





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې: یو سړي واوريدل چې سړي بار بار {قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ} لوسته، نو کله چې سهار شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د دې عمل یادونه یې ورته وکړه، داسې و لکه دا عمل چې د هغه سړي په اند لږ و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:«قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، چې دا سورت د قرآن د درېمې برخې سره برابر دی».
بخاري روايت کړی دیابو سعید الخدري رضی الله عنه وایي چې یو سړي د بل سړي څخه وارېدل چې: {قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ} سورت یې بار بار ټوله شپه تلاوت کاوه او له دې يې زيات هيڅ نه لوستل، نو کله چې سهار شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د دې خبرې یادونه یې وکړه، داسې ښکارېده لکه چې دا عمل د پوښتونکي له نظره لږ وي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته سوګند یاد کړ چې پدې عمل تاکید کوي او ویې فرمایل: قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی چې دا سورت د قرآن کریم د یو پر درېمې برخې سره برابره ده.
له عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه مرفوع روایت دی: د الله تعالی د دې وینا په اړه چې فرمایي: {وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ} [الحج: 25] یعنې: (او څوک چې په هغه (مسجد الحرام) كې په ظلم سره بې لاريتوب وغواړي، هغه ته به دردناک عذاب وروڅكو). وایي«که چېرته یو سړی پکې د الحاد (له حقه د اوښتو) تش نیت هم وکړي، حال دا چې هغه په عدنِ أبین کې وي، نو الله به ورته دردناک عذاب وروڅکوي».
احمد او الحاکم روايت کړی دیعبدالله بن مسعود رضي الله عنه د الله تعالی د دې وینا په اړه یادونه وکړه چې فرمایي: {وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ} ویې وویل: که د خلکو له ډلې څخه یو کس په زړه کې دا خبره تېره کړي او ټینګه اراده وکړي چې د مکې په حرم کې کوم بد کار وکړي، داسې کار چې په هغه سره د حرم هغه څه حلال وبولي چې الله پرتا حرام کړي لکه د ژبې (بد استعمال) یا قصدي وژنه، چې دا ظلم دی؛ او که دا اراده د یمن په عدن ښار کې هم وي، نو د همدې ارادې له امله مستحق دی چې الله تعالی پرې دردناک عذاب راولي، که څه هم هغه کار یې نه وي کړی؛ ځکه په دې کې یوازې اراده کول هم بسنه کوي.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله چې له حدیبیې څخه د راګرځېدو پر مهال په رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت نازل شو: {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا لِيَغْفِرَ لَكَ اللهُ} تر {فَوْزًا عَظِيمًا} پورې [الفتح سورت: له ١ څخه تر ٥ پورې آیتونه] صحابه کرام ډېر خفه او غمجن ول، حال دا چې خپلې قربانۍ یې په حدیبیه کې ذبح کړې وې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «پر ما یو آیت نازل شوی چې له ټولې دنیا راته غوره او خوښ دی».
مسلم روايت کړی دیانس بن مالک رضي الله عنه وایي چې کله په رسول الله صل الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی دا قول نازل شو: {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا (١) لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا (٢) وَيَنْصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا (٣) هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ السَّكِينَةَ فِي قُلُوبِ الْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَعَ إِيمَانِهِمْ وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا (٤) لِيُدْخِلَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَيُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَكَانَ ذَلِكَ عِنْدَ اللَّهِ فَوْزًا عَظِيمًا} [الفتح: ١-٥]، (بېشكه تاته مو برى دركړ، يو څرګند برى (۱) تر څو الله ستا مخکېنۍ او وروستۍ ګناه (ټوله) درته وبښي او خپل نعمت درباندې بشپړ كړي او سيده لار درته وښيي (۲) او مرسته وکړي الله ستاسره مرسته د عزت والا (۳) خاص الله تعالی همغه ذات دى چې رالیږلې یې ده تسلي (یقین) په زړونو د مؤمنانو کې د دې لپاره چې زیات شي ایمان، سره د ایمانه د دوی، او خاص الله تعالی لره دي لښکرې د آسمانونو او ځمکې او الله تعالی ډېر پوه او حکمت والا دی (۴)د دې لپاره چې مؤمنان او مؤمنانې داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې يې ويالې بهېږي، تلپاتې به وي په هغو كې او ګناهونه به ترې ورژوي او د الله په وړاندې دغه يو ستر برى دى (۵). دا آیتونه له حدیبیې څخه د راګرځیدو پر مهال په داسې حال کې نازل شول چې صحابه کرام خفه او غمجن وو، ځکه چې د سولې له امله دوی ونه کړای شول عمره ادا کړي او پدې ګمان وو چې دا کار د مسلمانانو په ګټه نه دی، او همدا رنګه یې خپلې قربانۍ په حدیبیه کې حلالې کړې وې، نو رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یقینا چې پر ما یو آیت نازل شو چې هغه ما ته له دې دنیا او څه چې پکې دي غوره دی او بیا یې ولوست.
