Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way






























Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې کله رمضان راشي نو درې کارونه کېږي: لومړی: د جنت دروازې پرانیستل کېږي او هېڅ یوه یې بنده نه پاتې کېږي. دویم: د دوزخ دروازې تړل کېږي چې هېڅ دروازه یې خلاصه نه پاتې کېږي. درېیم: شیطانان او سرکشه پيريان په زنځیرونو تړل کېږي، نو نشي کولای هغه کارونه تر سره کړي چې دوی به له رمضان پرته په نورو میاشتو کې کول. دا ټول د دې میاشتې د درناوي او تعظیم په خاطر کېږي، ترڅو خلک په دې میاشت کې د عباداتو لکه لمونځ، صدقې، ذکر، د قرآن تلاوت او نورو صالحو اعمالو ترسره کولو ته وهڅول شي او له ګناهونو او معصیتونو څخه ځان وساتي.
نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې که خلک پوهېدلی چې په اذان او د لمانځه په لومړي صف کې څومره فضیلت، خیر او برکت دی، او بیا یې د دې لپاره د وړاندې کېدو او لومړیتوب هېڅ لاره نه موندله پرته لدې چې قرعه (پچه) پرې واچوي چې څوک یې مستحق دی، نو قرعه (پچه) به یې اچولی وای، او که پوهېدلی چې لمانځه ته په لومړي وخت کې حاضرېدل څومره اجر لري، نو له یو بل څخه به مخکې کېدل، او که پوهېدل چې د ماخوستن او سهار لمونځونو ته په تللو کې څومره ثواب دی، نو تلل به یې اسان ګڼلی وو که څه هم په خاپوړو سره وي، لکه څنګه چې ماشوم لومړي ځل لپاره خاپوړې کوي.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دنیا کې په قصدي توګه د ځان وژنې په اړه خبرداری ورکړی چې چا قصداً ځان وژنه وکړه، نو د قیامت په ورځ به په همغې طریقه په دوزخ کې عذابېږي چې ځان یې وژلی دی، دا د هغه د عمل سره برابره سزا ده، نو چا چې له غره څخه په ځان غورځولو سره ځان وژنه وکړه، نو په دوزخ کې به د دوزخ له غرونو څخه لاندې راغورځول کېږي، تل به هلته وي، او چا چې زهر وڅښل او ځان وژنه یې وکړه، نو په دوزخ کې به یې زهر په لاس کې وي بیا بیا به یې څښي او د تل لپاره به هلته پکې وي، او چا چې په یوه اوسپنه ځان وواژه، نو اوسپنه به یې په لاس کې وي او بیا بیا به پرې خپله ګېډه سورۍ کوي، او د تل لپاره به په جهنم کې وي.
رسول الله ﷺ اووه ډوله مؤمنانو ته زېری ورکړی، چې الله تعالی به هغوی د خپل عرش تر سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د هغه له سیوري پرته به بل سیوری نه وي: لومړی: هغه واکمن چې په خپل نفس کې عادل وي او فاسق نه وي، د خپل رعیت په منځ کې انصاف کوي او ظلم نه کوي؛ دا هغه څوک دی چې د مسلمانانو لویه واکمني لري او هر هغه څوک چې د مسلمانانو له چارو څخه څه په واک کې لري او انصاف پکې کوي، هم دې درجې ته ور شاملېږي. دویم: هغه ځوان چې د الله په عبادت کې رالوی شوی وي او خپله ځواني او قوت یې پکې مصرف کړی وي، تر دې چې په همدې حالت کې وفات شوی وي. درېیم: هغه سړی دی چې زړه یې له جومات سره تړلی وي، کله چې ترې ووځي، تر هغه پورې چې بېرته ورته راوګرځي، د جومات سره د سخت محبت، ډېر تګ راتګ او دوامداره زړه نیوي له امله، که څه هم بدن یې له جوماته بهر وي. څلورم: دوه هغه کسان چې هر یو د بل سره د الله لپاره رښتینې مینه ولري، او د دیني محبت پر بنسټ دوام ورکړی، او دا مینه د دنیاوي خنډ له امله پرې نه کړي، که سره یو ځای شوي وي یا نه، تر هغه چې مرګ یې جدا کړي. پنځم: هغه سړی چې یوې د نسب، شرف، مقام، مال او ښکلا خاوندې ښځې ځان ته د بدکارۍ لپاره بلنه ورکړې وي، خو هغه ترې انکار کړی وي او ورته یې ویلي وي چې: زه له الله نه وېرېږم. شپږم: هغه سړی چې لږه یا ډېره صدقه یې ورکړې وي، او ریا یې پکې نه وي کړې، بلکې پټه کړې یې وي، تر دې چې چپ لاس یې نه پوهېږي چې ښي لاس یې څه ورکړي دي. اووم: هغه سړی چې الله راپه زړه کړي، یا په ژبې سره يې یاد کړي، په داسې ځای کې چې له خلکو لرې وي، نو د الله له وېرې او د هغه له تعظیمه یې سترګې راډکې شي.
