





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ام المؤمنین عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی وایي چې: کله به چې ( د رمضان د میاشتې وروستۍ) لسیزه داخل شوه نو شپه به یې رڼا کړه او خپله کورنۍ به یې ( د شپې) راویښه کړه او (د عبادت لپاره به یې) ملابند کلک کړ.
متفق علیه دینبي صلی الله علیه وسلم به چې کله د رمضان وروستۍ لس ورځې داخلې شوې، نو ټوله شپه به یې په ډول ډول عبادتونو سره تېروله، خپله کورنۍ به یې د لمانځه لپاره راویښوله، او په عبادت کې به یې له معمول څخه زیات کوښښ کاوه، ځان به یې عبادت ته وزګار کړ، او له خپلو مېرمنو به یې ځان ګوښه کاوه.
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: د : {إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالفَتْحُ} [النصر: 1] له نازلېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅ لمونځ ندی کړی مګر دا چې: «سُبْحَانَكَ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي» یې پکې ویلی دی. او له هغې څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې: «سُبْحَانَكَ اللهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، اللهُمَّ اغْفِرْ لِي» زیات ویل، یعنې قرآن به یې عملي کاوه.
متفق علیه دید مؤمنانو مور عایشه رضي الله عنها روایت کوي چې کله پر نبي صلی الله علیه وسلم {إذا جاء نصر الله والفتح} نازل شو: نو د قرآن د عملي کولو په موخه یې د الله تعالی د امر عملي کولو ته بیړه وکړه، چې فرمايي: {فسبح بحمد ربك واستغفره}. یعنې: د خپل رب پاکې دې له ستاینې سره بیانوه او له ده نه مغفرت غواړه) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې: «سبحانک» ډېر ویل: یعنې تا لره پاکي ده له هرې هغې نېمګړتیا څخه چې ستا د شان سره نه ښایي، «اللهم ربنا وبحمدك» یعنې ای زموږ ربه، زه ستا د ستاینې سره تسبیح وایم، ستا هغه ډول ډول ستاینه کوم چې ستا د ذات، صفاتو او کړنو د کمال ښایي، «اللهم اغفر لي» یعنې ای الله! ماته بخښنه وکړه، زما ګناهونه لیري کړه او ترې تېر شه.
د ابوامامه، ایاس بن ثعلبه الحارثي رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې د یو مسلمان حق په ناحقه قسم خوړلو سره واخلي، نو الله تعالی پرې دوزخ لازم ګرځولی او جنت یې پرې حرام کړی دی» یو سړي ورته وویل: «ای د الله رسوله! که ډېر لږ هم وي؟» هغه وفرمایل: «که د مسواک د یو ډکي په اندازه هم وي».
مسلم روايت کړی دینبي کریم صلی الله علیه وسلم په دروغو د قسم خوړلو په اړه خبرداری ورکړی چې څوک په دروغو سره قسم وخوري حال دا چې پوهېږي، تر څو پرې د یو مسلمان حق په ناحقه تر لاسه کړي، نو د دې عمل سزا د دوزخ مستحق ګرځېدل او له جنت څخه محرومېدل دي. او دا (عمل) له کبیره ګناهونو څخه یو دی. یو سړي وویل: ای د الله رسوله! که چیرته هغه شی ډیر لږ وي چې قسم پرې خوړل شوی دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: حتی که دا (ناحق اخیستل شوی شی) د هغه مسواک د یو وړوکي ښاخي په اندازه هم وي، چې د اراک له ونې اخیستل کېږي.
—د مؤمنانو له مور — عاېشې رضی الله عنها څخه روایت دی، هغې ویلي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناروغ کس لیدو ته ورته، نو د هغه لپاره به یې دعا کوله، او ویل به یې: «أَذْهِبِ الْبَاسَ، رَبَّ النَّاسِ، وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي، لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ، شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا» یعنې: ناروغي او سختي لرې کړه، اې د خلکو ربه! شفا ورکړه، ته شفا ورکوونکی یې، ستا له شفا پرته بله شفا نشته، داسې شفا ورکړه چې هېڅ ناروغي پاتې نه شي».
