





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابو حمید الساعدي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله ﷺ د بني سلیم د زکات پر مالونو یو سړی وټاکه چې ابن اللتبیة نومېده، کله چې راستون شو، نو حسابي یې ورسره کوله، هغه وویل: دا ستاسو مال دی او دا ماته ډالۍ شوی دی، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «ولې دې د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناستې تر څو درته ډالۍ راغلې وې، که ته رښتیا وایې» بیا یې موږ ته خطبه راکړه، نو د الله حمد او ثنا یې ادا کړه او بیا یې وفرمایل: «زه ستاسو څخه یو څوک پر هغه کار ګومارم چې الله ماته سپارلی، خو هغه راځي او وایي: دا ستاسو مال دی او دا ماته ډالۍ شوی دی، ولې هغه د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناسته چې ډالۍ ورته راغلې وې، قسم په الله! له تاسو څخه هېڅوک ناحقه څه نه اخلي مګر دا چې د قیامت په ورځ به یې پر اوږو بار وي زه به ضرور داسې څوک وپېژنم چې د الله حضور ته راځي او اوښ به یې پر اوږو بار وي او رمباړې به وهي، او که غوا وي نو رمباړې به وهي، او که پسه وي نو هغه به هم اوازونه کوي، بیا یې لاس پورته کړ تر دې چې د تخرګ سپینوالی یې ښکاره شو، او ویې فرمایل: «اې الله! آیا ما پیغام ورساوه» زما سترګو ولیدل او غوږونو می واورېدل.
متفق علیه دینبي ﷺ یو سړی چې ابن اللُتبیة نومېده، د بني سلیم له قبیلې څخه د زکات راټولولو لپاره وټاکه، نو کله چې مدینې ته راستون شو، له هغه سره یې حسابي وکړه چې څه یې راټول کړي او څه یې لګولي دي، نو ابن اللُتبیة وویل: دا ستاسو هغه مال دی چې ما د زکات څخه راټول کړی، او دا نور ماته ډالۍ شوې دی. نو رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: ولې دې د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناستې تر څو وګورې چې آیا څوک درته ډالۍ درکوي کنه، که چېرته ته په خپله خبره کې ریښتینی یې؛ ځکه دا ډالۍ درته د همدغې دندې له امله درکړل شوي دي، او که په کور کې ناست وای، نو هېڅ شی به درته نه و درکړل شوي؛ نو یوازې د ډالۍ په نوم اخیستل درته روا نه دي. بیا رسول الله ﷺ په غصه منبر ته وخوت او خطبه یې وویله، د الله حمد او ثنا یې ادا کړ، بیا یې وفرمایل: اما بعد: زه له تاسو څخه یو سړی د هغه کار لپاره ګومارم چې الله ماته د زکاتونو او غنیمتونو د چارو واک راکړی، خو هغه له خپل کاره راځي او وایي: دا ستاسو لپاره دي او دا ماته د ډالۍ په توګه راکړل شوي دي! ولې هغه د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناسته تر څو ډالۍ ورته راغلې وای؟ قسم په الله! څوک چې له حقه پرته څه واخلي، د قیامت په ورځ به یې پر غاړه وړي؛ که اوښ وي نو رمباړې به وهي، او که غوا رمباړې به وهي او که پسه وي نو رمباړې به وهي. بیا یې خپل لاسونه دومره پورته کړل چې ناستو خلکو یې د تخرګ سپینوالی ولید، بیا یې وفرمایل: اې الله! ما ستا حکم دوی ته ورساوه. بیا ابو حمید الساعدي رضي الله عنه وویل: دا هغه څه دي چې سترګو یې ولیدل او غوږونو یې واورېدل.
له إِيَاسِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي ذُبَابٍ رَضيَ اللهُ عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «د الله وینځې مه وهئ». بیا عمر رضي الله عنه رسول الله صلي الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل چې: ښځې پر خپلو مېړونو زړورې شوې دي، نو هغه د وهلو اجازه ورکړه، خو وروسته ډېری ښځې د رسول الله ﷺ کورنۍ ته راغلې او له خپلو مېړونو یې شکایت وکړ، نو نبي ﷺ وفرمایل: «ډېرې ښځې د محمد ﷺ کورنۍ ته راغلې او د خپلو خاوندانو څخه شکایت کوي، دا کسان ستاسو له غوره خلکو څخه نه دي».