نبي ﷺ مسلمان ته خبرداری ورکړی چې خپل مسلمان ورور ته دې په هېڅ ډول وسلې سره اشاره نه کوي، ځکه هغه نه پوهېږي، کېدی شي شیطان یې اړ باسي چې وسله په لاس کې وخوځوي، خپل (مسلمان) ورور پرې ووژني یا یې ازار کړي، نو په داسې ګناه کې به واقع شي چې د دوزخ کندې ته یې ورسوي.
نبي ﷺ قسم وکړ او درې ځل یې قسم تأکید کړ، ویې فرمایل: قسم په الله، ایمان نه لري؛ قسم په الله، ایمان نه لري؛ قسم په الله، ایمان نه لري. صحابه وو وپوښتل: اې د الله رسوله، څوک ایمان نه لري؟ ویې فرمایل: هغه څوک چې ګاونډی یې د هغه له خیانت، ظلم او شر څخه وېرېږي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو زیات وصیت د امت په اړه دا و، حال دا چې د مرګ په سختۍ کې و: پر لمانځه پابند اوسئ، هغه وساتئ، ترې مه بې پروا کېږئ، همداراز د خپلو مملوکانو (غلامانو او وینځو) حقونه ادا کړئ، او له هغوی سره ښه چلند وکړئ، رسول الله صلی الله عليه وسلم دا وصیت بیا بیا تکراروه، تر دې چې دا خبرې یې په مرۍ کې کولې او په ژبه یې نه شوې تکرارولی.
رسول الله ﷺ په شپږو مشهورو ربوي ډولونو کې د صحيحې او مشروعې معاملې طريقه څرګنده کړې ده، دا شپږ توکي عبارت دي له: سره زر، سپين زر، غنم، وربشې، خرما او مالګه، نو کله چې معامله د يو ډول په يو ډول وي لکه: سره زر په سرو زرو، يا خرما په خرما نو رسول الله ﷺ ورته دوه شرطونه اېښودلي دي: لومړی: که چېرې شي موزون وي(تلل کېږي) لکه سره زر او سپین زر، نو باید په وزن کې سره برابر وي، او که مکیل وي (پېمانه کېږي) لکه غنم، وربشې، خرما او مالګه، نو باید په پیمانه کې سره برابر وي. دویم دا چې: پلورونکی باید بیه او پېرودونکی مال ترلاسه کړي او دا کار باید د پلور (معاملې) په مجلس کې وشي. نو که دا ډولونه یو له بله مختلف شول، لکه د سرو زرو پلور په سپینو زرو، یا د خرما پلور په غنمو، نو بيعه جواز لري، خو پدې شرط چې پلورونکی باید بیه او پېرودونکی مال (جنس) د معاملې په مجلس کې ترلاسه کړي؛ که نه، نو دا بيع باطله ده او پلورونکی او پېرودونکی دواړه په حرام سود (ربا) کې اخته شوي دي.
نبي ﷺ نارینه وو ته خبرداری ورکړی چې خپل ټول لباس چې د دوی د بدن لاندې برخه پټوي لکه کمیس یا پتلون د پښو تر ګیټیو لاندې ښکته نه کړي، ځکه څوک چې خپلې جامې یا پېنڅې له ښنګرو نه لاندې ښکته کړي نو سزا یې دا ده چې د دې کار له امله به دی په اور کې وي.