





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې اذان کوونکی: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووایي: نو ستاسو څخه دې یو اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ، ووایي، بیا چې (اذان کوونکی) أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، دا دې هم : أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي. بیا چې (اذان کوونکی) أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ووايی، نو دا دې هم : أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ ووايي، بیا چې (اذان کوونکی) حَيَّ عَلَى الصَّلَاةِ ووایي او دې به: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ووایي. بیا چې (اذان کوونکی) حَيَّ عَلَى الْفَلَاحِ ووایي، دا به: لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ ووایي، بیا چې مؤذن: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووايي، دا به هم: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووايي. بیا چې (اذان کوونکی) لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووایي، او دا د زړه نه: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، ووایي، نو جنت ته داخل شو».
مسلم روايت کړی دیاذان خلکو ته د وخت د داخلېدلو په اړه خبر ورکوي، او د آذان کلمې د ایماني عقیدې ټولګه ده. په دې حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اذان د اورېدو پر مهال بیانوي چې اورېدونکی به د اذان کوونکي په څېر الفاظ ووایي، کله چې اذان کوونکی " الله أكبر" ووایي: نو اورېدنکی هم: " الله أكبر" وایي او همداسې ورپسې، تر دې چې کله اذان کوونکی "حي على الصلاة" او "حي على الفلاح"، ووایي نو اورېدونکی به "لا حول ولا قوة إلا بالله" ووایي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا هم بیان کړه چې چا له مؤذن سره د زړه له اخلاصه (د اذان کلمې) تکرار کړې، نو جنت ته به داخل شي. او د اذان د کلمو معنا (په لاندې ډول ده) "الله أكبر": یعنې دا چې هغه پاک ذات تر ټولو لوی، معزز او له هر شي څخه ستر دی. "أشهد أن لا إله إلا الله": یعنې له الله پرته پر حقه بل معبود نشته. "أشهد أن محمّدًا رسول الله": یعنې زه په خپله ژبه او زړه اعتراف کوم او شاهدي ورکوم چې محمد د الله رسول دی، د الله لخوا رالیږل شوی او اطاعت یې واجب دی. "حيَّ على الصَّلاة" یعنې لمانځه ته راشئ، او د اورېدونکي دا وینا "لا حول ولا قوَّة إلّا بالله"، دا معنا لري چې د اطاعت له موانعو څخه د خلاصون لپاره حیله او یا د کولو لپاره یې ځواک او قدرت نشته مګر د الله تعالی په توفیق سره. "حيَّ على الفلاح" یعنې د کامیابۍ سبب ته راشئ، چې هغه جنت ګټل او له اور څخه ژغورل دي.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «له چا څخه چې لمونځ هېر شو، نو هغه مهال دې وکړي کله چې وریاد شو، لدې پرته یې بله کفاره نشته: {وَأَقِمِ الصَّلاةَ لِذِكْرِي} او زما د یاد لپاره لمونځ وکړئ [طه: 14] ».
متفق علیه دیرسول الله صلى الله عليه وسلم بيانوي چې له چا څخه هر یو فرضي لمونځ هېر شو تر دې چې قضا شو، نو کله چې وریاد شو باید په راګرځولو کې یې بیړه وکړي، ځکه د لمانځه د پرېښودلو ګناه یې نه بخښل کیږي او نه پرې پرده اچول کیږي تر دې چې مسلمان بېرته خپل لمونځ راوګرځوي کله چې وریاد شي، الله جل جلاله په خپل عزتمند کتاب کې فرمایلي: {وأقم الصلاة لذكري} [طه: 14] ، یعنې هېر شوی لمونځ ادا کړه کله چې دې دریاد شو.
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو غزاګانو کې یوه وژل شوې ښځه وموندل شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو او ماشومانو وژنه وغندله.
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په یوې غزا کې یوه ښځه ولېده چې وژل شوې وه، نو هغه د ښځو او تنکيو هلکانو وژل وغندل چې د بلوغ عمر ته نه وي رسېدلي.
