Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way






























Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: چا چې له فرض لمانځه وروسته: درې دیرش ځلې "سبحان الله" وویل چې دا له نېمګړتیاوو څخه د الله جل جلاله د پاکۍ بیانول دي. او درې دیرش ځلې یې "الحمد لله" وویل چې دا له محبت او تعظیم سره د کمال په صفتونو د الله تعالی یادول دي. او درې دیرش ځلې "الله أكبر" ویل چې (معنا یې) له هر شي څخه د الله جل جلاله لویي بیانول دي. او سل عدد د دې ذکر په ویلو سره پوره کیږي: «لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك، وله الحمد، وهو على كل شيء قدير» چې معنا یې ده: له الله پرته بل حق معبود نشته، هغه یو دی شریک نه لري، او هغه پاک ذات لره یوازې بشپړه واکمني ده، هغه له نورو پرته د محبت او تعظیم سره د ثنا او ستاینې وړ دی، او دا چې هغه قادر دی او هېڅ شی یې نه شي عاجز کولای. نو چا چې دا (ذِکر) ووایه ګناهونه یې پاک شول او وبخښل شول، که څه هم د هغه سپین ځګ په څېر ډېر وي چې د سمندر د اوبو په سر د څپو او هیجان پر مهال راپورته کیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر راکوي چې څوک د فرض لمانځه پسې آیت الکرسي ولولي نو له مرګ پرته به یې بل هېڅ شی جنت ته له ننوتلو منع نه کړي؛ او دا آیت په سورة البقره کې د الله تعالی دا وینا ده: {اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ مَنْ ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ}. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالم انتظام كوونكى دى، پر ده نه پركالي راځي، او نه خوب، خاص همده لره دي هغه څه چې په آسمانونو كې دي، او هغه څه چې په ځمكه كې دي، څوك دى هغه كس چې د ده په وړاندې به سفارش كوي مګر د ده په اجازت سره؟ هغه پوهېږي پر هر هغه څه چې د دوى په وړاندې دي او پر هر هغه څه چې د دوى وروسته دي، او دوى (مخلوق) د هغه له علم نه هېڅ شى هم نشي راګېرولى، مګر هغه څه چې هغه (الله) يې وغواړي، د هغه كرسۍ د اسمانونو او د ځمکې څخه پراخه ده او د دې دواړو ساتنه هغه (الله) نه ستړى كوي، او هم هغه ډېر اوچت دى، ډېر لوى دى). [البقرة: 255].
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې که یو لمونځ کوونکی په لمانځه کې شکي شي او نه پوهېږي چې څو رکعته یې کړي دي؛ درې که څلور؟ نو مشکوک عدد دې له ذهن نه وباسي او اعتبار دې نه ورکوي او هغه څه چې په اړه یې یقیني دی هغه درې رکعته دي، نو څلورم رکعت دې وکړي، بیا دې له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي. که کړي رکعتونه یې په ریښتیا څلور وي؛ نو له اضافي رکعت سره به پنځه شي او د سهوې لپاره دوه سجدې به یې د بل رکعت په بدل کې شي، نو د رکعتونو شمېر به یې جفت شي نه تاق، او که چېرته یې د اضافي رکعت سره د رکعتونو شمېر څلور و؛ نو خپل لمونځ به یې پوره کړی وي، نه به زیات وي او نه کم. او د سهوې دوه سجدې به د شیطان د رټلو او سپکولو په موخه شوي وي، او د دې لپاره چې هغه ذلیل شي او خپل مراد ته ونه رسیږي؛ ځکه چې لمونځ یې پرې ګډوډ کړی و، او د لمانځه د فاسدېدو لپاره ورته راښکاره شوی و، نو د بني آدم لمونځ الله تعالی ته په سجدې کولو سره پوره شو، هغه سجده چې ابلیس یې په نه کولو سره ګناهکار شوی و، کله یې چې آدم علیه السلام ته په سجدې نه کولو د الله تعالی نافرماني وکړه.
عایشه رضي الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هغې په کور تل نفلي لمونځونه کول او هېڅکله به یې نه پرېښودل: څلور رکعتونه په دوو سلامونو سره د ماسپښین له لمانځه نه مخکې او دوه رکعتونه د سهار د لمانځه نه مخکې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چاته زیری ورکوي چې د ماسپښین د لمانځه نه مخکې څلور رکعته، او څلور رکعته وروسته نفل په دوامداره توګه وکړي نو الله تعالی به یې په اور حرام کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښ ګڼل چې د سهار په دوو سنت رکعتونو کې له فاتحې وروسته په لومړي رکعت کې: {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ} او په دویم رکعته کې {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} سورت ولولي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم تشریح کړه چې د یو سړي اجر او ثواب د امام سره په جماعت لمانځه کې د پنځه ویشتو هغو لمونځونو څخه غوره دی چې هغه یې په خپل کور یا بازار کې یوازې کوي، بیا يې یادونه وکړه چې د شپې او ورځې ملائکې د سهار په لمانځه کې سره یوځای کېږي، بیا ابو هریره رضی الله عنه د دې خبرې لپاره د دلیل په توګه وویل: که خوښ ګڼئ نو (د الله تعالی دا قول ولولئ): [یقینا لمونځ دسبا ته حاضرېدلی شي ( ملاېکې)] [الإسراء سورت: 78 آیت]، يعنې د سهار لمانځه ته د شپې او ورځې ملائکې دواړه حاضرېږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په لمانځه کې د سړیو لپاره تر ټولو غوره او په ثواب کې تر ټولو زیات صفونه لومړني صفونه دي؛ دا له امام سره د هغوی د نږدېوالي، قراءت ته یې د غوږ نیولو او ښځینه وو څخه د لرې والي له امله، او تر ټولو بد، د ثواب او فضیلت له پلوه تر ټولو کم او د اسلامي شریعت له غوښتنې لرې یې وروستي صفونه دي. او د ښځینه وو لپاره تر ټولو غوره صفونه وروستني دي؛ ځکه چې دا د هغوی لپاره ډېر پرده او د نارینه وو سره له اختلاط او د دوی د لېدلو او په فتنه کې له لوېدلو څخه لرې دي، او تر ټولو بد صفونه یې لومړي دي، ځکه چې سړیو ته نږدې او په فتنه کې د لوېدلو لپاره ډېر جوګه دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولید چې د صف تر شا یې یوازې لمونځ کاوه، نو هغه ته یې امر وکړ چې خپل لمونځ بېرته راوګرځوي، ځکه چې په دې صورت کې د هغه لمونځ صحيح نه و.