متفق علیه دیکله به چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ناروغ کس لیدو ته ورته، نو وبه یې ویل: اې الله! (أذهب) بوځه او لرې کړه (البأس) ناروغي او د ناروغۍ سختي، (رب الناس) اې د خلکو ربه! د دوي خالق او روزونکیه؛ (واشف) شفا ورکړه، (أنت) ته پاک ذات یې، (الشافي) ته یوازینی شفا ورکوونکی یې؛ زه تاته ستا شفا ورکوونکی نوم وسیله کوم، (لا شفاء)؛ شفا نشته، (إلا شفاؤك) مګر ستا شفا او عافیت؛ (شفاء) هغه بشپړه شفا، (لا يغادر) چې نه پرېږدي، (سقمًا) هېڅ ډول ناروغي.
له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (کله دې چې یو دینار دې د الله په لاره کې مصرف کړی وي، یو دینار دې د غلام د آزادولو لپاره مصرف کړی وي، یو دینار دې مسکین ته ورکړی وي او یو دینار دې پر خپلې کورنۍ مصرف کړی وي— نو له دې ټولو هغه دینار ډېر اجر لري چې پر خپلې کورنۍ دې مصرف کړی وي).
مسلم روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د نفقې ځینې قسمونه ذکر کړل ویې فرمایل: یو دینار چې ته یې د الله په لار کې مصرفوې، یو دینار چې ته یې د غلام آزادولو لپاره ورکوې، یو دینار چې ته یې مسکین ته صدقه ورکوې او یو دینار چې ته یې پر خپل اهل (کورنۍ) مصرفوې — نو د الله تعالی سره تر ټولو زیات اجر لرونکی دینار هغه دی چې ته یې پر خپلې کورنۍ، اولادونو او هغه چا مصرفوې چې نفقه یې ستا تر غاړې وي.
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «ته په دوامداره توګه روژه نیسې او د شپې تهجد کوې؟» ما وویل: هو، هغه وفرمایل: «کله چې ته داسې کوې، نو له امله یې سترګې ستړې او بدن ګمزوری کېږي هغه چا روژه نده نیولې (روژه یې صحیح نده) چې ټول عمر پرلپسې روژې نیسي، یقینا چې (په میاشت کې) درې ورځې روژه نیول داسې دي لکه ټوله میاشت روژه نیول» ما وویل: «زه تر دې هم زیات کولای شم» هغه وفرمایل: «نو د حضرت داود علیه السلام روژه ونیسه، هغه به یوه ورځ روژه نیوله او یوه ورځ به بوزه کېده، او د جګړې پر مهال به یې له میدان څخه تېښته نه کوله».
متفق علیه دیپېغمبر صلی الله علیه وسلم ته خبر ورسېد چې عبدالله بن عمرو رضی الله عنهما ټول کال پرلهپسې روژې نیسي او نه یې ماتوي، او ټوله شپه لمونځ کوي او نه ویده کېږي؛ نو له دې کاره یې منع کړ او ورته یې وویل: "روژه نیسه او بوزه کېږه هم، تهجد کوه او ویده کېږه هم". او له پرلهپسې روژو نیولو او ټولې شپې لمونځ کولو یې منع کړ، او ورته یې وفرمایل: بېشکه که ته دا کار وکړې، نو سترګې به دې کمزورې شي، ژورې به شي او دننه به لاړې شي، نفس به دې ستړی، تن به دې ستومانه او کمزوری شي؛ نو هغه چا روژه نده نېولې چې ټول کال روژه کېږي؛ ځکه چې د نهې د مخالفت له وجې د روژې ثواب یې نه دی ترلاسه کړی، او نه بوزه شوی دی، ځکه چې تل به یې روژې نیولې. بیا یې ورته لارښوونه وکړه چې له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه ونیسي، نو داسې به وي لکه ټول کال چې روژه شوی وي؛ ځکه (په ثواب کې) هره ورځ د لسو ورځو سره برابره ده، او دا تر ټولو لږ زیاتوالی دی چې له مخې یې نیکي څو چنده کېږي. نو عبد الله وویل: زه لدې زیاته وړتیا ولرم. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې داسې ده نو د داود علیه السلام په څېر روژه ونیسه چې هغه د (نفلي) روژو نیولو لپاره تر ټولو غوره حالت دی، هغه به یوه ورځ روژه نیوله او بله ورځ به بوزه کېده، او د ښمن سره د مخ کېدو پر مهال به یې تېښته نه کوله؛ ځکه روژې نیولو یې بدن نه و کمزوری کړی.
