





























Hadeeth Cards
Da'wa cards that highlight great meanings from the noble prophetic hadiths in a simple style and attractive display that helps the Muslim to have a deeper understanding of his religion in an easy way
All
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «کله چې مسلمان یا مؤمن اودس وکړي؛ خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول هغه ګناهونه له اوبو سره وځي چې په سترګو یې کړي وي اویا د اوبو له وروستي څاڅکې سره-، نو کله چې لاسونه ووینځي، ټول هغه ګناهونه یې له لاسونو څخه له اوبو سره وځي چې د ده لاسونو تیری کړی وي- او یا د اوبو له وروستي څاڅکي سره - او کله چې پښې ووینځي، نو هره ګناه یې له اوبو سره وځي چې په پښو ېې تر سره کړي وي او یا د اوبو له وروستۍ څاڅکي سره، تر دې چې له ګناهونو پاک راووځي».
مسلم روايت کړی دینبي ﷺ څرګنده کړه چې کله مسلمان یا مؤمن اودس وکړي او خپل د اوداسه پر مهال خپل مخ ووینځي، نو له مخ نه یې ټول واړه ګناهونه چې په سترګو یې کړي وي له توی شويو اوبو اویا اخري څاڅکی سره وځي، اوکله چې لاسونه ووینځي، ټول واړ ګناهونه یې چې لاسونو کسب کړي وي له اوبو او یا له وروستي څاڅکی سره وځي، او کله چې پښې ووینځي، ټول واړه ګناهونه چې په پښو یې کړي وي د اوبو اویا له وروستي څاڅکي سره وځي، تر څو چې د اودس په اخر کې له وړو ګناهونو سپېڅلی راووځي.
له جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه وايي چې: رسول الله ﷺ به مونږ ته د استخارې دعا داسې ښووله، لکه څنګه به یې چې مونږ ته د قرآن یو سورت ښووه، ویې فرمایل: کله چې ستاسو څخه یو څوک د کوم کار اراده ولري، نو له فرض لمانځه پرته دې دوه رکعته لمونځ وکړي، بیا دې دا دعا ووایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعِلْمِكَ وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ الْعَظِيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلَا أَقْدِرُ، وَتَعْلَمُ وَلَا أَعْلَمُ، وَأَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الْأَمْرَ خَيْرٌ لِي فِي دِينِي، وَمَعَاشِي، وَعَاقِبَةِ أَمْرِي» أَوْ قَالَ: «عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ، فَاقْدُرْهُ لِي وَيَسِّرْهُ لِي ثُمَّ بَارِكْ لِي فِيهِ، وَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الْأَمْرَ شَرٌّ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي» أَوْ قَالَ: «فِي عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ، فَاصْرِفْهُ عَنِّي وَاصْرِفْنِي عَنْهُ، وَاقْدُرْ لِي الْخَيْرَ حَيْثُ كَانَ، ثُمَّ أَرْضِنِي». «یا الله! زه ستا څخه ستا د علم له مخې د خېر مشوره غواړم، او ستا د قدرت له مخې مرسته غواړم، او ستا د لوی فضل نه درڅخه سوال کوم، ځکه ته توان لرې او زه یې نه لرم، ته پوهېږې او زه نه پوهېږم، او ته په پټو چارو ښه پوه یې، یا الله! که ستا په علم کې وي چې دا کار (دلته به خپله غوښتنه وکړي) زما لپاره زما په دین، ژوند، او د کار په پایله کې (یا: زما په اوسني او راتلونکي حال) کې زما په خېر وي، نو دا کار مې تقدیر کړه، اسان یې کړه، او پکې برکت راکړه، او که ستا په علم کې دا وي چې دا کار زما لپاره زما په دین، ژوند، او د کار په پایله کې (یا: زما په اوسني او راتلونکي حال) کې بد دی، نو دا کار له ما څخه لرې کړه، او ما ترې لرې کړه، او هر چېرته چې خیر وي، هغه مې تقدیر کړه، بیا مې پرې خوښ کړه» ویې فرمایل: «او د خپل حاجت یادونه دې وکړي».
