





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له امیر المؤمنین؛ عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله صل الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: «بېشکه چې عملونه د نيتونو له مخې (اعتبار) لري، او هر چا ته به هماغه (اجر يا بدله) وي چې نيت یې کړی وي، نو چا چې هجرت د الله او د هغه د رسول لپاره کړی وي، نو د هغه هجرت به (واقعاً) د الله او د رسول لپاره وي؛ او چا چې هجرت د دنيا د (ګټې) لپاره کړی وي چې تر لاسه يې کړي، يا د کومې ښځې لپاره چې نکاح ورسره وکړي، نو د هغه هجرت به (هماغه وي) یعنې د هغه شي لپاره چې هجرت یې ورته کړی دی».
د محدثينو دواړو امامانو ابو عبدالله محمد بن اسماعيل بن ابراهيم بن المغيرة بن بردزبه البخاري او ابو الحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري النيسابوري په خپلو صحيحينو کې روايت کړی دی، چې تر ټولو کره تصنيف شوي کتابونه ديرسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې هر عمل ته اعتبار په نیت سره ورکول کیږي، او دا حکم په ټولو عملونو کې عام دی، خواه که عبادات وي او یا معاملات، نو چا چې په خپل عمل سره د کومې ګټې اراده وکړه، نو له هغې ګټې پرته ورته بل څه نشته او ثواب یې هم نه کیږي، او چا چې په خپل عمل سره الله تعالی ته د نږدې والي اراده وکړه نو په عمل به یې اجر او ثواب تر لاسه کړي که څه هم هغه یو عادي عمل وي، لکه خوراک او څښاک. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په عملونو کې د نیت اغېزه داسې بیان کړه چې سره لدې چې په ښکاره به عملونه سره یو شی وي، خو چا چې په هجرت او وطن پرېښودلو سره د الله د رضا اراده وکړه، نو هجرت یې شرعي او د الله تعالی په نېز قبول شوی هجرت دی او د نیت د اخلاص له امله ورته ثواب ورکول کیږي، او چا چې په هجرت سره د دنیوي ګټې اراده وکړه، نو له هجرت څخه یې له همغې ګټې پرته چې نیت یې کړی وي بل څه په لاس نه راوړي او هېڅ اجر او ثواب ورته نشته.
د ابو عبدالله نعمان بن بشیر رضي الله عنه نه روایت دی وايي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل، چې فرمایل یې: "یقینا چې حلال څرګند او حرام څرګند دي، او ددې دواړو تر منځه هغه چارې دي چې حلال او حرام یې څرګند ندی (شکي چارې دي) چې ډېری خلک پرې نه پوهېږي، نو چا چې لدې شکي چارو څخه ځان وساته په حقیقت کې هغه خپل دین او عزت وساته، او څوک چې پدې شکي چارو کې ښکېل شو هغه په حرامو کې ولوېد، لکه یو چوپان چې د فصل (پټي) خواوشا رمه څروي نو - هره شېبه - شوني ده چې ورګډه شي او پکې وڅریږي - خبردار اوسئ چې هر پادشاه د ځان لپاره منع شوي ځایونه لري چې هلته ورننوتل منع وي - نو خبردار اوسئ چې د الله تعالی منعه شوي ځایونه د هغه محارم دي؛ یعنې هغه کارونه چې هغه حرام کړي دي، خبردار اوسئ چې په بدن کې د (غوښې) یو ټوټه ده، که هغه روغه وه ټول بدن روغ دی، او که فاسده وه نو ټول بدن فاسد دی، خبردار اوسئ چې هغه زړه دی".
البخاري او مسلم روايت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم د شيانو په اړه عمومي قاعده بیان کړې ده، چې په شريعت كې - شیان - په دريو برخو وېشل شوي دي: ښكاره حلال، ښکاره حرام او مشکوک شیان چې د حلال او یا حرام حکم یې څرګند ندی، او ډیری خلک یې له حکم څخه ناخبره دي. نو چا چې هغه مشکوک شیان پرېښودل، له حرامو څخه په لرې پاتې کېدلو سره یې دین وساتل شو، او ابرو او عزت یې هم د خلکو له خبرو څخه خوندي پاتې شو، ځکه چې له هغه څه نه یې ځان ساتلی چې کول یې خلک عیب ګڼي. او څوک چې له مشكوكو کارونو څخه ډډه ونكړي، نو يا خو به په حرامو كې واقع شي، او یا دا چې عزت به یې د خلکو له خبرو څخه خوندي پاتې نه شي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا بېلګه بیان کړه چې شکمن کارونه کوي چې مثال یې د هغه چوپان په څېر دی چې خپله رمه د یو چا د ساتل شوي فصل خواوشا څروي، نو شوني ده چې رمه په نوموړې کرونده ورګډه شي، ځکه چې ورته نږدې ده، نو همدا مثال د هغه چا دی چې شکمن کارونه کوي، ځکه هغه پدې سره حرامو ته نږدې کیږي نو شوني ده چې په حرامو کې واقع شي. ورپسې رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې (د انسان) په بدن کې د غوښې یو ټوټه ده (چې هغه زړه دی) په روغ پاتې کېدلو سره یې بدن روغ وي او په فاسد کېدلو سره یې فاسدیږي.