ابو داود او ابن ماجه روایت کړی دینبي ﷺ د ښځو له وهلو منع وکړه، نو امیرالمؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه راغی او ویې ویل: ای د الله رسوله! ښځې پر خپلو مېړونو زړورې شوې دي او اخلاق یې خراب شوي دي. نو رسول الله ﷺ د لامل د شتون پر مهال د ښځو لږ وهلو ته اجازه ورکړه، د بېلګې په توګه که چېرته د مېړه د حق له ادا کولو څخه سر غړاوی وکړي، او یا دې ته ورته حالتونه. بیا ډېرې ښځې د نبي ﷺ د مېرمنو خواته راغلې او شکایت یې وکړ چې مېړونه یې سختې وهي او له دې اجازې ناوړه ګټه اخلي، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: هغه سړي چې خپلې ښځې سختې وهي، ستاسو له غوره خلکو څخه نه دي.
له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: «کله چې یو مسلمان د وصیت کولو لپاره څه ولري، نو ورته روا نه دي چې درې شپې پرې تېرې شي پرته لدې چې هغه یې لیکلی وي" ، عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وویل: "له هغه وخته چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا خبره اورېدلي، پر ما یوه شپه هم داسې نه ده تېره شوې چې وصیت مې راسره نه وي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هېڅ مسلمان ته نه ښایي چې درې شپې پرې تېرې شي او په حقوقو او یا پیسو کې د وصیت کولو حق ولري، که څه هم لږې وي، مګر دا چې وصیت یې باید ورسره لیکلی وي. عبد الله بن عمر رضي الله عنهما ویلي: له کله نه مې چې دا وینا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي نو پر ما یوه شپه هم داسې نه ده تېره شوې مګر دا چې وصیت مې راسره وي.
د ام عطیه رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «هېڅ یوه ښځه دې پر یو مړي له درې ورځو زیات خپل ډول او سنګار نه پرېږدي مګر د خپل مېړه د مړینې له امله چې پر هغې به څلور میاشتې او لس ورځې غمرازي کوي (ډول او سینګار به نه کوي) هغه باید رنګینې جامې وا نه غوندي پرته له ساده جامو (عصب) څخه، او نه دې رانجه کوي او نه دې خوشبویي کاروي، مګر دا چې کله پاکه شوه بیا کولی شي چې دوه ډوله خوشبوي (بخور) چې (قُسْط او أَظْفَار) دي وکاروي».
متفق علیه دینبي ﷺ پر مړي د غمرازۍ له امله ښځې منع کړي چې له درې ورځو زیات ډول او سینګار پرېږدي، برابره خبره ده که مړی یې: پلار، ورور، زوی او نور وي، مګر دا چې خاوند یې مړ شي، نو د څلورو میاشتو او لس ورځو په موده کې به ډول او سینګار نه کوي، په دې موده کې به ښځه رنګه کالي نه اغوندي مګر هغه یمنۍ تکه چې له اوبدلو وړاندې رنګ شوي وي، نه به د سینګار په موخه سترګي توروي، او نه به خوشبویي او داسې نور څه کاروي، مګر دا چې کله غواړي له حیض څخه د پاکېدو لپاره غسل وکړي، بیا کولی شي په یوه تکه د قسط او اظفار له خوشبویانو څخه وکاروي، دا دواړه یو ډول بخور دي چې موخه ورڅخه خوشبویي نه وي، یوازې حائضه ښځو ته یې د کارونې اجازه ورکړل شوې ده تر څو د حیض بد بویي ورکه کړي، او د دې لپاره په شرمګاه کې کارېږي چې د وینې اثر او بدبویۍ پرې ورکه شي، نه دا چې د ډول او سینګار لپاره دي.
له اسود بن یزید څخه روایت دی وایي چې: له عایشې رضي الله عنها څخه می پوښتنه وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په کور کې څه کول؟ هغې وویل: هغه به خپلې کورنۍ په کارونو -ورسره مرستې کولو- بوخت و، نو کله به چې د لمانځه وخت راغلی، لمانځه ته به ووت.
بخاري روايت کړی دید مومنانو له مور عائشې رضي الله عنها څخه په کور کې د هغه صلی الله علیه وسلم د وضعیت په اړه پوښتنه وشوه او دا چې څه به یې کول؟ هغې وویل: هغه یو انسان و، کار به یې کاوه لکه څنګه چې نور سړي په کورونو کې کار کوي، د خپل ځان او خپلې کورنۍ په چوپړ کې به و، خپله مېږه به یې لوشله او خپل کالي به یې پیوندول، خپلې څپلۍ به یې پیوندولې او خپله ډولچه به یې پېوندوله، او کله به چې د لمانځه وخت راغی نو له ځنډ پرته به ووت.
