظ ورېښم اغوستل، کوم چې ډبل ورېښم دي. اووم: نرم او پاسته ورېښمین کالي اغوستل، کوم چې د ورېښمو غوره او قیمتي ډول دی.
له ام المؤمنین عائشة رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: د ابو سفیان مېرمن؛ هند بنت عتبة د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته ورغله او ویې ویل: اې د الله رسوله! ابو سفیان یو بخیل سړی دی، ما او زما بچيانو ته دومره نفقه نه راکوي چې بسنه وکړي، مګر دا چې د هغه له مال څخه د هغه له پوهې پرته واخلم، آیا پدې کې زما لپاره کومه ملامتیا شته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«د هغه له مال څخه په مناسب ډول دومره واخله چې تاسو او ستا کوچنیانو ته بسنه وکړي».
متفق علیه دیهند بنت عتبة رضي الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د خپل مېړه ابو سفیان رضي الله عنه په اړه پوښتنه وکړه، چې هغه یو بخیل سړی دی او په خپل مال ډېر حریص دی او هغې ته دومره نفقه نه ورکوي چې هغې او کوچنیانو ته یې بسنه وکړي، مګر دا چې هغه يې د هغه له مال څخه په پټه د هغه له خبرتیا پرته څه واخلي، نو آیا په دې کې پر هغې کومه ګناه شته؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هغه له شتمنۍ څخه د ځان او خپلو ماشومانو لپاره دومره اندازه واخله چې په دودیز ډول کافي ګڼل کېږي، حتی که د هغه له پوهې پرته وي.
له سهل بن سعد السَّاعِدِي رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «د الله جل جلاله په لار کې یوه ورځ تېرول له دې دنیا او څه چې پدې کې دي غوره دی، په جنت کې ستاسو د یوې کوړې (قمچینې) ځای له دې دنیا او هغه څه چې په کې دي غوره دی او یو سهارنی مزل چې څوک یې د الله په لار کې وکړي او یا ماښامنی لدې دنیا څخه غوره دی او څه چې پدې دنیا کې دي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې په اخلاص سره د یوې ورځې لپاره د هغه ځای ساتنه او پېره چې د مسلمانانو او کافرانو ترمنځه دی له دنیا او هر هغه څه څخه غوره دی چې په دنیا کې دي او په جنت کې د هغې قمچیني ځای چې د الله په لار کې پرې جهاد کېږي له دې دنیا او څه چې پکې دي غوره دی، او د ورځې له پیل څخه تر غرمې پورې یو ځل د الله په لار کې پیاده کېدل، یا بېګا مهال د ماسپښین نه وروسته تر شپې پورې له دې دنیا څخه غوره دی او څه چې په دې دنیا کې دي.
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه برګ ښکرور پسونه قرباني کړل، په خپل لاس یې حلال کړل، بسم الله او الله اکبر یې پرې وویل، او خپله پښه یې د هغوی دواړو په ورمېږونو کېښودله.
متفق علیه دیانس رضي الله عنه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوی اختر په ورځ په خپل لاس دوه نر ښکرور برګ پسونه قرباني کړل، هغه چې رنګ یې تور او سپین سره ګډ وي او ویې ویل: بسم الله و الله اکبر، او خپله پښه یې د هغوی په ورمېږونو کېښوده.
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې په قسم سوګند یاد کړي په داسې حال کې چې هغه پکې دروغجن وي ترڅو پرې د یو مسلمان مال په ناروا تر لاسه کړي، نو د الله تعالی د مخ کېدو پر مهال به پرې هغه غصه وي» وایي چې اشعث وویل: « قسم په الله چې زما سره داسې شوي و؛ زما او د یو یهودي تر منځ د ځمکې په سر شخړه وه نو هغه راته انکار وکړ، ما هغه د پیغمبر ﷺ حضور ته راووست، نو رسول الله ﷺ راته وویل: «آیا ته ثبوت لرې؟» ما وویل: «نه» وایي: بیا یې یهودي ته وویل: «قسم وکړه» وایي: ما وویل: «اې الله رسوله! هغه به قسم وکړي او زما مال به واخلي. نو دا و چې الله تعالی دا آیت نازل کړ: {إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا} د آیت تر پایه، یعنې: هغه خلك چې د الله تړون او خپل قسمونه په لږه بيه پلوري.
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په الله تعالی د قسم کولو په اړه خبرداری ورکړی چې که چا قسم وکړ پداسې حال کې چې هغه پوهېده چې پکې دروغجن دی، تر څو پدې قسم سره د بل چا مال تر لاسه کړي؛ نو ژر دی چې د الله تعالی سره به په داسې حال کې مخ شي چې هغه به پرې غصه وي، نو اشعث بن قیس رضي الله عنه وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا هغه مهال وکړه، کله چې زما او د یو یهودي تر منځ د یوې ځمکې د ملکیت په سر دعوه وه، نو دواړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د پرېکړې لپاره ورغلل، هغه اشعث ته وفرمایل: ته باید ثبوت وړاندې کړې تر څو دې پرې دعوه ثابته کړې، که یې نه شې کولی، نو پرته لدې بله لار نه لرې چې مقابل لوری درته قسم وکړي، نو اشعث وویل: اې د الله رسوله! نو یهودي خو قسم کوي او هېڅ پروا نه ساتي او زما مال به واخلي، همدا و چې الله تعالی دا آیت نازل کړ: {إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ} بېشکه هغه کسان چې اخلي او بدلوي {بِعَهْدِ اللَّهِ}، د الله تعالی تړون او د امانت په اړه یې مؤمنانو ته سپارښتنې {وَأَيْمَانِهِمْ} او په دروغو سره د هغه په نوم په قسم یادولو سره، تر څو پرې {ثَمَنًا قَلِيلًا} د دنیا له منځه تلونکي ناچیزه څه تر لاسه کړي. {أُولَئِكَ لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ} نو دا هغه خلک دي چې په اخرت کې د دوی لپاره څه برخه نشته {وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ}، او الله تعالی به له دوی سره د دوی په ګټه خبرې ونه کړي، بلکې پرې به غصه وي، {وَلَا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ}، او د رحمت او نیکۍ په نظر به ورته ونه ګوري {وَلَا يُزَكِّيهِمْ} او نه به یې په ښې ستاینې او بښنې سره له ګناهونو او چټلیو پاک کړي، {وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ} او شته دی د دوی لپاره دردناک عذاب، د هغه څه له امله چې دوی کړي دي.