





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له قیس به عاصم رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم غوښتل مې چې اسلام راوړم، نو راته یې امر وکړ چې په اوبو او بېرې سره غسل وکړم.
أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دیقیس بن عاصم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پداسې حال کې راغی چې غوښتل یې اسلام راوړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې په اوبو او د بېرې په پاڼو سره غسل وکړي؛ ځکه چې پاڼې یې په پاکوالي کې کارول کیږي، او لدې امله چې ښایسته بوی لري.
له محمود بن لبید رضی الله عنه څخه روایت دی چې: عثمان بن عفان رضي الله عنه غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات جوړ کړي، نو خلکو بده وګڼله، او دا یې خوښ وګڼل چې په خپل حال یې پریږدي، نو ویې ویل چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: « چا چې د الله جل جلاله لپاره جومات آباد کړ، نو الله تعالی به ورته د هغه په څېر کور په جنت کې آباد کړي».
متفق علیه دیعثمان بن عفان رضي الله عنه غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد د لومړۍ ودانۍ په پرتله په ښه بڼه جوړ کړي، خو خلکو دا کار بد وګاڼه، ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د مسجد له ودانۍ څخه یې بڼې بدلون مونده، نو مسجد له ښختو څخه جوړ و او چت یې د خرما له پاڼو څخه، خو عثمان رضي الله عنه غوښتل چې په ډبرو او ګچ سره یې جوړ کړي، نو عثمان رضي الله عنه هغو ته وويل چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې: څوک چې د الله تعالی د رضا لپاره جومات جوړ کړي، پرته لدې چې ځان ښودنه او شهرت یې موخه وي، نو الله تعالی به هغه ته د هغه د کار له جنس څخه غوره بدله ورکړي، چې هغه بدله هغه ته د الله تعالی لخوا په جنت کې د کور جوړول دي.
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله ) څخه».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل جومات کې د لمانځه فضیلت بیان کړی او ویلي یې دي چې پدې جومات کې لمونځ د ځمکې په سر په نورو جوماتونو کې د زرو لمونځونو څخه ډېر ثواب لري، پرته له مسجد الحرام څخه چې په مکه مکرمه کې دی، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جومات په پرتله هلته لمونځ کول غوره دی.
له ابو قتادة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَرْكَعْ رَكْعَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يَجْلِسَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوځي، نو مخکې لدې چې کینې دوه رکعته لمونځ دې وکړي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کوي چې څوک یو جومات ته لاړ شي او په هر وخت کې د هر غرض لپاره ورننوځي نو باید چې له کیناستو څخه مخکې دوه رکعته لمونځ وکړي، چې دې دوه رکعتونو ته تحیة المسجد وایي.
له ابو حمید او یا له ابو اسید څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوت نو ودې وایي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، یعنې اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ. یعنې اې الله! زه ستا څخه ستا د فضل غوښتنه کوم».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته د هغې دعا وییلو لارښوونه کړې ده چې جومات ته د ننوتلو پر مهال وییل کیږي چې هغه : (اللَّهُمَّ افْتَحْ لي أَبْوابَ رَحْمَتِكَ) ده، نو له الله تعالی څخه سوال کوي چې د خپل رحمت اسباب ورته آسان کړي، او له الله تعالی څخه د هغه د فضل او زیاتې ښېګڼې غوښتنه کوي لکه: د حلال رزق.
له سالم بن ابي الجعد رضي الله عنه څخه روايت دی چې يو سړي وويل: کاش چې لمونځ مې کړی وای نو راحت شوی به وم، نو لکه چې دوی د هغه لپاره دا خبره عیب وګڼله او ملامت یې کړ، هغه وویل چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې: «يا بلالُ، أقِمِ الصَّلاةَ، أرِحْنا بها». «اې بلاله، د لمانځه لپاره - اذان او - اقامت وکړه او مونږ پرې راحت کړه».
ابو داود روايت کړی دیله صحابه و څخه یو سړي وویل: کاش چې لمونځ مې کړی وای نو راحت شوی به وم، داسې انګېرل کېده لکه چې چاپېره خلکو پدې خبره ملامت کړ، نو هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې: اې بلاله! د لمانځه لپاره اذان وکړه او لمونځ ودروه؛ تر څو پرې راحت شو، دا ځکه چې په لمانځه کې د الله تعالی سره مناجات کیږي او زړه او روح ته پکې سکون دی.