له بسر بن سعید څخه روایت دی، چې زید بن خالد الجهني رضي الله عنه دی ابو جُهَيْمٍ رضي الله عنه ته ورولېږه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د لمونځ کوونکي مخې ته د تېرېدونکي په اړه پوښتنه وکړي؟ نو ابوجُهَيْمٍ وویل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «که چېرته د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدونکی په دې پوهېدلی چې په دې سره څومره ګناهګارېږی، نو هغه به غوره ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې یا کلونه) په ځای ودرېږي، تر دې چې د هغه مخې ته تېر شي» أبو النضر ویلي: نه پوهېږم چې څلوېښت ورځې، میاشتې او که کلونه یې وویل؟
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم د فرض یا نفل لمونځ کوونکي مخې ته دتېرېدو په اړه سخت خبرداری ورکړی او دا چې که څوک قصداً د لمونځ کوونکي مخې ته تېر شي چې څومره ګناهګارېږي، نو غوره به یې ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې او یا کلونه) ودرېږي، دا به ورته د تېرېدو پر ځای غوره وای. ابو النضر د حدیث راوي ویلي: "نه پوهېږم چې آیا: څلوېښت ورځې، یا میاشتې، یا کلونه یې یاد کړل.
د لقیط بن صبرةرضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه د بَنِي الْمُنْتَفِق د وفد استازی وم - یا د بَنِي الْمُنْتَفِق په استازو کې وم-، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورتلو، نو کله چې مونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدو هغه مو په کور کې ونه موند، بلکې موږ له ام المؤمنین عایشې رضي الله عنها سره مخ شو، وایي نو هغې امر وکړ چې زموږ لپاره حلوا تیاره کړی شي، نو چمتو کړی شوه، وایي: او موږ ته په یو قاب کې خرما راوړل شوې، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، نو وېې فرمایل: «آیا تاسو څه وخوړل؟ یا ستاسو لپاره د خوړو چمتو کولو څه ویل شوي دي»؟ موږ وویل: هو ای د الله رسوله! وېې فرمايل: په داسې حال کې چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو په دې وخت کې شپون رمه پنډغالي ته دننه کړه او یو ورئ ورسره وه چې رمباړې یې وهلۍ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «فلانیه څه شی یې وزېږاوه؟» هغه وویل: ښځه بچۍ یې زېږولې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« پر ځای یې موږ ته پسه حلال کړه» بیایې وفرمایل: «ګمان مه کوئ» چې ستاسو په خاطر مو پسه حلال کړ، زه سل پسونه لرم نه غواړم چې شمېر یې لدې زیات شي، کله چې د شپون په (رمه کې) ښځینه سېرلۍ وزېږېږي، پر ځای یې موږ پسه حلالوو» وایي: ما وویل: اې د الله رسوله! زه یوه پوچ خولې مېرمن لرم (یعنې تېره ژبه لري) رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: طلاقه یې کړه، هغه وویل: ای د الله رسوله! ما سره یې ډېر وخت تېر کړی او اولادونه ترې لرم، وایي «نو نصیحت ورته وکړه» وایي: «نو که خېر پکی وي ستا خبره به ومني، او خپله ښځه دې د وینځې په څېر مه وهه» ما وویل: ای د الله رسوله! د اوداسه په باره کې معلومات راکړه، ویې فرمایل: "پوره اودس وکړه او دګوتو مینځونه خلال کړه او پوزې ته په اوبو اچولو (استنشاق) کې مبالغه وکړه، مګر دا چې روژه یې".
أبو داود، الترمذي، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دیلقیط بن صبرة رضي الله عنه وايي چې هغه او د هغه د قوم؛ بني المنتفق نور خلک نبې صلى الله عليه وسلم ته استازي ورغلل، وایي: موږ هغه په خپل کور کې ونه موند، خو موږ د مومنانو مور عایشة رضي الله عنها ومونده، هغې امر وکړ چې موږ ته له وړو او غوړیو څخه حلوا چمتو شي او مونږ ته یو طبق یا قاب راوړلی شو چې خرما پکې وې. بیا وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم راغی او ویې ویل: "آیا تاسو ته کوم خواړه وړاندې شوي دي"؟ موږ وویل: هو، لقیط وویل: پداسې حال کې چې موږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ناست وو، د نبي صلى الله عليه وسلم د رمې شپون راغی چې رمه یې پنډغالي ته روانه کړې وه، او په غېږ کې یې یو وزګوړۍ وه چې رمباړې یې وهلې، نو هغه وویل: څه شی یې وزېږګاوه؟ هغه وویل: ښځینه. ویې ویل: نو پر ځای یې موږ ته غټ پسه حلال کړه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ګمان مه کوئ چې ستاسې لپاره مو هغه پسه حلال کړ، موږ ۱۰۰ پسونه لرو، او نه غواړو چې شمېر یې له دې څخه زیات شي، نو کله چې نوی بچی وزېږېږي، پر ځای یې موږ یو حلال کړو، لقیط وویل: ما وویل: اې د الله رسوله! زما د ښځې ژبه اوږده ده او پوچې ویناوې کاروي، څه ورسره وکړم؟ هغه وفرمایل: طلاقه یې کړه. هغه وویل: ما وویل: اې د الله رسوله! هغه ما سره اوږده ملګرتیا لري او زه ترې اولادونه لرم. هغه وفرمایل: نصیحت ورته وکړه، نو که خېر پکې وي په نصیحت به دې عمل وکړي، او که ستا پر نصیحت یې عمل ونه کړ داسې وهل ورکړه چې زیانمنه نه شي، او داسې یې مه وهه لکه څنګه چې خپل غلامان وهې. بیا لقیط وویل: اې د الله رسوله! ماته د اودسه په اړه خبر راکړه. هغه وفرمایل: د اوداسه پر مهال اوبه اندامونو ته ښې ورسوه، او هر غړي ته یې حق ورکړه، هېڅ یو فرض یا سنت یې مه پرېږده، د لاسونو او پښو د مېنځلو پر مهال دې ګوتې پرانیزه، او په پوزه کې اوبو کش کولو او بېرته رایستلو کې زیاته مبالغه وکړه، مګر دا چې روژه وې، چې اوبه دې معدې ته لاړې نه شي.