له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم له نذر څخه منع فرمایلې او ویلي یې دي چې: «خیر پکې نشته، بلکې د بخیل نه پرې (یو څه) راوځي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم له نذر څخه منع فرمایلي ده؛ چې انسان پر ځان داسې یو څه واجب کړي چې شریعت پرې نه دی ملزم کړی، او فرمایلي یې دي چې نذر هېڅ شی نه مخکې کوي او نه یې وروسته کوي، بلکې یوازې د هغه بخیل انسان څخه پرې یو څه راوځي چې یوازې ځان پر واجباتو ملزم بولي، او نذر هېڅ داسې کوم کار نه شي کولی چې نذر کوونکي ته مقدر شوی نه وي.
له ابو موسی الأشعري رضي الله عنه څخه روایت دی فرمایي چې: زه د اشعریانو له یوې ډلې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم او د سپرلۍ غوښتنه مې ترې وکړه نو ویې وفرمایل: «په الله قسم چې سپرلۍ به در نه کړم، ما سره سپرلۍ نشته چې دریې کړم» بیا موږ هلته پاتې شو تر څو چې الله غوښتل، نو اوښان ورته راوستل شول او موږ ته یې د دریو اوښانو د راکولو امر وکړ، کله چې ترې روان شو، مو ځینو یو بل ته وویل: قسم په الله، که الله راته پکې برکت واچوي، ځکه مونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلو او د سپرلۍ غوښتنه مو ترې وکړه، هغه قسم وکړ چې سپرلۍ به نه راکوي خو رایې کړه، نو ابو موسی وویل: موږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلو او د دې خبرې یادونه مو ورته وکړه، نو ویې فرمایل: «دا زه نه وم چې تاسو مې سپاره کړئ، بلکې الله تعالی سپاره کړئ (یعنې سپرلۍ یې په واک کې درکړې قسم په الله زه چې یم-إِنْ شَاءَ اللَّهُ- هېڅ قسم نه یادوم مګر کله چې راته له هغې غوره معلومه شي، بیا د قسم کفاره ورکوم، او هغه کار کوم چې ښه راته معلوم شي».
متفق علیه دیابو موسی الأشعري رضي الله عنه فرمایي چې هغه د خپلې قبیلې له یوې ډلې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې له ورتګ څخه موخه دا وه چې هغوی ته د سپرلۍ لپاره اوښان ورکړي او په جهاد کې برخه واخلي، نو هغه علیه الصلاة و السلام قسم وکړ چې ور یې نه کړي او دا چې له هغه سره سپرلۍ نشته تر څو یې ورکړي او پرې سپاره شي. نو دوی بېرته راستانه شول او یو څه وخت (هملته) پاتې شول، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته درې اوښان راوستل شول، نو هغه یې دوی ته ورولیږل، نو ځینو یې یو بل ته یې وویل چې: الله به موږ ته په دې اوښانو کې برکت نه اچوي، ځکه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم قسم کړی و چې موږ به نه سپروي (د سپرلۍ لپاره به څه نه راکوي)، نو ورته راغلل او پوښتنه يې ترې وکړه، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه چا چې تاسو ته سپاره کړي یاست (سپرلۍ یې درته پیدا کړې) هغه الله تعالی دی؛ ځکه هغه هغه ذات دی چې توفیق او روزي ورکوي، او زه چې یم یوازې یو سبب یم چې زما په لاسونو یې تر سره کوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه چې یم قسم په الله - إن شاء الله - چې په هیڅ شي قسم نه یادوم چې دا کار به کوم او یا به یې نه کوم، او بیا وروسته راته څرګنده شي چې په کوم څه مې قسم کړی له هغه خیر او غوره دی چې قسم مې پرې نه دی کړی، مګر دا چې هغه څه کوم چې هغه غوره وي او هغه پریږدم چې قسم مې پرې کړی وي او د قسم کفاره ورکوم.
له ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت دی چې: له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د يو سړي په اړه پوښتنه وشوه چې د زړورتيا له مخې جنګېږي، او د تعصب له مخې جنګیږي، او د ځان ښودنې له امله جنګیږي، نو له دوی څخه کوم یو د الله په لار کې دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې د الله تعالی د کلمې د لوړوالي لپاره جنګیږي هغه د الله په لار کې دی».
متفق علیه دیله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د جنګیالیو د مختلفو نیتونو په اړه پوښتنه وشوه چې یو څوک د زړورتیا له امله جنګیږي، او یا د تعصب او ملاتړ له امله او یا لدې امله چې په خلکو خپل عزت ومومي او داسې نور، نو کوم یو د الله په لار کې دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې هغه څوک د الله په لار کې جنګیالی دی چې له جګړې څخه یې موخه دا وي چې د الله کلمه لوړه شي.
له ابو سعید الخدری رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "کله چې تاسو اذان واورئ، نو تاسو هم د موذن په څېر هغه څه ووایئ چې هغه يې وایي".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم موذن ته په ځواب ورکولو تاکید کوي کله چې ورڅخه د اذان الفاظ واورېدل شي، داسې چې مونږ هم هغه څه ووایو چې هغه یې وایي، جمله په جمله، کله چې هغه تکبیر وایي، مونږ ورپسې تکبیر ووایو، او کله چې شهادتین ووایي، مونږ هم ورپسې دواړه شهادتین ووایو، لدې څخه د ( حي علی الصلاة، او : حي علی الفلاح ) الفاظ مستثنا دي، ځکه د هغوي پسې : لا حول و لا قوة إلا بالله، وییل کیږي.
له مغیره بن شعبه رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په یو سفر کې وم، نو زه ټیټ شوم چې (د اودس پر مهال یې) موزې وباسم، نو ویې فرمایل: « پرې یې ږده، یقینا چې له پاکۍ سره مې پښو کړي دي(یعنې په اودس مې پښو کړي دي)» نو مسح یې پرې وکړه.
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په یو سفر کې و چې اودس یې وکړ، نو کله چې پښو وینځلو ته ورسېده، مغیره بن شعبه دواړه لاسونه ور اوږده کړل تر څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له پښو څخه موزې وباسي چې پښې ومینځي! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پرې یې ږده او مه یې باسه، یقینا چې دواړه موزې مې په داسې حال کې پښو کړي دي چې زه په طهارت کې وم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د پښو وینځلو پر ځای په خپلو دواړو موزو مسح وکړه.
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې فاطمه بنت أبی حبیش له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ویې وییل: زه چې حيض شم نه پاکیږم، نو آیا لمونځ پرېږدم؟ هغه وفرمایل: «نه، هغه رګ دی، خو د هغو ورځو په اندازه لمونځ پرېږده څومره به چې مخکې حيض کېدلې، بیا غسل وکړه او لمونځ وکړه».
متفق علیه دیفاطمه بنت حبیش له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ویې وییل: زما وینه نه دریږي او همداسې جاري وي تر دې چې د حيض نېټه هم تېره شي، نو آیا حکم یې د حيض حکم دی چې لمونځ پرېږدم؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: هغه د استحاضې وینه ده چې په حقیقت کې د ناروغۍ وینه ده او په رحم کې د یو رګ د پرې کېدو له امله رامنځته کېږي او د حېض وینه نه ده. نو کله چې د حیض وخت راشي چې ته به پکې د میاشتني عادت له مخې حیض کېدلې مخکې لدې چې دا ناروغي درته پیدا شي، نو لمونځ، روژه او هر هغه کار پرېږده چې حیض لرونکي ترې د حېض پر مهال منع شوي دي. او کله چې د هغه نیټې په اندازه وخت پای ته ورسیږي، نو ته به له حېض څخه پاکه شوې یې، نو د وینې ځای ومینځه، بیا دې ټول ځان په بشپړه توګه ووینځه چې بې اودسي درڅخه لاړه شي، بیا لمونځ وکړه.