له ابو حازم بن دینار څخه روایت دی: چې یو څو سړي سهل بن سعد الساعدي ته راغلل، پداسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منبر په اړه یې سره په خپلو کې اختلاف کړی و چې له څه شي څخه جوړ و، نو د منبر په اړه یې ورڅخه پوښتنه وکړه، هغه وویل: قسم په الله زه پوهیږم چې هغه څه دی او له شک پرته مې په لومړۍ ورځ لیدلی چې کېښودل شوی و او لومړۍ ورځ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې کېناست، رسول الله صلی الله علیه وسلم له انصارو څخه فلانۍ ښځې ته -چې سهل یې نوم یاد کړ- خبر ورولیږه چې: «خپل ترکاڼ غلام ته دې امر وکړه چې زما لپاره لرګي جوړ کړي تر څو پرې خلکو ته د خبرو کولو پر مهال کښېنم» نو هغې ورته امر وکړ، نو د ځنګل د غز له ونې څخه یې جوړ کړ، بیا یې راوړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې یو څوک ورولیږه، هغه امر وکړ چې هغلته کېښودل شي، بیا مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې لمونځ یې پرې وکړ، تکبیر یې ووایه او پرې د پاسه و، بیا یې رکوع وکړه او هغه پرې د پاسه و، بیا شاته کوز شو، نو د منبر په بېځ کې یې سجده وکړه بیا بیرته وروګرځېد، نو کله چې فارغ شو خلکو ته یې مخ کړ او ویې وییل: « اې خلکو! دا کار مې ځکه وکړ چې ماپسې اقتدا وکړئ، او زما لمونځ زده کړئ».
متفق علیه دیيو صحابي ته يو سړى راغى او د هغه منبر په اړه یې ترې پوښتنه وكړه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم كارواه؛ چې له څه شي څخه جوړ شوی و؟ دوی په دې اړه بحث او اختلاف کړی و، نو دا خبره یې ورته یاده کړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د انصارو یوې ښځې ته چې ترکاڼ غلام یې درلوده یو څوک ورولیږه او ورته یې وویل: چې: غلام ته دې امر وکړه چې یو منبر راته جوړ کړي تر څو پرې خلکو ته د خبرو پر مهال کېنم، نو مېرمنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرې ته لبیک ووایه او خپل غلام ته یې امر وکړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ځنګله د غز له ونې څخه منبر جوړ کړي، نو کله یې چې له جوړولو څخه فارغ شو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې ولیږه، هغه امر وکړ چې په جومات کې د منبر پر ځای کې کېښودل شي، نو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې لمونځ وکړ، تکبیر یې ووایه او رکوع یې پرې وکړه پداسې حال کې چې د منبر د پاسه و، بیا راکوز شو او لږ غوندې شاته یې قدم واخیست پرته لدې چې شاته مخ واړوي، نو د منبر په بېخ کې یې سجده وکړه بیا بېرته وخوت، نو کله چې له لمانځه څخه فارغ شو خلکو ته یې مخ کړ ، او ویې وییل: اې خلکو! دا کار مې ځکه وکړ چې اقتدا راپسې وکړئ او د دې لپاره چې زما لمونځ زده کړئ.
له حطان بن عبدالله الرقاشي څخه روایت دی وایي چې: ما له ابو موسی الأشعري رضی الله عنه سره لمونځ وکړ، نو کله چې قعدې ته ورسېده له خلکو څخه یو سړي وویل: لمونځ له نیکۍ او زکات سره یو ځای ذکر شو، هغه وویل:نو کله چې ابو موسی لمونځ پای ته ورساوه او سلام يې وګرځاوه مخ یې راوګرځاوه او ویې وییل: په تاسو کې چا دا او دا خبرې وکړې؟ وایي: خلک چپ شول، بیا یې وویل: په تاسو کې چا دا او دا خبرې وکړې؟ نو خلک چپ شول، ویې وییل: اې حطانه! کیدای شي تا به کړي وي؟ هغه وویل: ما ندي کړي، او یقینا زه ووېرېدم چې ته به پرې ما ورټې، نو له خلکو څخه یو سړي وویل: ما وکړې او ما پرې له خیر پرته بله اراده نه درلوده، نو ابو موسی وویل: آیا تاسو نه پوهیږئ چې په خپلو لمونځونو کې څه ووایئ؟ یقینا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته خطبه راکړه، نو مونږ ته یې زمونږ سنتونه بیان کړل او مونږ ته یې زمونږ لمونځ راوښود، ویې وییل: «کله چې تاسې لمونځ کوئ، نو خپل صفونه برابر کړئ، بیا دې ستاسو څخه یو ستاسو امامت وکړي، نو کله یې چې تکبیر ووایه، تاسو هم تکبیر ووایئ ، او کله یې چې: {غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ} [الفاتحة: 7]، وویل: نو تاسو آمین ووایئ، ستاسو دعا به الله قبوله کړي، نو کله یې چې تکبیر ووایه او رکوع یې وکړه، تاسو هم تکبیر ووایئ او رکوع وکړئ، یقینا چې امام ستاسو څخه مخکې رکوع کوي، او ستاسو څخه مخکې راپورته کیږي»، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دا په هغې سره -جبران- شو (یعنې رکوع ته د وروسته تللو نقصان له رکوع څخه په وروسته پورته کېدلو سره جبران شو) او کله چې ووایي: سمع الله لمن حمده، تاسو ووایئ: اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، نو ستاسو څخه به یې الله واوري، یقینا چې الله تعالی د خپل رسول صلی الله علیه وسلم په ژبه ویلي دي: سمع الله لمن حمده، یعنې الله د هغه چا وینا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، او کله یې چې تکبیر وکړ او سجده یې وکړه، نو تاسو هم تکبیر ووایئ او سجده وکړئ، بیشکه چې امام ستاسو څخه مخکې سجده کوي او ستاسو څخه مخکې له سجدې څخه پورته کیږي»، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا په هغې سره -جبران شو - او کله چې قعدې ته لاړ نو ستاسو څخه د یو تن لومړۍ وینا دې دا وي: التَّحِيَّاتُ الطَّيِّبَاتُ الصَّلَوَاتُ لِلهِ، السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ». ثنا، ستاینې او پاکي الله لره دي، اې نبي ! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه وي، پر مونږ او د الله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی.
مسلم روايت کړی دیصحابي ابو موسی الأشعری رضي الله عنه لمونځ وکړ، نو کله چې هغه قعدې ته ورسېده چې تشهد پکې دی، نو شاته یې له لمونځ کوونکو څخه یو سړي وویل: په قرآن کې لمونځ د نیکۍ او زکات سره یو ځای یاد شوی دی، نو کله چې ابو موسی رضي الله عنه له لمانځه څخه فارغ شو مقتدیانو ته یې مخ وروګرځاوه، نو پوښتنه یې ترې وکړه، په تاسو کې چا دا وینا وکړه چې : په قرآن کې لمونځ د نیکۍ او زکات سره یو ځای یاد شوی دی؟! نو خلک چپ شول، او لدوی څخه هېچا خبرې ونه کړې، نو یو ځل بیا یې ترې پوښتنه تکرار کړه، کله چې هېچا ځواب ورنکړ، ابو موسی رضي الله عنه وویل: اې حطانه! کېدی شي تا به ویلي وي! د هغه د جرأت له امله او دا چې هغه ته نږدې و او له هغه سره یې اړیکه وه، او دا چې د هغه تور پورې کول یې نه زوروي، او د دې لپاره چې د دې کار اصلي تر سره کوونکی اقرار کولو ته اړ باسي، نو حطان انکار وکړ او ویې وییل: یقینا زه ووېرېدم چې ته به پرې ما ورټې پدې ګمان چې ما به ویلي وي؛ همدا و چې یو سړي وویل: ما دا خبره کړې ده، او له خیر پرته مې بله اراده نه درلوده، نو ابو موسی هغه سړي ته د ښوونې په موخه وویل: آیا تاسو نه پوهیږئ چې په خپلو لمونځونو کې څه ووایئ؟! دا یې په هغه د رد په موخه وویل: بیا ابو موسی خبر ورکړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل هغوی ته خطبه ورکړه، نو هغوی ته یې د هغوی شریعت بیان کړ، او لمونځ یې وروښوده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کله مو چې لمونځ کاوه نو صفونه ودروئ او پکې برابر شئ، بیا دې ستاسو څخه یو امامت وکړي، نو کله چې امام تحریمه تکبیر وکړ، تاسو هم د هغه په څېر تکبیر وکړئ او کله یې چې فاتحه ولوستله او {غير المغضوب عليهم ولا الضالين} [الفاتحة: 7]، ته ورسېده، نو تاسو آمین ووایئ؛ کله مو چې دا کار وکړ الله تعالی به ستاسو دعا قبوله کړي، کله یې چې تکبیر وکړ او رکوع یې وکړه، نو تاسو هم تکبیر ووایئ او رکوع وکړئ؛ یقینا چې امام ستاسو څخه مخکې رکوع کوي او ستاسو څخه مخکې له رکوع نه پورته کیږي، نو مه ترې مخکې کیږئ؛ ځکه هغه لحظه چې امام پکې ستاسو څخه مخکې رکوع ته تللی او تاسو پکې وروسته پاتې کیږئ، بېرته