د ابو حمزه انس بن مالک رضي الله عنه څخه – چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خادم و – روایت دی، چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هېڅ مسلمان تر هغه پورې د بشپړ ایمان خاوند کېدلی نه شي تر څو چې خپل مسلمان ورور ته هغه څه خوښ کړي چې ځانته یې خوښوي هغه که: طاعتونه او یا هر ډول دیني او دنیوي ښېګڼې وي او دا چې څه د ځان لپاره بد ګڼي د هغه لپاره یې هم بد وګڼي، نو که چېرته یې په خپل ورور کې دیني نېمګړتیا ولیده، په اصلاح کې یې زیار باسي او که کومه ښېګڼه یې پکې ولیده نو ملاتړ یې کوي او د دین او دنیا په اړه یې ورته نصیحت کوي.
د ابی مسعود عقبة بن عمرو الأنصاري البدري رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: رسول الله ﷺ وفرمايل: "یوه له هغو ویناوو څخه چې خلکو ته له لومړي نبوت څخه پاتې ده دا ده: 'کله چې حیا نه کوې، نو هر څه چې وغواړې هغه وکړه".
بخاري روايت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هغه څه چې له پخوانیو پېغمبرانو څخه یې په اړه خلکو ته وصیت راپاتې دی او د خلکو تر منځ اوړي را اوړي او پیړۍ پر پیړۍ یې یو بل ته په میراث پریښی، تر دې چې د دې امت سر ته راورسید دا دی چې، هغه څه ته وګوره چې غواړې ویې کړې، که چیرته داسې یو کار و چې کول یې شرم نه و، نو ویې کړه، او که داسې و چې کول یې شرم و نو پرې یې ږده؛ ځکه چې له بدو کارونو څخه یوازې حیا منع کول کوي، او څوک چې حیا و نه لري، نو په هر بد او ناوړه کار کې ښکیل کیږي.
له عمر بن الخطاب رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمایلي: «که تاسې په الله حق توکل کاوه، الله به تاسې ته داسې روزي درکوله لکه څنګه چې مرغانو ته روزي ورکوي چې سهار خالي ججوري وځي او بېګاته ډکې ګېډې راستنیږي».
امام احمد، الترمذي، النسائي، ابن ماجه، ابن حبان په خپل صحیح کې او حاکم روایت کړی دیرسول الله صلى الله عليه وسلم پر مونږ ټینګار کوي چې د دنيا او دين په چارو کې د ګټې د لاسته راوړلو او ضرر دفع کولو لپاره پر الله جل جلاله توکل وکړو، ځکه چې له هغه پاک ذات پرته بل څوک د ورکړې، منع کولو، ضرر او یا ګټې رسولو واک نه لري. او دا چې په الله تعالی له رېښتوني باور سره هغه اسباب وکاروو چې ګټې راجلبوي او ضرر دفع کوي، نو کله چې مونږ دا کار وکړ الله تعالی به مونږ ته داسې روزي راکړي لکه هغه مرغانو ته یې چې ورکوي چې سهار وختي وږي وځي او بېګا مهال بېرته ډکې خېټې راګرځي، د الوتونکو دا کار د رزق د پلټنې پسې د اسبابو کارولو یو ډول دی، پرته له دې چې سستي او تمبلي وکړي.
له نواس بن سمعان رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمایلي: «نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه ده چې په زړه کې دې شک او تردد وي او نه غواړې چې خلک پرې خبر شي». او له وابصة بن معبد رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلم، نو هغه راته وویل چې «ته راغلې څو د نېکۍ او ګناه په اړه پوښتنه وکړې؟» ما وویل: هو، هغه وفرمایل: «زړه دې وپوښته، نېکي هغه ده چې نفس پرې آرامه وي او زړه پرې سکون ومومي، او ګناه هغه ده چې په نفس کې دې ورسره شک او په زړه کې دې تردید وي، که څه هم خلکو یې د (رواوالي) فتوا درکړي وي».