له ابو الدرداء رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې د الکهف سورت له پیل نه لس آیتونه حفظ کړي، له دجال څخه به خوندي پاتې شي» او په یوه بله روایت کې راځي چې: «د الکهف سورت له پای څخه».
مسلم روايت کړی دینبي ﷺ خبر ورکړی چې څوک د الکهف سورت له پېل څخه لس آیتونه له یادو زده کړي، هغه به د دجال له فتنې نه وساتل شي، خوندي او محفوظ به پاتې شي کوم چې د قیامت نه مخکې راوځي او د الوهیت دعوه به کوي، او د هغه فتنه به په ځمکه کې تر ټولو لویه فتنه وي؛ د حضرت آدم علیه السلام نه تر قیامته پورې، ځکه الله تعالی به هغه ته داسې خارقالعاده کارونه ورکړي چې پرې خلک غولوي او ازمايي، خو د الکهف سورت په پېل کې داسې عجیبې پیښې او نښانې شته چې له فتنو ډېرې لوی دي چې دجال پرې خلک تېر باسي، نو څوک چې دا آیتونه په غور سره ولولي او پرې پوه شي، هغه به د دجال په فتنه کې نه لوېږي. او په یوه بل روایت کې راځي چې: د الکهف سورت وروستي لس آیتونه چې دې آیت څخه پیلېږي: {أَفَحَسِبَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ أَن يَتَّخِذُواْ...}.
له عقبة بن عامر رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وویل: (پر ما داسې آیتونه نازل شول چې تر دې مخکې یې مثال نه دی لیدل شوی؛ معوذتین -الفلق او الناس سورتونه-).
مسلم روايت کړی دیعقبة بن عامر رضی الله عنه خبر ورکوي چې نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: الله تعالی پر ما نن شپه داسې آیتونه نازل کړل چې تر دې مخکې یې مثال نه دی لیدل شوی – یعنې د استعاذې (پناه غوښتنې) په برخه کې – دا دواړه معوذتین دي: یعنې {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ} او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ} سورتونه.
له انس رضی الله عنه څخه روایت دی وایي: زه د ابو طلحه په کور کې ساقي وم، په هغه ورځ د خلکو شراب "فضیخ" و -له خرما جوړ شوي شراب- نو رسول الله ﷺ اعلانوونکي ته امر وکړ چې خلکو ته اعلان وکړي چې : خبردار اوسئ! شراب حرام شول، انس وایي: ابوطلحه راته وویل: وځه، دا شراب توی کړه، نو زه ووتلم او شراب مې توی کړل، تر دې چې د مدینې په کوڅو کې وبهېدل، ځینو خلکو وویل: " ځینې خلک چې مړه شوي او شراب یې په نسونو کې و (یعنې د هغوی به څه کېږي) نو الله تعالی دا آیت نازل کړ: {لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوا}(المائدة: 93 آیت) یعني: پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي په پخواني خوراک او څښاک کومه ګناه نشته...)
متفق علیه دیانس بن مالک رضي الله عنه خبر ورکو چې دی د هغو کسانو د سقاېې (اوبه ورکولو) په کار کې بوخت و، چې د ده د مور د خاوند ابوطلحه رضي الله عنه په کور کې وو، او هغه مهال د دوی شراب «فضیخ» وو، چې د پخو او نیمه پخو خرماوو ګډ شراب دي، ناڅاپه د رسول الله صلی الله علیه وسلم اعلانوونکي اعلان وکړ چې: «خبردار! شراب حرام شول» وایي ابو طلحه راته وویل: «وځه، دا شراب توی کړه او چپه یې کړه» نو زه ووتلم، شراب مې توی کړل او چپه مې کړل، نو شراب د مدینې په کوڅو کې روان شول، ځینو خلکو وویل: «ځینې صحابه د شرابو له تحریم نه مخکې وژل شوي او حال دا چې شراب یې په ګېډو کې و» (یعنې د هغوی حکم به څه وي؟) نو الله تعالی دا آیت نازل کړ: {پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي په هغه څه کومه ګناه نشته چې پخوا یې خوړلي او یا څښلي دي}. [المائدة: 93 آیت]. یعنې: پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي، ګناه نشته په هغه څه کې چې دوی( له حرمت نه مخکې) خوړلي او یا څښلي دي.
له ابو نجیح، العرباض بن ساریه رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي چې: موږ ته رسول الله ﷺ داسې پند (نصیحت) راکړ چې زړونه پرې ولړزېدل، او سترګو اوښکې تویې کړې، نو موږ وویل: اې د الله رسوله! داسې ښکاري لکه دا چې د یوه مخه ښه کوونکي نصیحت وي، نو موږ ته وصیت وکړه! هغه وفرمايل: «زه تاسو ته د الله له وېرې (تقوى) سپارښتنه کوم، او دا چې د خپل مشر خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ، که څه هم یو غلام پر تاسو حاکم شي، ځکه څوک چې له ما وروسته ژوند وکړي، نو ډېر اختلافونه به وویني، نو پر تاسو لازمه ده چې زما سنت (طریقه) او د راشدو، هدایت شوو خلفاوو لار تعقیب کړئ، او پرې ټینګ پاتې شئ؛ د ژامې غاښونه پرې ټینګ کړئ او (په دین کې ) له نوو جوړو شوو چارو ځان وساتئ، ځکه هر بدعت (نوې اختراعه شوې دیني کړنه) ګمراهي ده».
