





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
سعد بن أبی وقاص رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: چاچې کله اذان واورید، او ویې وېیل: «أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، غُفِرَ لَهُ ذَنْبُهُ». «یعنې زه ګواهي ورکوم چې له الله جل جلاله پرته په حقه بل معبود نشته او شریک نه لري. او پدې چې محمد - صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. پدې خوښ یم چې الله مې رب دی او پدې چې محمد صلی الله علیه وسلم مې رسول دی او پدې چې اسلام مې دین دی، نو ګناه به یې ورته وبښل شي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې له مؤذن څخه د اورېدو پر مهال ووایي: "أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له" یعنې، زه اقرار کوم او خبر ورکوم چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته، او له هغه پرته بل هر معبود باطل دی، "وأن محمدًا عبده ورسوله" او محمد د الله بنده او رسول دی یعنې محمد صلی الله علیه وسلم بنده دی؛ عبادت یې نه کیږي، او رسول دی دروغ نه وایی. "رضيت بالله ربًّا" زه په الله د څښتن په توګه راضي یم، یعنې د هغه په ربوبیت، الوهیت، نومونو او صفتونو. "وبمحمد رسولًا" او په محمد صلی الله علیه وسلم د رسول په توګه، یعنې، د هر هغه څه سره چې هغه رالیږل شوی او موږ ته یې رارسولي دي. "وبالإسلام" او په اسلام، یعنې د اسلام له ټولو حکمونو او منهیاتو سره، "دينًا" یعنې باور او پيروي په توګه، "نو هغه ته یې ګناهونه وبخښل شول،" یعنې: له وړو ګناهونو څخه.
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ویې ویل: ای د الله رسوله! مونږ په بحر کې سفر کوو، پداسې حال کې چې لږې اوبه راسره وي، نو که چېرته پرې اودس وکړو تنده مو وهي، نو آیا د بحر په اوبو اودس وکړو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اوبه یې پاکې او مرداره یې حلاله ده».
أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دییو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، ویې ویل: اې د الله رسوله! مونږ په بحري کښتیو کې د ښکار، سوداګرۍ او نورو موخو لپاره سپرېږو او د څښاک لپاره لږې اوبه راسره اخلو، نو که د اودس او غسل لپاره د څښاک اوبه وکاروو، اوبه خلاصېږي او د څښاک لپاره یې بیا نه شو موندلی، نو آیا موږ ته روا دي چې د بحر په اوبو اودس وکړو؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د بحر د اوبو په اړه وفرمایل چې: اوبه یې په خپل ځان کې پاکې او نورو شیانو لره پاکوونکي دي؛ نو اودس او غسل کول دواړه پرې روا دي، او هغه څه چې ترې له ماهیانو او کبانو او داسې نورو څیزونو څخه راوځي حلال دي، که څه هم له ښکار پرته مردار شوي وي.
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو اوبو په اړه پوښتنه وشوه چې کورني او ځنګلي حیوانات ورته په پرلپسې توګه راځي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې اوبه د دوه چاټیو (قلتینو) په اندازه وي نه ناپاکه کېږي».
أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دیله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو اوبو د پاکوالي په اړه پوښتنه وشوه چې کورني او وحشي حیوانات ترې څښاک کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې اوبه د دوه لویو چاټیو په اندازه وي چې د (۲۱۰) لیترو په اندازه کېږي، نو دا ډېرې اوبه دي او نه مردارېږي، مګر دا چې د نجاست له امله یې له درویو اوصافو څخه په یو کې بدلون راشي چې هغه رنګ، خوند او بوی دي.
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ مَنَامِهِ فَلْيَسْتَنْثِرْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَبِيتُ عَلَى خَيَاشِيمِهِ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک له خوبه راپاڅېده، نو درې ځلې دې خپله پوزه کې اوبه واچوي او بېرته دې سوڼ کړي، ځکه چې شیطان یې په خیشوم (د پوزې پاس برخه کې) شپه تېره کړې ده».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کوي چې څوک له خوبه راپاڅېږي نو باید چې درې ځلې خپله پوزه له وینځلو وروسته سوڼ کړي؛ ځکه چې شیطان یې په پوزه شپه تېره کړي وي.
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي چې: عمر بن الخطاب رضی الله عنه راته وویل چې: یو سړي اودس وکړ او په پښه کې یې د یو نوک په اندازه ځای (وچ) پرېښود، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید او ویې فرمایل: «بېرته لاړ شه او سم اودس وکړه». نو وګرځېده او بېا یې لمونځ وکړ.
