





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له أُبيّ بن کعب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د سهار لمونځ راکړ نو ویې ویل: «آیا فلانی حاضر دی؟» هغوی وویل: نه، ویې ویل: «آیا فلانی حاضر دی؟»: هغوی وویل: نه، ویې ویل: «په حقیقت کې دا دوه لمونځونه د منافقانو لپاره تر ټولو درانده لمونځونه دي او که تاسو په دې پوهیدلي چې په دې دواړو (لمونځونو) کې څه دي، نو تاسو به ورته راغلي وئ، که څه هم په خاپوړو وای ، او یقینا چې لومړی صف یې د ملایکو د صف په څېر دی، او که چېرته یې په فضیلت پوه شوي وئ نو ځانونه به مو وختي ور رسولي وو، او یقینا چې د یو سړي لمونځ د بل سړي سره له یوازې لمانځه څخه ډېر پاکیزه دی، او د دوو سړيو سره یې لمونځ د یو سړي سره له لمانځه څخه ډېر پاکیزه دی او هر څومره چې ډېرېږي نو همغومره الله تعالی ته محبوب وي.
ابو داود، النسائي او احمد روایت کړی دییوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار لمونځ وکړ، بیا یې پوښتنه وکړه چې: آیا فلانی زموږ دې لمانځه ته حاضر شوی دی؟ صحابه و وویل: نه. بیا یې وویل: آیا فلانی حاضر دی؟ یو بل کس یې وښود، هغوی وویل: نه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یقینا چې د سهار او ماخوستن لمونځونه په ټولو لمونځونو کې پر منافقانو زیات درانده لمونځونه دي؛ چې په دواړو کې پرې تمبلي غالبه وي، او ځکه چې کمه ریا پکې کیږي، ځکه چې په تیاره کې نه لیدل کیږي. او ای مؤمنانو! که چېرته پوهېدلئ چې د سهار او ماخوستن په لمونځونو کې څومره زیات اجر او ثواب دی- ځکه چې زیات اجر د سختۍ په اندازه وي - نو تاسو به ورته راغلي وئ که څه هم په سینه راڅښېدلئ او یا په خاپوړو راتلئ. او یقینا چې امام ته د نږیوالي له امله لومړی صف داسې دی لکه د ملائکو صف چې الله تعالی ته نږدې وي، او که مؤمنان د لومړي صف په فضیلت پوهېدلی نو یو له بل سره به یې پکې سیالي کړې وه. د یو سړي لمونځ له بل سړي سره (په جماعت) د هغه د لمانځه څخه ډېر اجر او تاثیر لري چې یوازې یې وکړي، او له دوو سړیو سره یې (په جماعت) لمونځ له یو سړي سره د لمانځه کولو څخه غوره دی، او په کوم لمانځه کې چې لمونځ کوونکي زیات وي، نو هغه لمونځ الله تعالی ته محبوب او غوره وي.
له ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «أَيُّمَا امْرَأَةٍ نَكَحَتْ بِغَيْرِ إِذْنِ مَوَالِيهَا، فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ -ثَلَاثَ مَرَّاتٍ- فَإِنْ دَخَلَ بِهَا فَالْمَهْرُ لَهَا بِمَا أَصَابَ مِنْهَا، فَإِنْ تَشَاجَرُوا فَالسُّلْطَانُ وَلِيُّ مَنْ لَا وَلِيَّ لَهُ». «کومه ښځه چې د خپل سرپرست له اجازې پرته نکاح وکړي، د هغې نکاح باطله ده - درې ځلې یې دا خبره تکرار کړ- که چېرته ورسره یو ځای شو د هغې لپاره د هغه څه مهر دی چې کار یې ترې اخیستلی دی، که چېرته یې سره شخړه راغله نو پادشاه د هغه چا سرپرست دی چې سرپرست نه لري».
ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم د هغې ښځې په اړه خبردارى ورکړى چې د سرپرستانو له اجازې پرته چاته ځان واده کړي، او دا چې نکاح یې باطله ده، هغه دا خبره درې ځلې تکرار کړه، لکه بیخي چې شوي نه وي. نو که چېرته یې خاوند ورسره د سرپرست له اجازې پرته یو ځای شوی و، نو دا چې د شرمګاه له لارې یې ورسره کوروالی کړی دی، پوره مهر به ورکوي. بیا که چېرته سرپرستانو د سرپرستۍ د عقد په اړه سره خپلو کې شخړه کول - چې ټول ورته یو برابر نږدې وو- نو عقد د هغه چا دی چې له دوی څخه لومړی ورمخکې شوی وي او د ښځې مصلحت پکې وي، او که چیرته یې سرپرست له ودولو انکار کاوه، نو دا داسې ده لکه سرپرست چې نه لري؛ پدې حالت کې به یې پادشاه یا قاضي او داسې نور سرپرستان وي، که نه نو د سرپرست په شتون کې پادشاه د سرپرستۍ حق نه لري.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "پر هغه چا لعنت ویل شوی چې خپلې مېرمنې ته د شا له خوا (په دبر) کې ورځي".
ابو داود او النسائي په الكبرى کې او احمد روایت کړیرسول الله صلی الله علیه وسلم مېړه ته د خپلې مېرمنې سره د شا لخوا د یو ځای کېدو په اړه خبرداری ورکړی؛ چې لعنت پرې ویل شوی او د الله له رحمت څخه شړل شوی دی، او دا له کبیره ګناهونو څخه یوه ده.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا يَنْظُرُ اللهُ إِلَى رَجُلٍ أَتَى رَجُلًا أَوِ امْرَأَةً فِي دُبُرٍ». "الله جل جلاله هغه سړي ته د مهربانۍ په نظر نه ګوري چې سړي او یا ښځې سره د شا لخوا په (دبر) کې نیږدېوالی وکړي".
الترمذي او النسائي په الکبری کې روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا په اړه چې سړي او یا ښځې ته د شا لخوا ورتګ کوي سخت ګواښ بیان کړی، او فرمایلي یې دي چې دا د لویو ګناهونو څخه یوه ګناه ده.
د معاویه القشیري رضي الله عنه څخه روایت دی فرمایي چې: ما وویل: اې د الله رسوله! زموږ څخه پر یو یې د ښځې څه حق دی؟ هغه وفرمایل: «باید ډوډۍ ورکړې کله چې ته خپله خوراک کوې، جامې ورکړې کله چې ته خپله جامې اخلې او یا یې ترلاسه کوې، مخ مه وهه او مه یې بدرنګوه او ځای دې ترې مه جلا کوه مګر په خپل کور کې".
ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دیله رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وشوه چې ښځه پر خاوند څه حق لري؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو کارونو یادونه وکړه لکه: لومړی: له هغې پرته خپل ځان په خوړو سره مه ځانګړی کوه؛ بلکې هغې ته خواړه ورکوه کله چې ته خوراک کوې. دویم: خپل ځان په جامو کولو سره مه ځانګړی کوه، بلکې کله چې جامې اخلې هغې ته یې هم اخله، (یعنې کله دې چې جامې تر لاسه کولې او وس دې و نو هغې ته یې هم واخله). دريم: له سبب او اړتیا پرته باید ونه وهل شي، که چېرته یې د تأدیب په موخه وهلو او یا د ځینو فرایضو د پرېښودلو له امله وهلو ته اړتیا پیدا شوه نو باید داسې ونه وهل شي چې اثر پرېږدي، مخ نه وهل کېږي؛ ځکه چې مخ د بدن په غړو کې لوی (حیثیت) لري او د نورو په پرتله ډېر ښکاره دی، او د درناوي وړ او تنکي غړي پکې دي. څلورم: کنځلې مه کوه او داسې مه وایه چې: الله دې مخ بدرنګه کړه؛ نو بدن څخه یې هېڅ شی بدرنګوالي ته مه پرېږده چې له ښایسته یې وباسي؛ ځکه چې الله تعالی د انسان مخ او بدن ته شکل ورکړی، او هر شی یې ښایسته پيدا کړی، او د پېدایښت بدرنګوالی نعوذ بالله د پیدا کوونکي په مذمت دلالت کوي. پنځم: یوازې په خوب ځای کې ترې ځای جلا کوه او بل لور ته ترې مه اوړه او بل کور ته یې تللو ته مه اړ باسه؛ دا کېدی شي د هغه څه په اړه وي چې د ښځې او خاوند تر منځه عادتا خفګان او پرېکون رامنځته کېږي.