ابو داود او الترمذي روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کرامو ته داسې په زړه پورې خطبه ورکړه چې له امله یې زړونه ووېرېدل او له سترګو اوښکې وبهېدې. نو هغوی وویل: اې د الله رسوله! دا خو داسې یو وعظ دی لکه څوک چې الله په اماني اخلي، ځکه هغوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې په وعظ او نصحیت کې یې زیاته مبالغه وکړه، نو د وصیت غوښتنه یې ترې وکړه تر څو پرې له هغه وروسته منګولې ولګوي. هغه وفرمایل: د الله تعالی د واجباتو په پرې ځای کولو او له منهیاتو څخه یې په ځان ساتلو سره درته له الله تعالی څخه په وېرېدلو وصیت کوم، او دا چې واکمنانو ته غوږ ونیسئ او پيروي یې وکړئ، که څه هم پر تاسې یو غلام واکمن شي، یعنې تر ټولو ټیټ انسان پر تاسې امیر وګمارل شي نو سرغړونه ترې مه کوئ بلکې پیروي یې وکړئ، تر څو فتنه راولاړه نشي، ځکه یقینا که چېرته په تاسو کې له مانه وروسته څوک ژوندی پاتې شي نو زیات مخالفتونه به وګوري. بیا یې ورته لدې اختلاف څخه د وتلو لاره وښودله، چې هغه له هغه وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم او راشدینو هدایت موندونکو خلفاوو په سنتو منګولې لګول دي؛ أبو بکر صدیق، عمر بن الخطاب، عثمان بن عفان او علي بن أبی طالب رضي الله عنهم أجمعین، او دا چې د ژامې وروستۍ غاښونه پرې ټینګ کړي، چې پدې سره یې موخه په سنتو کلک پاتې کېدل او منګولي لګول وو. او په دین کې یې له نویو کارونو راپیدا کولو څخه ووېرول، ځکه (په دین کې) هر نوښت ګمراهي ده.
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «زما څخه يو آيت هم - خلکو - ته ورسوئ او د بني اسرائيلو په اړه خبرې وکړئ - هغه پېښې چې هغوی ورسره مخ شوي دي - پدې کې کومه ملامتیا نشته، او چا چې پر ما په قصدي توګه دروغ وویل، نو د ځان لپاره دې په اور کې د ناستې ځای وټاکي».
بخاري روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم امر کوي چې د هغه لخوا دې خلکو ته د کتاب او سنت علم ورسول شي، که لږ هم وي لکه د قرآن یو آیت یا یو حدیث، پدې شرط چې رسوونکی خپله پر هغه څه پوه شي چې خلکو ته یې رسوي او بلنه ورته کوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم واضحه کړه چې پدې کې کوم باک نشته چې د بني اسرائیلو په حق کې د هغه څه په اړه وغږیږئ چې هغوی ته پېښ شوي دي پدې شرط چې زمونږ د شریعت سره په ټکر کې نه وي. بیا یې پر هغه د دروغ ویلو په اړه خبرداری ورکړ، او هغه څوک چې په قصدي توګه پر هغه دروغ ووایي، نو د ځان لپاره دې په اور کې ځای ونیسي.
له مقدام بن معدیکرب رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «خبردار اوسئ! نږدې ده چې یو سړي ته به زما لخوا نه حدیث ورسیږي او هغه به بالښت ته تکیه وهلي وي او وایې به : زمونږ او ستاسو تر منځه د الله کتاب دی ، نو څه مو چې پکې حلال وموندل حلال یې ګڼو، او څه مو چې پکې حرام وموندل حرام یې ګڼو، او حال دا چې هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حرام کړي دي - حرمت یې داسې دی - لکه الله تعالی چې حرام کړي وي».
ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دیرسول الله - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکوي چې داسې زمانه را نږدې شوې ده چې د خلکو یوه ډله به ناسته وي او یو تن به یې پر خپل بستر تکیه وهلي وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث به ورته ورسیږي، نو وایې به: هغه څه چې زمونږ او ستاسو ترمنځه په چارو کې پریکړه کوي هغه قرآن کریم دی او دا زموږ لپاره کافي دی، نو څه مو چې پکې حلال وموندل عمل پرې کوو، او څه مو چې پکې له حرامو وموندل ځان ترې ژغورو. بیا رسول الله - صلی الله علیه وسلم - دا خبره جوته کړه چې هر هغه شی چې هغه حرام کړی وي او یا یې په خپلو سنتو کې له هغه څخه منعه فرمایلي وي نو هغه په حکم کې داسې دی لکه الله جل جلاله چې په خپل کتاب کې حرام کړی وي؛ ځکه چې هغه د خپل رب له طرفه - پیغام - رسوونکی دی.