له نعمان بن بشیر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: زما مور؛ د رواحه لور، زما له پلار څخه غوښتنه وکړه چې زما لپاره د خپل مال یوه برخه ماته ډالۍ کړي، نو پلار مې یو کال دا کار وځنډاوه، بیا یې ومنله، نو مور مې وویل: زه راضي نه یم تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه څه شاهد ونه ګرځوې چې زما زوی ته یې ډالۍ کوې، نو پلار مې زما لاس ونیوه، زه هغه وخت ماشوم وم، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې بوتلم، ویې ویل: اې د الله رسوله! د دې ماشوم مور غواړي ته پر هغه څه شاهد شې چې زه یې د هغې زوی ته ډالۍ کوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې بشیره! آیا لدې پرته نور اولادونه لرې؟ ویې ویل: هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: آیا ټولو ته دې همدومره (مال) ډالۍ کړی دی؟ ویې ویل: نه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «نو ما شاهد مه ګرځوه، ځکه زه پر ظلم نه شاهد (ګواه) کېږم»، او د مسلم په روایت کې راغلي: «نو پر دې بل څوک شاهد وګرځوه».
متفق عليه دی او ګڼ (بیلابیل) الفاظ لرينعمان بن بشیر رضي الله عنهما خبر ورکوي چې: زما مور، عمرة بنت رواحة رضي الله عنها، د هغه له پلار څخه غوښتنه وکړه چې زما زوی ته له خپل مال څخه یوه برخه (تحفه یا بخشش) ورکړي، نو پلار ته مې درنده تمامه شوه او دا کار یې یو کال وځنډاوه، بیا یې پریکړه وکړه چې غوښتنه یې ومني، او نعمان زوی ته یې بخشش ورکړي، نو هغې وویل: تر هغه پورې نه راضي کېږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه څه شاهد ونه ګرځوې چې زما زوی ته دې ورکړي دي، نو پلار مې زما لاس ونیوه، پداسې حال کې چې زه هغه مهال کوچنی هلک وم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلی او ویې ویل: اې د الله رسوله! د دې ماشوم مور؛ د رواحه لور، خوښ ګڼي چې ته پر هغه څه شاهد شې چې ما د دې زوی ته ډالۍ کړي دي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې بشیره! آیا لدې پرته نور اولادونه هم لرې؟ هغه وویل: هو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا ټولو ته دې همدومره څه ورکړي دي؟ هغه وویل: نه. نو هغه وفرمایل: «پس ما شاهد مه ګرځوه، ځکه زه پر ظلم او نابرابرۍ نه شاهد کېږم». او د مسلم په روایت کې راځي چې د رټلو په موخه یې هغه ته وویل: پر دې ظلم زما پرته بل څوک شاهد وګرځوه.
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «څوک چې د ناروغ پوښتنې ته ورغی او دا دعا یې پرې اووه ځلې وویله: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ»، یعنې د لوی الله نه؛ چې د لوی رب څښتن دی سوال کوم چې تا روغ کړي، مګر دا چې الله به یې روغ کړي، -خو چې نېټه یې پوره شوي نه وي-.
ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دینبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هېڅ مسلمان د بل ناروغ مسلمان پوښتنې ته نه ورځي چې اجل یې پوره شوی نه وي او دا دعا پرې نه وایي - چې (أسأل الله العظيم) د هغه الله نه سوال کوم چې په ذات، صفاتو او افعالو کې لوی دی(رب العرش العظيم أن يشفيك) د لوی عرش خاوند دی چې تا روغ کړي، او اووه ځلې یې پرې وویله - مګر دا چې الله به یې له هغه مرض نه ورغوي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمن؛ أم المؤمنین ام سلمه رضی الله عنها څخه روایت دی هغې ویلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "څوک چې د قربانۍ لپاره څاروی ولري، نو کله چې د ذی الحجې میاشت ولیدل شي، نو د قرباني کولو پورې دې خپل وېښتان او نوکان نه پرې کوي".
مسلم روايت کړی دینبي صلی الله علیه وسلم هغه چا ته امر کړی چې د قربانۍ کولو اراده یې کړي وي چې د ذی الحجې د میاشتې له راښکاره کېدو وروسته دې د خپل سر، تخرګ، بریتونو او نورو ځایونو وېښتان نه اخلي او نه دې د لاسونو او پښو نوکان پرې کوي، تر څو یې چې قرباني نه وي کړي.