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغې (ښځې ) لعنت ویلی چې نورو ته اضافي وېښتان نښلوي او یا له نورو غوښتنه کوي چې دې ته یې ونښلوي، او هغه چې خالونه وهي او یا له نورو غوښتنه کوي چې خالونه ورته ولګوي.
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم څلور ډوله خلکو ته خېراوې کړي چې الله تعالی یې لعنت کړي او د خپل رحمت څخه یې وشړي او لرې یې کړي. لومړی: هغه ښځه چې ځان او یا بلې ښځې پورې اضافي وېښتان نښلوي. دویم: او هغه چې له بلې غوښتنه وکړي چې نور وېښتان ورته کېږدي. دریم: هغه خال لګوونکي ښځه چې د بدن په یو ځای کې په ستنه خالونه ږدي لکه: مخ، لاس او یا سینه او بیا پکې رانجه او داسې نور مواد ږدي، تر څو هغه ځای شین واوړي او یا زرغون رنګ ته واوړي؛ دا کار د ښایست په موخه کوي. څلورم: هغه ښځه چې له نورو غوښتنه کوي دا کار ورته وکړي. او دا کړنې له کبیره ګناهونو څخه دي.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ كَانَتْ لَهُ امْرَأَتَانِ فَمَالَ إِلَى إِحْدَاهُمَا، جَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَشِقُّهُ مَائِلٌ». "څوک چې دوه مېرمنې ولري او له دوی څخه یوې ته مایل شي، هغه به د قیامت په ورځ په داسې حالت کې راشي چې یو مخ به یې لوېدلی (ځوړند) وي".
أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې له یوې څخه زیاتې ښځې ولري او له خپلو مېرمنو سره هغه ډول انصاف نه کوي کوم چې ممکن وي لکه: د دوی تر منځ په لګښت، د اوسېدو ځای، لباس او شپې تېرولو کې مساوات، نو د قیامت په ورځ به یې سزا دا وي چې نیم بدن به یې ځوړند وي، او کږېدل یا ځوړندېدل د هغه د ظلم سزا ده لکه څنګه چې دی په خپله تعامل کې یو طرف ته مایل و.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: " یقینا چې الله جل جلاله زما امت ته له هغه څه تېر شوی چې دوی ته یې نفسونه وسوسې وراچوي، تر هغه پورې چې یا پرې عمل وکړي او یا یې ووایي".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې مسلمان په هغه څه نه نیول کیږي چې په زړه کې یې کومه د شر خبره تېره شي مخکې لدې چې عمل پرې وکړي او یا یې په ژبه ووایي، ځکه چې الله جل جلاله مشقت پورته کړی او بخښلی یې دی، او د محمد صلی الله علیه وسلم امت په هغه څه نه نیسي چې په ذهن کې یې تېرېږي او په زړه کې یې اوړي را اوړي، خو پدې شرط چې باور پرې ونه کړي او زړه ته یې کښېنباسي؛ خو که چېرته یې په زړه کې ځای ورکړ لکه کبر، غرور، منافقت او یا یې په اندامونو عمل وکړ او یا یې په ژبه وویل، نو بیا پرې نیول کیږي.
له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «رُفِعَ الْقَلَمُ عن ثلاثة: عن النائم حتى يَسْتَيْقِظَ، وعن الصبي حتى يَحْتَلِمَ، وعن المجنون حتى يَعْقِلَ». "له درې ډوله خلکو څخه قلم پورته شوی دی: له ویده څخه تر هغه پورې چې راویښ شي، له کوچني څخه تر هغه پورې چې زلمی (بالغ) شي او له لیوني څخه تر هغه پورې چې په هوش راشي".
ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې له دغو درې ډوله خلکو پرته نور ټول بني آدم مکلف دي: یو کوچنی ماشوم تر هغه وخته پورې چې لوی شي او بالغ شي. او له لیوني څخه؛ هغه چې عقل یې له لاسه ورکړی وي، تر دې چې عقل یې بېرته ورته راوګرځي. او له ویده څخه تر دې چې راویښ شي. نو دوی مکلف نه دي، او ګناه ورته نه لیکل کېږي، خو د کوچني لپاره یې ښېګڼه لیکل کیږي، نه د لیوني یا ویده سړي لپاره؛ ځکه چې دوی د هغه چا په څېر نه دي چې د عبادت کولو جوګه وي، ځکه چې (پدې حالت کې) دوی شعور نه لري.