بخاري روايت کړی دیکله چې مسلمان وغواړي یو کار ترسره کړي چې د سم تصمیم په اړه یقین نه لري، نو ورته مشروع ده چې د استخارې لمونځ وکړي، لکه څنګه چې نبي ﷺ خپلو اصحابو ته دا لمونځ داسې ښوده لکه څنګه به یې چې ورته د قرآن سورتونه ښودل، نو له فرض لمانځه پرته دې دوه رکعته وکړي، بیا دې د الله تعالی څخه دا دعا وغواړي: «اللهم إني أستخيرك» یعنې ای الله! په دوو کارونو کې درڅخه د هغه کار لپاره توفیق غواړم چې خېر مې پکې وي، «بعلمك» یعنې ستا څخه ستا د پراخه او هر څه رانغاړونکي علم له مخې سوال کوم، «وأستقدرك» یعنې له تا غوښتنه کوم چې ځواک راکړې، ځکه زه پخپله بې وسه یم، «بقدرتك» یعنې ستا د پیاوړي قدرت له مخې، ځکه ته له هېڅ شي عاجز نه یې، «وأسألك من فضلك» او ستا څخه ستا د پراخې مهربانۍ سوال کوم، ځکه ستا ورکړه ستا له خوا لورینه ده، او هېڅوک تاسره په هېڅ نعمت کې حقدار نه دی؛ «فإنك تقدر» یعنې ته پر هر څه توان لرې، او زه کمزوری عاجز یم «ولا أقدر» او ستا له ملاتړ پرته هېڅ ځواک نه لرم، او ته «تعلم» پوهېږي، په خپل هر اړخیز علم سره په ښکاره او پټ، ظاهر او باطن څیزونو باندې، «و أنا لا أعلم» او زه په هېڅ نه پوهېږم مګر ستا په توفیق او لارښوونه، «وأنت علام الغيوب» حال دا چې ته په پټو او ښکاره ټولو شیانو بشپړ عالم یې. یعنې ستا علم بې محدودیته دی، او ستا ځواک بې اغېزه نه دی، او نور یوازې هومره توان لري چې تا ورته ورکړی او اجازه دې ورته کړې ده. بیا مسلمان له خپل رب څخه سوال کوي او خپله اړتیا یادوي نو وايي: «یا الله» خپله چاره مې تاته سپارلې، نو که ستا په علم کې داسې وي چې دا چاره - د بیلګې په توګه کور پېرودل، یا د دې موټر اخیستل، یا د دې ښځې سره نکاح کول، یا داسې نور څه… نو که دا کار — چې زه پکې استخاره کوم — ستا په علم کې له پخوا معلوم وي چې زما لپاره پکې خیر دی؛ زما په دین کې (چې د زما د چارو ساتنه ده)، او زما په دنیاوي ژوند (معاش) کې، او زما د کار په پایله او عاقبت کې، یا یې داسې وویل چې: «زما په نږدې او راتلونکو چارو کې» په دنیا او آخرت کې؛ نو دا کار زما لپاره مقدر کړه، ماته یې تیار او بشپړ کړه، او راته یې آسان کړه، بیا پکې برکت واچوه او ما ته پکې خیر زیات کړه، او که ته، اې الله، پوهېږې چې دا کار زما لپاره شر دی؛ زما په دین کې، زما په ژوند (معاش) او زما د چارو په پایله کې — یا یې داسې وویل: «په اوسنۍ یا وروسته چارو کې» — نو دا کار له ما څخه لیرې کړه او ما ترې لیرې کړه، او هر چېرته چې خیر وي، هغه زما لپاره مقدر کړه، بیا ما پرې راضي کړه، او ستا په هره پرېکړه، که زه خوښ یم یا ناخوښ، ما پرې راضي کړه.
له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: اې ابو سعيده! څوک چې پر الله د رب، پر اسلام د دین او پر محمد صلی ﷺ د پېغمبر په توګه راضي وي نو جنت ورته واجب شوی دی»، ابو سعيد دې خبرې ته حیران شو او ویې ویل: «اې د الله رسوله! بیا یې راته تکرار کړه» نو رسول ﷺ بیا تکرار کړل، بیا یې وویل: «او بل عمل چې له امله یې سړی په جنت کې سل درجې لوړېږي، او د هرې درجې ترمنځ فاصله د آسمان او ځمکې ترمنځ ده»، ابو سعيد پوښتنه وکړه: یا رسول الله ﷺ هغه څه دي؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: «د الله په لار کې جهاد، د الله په لار کې جهاد».
مسلم روايت کړی دیرسول الله ﷺ ابو سعيد الخدري رضي الله عنه ته خبر ورکړ چې څوک په الله ایمان ولري، هغه د رب، خالق، مالک، بادار او امر کوونکي په حیث ومني، اسلام په پيروۍ او ورته غاړې اېښودلو کې د دین په توګه ومني، او محمد ﷺ د داسې پېغمبر په توګه ومني چې د هغه ټول پیغامونه او هغه څه ومني چې هغه خلکو ته رسولي دي، نو د هغه لپاره جنت ثابت دی، ابو سعيد رضي الله عنه د دې خبرې په اورېدو سره حیران شو او ویې ویل: «اې د الله رسوله! دا راته بیا ووایه» رسول ﷺ بیا تکرار کړل، بیا رسول الله ﷺ وویل: «او بل عمل شته چې په وسیله یې الله تعالی سړي ته په جنت کې سل درجې لوړوي، او د هرې درجې ترمنځ فاصله لکه د آسمان او ځمکې ترمنځ ده» ابو سعيد وویل: «هغه څه دي ای د الله رسوله؟» هغه وفرمایل: «د الله په لار کې جهاد، د الله په لار کې جهاد».