پدې سره جبرانیږي چې ستاسو څخه مخکې سر پورته کوي او تاسو ترې وروسته پاتې کیږئ، نو دا کمبود په هغې سره جبرانیږي، او د هغه د رکوع په اندازه ستاسو رکوع هم کیږي، او کله چې امام: سمع الله لمن حمده ووایي: نو تاسو ووایئ: اللهم ربنا لك الحمد، یعنې اې الله زمونږه ربه! تالره ستاینه ده، کله چې لمونځ کوونکو دا وویل بېشکه چې الله پاک یې دعا او وینا اوري، یقینا چې الله پاک د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ژبه ویلي: سمع الله لمن حمده، یعنې الله د هغه چا وینا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، بیا چې کله امام تکبیر ووایه او سجده یې وکړه، نو پر مقتدیانو تکبیر ویل او سجده کول دي، یقینا چې امام له دوی څخه مخکې سجده کوي، او له هغوی څخه مخکې له سجدې نه پورته کیږي، نو دا په هغې سره جبرانیږي، او د دوی د سجدې اندازه هم د امام د سجدې په اندازه کیږي، او کله چې د تشهد قعدې ته ورسیږي نو د لمونځ کوونکو لومړۍ وینا باید دا وي: "التحيات الطيبات الصلوات لله" نو بادشاهي، بقاء او لویي یوازې الله تعالی لره ښایي، او همدا رنګه ټول پنځه وخته لمونځونه "السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين"، نو له الله تعالی څخه د هر عیب، آفت، نقصان او فساد څخه سلامتیا وغواړئ؛ او خپل رسول صلی الله علیه وسلم په سلام وییلو سره ځانګړی کوو، بیا د الله تعالی په نیکو بندګانو سلام وایو؛ هغوی چې د الله تعالی او د بندګانو واجب حقونه یې ادا کړي دي، بیا ګواهي ورکوو چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته، او ګواهي ورکوو پدې چې محمد د الله بنده او رسول دی.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې: هغه به په فرض او نورو لمونځونه کې تکبیر ویلو، په روژه کې او له روژې پرته، نو کله به چې پاڅېده تکبیر به یې وکړ، بیا یې چې کله رکوع کوله نو تکبیر یې وکړ، بیا یې : سمع الله لمن حمده ووییل، بیا یې ربنا ولک الحمد وویل؛ مخکې لدې چې سجدې ته لاړ شي، بیا چې کله سجدې ته ټیټېده نو الله اکبر یې ووییل، بیا یې له سجدې څخه د راپورته کېدو پر مهال تکبیر وکړ، بیا چې کله له دوو سجدو څخه راپورته کېده نو تکبیر یې وکړ، او همداسې به یې په ټول رکعت کې کول، تر دې چې د لمانځه څخه فارغ شو، بیا یې چې کله مخ وګرځاوه نو ویې وییل : زما دې قسم په هغه ذات وي چې زما روح د هغه په لاس کې دی، زه په لمانځه کې په تاسو ټولو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمانځه ته زیات ورته والی لرم، او همدا یې تر هغه پورې د لمانځه طریقه وه تر څو چې له دنیا څخه لاړ.
متفق علیه دیابوهريره رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه د بیانولو په موخه يوه برخه را نقلوي او وايي چي کله به د لمانځه لپاره پاڅېده نو تحریمه تکبیر به يې وکړ، بیا به چې کله رکوع ته تللو نو تکبیر به یې وکړ او کله به چې سجدې ته تللو، او کله به یې چې له سجدې څخه سر راپورته کاوه، او کله به یې چې دویمه سجده کوله، او کله به یې چې ترې سر راپورته کاوه، او کله به چې له دوو لومړیو رکعتونو څخه راپورته کېده وروسته لدې چې لومړي تشهد ته به په درې رکعتي او څلور رکعتي لمونځونو کې کېناسته، بیا به یې په ټول لمانځه کې همداسې کول تر دې چې لمونځ به یې بشپړ کړ، او کله به یې چې ملا له رکوع څخه پورته کوله نو : سمع الله لمن حمده به یې وییل او بیا به یې په ولاړه وییل : ربنا لک الحمد. بیا چې ابو هریره کله له لمانځه څخه سلام وګرځاوه نو وییل به یې: قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې ده، زه په تاسو ټولو کې په لمانځه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمانځه ته ورته والی لرم، چې همدا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه طریقه وه تر دې چې له دنیا څخه یې رحلت وکړ.