له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر کې و، هغه د حاجت رفع کولو لپاره ولاړ، نو موږ یوه مرغۍ ولیدله چې دوه بچیان یې درلودل، موږ یې بچیان را ونېول، نو مرغۍ راغله او ځان یې د خپلو بچیانو پر سر غورځاوه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی او ویې ویل: "چا دغه مرغۍ د بچیانو په اخستلو سره زورولې ده ؟ خپل بچیان یې بېرته ورکړئ". همدارنګه، هغه د مېږیو ځاله ولیده چې موږ سوځولې وه، نو ویې فرمایل: "دا چا سوځولې ده؟" موږ وویل: مونږ ، هغه وفرمایل: «مناسب نه دي چې په اور دې خلک سوځول وکړي، ځکه په اور عذاب ورکول یوازې د اور د مالک کار دی".
ابو داود روايت کړی دیعبدالله بن مسعود رضي الله عنه وایي چې هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر کې وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاجت رفع کولو لپاره لاړ، صحابه کرامو یې یوه مرغۍ ولېده چې دوه بچیان ورسره ول، نو دواړه یې ترې واخېستل، پدې وخت کې مرغۍ د فرياد په توګه خپل وزرونه غوړول راغوړل، ځکه چې بچیان یې ترې ورک شوي وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم چې راغی ویې فرمایل: چا یې د بچیانو په اخېستلو خفه کړې او وېرولې ده؟ بیا یې حکم وکړ چې بچیان یې بېرته ورکړل شي. بیا یې د مېږیانو یوه ځاله ولیده چې په اور سوځول شوې وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا چا سوځولې ده؟ ځینو صحابه وو یې وویل: موږ. هغوی ته یې وفرمایل: هېچاته روا ندي چې ژوندي مخلوق ته په اور سره سزا ورکړي، پرته له الله څخه چې پیدا کوونکی یې دی.
له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت وایي چې: موږ په مسجد کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، چې ناڅاپه یو بانډه چي راغی او په جومات کې یې میتيازې وکړې، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابو وویل: "مه مه" یعنې (دا کار مه کوه) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «پرېږدئ(یعنې متیازې کول پرې مه بندوئ)»، نو هغو پرېښوده تر څو یې میتيازې وکړې، وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم راوغوښت او ورته یې وفرمایل: «دا جوماتونه د میتازو او ګنده ګۍ لپاره ندي جوړ شوي، بلکې یوازې د الله تعالی د ذِکر، لمانځه، او قرآن کریم د تلاوت لپاره جوړ شوي دي یا لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، وایي بیا یې له خلکو څخه یو سړي ته امر وکړ چې یوه بوقه اوبه راوړي او پر هغه ځای یې واړوي.
متفق علیه دینبي صلی الله عليه وسلم په خپل مسجد کې د خپلو اصحابو سره ناست و، چې یو بانډه چي سړی له بانډې څخه راغی او د جومات په یوه څنډه کې د متیازو کولو لپاره کېناست. نو صحابو وراټه او ورته یې وفرمایل: ودرېږه، او دا کار ونه کړې. نبي صلی الله عليه وسلم وفرمایل: "هغه پرېږدئ، چې خپلې متیازې وکړې، نو هغوی پرېښود، تر څو یې کار خلاص کړ. بیا نبي صلی الله عليه وسلم راوغوښت او ورته یې وویل: دا جوماتونه د دې متیازو او ککړتیاوو لپاره نه دي جوړ شوي، بلکې یوازې د الله جل جلاله د ذِکر، لمونځ، او دقرآن کریم لوستلو او داسې نورو کړنو لپاره دي. بیا نبي صلی الله عليه وسلم له اصحابو څخه یو ته امر وکړ چې یو ډک سطل اوبه راوړي او د متیازو پر ځای یې واړولې.