مسلم روايت کړی دیله عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولید چې اودس یې پای ته ورساوه او په پښه کې یې د نوک په اندازه ځای پرېښی و چې اوبه ورته نه وې رسېدلې، نو پاتې شوي ځای ته په اشارې سره یې ورته وویل: بېرته لاړ شه او په ښه توګه اودس وکړه، بشپړ یې کړه او هر غړي ته یې په اندازه اوبه ورکړه. نو سړی وګرځېد، اودس یې بشپړ کړ او بیا یې لمونځ وکړ.
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم به په يوې پیمانې (صاع) غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې غسل کاوه او په يوه لپه به یې اودس کاوه.
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم به له جنابت څخه په پيمانه غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې اوبه کارولې او اودس به یې په ورغوي سره کاوه: او (مد) یعنې پیمانه څلور لپې کیږي: د یو برابر انسان لپه چې دواړه ورغوي سره یو ځای کړي.
له عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ د اوښانو پالنه پر غاړه درلوده، نو زما نوبت راغی، ما ماښام مهال اوښان د پېولو لپاره خوشي کړل، هلته مې رسول الله صلی الله علیه وسلم پداسې کې ولید چې خلکو ته یې خبرې کولې، نو د هغه دا خبرې مې واورېدې: «مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَتَوَضَّأُ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهُ، ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّي رَكْعَتَيْنِ، مُقْبِلٌ عَلَيْهِمَا بِقَلْبِهِ وَوَجْهِهِ، إِلَّا وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ» قَالَ فَقُلْتُ: مَا أَجْوَدَ هَذِهِ، فَإِذَا قَائِلٌ بَيْنَ يَدَيَّ يَقُولُ: الَّتِي قَبْلَهَا أَجْوَدُ، فَنَظَرْتُ فَإِذَا عُمَرُ قَالَ: إِنِّي قَدْ رَأَيْتُكَ جِئْتَ آنِفًا، قَالَ: «مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ يَتَوَضَّأُ فَيُبْلِغُ - أَوْ فَيُسْبِغُ - الْوَضُوءَ ثُمَّ يَقُولُ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ إِلَّا فُتِحَتْ لَهُ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ الثَّمَانِيَةُ يَدْخُلُ مِنْ أَيِّهَا شَاءَ». هېڅ مسلمان نشته - چې په ښه توګه اودس وکړي، بیا ولاړ شي او د زړه له تله او د اندامونو په عاجزۍ سره دوه رکعته لمونځ وکړي- مګر دا چې جنت ورته ضامن دی» وایې نو ما وویل چې: دا څومره ښه کار دی، ګورم چې زما مخې ته یو بل تن وویل: له دې نه هغه مخکینی یې ډېر ښه و، نو ومې لیدل، ګورم چې عمر دی، ویې ویل: ما ولېدل چې ته لږ مخکې راغلې، ویې ویل: «له تاسو څخه چې هر څوک په بشپړ ډول اودس وکړي او بیا ووایي: (أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ) یعنې: زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله بنده او د هغه رسول دی، نو د جنت اته دروازې به ورته پرانستل شي او له هرې یوې چې وغواړي ننوتلی شي».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته د خبرو پر مهال دوه لوی فضیلتونه بیان کړل: لومړی دا چې: چا په سمه توګه ادوس وکړ او په مسنونه طریقه یې بشپړ کړ، هر غړي ته یې خپله اندازه د اوبو حق ورکړ او بیا یې وویل: أشهد أن لا إله إلا الله، وأن محمدًا عبد الله ورسوله؛ یعنې: زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا چې محمد د الله بنده او د هغه رسول دی، مګر دا چې د جنت اته دروازې به ورته خلاصې شي او له هرې دروازې چې وغواړي ترې به ورننوځي. دویم: چا چې دا بشپړ اودس وکړ او د دې اودس پسې یې د زړه له اخلاصه په عاجزۍ سره دوه رکعته لمونځ وکړ؛ خپل مخ او د بدن ټول غړي یې الله ته په سجده کړل، نو جنت ورته واجب شو.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې په تاسو کې چا اودس وکړ او موزې یې واغوستې نو لمونځ دې په کې وکړي، او مسح دې پرې وکړي، او که خوښه يې وه نو بیا دی يې پرته له جنابته نه باسي».
الدار قطني روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې مسلمان کله له اودس نه وروسته موزې په پښو کړي او بیا یې اودس مات شي او غواړي چې اودس وکړي، نو که وغواړي کولای شي مسح پرې وکړي او لمونځ پکې وکړي او د یوې معلومې نیټې پورې به یې نه لرې کوي، خو که چېرته جنب شو بیا پرې د موزو وېستل او غسل کول لازم دي.
