





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له عرباض بن ساریة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم په مونږ کې ودرېده، نو مونږ ته یې یو ډېر له پند څخه ډک نصېحت وکړ، چې له امله یې زړونه په وېره کې شول او له سترګو اوښکې وبهېدلې، نو وویل شو چې اې د الله تعالی رسوله! تا خو مونږ ته داسې نصیحت وکړ لکه چې د الله په آمانۍ نصیحت چې وي، نو مونږ ته وصیت وکړه، هغه وفرمایل: « (زه تاسې) د الله تعالی نه په وېرېدلو او د حاکم (واکمن) په اطاعت سره وصیت کوم که څه هم دا واکمن یو حبشي غلام وي، او ژر دی چې تاسو به زما نه وروسته سخت اختلاف ووینئ، نو تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ، د ژامې غاښونه پرې کلک کړئ او په دین کې له نویو طریقو راوېستلو څخه ځان وساتئ، ځکه چې (په دین کې ) هر نوښت ګمراهي ده».
ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کرامو ته داسې په زړه پورې خطبه ورکړه چې له امله یې زړونه ووېرېدل او له سترګو اوښکې وبهېدې. نو هغوی وویل: اې د الله رسوله! دا خو داسې یو وعظ دی لکه څوک چې الله په اماني اخلي، ځکه هغوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې په وعظ او نصحیت کې یې زیاته مبالغه وکړه، نو د وصیت غوښتنه یې ترې وکړه تر څو پرې له هغه وروسته منګولې ولګوي. هغه وفرمایل: د الله تعالی د واجباتو په پرې ځای کولو او له منهیاتو څخه یې په ځان ساتلو سره درته له الله تعالی څخه په وېرېدلو وصیت کوم، او دا چې واکمنانو ته غوږ ونیسئ او پيروي یې وکړئ، که څه هم پر تاسې یو غلام واکمن شي، یعنې تر ټولو ټیټ انسان پر تاسې امیر وګمارل شي نو سرغړونه ترې مه کوئ بلکې پیروي یې وکړئ، تر څو فتنه راولاړه نشي، ځکه یقینا که چېرته په تاسو کې له مانه وروسته څوک ژوندی پاتې شي نو زیات مخالفتونه به وګوري. بیا یې ورته لدې اختلاف څخه د وتلو لاره وښودله، چې هغه له هغه وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم او راشدینو هدایت موندونکو خلفاوو په سنتو منګولې لګول دي؛ أبو بکر صدیق، عمر بن الخطاب، عثمان بن عفان او علي بن أبی طالب رضي الله عنهم أجمعین، او دا چې د ژامې وروستۍ غاښونه پرې ټینګ کړي، چې پدې سره یې موخه په سنتو کلک پاتې کېدل او منګولي لګول وو. او په دین کې یې له نویو کارونو راپیدا کولو څخه ووېرول، ځکه (په دین کې) هر نوښت ګمراهي ده.
له سمرة بن جندب او مغیرة بن شعبة رضي الله عنهما څخه روایت دی، دوی دواړه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې زما څخه نورو ته یو حدیث بیانوي او داسې معلومېږي چې هغه دروغ دی، نو هغه انسان له درواغجنو څخه یو دی».
مسلم په خپلې مقدمې کې روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک له هغه څخه یو حدیث نقلوي او هغه پدې پوهیږي، یا ګمان کوي او یا یې غالب ګمان دا وي چې دا په رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغ دي؛ نو څوک یې چې روایتوي د هغه چا سره په درواغو کې شریک دی چې لومړی یې پدې حدیث پیل کړی دی.
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ». "څوک چې په قصدي توګه پر ما درواغ ووايي، هغه دې په دوزخ کې د خپل د ناستي ځای وټاکي ".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې څوک په قصدي توګه پر هغه دروغ ووايي، داسې چې هغه ته په دروغو سره د وینا یا کړنې نسبت وکړي، نو په اخرت کې به د هغه ځای دوزخ وي؛ دا به یې د دروغو جزا وي چې پر هغه یې تپلي دي.
له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «زما د امت په پای کې به داسې خلک وي چې تاسو ته به هغه څه بیانوي چې تاسو او ستاسو پلرونو به نه وي اورېدلي، نو پام وکړئ او ځان ترې وساتئ».
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د هغه د امت په پای کې به داسې خلک راڅرګند شي چې دروغ به جوړوي او هغه څه به وايي چې له دوی نه مخکې چا نه وي ویلي، او له دروغجنو او جعلي حدیثونو څخه به خبر ورکوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته امر کړی دی چې له داسې - خلکو - څخه لرې شو او ناسته یې ونه کړو، او د حدیثونو له اورېدلو څخه یې ډډه وکړو، تر څو هغه له ځانه جوړ شوي حدیثونه په زړونو کې ځای ونه نیسي، چې بیا به ترې ځان نشو خلاصولی.