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «څوک چې د الله جل جلاله په لار کې (په جهاد کې) یوه ورځ روژه ونیسي، الله تعالی به یې اویا کاله مخ له اور څخه لرې وساتي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې چا په جهاد کې یوه ورځ روژه ونیوله، او ویل شوي چې په جهاد او یا بل څه کې پدې شرط چې خاص د الله لپاره او له الله تعالی څخه د اجر او ثواب تر لاسه کولو په نیت وي؛ نو الله تعالی به په خپل فضل د هغه او د اور تر منځه اویا کاله لرې والی راولي.
له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «خلک به تر هغه پورې په خېر وي تر څو چې دوی په روژه ماتي کې بیړه کوي».
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې خلک به تر هغه وخته پورې په خېر وي تر څو چې دوی د لمر ډوبېدو له ډاډمنېدو وروسته په روژه ماتي کې بیړه کوي؛ دا پدې سنت د عمل کولو او د دې سنت د پولو سره د ودرېدلو له امله.
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې: کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم زمونږ تر منځه و نو موږ به د هر کوچني او لوی، ازاد او غلام سرسایه له خوړو یوه پيمانه، یا له کورتو یوه پيمانه، یا له وربشو یوه پيمانه، یا له خرماوو یوه پیمانه او یا له ممیزو یوه پیمانه ورکوله، تر هغه پورې موږ همداسې سرسایه ورکوله تر څو چې معاویه بن ابی سفیان رضي الله عنه د حج او یا عمرې لپاره راغی نو خلکو سره یې په منبر خبرې وکړې، په خپلو خبرو کې وویل: زما په اند چې د شام دوه لپې غنم د خرماوو د یوې پیمانې سره برابر دي، نو خلکو په همدې عمل وکړ، ابو سعید وویل: ما چې پخوا کومه سرسایه ورکوله لدې وروسته یې هم وباسم او تر څو چې ژوندی یم د تل لپاره به همداسې کوم (یعنې بدلون په کې نه راولم).
متفق علیه دیمسلمانانو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې او له هغه وروسته د خلفاوو راشدینو په دوره کې د کوچنیانو او بوډاګانو له خوا د یو صاع خوراک په اندازه د فطر صدقه ورکوله. د هغوی خواړه وربشې، ممیز، کورت او خرما وې. د یوه صاع اندازه څلور امداد ده او یو مد د معتدل سړي د لاسونو د ډکوالي سره برابر دی (لپه). کله چې معاويه رضي الله عنه د خليفه په حیث مدينې ته راغی او شامي غنم زیات شوي وو نو ویې فرمایل: زما په اند د شام دوه لپې غنم (نیم صاع) د خرماوو د یو صاع سره برابر دي، نو خلکو یې په وینا عمل وکړ. ابو سعید الخدري رضي الله عنه وویل: زه چې یم نو څنګه مې چې پخوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې سرسایه ورکوله په همغه اندازه یې له دې وروسته هم ورکوم، تر څو چې ژوندی یم.
د زید بن ثابت رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پیشلمی وکړ، بیا لمانځه ته پاڅېده، ما وویل: د اذان او پیشلمي تر منځه څومره وخت و؟ هغه وویل: د پنځوس آیتونو په اندازه.
متفق علیه دیځینو صحابه کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پیشلمی وکړ چې بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار لمانځه ته پاڅېده. نو انس زید بن ثابت رضي الله عنه ته وویل چې: د اذان او د پیشلمي د پای تر منځ څومره وخت و؟ نو زید رضي الله عنه وویل: لکه د پنځوس درمیانه آیتونو د لوستلو په اندازه، نه اوږده او نه لنډ آیتونه، نه په ډېره تیزۍ او نه په ډېر کرار سره.
له ام المؤمنین عائشة رضي الله عنها څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ده: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه تر دې چې الله تعالی وفات کړ، بیا له هغه وروسته یې ورپسې مېرمنو اعتکاف کاوه.
متفق علیه دیام المؤمنین عائشة رضي الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه، تر څو د قدر شپه لاندې کړي، او په همدې حالت روان و تر څو الله وفات کړ، او ورپسې یې بیا مېرمنو رضي الله عنهن اعتکاف کاوه.
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "پېشلمی وکړئ، ځکه چې په پېشلمي کې برکت وي".
متفق علیه دیرسول الله صلی الله علیه وسلم په پېشلمي ټینګار کړی، کوم چې د شپې په وروستۍ برخه کې روژې ته د چمتوالي لپاره خوراک کول دي؛ ځکه چې (برکت) لوی خیر، اجر او ثواب پکې دی او د شپې په وروستۍ برخه کې د دعا لپاره راپاڅېدل او، روژې ته ځان پیاوړی کول، تکړه کېدل او پر ځان د روژې سختي کمولو کې مرسته کوي.