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوی او یا کوچني اختر کې عیدګاه ته راووت، نو د ښځو تر څنګ تېر شو او ویې ویل: «يَا مَعْشَرَ النِّسَاءِ، تَصَدَّقْنَ، فَإِنِّي أُرِيتُكُنَّ أَكْثَرَ أَهْلِ النَّارِ» فَقُلْنَ: وَبِمَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «تُكْثِرْنَ اللَّعْنَ، وَتَكْفُرْنَ العَشِيرَ، مَا رَأَيْتُ مِنْ نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ أَذْهَبَ لِلُبِّ الرَّجُلِ الحَازِمِ مِنْ إِحْدَاكُنَّ»، قُلْنَ: وَمَا نُقْصَانُ دِينِنَا وَعَقْلِنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «أَلَيْسَ شَهَادَةُ المَرْأَةِ مِثْلَ نِصْفِ شَهَادَةِ الرَّجُلِ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ عَقْلِهَا، أَلَيْسَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ وَلَمْ تَصُمْ» قُلْنَ: بَلَى، قَالَ: «فَذَلِكِ مِنْ نُقْصَانِ دِينِهَا». «اې د ښځو ټولیه! صدقه ورکړئ ځکه چې د دوزخ زیاتره خاوندان ماته تاسو راوښودل شوئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله، د کوم کار له امله؟ ویې ویېل: تاسو ډېر لعنت وایئ، او د خپلو خاوندانو ناشکري کوئ، ما هېڅکله ستاسو په څېر بل څوک د عقل او دین له اړخه نېمګړي نه دي لېدلي چې یو هوښیار سړی له عقل نه خلاص کړي»، هغوی وویل: اې د الله رسوله! پدې کې زمونږ د دین او عقل څه نېمګړتیا ده؟ هغه وویل: "ایا د یوې ښځې شاهدي د نارینه د نیمایي شاهدۍ سره برابره نه ده؟" هغوی وویل: ولې نه، ویې فرمایل: « دا یې د عقل نیمګړتیا ده. آیا داسې نه ده چې کله پرې حیض راشي نو نه لمونځ کوي او نه روژه نیسي؟ هغوی وویل: ولې نه، ویې فرمایل: "دا یې د دین له نیمګړتیا څخه ده".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د اختر په ورځ عیدګاه ته راووت، په داسې حال کې چې د ښځینه وو سره یې ژمنه کړې وه چې یوازې به دوی ته خطبه ورکوي، نو ژمنه یې په دې ورځ پوره کړه او ویې ویل: اې د ښځو ډلې صدقه ورکړئ او ډېر استغفار وایئ؛ دا دواړه د ګناهونو د له منځه وړلو له سترو اسبابو څخه دي، ځکه چې د اِسرا په شپې ما تاسو د دوزخیانو اکثریت ولیدئ. نو له دوی څخه یوې عقلمندې، د نظر خاوندې او هوښیارې ښځې وویل: اې د الله رسوله! ولې د دوزخیانو اکثریت موږ یو؟ هغه وفرمایل: د څو کارونو له امله: دا چې زیات لعنت او سپکې سپورې وایئ او د خاوند حق نه منئ. بيا يې د هغوى ځینې ځانګړتیاوې په دې وینا سره بیان کړې چې: ما ستاسو په څېر د عقل او دین له اړخه نیمګړې نه دي لیدلی چې د یو عاقل سړي عقل، حزم او اراده ترې واخلئ او بې واکه یې کړئ. هغې وویل: اېی د الله رسوله! د عقل او دین نیمګړتیا څه ده؟ هغه وفرمایل: د عقل نېمګړتیا دا ده چې د دوو ښځو شاهدي د یو سړي له شاهدۍ سره برابره ده؛ نو دا د عقل نقصان شو، او د دین نېمګړتیا یې نیمګړي نیک عملونه دي چې د حېض له امله په شپو او ورځو بې لمانځه تېروي، او د حېض له امله په رمضان کې روژې خوري، نو دا یې د دین نېمګړتیا ده، خو پدې نېمګړتیاوو سره هغوی نه ملامتېږي او نه پرې نیول کېږي؛ ځکه چې دوی همداسې پيدا شوي دي، لکه څنګه انسان په فطري توګه داسې پیدا شوی چې د مال سره مینه لري او په چارو کې بیړه کوي او ناپوهه دی... او داسې نور، نو خلک یې دې ته متوجه کړل چې څوک پرې ونه غولېږي.