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي: ما به هر هغه څه لیکل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه به مې اورېدل، او غوښتل مې چې حفظ یې کړم، خو قریشو لدې کار څخه منع کړم او ویې وییل: آیا ته هر هغه څه لیکې چې ته یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورې، پداسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم انسان دی، کله د غصې او خوښۍ په حالت کې خبرې کوي؟ نو ما لیکنه بنده کړه او پدې اړه مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یادونه وکړه، نو هغه په خپلې ګوتې سره خپلې خولې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «اكتُبْ، فوالذي نفسي بيدِه، ما يَخرُجُ منه إلا حقٌّ». «لیکه، په هغه ذات قسم چې زما روح یې په لاس کې دی، چې له حق پرته ترې بل څه نه راوځي».
ابو داود روايت کړی دیعبدالله بن عمرو رضي الله عنهما وايي: ما به هر هغه څه لیکل چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدل، تر څو یې له یادو زده کړم، خو د قریشو ځینو سړیو زه منع کړم. او ویې وییل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم انسان دی؛ د خوښۍ او غصې په حالت کې خبرې کوي او کله خطا کیږي هم، نو ما لیکل بند کړل. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم مې د دوی له وینا څخه خبر کړ، هغه خپلې خولې ته په خپلې ګوتې سره اشاره وکړه او ویې وییل چې: لیکه: په هغه ذات قسم چې زما روح د هغه په لاس کې دی، چې په هر حالت کې ترې له حق پرته بل څه نه راوځي؛ د خوښۍ او غصې دواړو حالتونو کې. په داسې حال کې چې الله تعالی د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اړه فرمایلي دي: ﴿وَمَا یَنطِقُ عَنِ ٱلۡهَوَىٰۤ * إِنۡ هُوَ إِلَّا وَحۡیࣱ یُوحَىٰ﴾ [النجم ٣-٤]. (او دى له خپل خواهش نه خبرې نه کوي. ندى دا (قرآن) مګر وحې چې (ده ته) وحې کېږي).
له ابي عبدالرحمن عبدالله بن عمر بن الخطاب رضی الله عنهما نه روايت دی وايي چې: ما له رسول صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي، چې فرمایل یې: «بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ». «اسلام په پنځو شیانو ولاړ دی: :ګواهي ورکول چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول او بنده دی، لمونځ کول، زکات ورکول، د بیت الله حج کول، او د رمضان روژه نیول».
البخاري او مسلم روايت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم اسلام له يوې پیاوړې او غښتلې ودانۍ سره تشبيه وركړه، د هغو پنځو رکنونو له امله چې دا ودانۍ یې پورته کړې ده، او د اسلام نورې پاتې ځانګړتیاوې لکه د ودانۍ بشپړوونکي دي. او د دغو رکنونو لومړی یو یې: دوه ګواهیانې ورکول دي؛ یوه دا چې له الله جل جلاله پرته بل په حقه معبود نشته او دا چې محمد د الله جل جلاله رسول دی، او دا دواړه یو رکن دی؛ چې یو له بل څخه نه جلا کیږي، بنده په دواړو ګواهیانو کې په خوله اقرار کوي پداسې حال کې چې د الله جل جلاله په یووالي ګواهي ورکوي او پدې چې هغه یوازې د عبادت مستحق دی، او د دې ګواهۍ په غوښتنه عمل کوي، بل دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت ایمان لري او پیروي یې کوي. او دویم رکن: د لمانځه ادا کول دي، چې هغه په شپه او ورځ کې پنځه وخته فرض لمونځونه ادا کول دي له شرطونو، رکنونو او واجباتو سره، یعنې: سهار، ماسپښین، مازدیګر، ماښام او د ماخوستن لمونځونه. او دريم رکن: په هر هغه مال کې د فرض زکات ادا کول دي چې په شريعت کې ټاکلې اندازې ته رسيدلی وي، د زکات ورکول يو واجب مالي عمل دی، چې مستحقو کسانو ته ورکول کيږي. او څلورم رکن حج دی چې مکې مکرمې ته د مناسکو د پر ځای کولو لپاره د الله تعالی د عبادت په نیت د تللو قصد کول دي. او پنځم رکن د رمضان روژه ده چې له سهار راختلو څخه تر لمر لوېدو پورې د الله جل جلاله د عبادت په نیت له خوراک، څښاک او داسې نورو روژه ماتوونکو شیانو څخه ډډه کول دي.
له ابي عبدالرحمن، عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دی، وايي: موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان وکړ، حال دا چې هغه خپله ریښتینی او د ریښتیني په توګه منل شوی دی چې: « بېشکه ستاسو د هر یوه پیدایښت د خپلې مور په رحم کې په څلوېښتو ورځو کې داسې راغونډیږي چې بیا د دې په شان د غوښې تکړه شي، بیا د دې په شان کرپندوکی شي، بیا الله تعالی یوه پرښتنه ورولېږي، نو هغه پکې روح پوک کړي، او ورته امر کېږي چې (په اړه یې) څلور شیان ولیکي: د هغه رزق، د هغه اجل، د هغه عمل او دا چې هغه به بدمرغه (شقي) وي او که نېکمرغه، نو قسم دې زما په هغه ذات وي چې له هغه پرته بل حق معبود نشته چې ستاسو څخه به یو څوک د جنتیانو عمل کوي تر دې چې د هغه او د جنت تر منځه به یوازې د یوه ذراع (نیم ګز) په اندازه وانټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخکې شي او د دوزخیانو عمل به وکړي، چې له امله به یې دوزخ ته لاړ شي، او همداراز ستاسې څخه به یو څوک د دوزخیانو عمل کوي تر دې چې د دوزخ سره به یې یوازې یو ذراع (نیم ګز) واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخکې شي او د جنتیانو عمل به وکړي چې له امله به یې جنت ته داخل شي».