لومړی حدیث: مسلم روایت کړی دی، او دوهم حدیث: احمد او الدارمي روایت کړی دینبي صلی الله عليه وسلم د نېکۍ او ګناه په اړه داسې خبر ورکړی چې: د نېکۍ تر ټولو ستره ځانګړنه له تقوا سره د الله تعالی په وړاندې ښه اخلاق دي، او د خلکو سره د هغوی د اذیت پر وړاندې زغم، لږه غصه، ورین مخ، ښه وینا، اړیکې پالل، اطاعت، نرمي او مهرباني، د خلکو سره ښه ژوند تېرول او ملګرتیا ده او دا چې نېکي هغه څه دي چې زړه او نفس پرې آرامه شي. او ګناه هغه څه ده چې په نفس کې ورسره شک او تردید راځي، پرته لدې چې سینه پرې پراخه شي، او په زړه کې ترې وېره وي چې دا ګناه ده، او نه غواړې چې دغه عمل خلکو ته ښکاره شي، ځکه چې دا عمل د خلکو له نظره بد دی، په ځانګړې توګه د هغو خلکو له نظره چې نمونه یي او د اخلاقو له اړخه بشپړ وي، ځکه نفس طبیعتاً غواړي چې خلک یې ښې کړنې وویني، نو که د ځینو کړنو په اړه یې د خلکو خبرېدل ښه نه ګڼل، نو هغه ګناه ده او خېر پکې نشته؛ که څه هم خلکو یې په اړه فتوا درکړي وي، لدې امله تر هغه پورې یې په فتوا عمل مه کوه چې ستا په زړه کې یې په اړه د شک او شبهې نښې وي، ځکه چې تر څو پورې شبهه پر ځای او صحیح وي او مفتي په ناپوهۍ کې فتوا درکړي وي نو دا فتوا یې له منځه نشي وړلای؛ خو که فتوا پر یو شرعي دلیل ولاړه وه، نو بیا پر فتوا غوښتونکي واجب دي چې رجوع ورته وکړي، که څه هم سینه یې ورته پراخه شوي نه وي، یعنې زړه یې نه وي منلي.
د عبدالله بن بسر رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې: یو سړی نبي صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: "ای د الله رسوله! د اسلام احکام زموږ لپاره ډېر زیات شوي دي، نو داسې یوه (اساسي) چاره را ته وښیه چې موږ پرې ټینګ ودرېږو او هر څه رانغاړي؟" هغه وویل: «ستا ژبه دې تل د الله په ذکر لمده وي». او د معاذ بن جبل رضي الله عنه له حدیث څخه په یو بل روایت کې راځي چې: "وروستی هغه څه چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د جلا کېدو پرمهال (لیدلي و دا و چې) ما وویل: کوم یو عمل تر ټولو غوره او الله ته تر ټولو نږدې دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا چې ته مړ شې، او ستا ژبه د الله جل جلاله په ذکر لمده وي».
احمد، الترمذي، ابن ماجه او ابن حبان روايت کړی دییو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړ چې نفلي عبادتونه پرې زیات شوي دي تر دې چې د کمزورۍ له امله یې نه شي ادا کولای، بیا یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې داسې یو ساده عمل ته یې لارښوونه وکړي چې اجر یې ډېر وي، نو دی به پرې په دوامداره توګه ټینګار وکړي. نو هغه ته رسول الله - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه وکړه چې په هر وخت او حالاتو کې د الله تعالی په یادولو سره خپله ژبه تازه او خوځنده وساتي لکه: تسبیح (سبحان الله) ویل، تحمید (الحمد لله) ویل، استغفار (استغفر الله) ویل او داسې نور.
له ابو بکرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «آیا زه تاسو ته د تر ټولو لویو ګناهونو څخه خبر درنکړم»؟ درې ځلې (یې دا خبره تکرار کړه) هغوی وویل: هو (یعنې خبر راکړه) اې د الله جل جلاله رسوله! ویې فرمایل: د الله سره شرک کول او د مور او پلار نافرماني» او کېناست، پداسې حال کې چې تکیه یې وهلې وه، نو ویې فرمایل: « خبردار اوسئ د دروغو د ګواهۍ په اړه» (یعنې ځان ترې وساتئ)، وایي: تر هغه پورې یې دا خبره تکراروله تر دې چې مونږ وویل: کاش چې چپ شوی وای.
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته د لویو ګناهونو په اړه خبر ورکوي، نو له دې دریو ګناهونو یادونه یې وکړه: 1. له الله جل جلاله سره شرک كول: او شرک له الله جل جلاله پرته بل چاته د هر ډول عبادت کول او د غیر الله سره په الوهیت، ربوبیت، اسماء او صفاتو کې د الله جل جلاله برابرولو ته وایي. 2. د مور او پلار نا فرماني: دا د مور او پلار هر ډول ازارول دي، هغه که په وینا سره وي یا په کړنه، او د هغوی سره نیکي پرېښودل دي. 3. دروغ وینا، چې له جملې څخه یې د دروغو ګواهي ده، او د دروغو ګواهي له هغه دروغ وینا څخه عبارت ده چې موخه ترې د بل چا حق د پښو لاندې کول دي؛ چې یا یې مال واخیستل شي او یا یې په عزت، ناموس او داسې نورو تیری وشي. رسول الله صلى الله عليه وسلم په تکراري ډول له دروغ وینا څخه وېرول کړي تر څو یې بدوالي او په ټولنه کې ناوړه پایلو ته د خلکو پام راواړوي، تر دې چې د زیات تکرار له امله صحابه کرامو وویل چې کاش چپ شوی وای؛ پر هغه د ترحم له امله او د هغه کار د بدوالي له امله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زوروي.
مقدام بن معدیکرب - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي فرمایي: "کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه ته دې ووایي چې مینه ورسره لري".
ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او أحمد روایت کړی دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د مؤمنانو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د هغوی تر منځ د مینې د پراخولو یو لامل بیان کړی، هغه دا چې که څوک له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه دې خبر کړي چې له هغه سره مینه لري.