البخاري او مسلم روايت کړی دیابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته دا خبره کړې ده او هغه په خپلو خبرو کې رښتینی دی؛ ځکه چې الله تعالی ریښتونی ګڼلی دی. هغه وفرمایل: ستاسو څخه د یو تن جوړښت راټولیږي، داسې چې کله یو سړی د خپلې مېرمنې سره یو ځای کیږي، نو د هغه شېندل شوي مني د ښځې په رحم کې د څلویښتو ورځو لپاره د نطفې په شکل کې راټولیږي. بیا علقه وګرځي چې هغه ټینګه او وچه وینه ده، او دا - کار - په دویمه څلویښتۍ کې کیږي، بیا مضغه شي؛ چې هغه د غوښې دومره اندازه ټوټه ده چې ژولو ته برابره وي، او دا په درېمه څلوېښتۍ کې کیږي. بیا ورته الله تعالی ملاېکه راولیږي، نو د درېمې څلوېښتۍ په پای کې پکې روح پوکړي، ملاېکې ته امر وشي چې څلور خبرې ولیکي: د هغه رزق؛ چې له هغه اندازې نعمتونو څخه عبارت دی چې په خپل عمر کې به یې لاسته راوړي، د هغه اجل؛ او دا په دنیا کې د هغه د پاتې کېدا موده ده، د هغه عمل، چې څه دی؟ او دا چې آیا نیکمرغه دی که بد مرغه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم قسم یاد کړ چې یو سړی به د جنتیانو عمل کوي او عملونه به یې نیک وي، یعنې هغه څه چې خلکو ته ښکاري؛ تر هغه وخته پورې به همداسې وي، تر دې چې د ده او جنت تر منځه یوازې د یو ګز په اندازه فاصله پاتې شي، یعنې د ده او جنت ته د رسېدو په منځ کې به دومره فاصله پاتې شي لکه د یو ګز په اندازه، نو تقدیر او هغه څه به پرې غالب شي چې ورته لیکل شوي دي نو د دوزخیانو عمل به وکړي، نو په همدې سره به یې خاتمه وشي او اور ته به داخل شي. ځکه چې د عمل د منلو شرط دا دی چې په هغه باندې ثابت قدمه پاتې شي او بدلون ورنکړي. او د خلکو څخه یو بل تن به د دوزخيانو عمل تر هغه وخته پورې کوي چې هغه دوزخ ته ننوتلو ته نږدې شي او داسې به وي لکه د ده او د اور تر منځ چې د ځمکې د یو ګز په اندازه واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې غالب شي او هغه څه چې ورته لیکل شوي دي نو د جنتیانو عمل به وکړي او جنت ته به داخل شي.
له أم المؤمنین أم عبد الله؛ عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې زموږ په دې دیني امر (شریعت) کې نوښت رامنځته کړي چې له دې دین څخه نه وي، نو هغه (عمل) رد دی». او د مسلم په روایت کې راځي چې: «څوک چې داسې عمل وکړي چې زموږ د امر (شریعت) مطابق نه وي، نو هغه (عمل) رد دی».
البخاري او مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې چا په دین کې کوم شی له ځانه جوړ کړ او یا یې داسې یو عمل وکړ چې له قرآن او سنت نه پرې دلیل نه وي، نو هغه یې په خاوند مردود دی او الله جل جلاله ته د منلو وړ ندی.
له ابو هریرة؛ عبد الرحمن بن صخر رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل یې: "له څه شي نه مې چې ما منع کړي یاست؛ ځان ترې وساتئ، او په څه شي مې چې درته امر کړی، نو تر خپلې وسې یې عملي کړئ، بېشکه چې ستاسو څخه مخکني خلک (په دین کې) د ډېرو پوښتنو او د پېغمبرانو په اړه د خپلمنځي اختلافاتو له امله هلاک شوي دي".
البخاري او مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته څرګنده کړې ده چې کله هغه له کوم شي نه منع وکړي، نو پر موږ لازم دي چې له استثنا پرته ترې ځان وساتو، او کله چې هغه موږ ته د کوم شي امر وکړي، نو باید تر خپلې وسې یې ترسره کړو. بيا يې موږ ته خبرداری راکړ او موږ یې ووېرولو چې د تېرو امتونو په څېر نه شو، هغوی چې له خپلو پېغمبرانو ډېرې پوښتنې کولې او ورسره یې د هغوی مخالفت کاوه، نو الله جل جلاله په ډول ډول عذابونو او تباهۍ سره مجازات کړل، نو په کار ده چې موږ د هغوی په څېر نه شو، تر څو داسې هلاک نه شو لکه هغوی چې هلاک شوي دي.